د تذکیر آله (قضیب) د نارینهوو بهرنی «دخولي غړی» دی، چې پر تناسلي غړي سربېره، د ادرارو د مجرا په توګه هم عمل کوي.
اصلي برخې یې عبارت دي له: ريښه (ولۍ)؛ تنه (پږی)؛ او د تذکیر آلې بشروي نسجونه چې په هغو کې د لولې (میلې) پوستکی او د حشفې پوښوونکی د ختنې برخې پوستکی (چمبېړه) شامل دي. د تذکیر آلې پږی له درې ډوله نسجي ستونونو څخه جوړ شوی دی: دوه کورپوس کاورنوزومونه (Corpus cavernosum) په شاتنۍ برخه کې او کورپوس سپونګیوسوم یا سفنجي جسم (Corpus spongiosum) په بطني اړخ کې. د قضیب بولي مجرا له پروستات غُدې څخه تېرېږي، چېرې چې د انزال له مجرا (د مني مجرا) سره یوځای کېږي او وروسته د قضیب له لارې غځېږي. بولي مجرا له کورپوس سپونګیوسوم څخه تېرېږي او پای یې (meatus) د حشفې په څوکه کې واقع شوی دی. د انسان تذکیر آله هم د ادرارو او هم د مني انزال لپاره د یوې مجرا په توګه عمل کوي.
د نارینهوو آله له همهغه جنیني نسج څخه وده کوي چې په ښځینهوو کې د کلیتوریس په توګه څرګندېږي. په تذکیر آلې کې شاوخوا پوستکي او بولي مجرا او د ښځینهوو په تناسلي غړي کې کوچنۍ غاړه ورته جنیني منشا لري. نعوظ حالت د نارینهوو د تناسلي آلې شخېدونکي انبساط او د جهت عمودي بدلون ته ویل کېږي، چې د جنسي تحریک پر مهال پېښېږي. نعوظ په غیرجنسي حالتونو کې پېښېدلای شي؛ بېاختیاره غیرجنسي نعوظ حالتونه ډېري وخت په زلمیتوب کې د خوب پر مهال رامنځته کېږي. په عادي (شل) حالت کې، د تناسلي آلې اندازه کوچنۍ ده، فشار واردوي او حشفه د چمبېړې په واسطه پټېږي. په بشپړ نعوظ حالت کې، پږی (تنه) کلکېږي او حشفه راپړسېږي خو نهکلکېږي. د نعوظ پر مهال تناسلي غړی کېدای شي مستقیم یا منحني حالت ولري، کېدای شي پورته خوا ته یا لاندې خوا ته په یوې زاویې درېدلی وي او یا هم مخامخ مستقیم حالت ولري. په ۲۰۱۵ز کې، د تناسلي آلې منځنی اوږدوالی په نعوظ حالت کې 13.12cm (یا 5.17in) او محیط یې 11.66cm (یا 4.59in) ؤ. نه عمر او نه هم د تناسلي آلې شل حالت په دقیقه توګه د نعوظ حالت اوږدوالی ټاکلای شي.
د تناسلي آلې په تړاو تر ټولو معمولې بڼې، سنت (ختنه) کول او د آلې سوري کول دي. سنت کول، د بېلابېلو هڅوبي، مذهبي او (په ندرت سره) طبي دلایلو لهامله د حشفې پوستکي لېرې کول دي او د دغه عمل په تړاو لانجمن بحثونه شتون لري. دممهال ساینسپوهان پهدې هڅه کې دي ترڅو د نارینهوو تناسلي غړي جوړښتونه په بشپړه یا برخیزه توګه له سره جوړ کړي. هغه ناروغان چې له دغې برخې څخه پوره ګټه ترلاسه کوي، هغه وګړي دي چې مورزادي نیمګړتیاوې، سرطان او داسې ژوبل شوي دي چې چې د تناسلي آلې یوه برخه یا ټوله آله یې پرې شوې ده او یا هغه نارینه چې غواړي د تناسلي غړي غیرارادي موډیفکشنونو بڼې بېرته راوګرځوي.
د تذکیر آله له درې ډوله نسجي ستونونو څخه جوړ شوی دی: دوه کورپوس کاورنوزومونه (Corpus cavernosum) په شاتنۍ برخه کې او کورپوس سپونګیوسوم یا سفنجي جسم (Corpus spongiosum)، چې په بطني اړخ کې د هغو ترمنځ پروت دی. کورپوس کاورنوزوم د قضیب ډېري برخې جوړوې او د وینې رګونه لري چې د نعوظ حالت لپاره مرستندویه واقع کېږي. د قضیب ساقه، کورپوس کاورنوزوم ته نږدې برخه ده. سفنجي تنه یو نعوظي نسج دی چې بولي مجرا یې احاطه کړې ده. د سفنجي تنې نږدې برخې د قضیب پیاز (غوټه) او لېرې څوکې د قضیب حشفه جوړوي.
د تذکیر آلې اړوند اندازې بېلابېل قیمتونه ښیي؛ د هغو انداز کولو پر بنسټ مطالعات، چې په شخصي توګه د نارینهوو لهخوا ترسره شوې دي، ښیي چې د قضیب منځنۍ اندازه له هغې اندازې څخه ډېره زیاته ده چې د روغتیا متخصص لهخوا اخېستل شوې ده. په ۲۰۱۵ز کې د یوې سیسټماتیکې کتنې لهلارې، چې په هغې کې د ۱۵،۵۲۱ نارینهوو تناسلي غړي د روغتیا متخصصانو لهخوا اندازه شوي وو، وښودل شوه چې د انسان د قضیب منځنۍ اوږدوالی په نعوظ حالت کې 13.12cm (یا 5.17in) او منځنی محیط یې 11.66cm (یا 4.59in) دی.
د ټولو پرایمېټ تيلرونکو له جملې څخه، د محیط لهپلوه د انسان تذکیر آله تر ټولو لویه ده، خو د اوږدوالي لهپلوه د چیمپانزي او نورو پرایمېټ تيلرونکو له تذکیر آلې سره د پرتلې وړ ده. جنتیک د تناسلي آلې پر اندازې باندې اغېزه پرېږدي، خو کېدای شي د اولاد راوړلو درملو او کېمیاوي موادو/ککړتیا په څېر چاپېریالي لاملونو لهخوا هم اغېزمن شي. په رسمي توګه د انسان تر ټولو اوږد ثبت شوی قضیب، د ډاکتر رابرټ لاتو دیکنسون لهخوا وموندل شو، چې اوږدوالی یې 34.3cm (یا 13.5in) او محیط یې 15.9cm (یا 6.26in) ته رسېده.
په نارینهوو کې له بدن څخه ادرار د تذکیر آلې لهلارې دفع کېږي. بولي مجرا مثانه د پروستات غُدې لهلارې تشوي، چېرې چې د مني مجرا ورسره یوځای کېږي او وروسته د قضیب څوکې په لور غځېږي. د قضیب په ریښه یا ولۍ (د سفنجي پږي نږدې څوکه) کې بهرنۍ عضلاتي کړۍ (sphincter) واقع شوې ده. دا د مخطط عضلاتي نسج کوچنۍ کړۍ ده او په روغ او تکړه نارینه کې د بشپړ کنټرول او اختیار لاندې ده. د بولي مجرا عضلاتي کړۍ د دمه کېدو لهامله، ادرار د بولي مجرا په پورتنۍ برخه کې په سمه توګه قضیب ته دننه او په پایله کې مثانه تشېږي.
له فزیولوجیکي پلوه، د ادرارو په تشولو کې د اعصابو درېیو «مرکزي»، «غیرارادي» او «محیطي» سیسټمونو ترمنځ همغږي رامنځته کېږي. په ماشومانو، ځینو ډېر عمر لرونکو وګړو او عصبي ناروغانو کې، کېدای شي د ادرارو کولو بهیر په غیرارادي توګه پېښ شي. د ادرارو تشولو پر مهال، «د بولو تشونې پونتین مرکز»، «د مجرا پر چاپېره خړه ماده» او «د ماغزو قشر» د ماغزو تنظیموونکي مرکزونه دي. د نعوظ پر مهال، دغه مرکزونه د عضلاتي کړیو د دمه کېدنې بهیر دروي، داسې چې د تناسلي آلې د تخلیې او تکثري کارکړنو ترمنځ فزیولوجیکي جلاوالی رامنځته کېږي او د انزال پر مهال بولي مجرا پورتنۍ برخې ته د ادرارو د ننوتنې مخنیوۍ کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article په انسانانو کې د تذکیر آله, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.