ويکيمېډيا بنسټ يو امريکايي ناگټندويه پرانيستی سازمان دی چې مرکز يې په سان فرانسيسکو, کلېفورنيا کې دی, دغه اورگان د فلورېډا ايالت د قوانينو او اوامرو لاندې په کار بوخت دی.
دا بنسټ د يو شمېر ملکاره ويکي پروژو لکه ويکيپېډيا، وېکيسيند، ويکيوراشه، ويکيتابونه، ويکي سرچينه، ويکيمېډيا کامنز، ويکي توکم، ويکيخبرونه، ويکیپوهنتون، ويکيمېډيا انکيوبېټر او مېټاويکي په پرمخ بېولو کې لوی لاس لري. د دغه بنسټ تر ټولو نامتو پروژه ويکيپېډيا ده چې د نړۍ د وېبځايونو په پوړبندۍ کې د نړۍ په لسو ډېرو کارېدونکو وېبځايونو کې شمېرل کېږي. د دغه بنسټ رسمي پيل په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال کې د دې بنسټ د جوړونکي جېمي وېلز لخوا اعلان شوی، چې تر دې دمخه يې ويکيپېډيا د خپل شرکت بومېس ترنامه چلوله. سرچينې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ويکيمېډيا بنسټ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.