د استخباراتو پرانېستې سرچينه (په انگرېزي: open source intelligence) چې د OSINT په نوم هم پېژندل شوې ده، د استخبارتي طریقو څخه تر ټولو بې خطره طریقه ده چې د عمومي سرچينو (لکه انټرنيټ، ورځ پاڼو، تلويزيون او نورو ټوليزو رسنیو) څخه مهم اطلاعات ټولوي.
دغه ټول شوي اطلاعات د څارگریزو کارمندانو او نورو متخصصانو لخوا شننه (تجزيه) شوي دي. نوموړې استخبارتي طريقه په نړی کی تر ټولو گڼ شمېر لرونکي او استعمالوړ د استخباراتو ټولونکې لاره ده. مثال په توگه امریکایي استخبارتي اداره وایي چې ۷۵٪ مهم معلومات د انترنيټ او نورو عمومي سرچينو څخه اخیستل شوي دي. نوموړي استخبارتي طریقه په ځانگړي ډول د دولتي څارگريزو ادارو، ځانو تحقیقاتو ادارو او کارمندانو له خوا کارول شوې ده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پرانيستې سرچينې استخبارات, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.