وینه لږی (انگریزي: Anemia) یا انیمیا په نړی کې د تغذي تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږی.
دا ناروغي ځوانی ښځی، او واړه ماشومان ډیر اغیزمن کوي.
دغه راز په هرو شپږو ښځو کې یوه ښځه د ۸۵ کلنی څخه وروسته پدی ناروغی یوه اخته کیږی. پداسی حال کې چی وینه لږی پخپله نیغ په نیغه د ژوند لپاره گواښ ندی خو کیدای شی په بدن کې د یوی بلی خطرناکی ناروغی یوه نښه وی.
د ۶۵ کلنی څخه وروسته په هرو پنځو کسانو کې چی د اوسپنی د کموالي په انیمیا تشخیص کیږی یو کس د کولمو خطرناکې ناروغی لری. داوسپنی د کموالي انیمیا د ټولو انیمیا گانو په پرتله عامه ده.
پدی ناروغی کې وینه نشي کولی چی د بدن انساجو ته په کافی پیمانه اکسیجن ورسوي. دا کیدای شي د وینی د حجرو د کموالی له کبله وی او یا د وینی د سرو حجرو د هیموگلوبین دکمښت له کبله وی.
د وینی حجری د هډوکو په ماغزو کې جوړيږی او په منځني توگه وروسته د څلورو میاشتو څخه له منځه ځي. کله چی د وینی د سرو حجرو دغه د جوړښت او تخریب موازنه له منځه لاړه شي نو انیمیا منځته راځی- پدی ډول چی یا د هډوکو په ماغزو کې د سرو حجرو تولید کم وي او یا د وینی حجری په چټکی سره تخریبیږی او یا ضایع کیږی.
ستونزه کیدای شي په خوړو کې د اوسپنی د کموالي له امله هم منځته راشي – د اوسپنی ښی سرچینی میوی، حبوبات لکه لوبیا او غوښه دی. دغه راز کیدای شی ستونزه په کولمو کې وي چی کولمی ونشي کړای په ښه توگه اوسپنه جذب کړی د بیلگی په ډول د (Coeliac) په ناروغی کې- پدی ناروغی کې هاضمه د گډوډی سره مخامخ کیږی.
خو د اوسپنی د کموالي انیمیا د عادي حالت څخه په زیاته پیمانه په چټکی سره د اوسپنی له لاسه ورکول دي لکه په شدیدو او دوامدارو خونریزیو کې. بیلابیلی ناروغی د اوسپنی د دی ډول له لاسه ورکولو په لاره کې رول لوبوي. هغه ناروغی چی د دوامداری او اوږدمهالي خونریزی سره مل دي پدی ډول دي : د معدی او کولمو بیلابیلی ناروغی- دبیلگی په ډول د معدی التهابی ناروغی، د معدی سوزش، د معدی زخم (Peptic ulcer)، د معدې سرطان، د کولمو التهابی ناروغی، بواسیر او د کولمو سرطان.
د اوږدی مودی لپاره د اسپرین (Aspirin) او دی ته ورته د ځینو نورو التهاب ضد درملو کارول هم د معدی او یا کولمو د خونریزی لامل گرځی.
د ستړتيا او د زړه د چټک ضربان احساسول د لومړنیو اعراضو څخه دي. نوری ستونزی سالنډی او سرڅرخی دي.
که چیری وینه لږی شدیده وی نو Angina (د سینی او یا ټټر قلبی درد)، سردردی او د پښو او پنډیو دردونه منځته راځی.
په پرمختللي حالاتو کې د انتاناتو په وړاندی د بدن د معافیت وړتیا کمیږی.
د اوسپنی د کموالی له امله د اوږدی مودی انیمیا کولی شي یو سلسله نوری ستونزی منځته راوړی، لکه:
په ځوانانو کې د شدیدی وینه لږی اعراض او نښی دومره ژر نه لیدل کیږی خو په زړو وگړوکې ددی ناروغی نښی نښانی ډیر ژر تر ترسترگو کیږي چی لامل يي د زړو خلکو په عضلاتو، ماغزو او نورو غړو کې د وینی زیرمو کموالی بلل کیږي.
په ډیرو پیښو کې چی وینه لږی د اوسپنی کموالي له امله منځته راځي، وینه لږی د اوسپنی د ټابلیټونو او یا پیچکاری (ستنی) سره تداوي کیږي. دغه راز په شدیدو پښو کې چی د اوسپنی کمښت بی دریغه زیاته وي نو بیا ناروغ ته وینه ورکول کیږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article وينه لږی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.