وېنزویلا

وېنزویلا (/ˌvɛnəˈzweɪlə/؛ امریکایی-هسپانوي: (واورئ ))، په رسمي توګه د وېنزویلا بولیواري جمهوریت (هسپانوي: República Bolivariana de Venezuela)، د جنوبي امریکا په شمالي ساحل کې پروت یو هېواد دی، چې له بر اعظمي وچې او په کارابین سمندر کې له زیات شمېر لویو او کوچینیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی.

پراخوالی یې 916,445 کیلومتره مربع (353,841 میله مربع) دی، او نفوس یې په 2019 ز کال کې 28 میلیونه اټکل شوی ؤ.  پلازمینه یې یې کاراکاس نومېږي چې تر ټولو لوړ ښاري تراکم په کې ځای پر ځای دی.

نوموړی قاره اي(بر اعظمي) قلمرو په شمال کې له کارابین بحيرې او اتلانتیک بحر، په لویدیځ کې له کولمبیا، په سویل کې برازیل ، شمال ختیځ ته ټرینیډاډ او ټوباګو او په ختیځ کې د ګیانا سره ګډه پوله لري. د وېنزویلا حکومت له ګیانا سره د ګیانا په ایسکیبا باندې دعوی لري. وېنزویلا یو فدرالي ریاستي جمهوریت دی چې د 23 ایالتونو، پلازمینې ولسوالۍ او هغو فدرالي اړوندو سیمو څخه جوړ دی چې د وېنزویلا ساحلي ټاپوګان پوښي. وېنزویلا په لاتین امریکا کې یو له ترټولو ډېرو ښار مېشت شوو هېوادونو څخه دی؛د وېنزویلا لوی اکثریت د شمال په ښارونو او پلازمینه کې ژوند کوي.

د وېنزویلا خاوره په 1522 ز کال کې د هسپانیې له خوا د ځایی خلکو د مقاومت سره سره مستعمره شوه. په 1811 ز کال کې، دا قلمرو یو له هغو هسپانوي-امریکایي سیمو څخه ؤ چې له هسپانويانو څخه یې خپلواکي اعلان کړه او د یوې څانګې په توګه یې د کولمبیا د لومړي فدرالي جمهوریت (په تاریخي ډول د ګران-کولمبیا په نوم پیژندل شوی) یوه برخه جوړه کړه. دا هېواد په 1830 ز کې د بشپړ خپلواک هېواد په توګه جلا شو. د 19مې پیړۍ په بهیر کې، وېنزویلا د سیاسي ناکرارۍ او زورواکۍ/استبداد سره مخ شوه، چې د شلمې پیړۍ تر نیمایي پورې ورباندې سیمه ایزو نظامي دېکتاتورانو تسلط درلود. د 1958 ز راهیسې، دا هېواد د ډیموکراتیکو حکومتونو لړۍ درلوده، له دې استثناء سره چې د سیمې زیاتره برخه د نظامي دیکتاتورانو تر واکمنۍ لاندې وه، او دا دوره د اقتصادي سوکالۍ د دورې په توګه پېژندل کېده. په 1980 او 1990 ز لسیزو کې اقتصادي ټکانونه د 1989 وژونکي کاراکازو پاڅونونو، په 1992 کې د کودتا د دوو هڅو، او په 1993 کې د عامه سرمایو د اختلاس په تور د ولسمشر استیضاح کولو په شمول د لویو سیاسي بحرانونو او پراخو ټولنیزو ناکراریو لامل شول. په موجوده ګوندونو کې د باور له منځه تلل د دې لامل شول چې  وېنزویلا په 1998 زکال کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړي، کومو چې د بولیواري انقلاب لپاره د کتلست حیثیت درلود، چې د 1999 زکال د اساسي قانون شورا سره پیل شو، چې پر بناء یې د وېنزویلا نوی اساسي قانون نافذ شو. د حکومت د ټولنیزې هوساینې عامه پالیسۍ د تیلو د بیو د لوړولو، په موقتي توګه د ټولنیزو لګښتونو د زیاتولو، او د رژیم په لومړیو کلونو کې د اقتصادي نابرابرۍ او بې وزلۍ د کمولو له لارې تقویه شوې وې. د وېنزویلا د ۲۰۱۳ ز کال ولسمشریزې ټاکنې په پراخه کچه جنجالي شوې وې چې د پراخو لاریونونو لامل شوې، او په ټول هېواد کې یو بل بحران رامنځته کړ چې تر نن ورځې پورې دوام لري.

وېنزویلا یو پرمختللی هېواد دی او د بشري پرمختیا په شاخص کې 113م ځای لري. دا هېواد په نړۍ کې د تیلو ترټولو لویې پیژندل شوې زیرمې لري او د نړۍ د تیلو یو له مخکښو صادرونکو څخه دی. پخوا، دا هېواد د کرنیزو اجناسو لکه قهوې او ککو(cocoa) یو پرمختللی صادرونکی ؤ، مګر تیل په چټکۍ سره د صادراتو او دولتي عوایدو مخکښ شول. د حاکم حکومت زیاتې او کمزورې تګلارې د وېنزویلا د ټول اقتصاد د سقوط لامل شوې دي. دا هېود هېواد د بې بېلګې لوړ-تورُم یا انفلاسیون، د لومړنیو توکو کمښت،  بیکارۍ، فقر، ناروغۍ، د ماشومانو د مړینې لوړې کچې، خوارځواکۍ، خطرناکو جرمونو او فساد سره مبارزه کوي. دغو فکتورونو د وېنزویلا د مهاجرت کړکېچ رامنځته کړی، داسې چې له درۍ ملیونو څخه ډیر خلک له هېواد څخه تښتیدلي دي. په 2017 ز کې، وېنزویلا د کریډیټ/اعتبار درجه بندي ادارو له خوا د پور په تادیه کې پاتې راغلې اعلان شوې وه. په وېنزویلا کې کړکیچ د شکنجې، په خپل سر زنداني کولو، غیر قضایي وژنو او د بشري حقونو مدافعینو باندې بریدونو په څېر د سرغړونو زیاتوالي لامل شوی، چې په چټکۍ سره یې د بشري حقونو د وضعیت په خرابیدو کې ونډه لرلې ده. وېنزویلا د ملګرو ملتونو د منشور، د امریکايي ایالتونو سازمان (OAS)، د سویلي امریکا د هېوادونو اتحادیې (UNASUR)، ALBA، Mercosur، د لاتینې امریکا د ادغام ټولنې (LAIA) او د Organization of Ibero-American States (OEI) غړی هېواد دی.

رېښه

د خورا مشهورې او منل شوې نسخې له مخې، په 1499 ز کې، الانسو دي اوجیدا په یو سفر کې چه هغه یې په خپله مشري کوله، د وېنزویلا ساحل څخه لیدنه وکړه. د ماراکایبو د جهيل په سیمه کې د ډبرو کورونو ایټالوي سمندر-مزلي، امیریګو ویسپوچي ته د ایټالیا د وینس ښار وریاد کړ، نو هغه د دې سیمې نوم وینیزیولا(Veneziola) یا "کوچنی وینس" کېښود. د وینیزویولا(Veneziola ) هسپانوي نسخه وېنزویلا ده.

مارتین فرنانډېز دي اینسیسو، د ویسپوچي او اوجیدا د بېړۍ د عملې غړي، یوه بله شرحه ورکړې. د هغه په ​​​​په اثر Summa de geografía کې، نوموړی وايي چې: عملې هغه ځایي خلک وموندل چې ځانونه یې وینیکویلا بلل. په دې توګه، د وېنزویلا نوم کېدای شي له اصلي ځایي کلیمې څخه اخیستل شوی وي.

پخوا یې، رسمي نوم ایستادو دې وېنزویلا(Estado de Venezuela) (1830 -1856 ز)، د وېنزویلا جمهوریت (1856-1864 ز)، Estados Unidos de Venezuela (1864-1953 ز)، او یو ځل بیا د وېنزویلا جمهوریت (1953-1999 ز) ؤ.

تاریخچه

له کلمب څخه مخکې تاریخ

په هغه قلمرو کې چې اوس د وېنزویلا په نوم پیژندل کیږي شاوخوا له 15,000 کاله پخوا نه د انسانانو د استوګنې شواهد شتون لري. د دې دورې څخه د پاڼو په بڼه د ابزارو جوړلو په څنګ کې، په لویدیځه وېنزویلا کې د قطع کولو او د محدبو سطحو د تراشلو نښې نښانې، د ریو پیډریګال د سیندونو په غاړو کې ښکاره شوې دي. د وروستي پلیسټوسین د ښکار د وسایلو، په ګډون د نېزې څوکې، د وېنزویلا په شمال لویدیځ کې د "ایل جوبو" په نوم پیژندل شويو سیمو په ورته لړۍ کې موندل شوېدي. د رادیو کاربن نیټې تعیینولو له مخې، نوموړي موندل شوي وسایل  له 13,000 څخه تر 7,000 ز.م  پورې لرغونوالی لري.

دا معلومه نه ده چې د هسپانويانو تر فتحې مخکې په وېنزویلا کې څومره خلک اوسیدل؛ په هر حال دا خلک شاوخوا یو ملیون اټکل شوي دي. . د هغو ځایی خلکو سربیره چې تر اوسه پېژندل شوي دي،  د دغه قلمرو په نفوس کې تاریخي ډلې شاملې وې لکه کالینا (کاریبس) ، اوکی ، کاکیټیو ، ماریچ ، او تیموتو – کیکاس. د تیموتو – کیوکا کلتور د کلمب  څخه مخکې وېنزویلا کې ترټولو پیچلې ټولنه وه،  چې له مخکې پلان شوي دایمي کلي یې، د خړوبېدونکو،  هوارو شوو ځمکو په واسطه چاپېر شوي وو. دوی په ټانکیو کې هم اوبه ذخیره کړې. د دوی کورونه په ابتدايي توګه د ډبرو او لرګیو څخه، چې نښتي چتونه یې درلودل، جوړ شوي وو. دوی په ټوله کې سوله ایز وو، او ژوند یې د حبوباتو په کرلو پورې تړلی ؤ. په سیمه ایزو حبوباتو کې کچالو او الوکوز(ullucos) شامل وو. له هغوی څخه هنري آثار، په ځانګړې توګه د د انسانانو په شکل جوړ شوي سرامیک په میراث پاتې دي، اما کوم لوی یادگارونه ورڅخه پاتې نه دي. دوی د سبزیجاتو فایبرونه تاوول تر څو د ټوکرانو د اوبدلو او د غالیو په توګه یې وکاروي. ارېپا چې د وېنزویلا له مهمو خواړو څخه شمېرل کېږي، د اختراع کولو اعتبار او کرېدیت يې دوی ته ورګرځي.

له فتحې وروسته، نفوس په د پام وړ کچه، په ځانګړې توګه له اروپا څخه د نویو ساري ناروغیو د خپریدو له لارې کم شو. د کلمب څخه مخکې د نفوس دوه اصلي شمال-جنوبي محورونو شتون درلود، چې په لویدیځ کې یې جوار او په ختیځ کې مینیوک کرل. د لانوس لویې برخې د رېبلو او سوځولو او دایمي کښت له لارې کرل کېدې.

سرچينې

Tags:

وېنزویلا رېښهوېنزویلا تاریخچهوېنزویلا سرچينېوېنزویلا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عمومی معلوماتژبهکتلهجلغوزهځمکهمنظور پشتيند ترکې هیواد ښارونهاسټرالیاواټسافبغلان ولايتد افغانستان ولسي جرگهد هډوکي ماتېدلمهاجرتکتاب او کتابتونقطرشهزادګۍ بلقیسژوندمحمد اقبالکانکورواشنګټن ډي سيمصرد افغانستان ولايتونهشاهزاده محمد اکبر خانليکنښېپټرولآی اېس او ۳۱۶۶-۱محمد بن ابراهیم اللحیداند حماس اسلامي غورځنگامازون باراني ځنګلفشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئد استوا کرښهارغندابمزار شريفولسواکياستمناءآنتونوف-۲۲۵دېواليبرج خلیفهانقرهاندونيزياوړانديز (وټپوهنه)مذهبخروټيگڼيهامريکا لويه وچههواگرځنده غږلېږدیهنديياکوتي ژبهناروغيغزلځنګلد اسیایي هیوادونو نوملړد ښځو حقونهددښتو هبیتاتپوهنهمنهټنبادامپښتو نومځري او د هغو کارونهد تودوخې درجهد افغانستان لنډ تاريخفوربېزصاحب شاه صابرتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟سمندري انجینريارياياند افغانستان اقتصادامير عبدالرحمان خانپولنډدري ژبهد اوړي وختسویلي کوریا🡆 More