هنګري: د مرکزي اروپا هېواد

مجارستان (هنګري هیواد) چې رسمي نوم یې د د (مجارستان) هنګری جمهوریت دی په منځنۍ اروپا کې پروت د وچې پورې تړلی هیواد دی چې پلازمینه یې د بوداپست، بوداپست ښار دی او ګاونډي هیوادونه یې د لویدیځ له خوانه اتریش,شمال نه سلواکیا,شمال ختیځ نه له اوکراین, ختیځ او جنوب ختیځ نه له رومانیا, جنوب ته له سربيا,او کرواسیا او د جنوب لویدیځ لوري نه له سلوانیا سره گډه پوله لري.

یاد هیواد ۰۳۰'۹۳ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰'۰۰۰'۱۰ میلونه وګړي لري. د هنګری د حکومت ډول یط پارلماني دی. ولسمشر یې یانوش آډر او لومړی وزیر یې ویکتور اوربان دی رسمي ژبه یې هنګري ژبه ده.

د هنګري جمهوريت
Magyar Köztársaság
هنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور بيرغ هنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور نښان
هنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور
د هنګري
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
بوداپست
۴۷°۲۶′ شمال ۱۹°۱۵′ ختیځ / 47.433°شمال 19.250°ختيځ / 47.433; 19.250
حکومت دموکراتیک ولسمشریزه
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۰۵ اټکل
 -  ټولټال $۱۶۲,۲۸۹ میلیونه (۴۹th)
 -  پر کس $۱۶,۶۲۷ (۴۳rd)
بشري پرمختيا (۲۰۰۳) ۰.۸۶۲ (لوړ) (۳۵م)
د وخت سيمه (UTC+۱)
 -  اوړی (DST) د مرکزي اروپا پسرلنی ساعت (UTC۲)
د انټرنټ مخکښ شپول .hu

هنګري (په هنګري ژبه کې: Magyarország) په مرکزي اروپا کې، په وچه کې راایسار هېواد دی. دا هېواد چې د کارپاتیان د غرونو تر منځ پروت دی، ۹۳۰۳۰ کیلومتر مربع (۳۵۹۲۰ مایل مربع) مساحت لري، چې له شمالي لوري د سلواکیا، له شمال ختیځ  لوري د اوکراین، له ختیځ او سویل ختیځ لوري د رومانیا، له سوېل لوري د سربستان، له سویل لوېدیځ لوري د کرواسي او سلوانیا او له لوېدیڅ لوري د اطریش له خوا چاپېر شوی دی. هنګري نږدې ۱۰ میلیونه نفوس لري چې زیاتره یې هنګري نژاده او همدارنګه د پام وړ روماني لږه کي لري. هنګري چې د دې هېواد رسمي ژبه ده، په نړۍ کې د اورالي ژبو تر ټولو پراخه تکلمي ژبه ده او د غیر هندي-اروپایي ژبو له ډلې یوه ده، چې په پراخه کچه په اروپا کې تکلم پرې کېږي. بوداپست، د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی او نورې لویې ښاري سیمې یې ډیبرېت سین، سېګېډ، مېشکالتس، پې یچ او جیور دي.

د اوسني هنګري خاوره ،د بېلابېلو خلکو، لکه: سېلتیانو، رومیانو، جرمن قبایلو، هونیانو، لوېدیځ سلاویانو اوآوراسیانو پرمخ د څو پېړیو په اوږدو کې یوه څلولارې وه. د هنګري دولت بنسټ د هنګري د لوی شهزاده، ارپاد له خوا د نهمې پېړۍ په وروستیو کې د کارپاتیان د سیمې په نیولو سره کېښودل شو. د نوموړي کړوسی لومړي سټیفن په ۱۰۰۰ کال کې په تخت کېناست او خپل سلطنت یې عیسوي سلطنت ته واړاوه. هنګري هېواد په ۱۲ پېړۍ کې یو سیمه ییز ځواک شو، چې په ۱۵ پېړۍ کې یې خپل کلتور او سیاست اوج ته ورسېد. دا هېواد په ۱۵۲۶ز کال کې د موهاچ له جګړې وروسته، په نیمایې توګه د عثماني سترواکۍ (۱۵۴۱ – ۱۶۹۹زکلونو) تر واک لاندې راغله. د اتلسمې پېړۍ په پای کې دا هېواد د هابسبورګ تر واکمنۍ لاندې راغی، چې وروسته د اطریش له سترواکۍ سره یوځای شو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اطریش- هنګري یو لوی ځواک را منځ ته کړ.  

اطریش- هنګري له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سقوط وکړاو ورپسې د تریانون له تړون سره سم د هنګري اوسنۍ پولې و ټاکل شوې، چې په پایله کې یې نوموړي هېواد ۷۱٪ خاوره، ۵۸٪ نفوس، او ۳۲٪ هنګري قوم له لاسه ورکړل. هنګري هېواد د دوو نړیوالو جګړو تر منځ له کړکېچنې دورې وروسته، په دویمه نړیواله جګړه کې له محوري ځواک سره یوځای شو، چې د پراخ زیان او تلفاتو سره مخامخ شو. هنګري له جګړې وروسته د شوروي اتحاد یو ګوډاګی دولت شو، چې د هنګري د خلق جمهوریت د رامنځ ته کېدو لامل شو. هنګري د ۱۹۵۶ ز کال له بې پایلې انقلاب څخه وروسته یو څه آزاد شو، که څه هم لا تر دې وخته د ختیځ بلاک تر کنټرول لاندې غړی پاتې شو. له اطریش سره د هنګري د پولې پر سر د دېوال لرې کولو د ختیځ بلاک او وروسته د شوروي اتحاد د سقوط ګړندی کړ. هنګري د ۱۹۸۹ ز کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه یو دموکراتیک پارلماني جمهوریت شو ،چې په ۲۰۰۴ ز کال کې له اروپايي ټولنې سره یوځای شو او له ۲۰۰۷ ز کال راهیسې، د شینګین د سیمې برخه دی.

په نړیوالو چارو کې هنګري هېواد، د  یوه منځنی ځواک په توګه لیدل کېږي، چې دا ځواک یې تر ډېرې کچې د خپل دودیز او اقتصادي اغېز له امله دی. هنګري د لوړ عاید اقتصاد په درلودلو سره یو پرمختللی هېواد ګڼل کېږي او د بشري پراختیا په شاخص کې په ۴۰ کې ځای کې راځي، چې اتباع یې د پوره روغتیا پاملرنې او د وړیا ثانوي زده کړو له امتیاز څخه برخمن دي. هنګري د هنر، موسیقۍ، ادبیاتو، سپورت، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پراخې ونډې اوږد تاریخ لري. نوموړی هېواد په اروپا کې دیارلسم ترټولو مشهور سیاحتي ځای دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۱۵.۵ میلیون نړیوال سیلانیان را جلب کړي وو. هنګري د ملګرو ملتونو، ناټو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا WTO، نړیوال بانک، د پانګونې نړوال بانک یا IIB، په زیربنا کې د پانګونې آسیایي بانک یا AIIB، د اروپا د شورا، د وېشګارد ډلې او د ترک هېوادونو په سازمان کې د څارونکي دولت په ګډون د زیاتره نړیوالو بنسټونو غړیتوب لري.

رېښه

د هنګري – Hungary په نوم کې د H توری (او لاتیني Hungaria) ښایې له تاریخي اړخه د Huns (هونیانو) سره د هنګري د اړیکې له امله ویې چې آواراس څخه وړاندې په هنګري کې مېشت شوي وو. پاتې کلیمه د بیزانس د یوناني Oungroi (Οὔγγροι) له لاتیني بڼې څخه اخستل شوې ده. دا یوناني نوم د زړې بلغاریایي له ągrinŭ څخه اخیستل شوی، چې دا بیا په خپل وار سره د اوغورترک له  Onogur ('لس [د اوګور] قبیلې") څخه اخستل شوی دی. Onogur  د هغو قومونو جمع نوم و چې وروسته له بلغاریایي قبیلوي کنفدراسیون سره یوځای شول چې د آوارس څخه وروسته یې د هنګري په ختیځو برخو کې واکمني کوله.

د هنګري کورنۍ نوم Magyarország دی، چې د magyar ('هنګري') او ország ('هېواد') څخه منځ ته راغلی دی. د "Magyar" نوم چې د هېواد په وګړو دلالت کوي، په کره بڼه په ځینو نورو ژبو، لکه: ترکي، فارسي او نورو ژبو کې د هېواد په نوم، د بېلګې په توګه Magyaristan یا د ماګیارانو خاوره، یا ورته حالت دلالت کوي. د magyar کلمه د هنګري د اوو لویو نیمه کوچي قبیلو، magyeri، له نوم څخه اخیستل شوې دی. د magy لومړۍ برخه ښایي د پروتو – اوګري ژبې له mäńć څخه اخستل شوی وي چې معنا یې انسان، یا شخص دی، چې د مانسي خلکو په نوم کې (mäńćī, mańśi, måńś) هم لیدل کېږي. دویمه برخه یې،  eri ، چې د وګړي، وګړو، نسب، په معنا ده، د هنګري ژبې په férj کې پاتې شوې چې د 'مېړه'، په معنا ده او د ماري ژبې له erge سره چې د 'زوی'، په معنا ده او د فنلنډي لرغوني ژبې له yrkä سره چې د 'ځوان سړي' په معنا ده، رېښه لري.  

اقتصاد

کلتور

اداري ویش

هنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور 
د مجارستان هیواد آیالاتونه

د هنګري هیواد د ولایتونو نوملړهنګری هیواد د ښارونو نوملړ) هنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور  بوداپست


کينډۍ:د چین منځهنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور 
بوداپست

درجه ښار نفوس درجه ښار نفوس
هنګري: رېښه, اقتصاد, کلتور 
دبرسن
160px|Szeged
سګد
1 بوداپست 1,757,618 11 سلنوک ۷۲٬۷۸۶
2 دبرسن 203,914 12 تاتابانیا ۶۶٬۷۹۱
3 سګد 162,593 13 ایرد ۶۳٬۹۹۳
4 میشکولتس 159,554 14 کاپشوار ۶۳٬۷۴۲
5 پچ (هنګري) 145,985 15 شپرن 61,780
6 ګیور 129,372 16 وسپریم ۶۰٬۷۶۱
7 نیرګهزا 118,125 17 بیکیشچابا ۶۰٬۳۳۴
8 کچکمیت 111,836 18 زالایګرسګ ۵۸٬۹۵۹
9 سیکشفهروار 98,673 19 اګر ۵۴٬۶۰۹
10 سمباتهي 77,866 20 نادکانیژا ۴۸٬۲۴۱

سیاسي خپلواکی

تاريخ

آر لیکنه: د هنگري تاريخ ]

Tags:

هنګري رېښههنګري اقتصادهنګري کلتورهنګري اداري ویشهنګري سیاسي خپلواکیهنګري تاريخهنګرياتریشاوکراینبوداپسترومانیاسربياسلوانیاسلواکیالومړی وزیرمنځنۍ اروپاهنګري ژبههیوادویکتور اوربانکرواسیایانوش آډر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اسلامفلسفه۲۰۱۸مېخي ليکدودکندهاریانمسکو3 اکتوبرابراهيم رييسي۳۱ وږیبیکارید چين جمهوريت (۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه)ژوپوهنهیهودکيميالوی اقتصاداختصاصي مجازي شبکهکرداند افغانستان سيندونهسعودي عربستاند فډرال زېرمو سيستمد صابون جوړولد جمعې لمونځلمونځد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندمصنوعي ځيرکتیاروغتونکلا، ارغندابد اندازه کولو واحدشکرې ناروغيناساواټسافدري ژبهد فزیک تاریخچهد بشري حقونو نړېواله اعلاميهروسي ژبهد سرچينې کمښتد بشري منابعو مديريتاوغوز ترکانچین د خلکو جمهوریتد امریکا متحده آیالاتونهپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلځنګلپوهنهپښتانهاسلامي دولتآسياپښتو ويکيپېډياافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېد ۱۸۴۸ز کال انقلابد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نه28 جنوريعبدالقادر خان خټکافغانمېډياويکيخرعربي ژبهنړیوال بانککيمياوي وسلېجودی لین اوکیفګيدړټکنالوجيميوند ولسوالۍد روم ټولواکمنيعبدالرحمان باباپولينډي ژبهانور شاه کشميريد افغانستان اقتصادفريد احمد مزدکد شمال ګډېدونکي هلکانکاتولیکه کلیسا🡆 More