نوی زیلانډ یا نیوزیلنډ د ارام سمندر په سویل لویدیځه کې له دوو ټاپوګانو جوړ هېواد دی، چې یوې ته یې شمالي ټاپو او بلې ته یې سویلي ټاپو وايي او همداشان ۷۰۰ نور واړه ټاپوګان لري چې ټولټال ۲۶۸۰۲۱ کیلومترمربع مساحت لري.
نوی زیلانډ له اسټرالیا نه په ختیځ کې ۲۰۰۰ کیلومتره د تاسمان سمندر په خوا کې واټن لري او په سویل کې بیا له نوي کالډونیا، في جي، او ټونګا نه ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لري. د دې هېواد ډول ډول توپوګرافي او د سویلي الپ په ګډون د غرونو لوړ څوکو یې زیاتره تکتونیکي پړاونه او د اورغورځوونکو غرونو تجربې درلودلې دي. د نوي زیلانډ پلازمېنه د ویلینګټون ښار دی، خو اوکلنډ یې بیا ګڼ وګړنیز ښار دی.
نيوزيلينډ | |
---|---|
بە ئینگلیزی: New Zealand | |
برخه د | Australasia، Australia and New Zealand، Realm of New Zealand |
بنسټ ايښودنه | ۱۳ی ډيسمبر ۱۹۸۶ |
رسمي نښه | Aotearoa |
لنډنوم | 🇳🇿 |
قومي ډلې | European New Zealanders، Māori، Asian New Zealanders، Pacific Islanders |
Named after | ځیلاند |
Official language | Māori، New Zealand Sign Language، انگليسي |
Anthem | God Defend New Zealand |
Culture | culture of New Zealand |
Motto text | 100% Pure |
لويه وچه | اقيانوسيه |
هېواد | نيوزيلينډ |
پلازمېنه | ولینګتون |
وختزون موقعيت | UTC+13:00، نړيوال همغږی وخت + 12:00 |
کوارډينېټي موقعيت | |
Coordinates of easternmost point | |
Coordinates of northernmost point | |
Coordinates of southernmost point | |
Coordinates of westernmost point | |
ترټولو لوړه څوکه | Aoraki / Mount Cook |
Lowest point | Taieri Plain |
Basic form of government | parliamentary monarchy |
Office held by head of state | monarch of New Zealand |
هېوادمشر | چارلېس، د ويلز شهزاده |
Office held by head of government | Prime Minister of New Zealand |
د حکومت مشر | Christopher Luxon |
Executive body | Government of New Zealand |
Legislative body | New Zealand Parliament |
Highest judicial authority | Supreme Court of New Zealand |
Central bank | Reserve Bank of New Zealand |
د وگړو شمېر | ۵٬۱۱۸٬۷۰۰ |
Currency | د نوی ځیلاند ډالر |
Shares border with | آسټراليا |
Driving side | کيڼ |
Electrical plug type | AS/NZS 3112 |
Follows | Colony of New Zealand |
واک ورپاته کيدنه له | Colony of New Zealand، Dominion of New Zealand |
Language used | انگليسي، انگليسي، New Zealand Sign Language، Māori |
Significant event | Statute of Westminster 1931 |
سيمه | ۲۶۸٬۰۲۱٫۰ کیلومتره مربع |
رسمي وېبځی | https://www.govt.nz/ |
Hashtag | NewZealand |
Top-level Internet domain | .nz |
Flag | flag of New Zealand |
Coat of arms | Coat of arms of New Zealand |
Has seal, badge, or sigil | Seal of New Zealand |
Geography of topic | geography of New Zealand |
Railway traffic side | کيڼ |
Economy of topic | د نیوزیلنډ اقتصاد |
Demographics of topic | demographics of New Zealand |
Mobile country code | 530 |
Country calling code | +64 |
Trunk prefix | 0 |
Emergency phone number | 111 |
GS1 country code | 940-949 |
Licence plate code | NZ |
Maritime identification digits | 512 |
د خپل لرې والې له مخې، د نوي زیلانډ ټاپوګان تر ټولو وروستي هغه سیمې دي چې بشر په کې ژوند غوره کړی. د ۱۲۸۰ او ۱۳۵۰ ز کلونو تر منځ، پولی نیزیانو (Polynesians) په دغو ټاپوګانو کې ژوند پیل کړ او وروسته یې د ماوري کلتور رامنځته کړ. په ۱۶۴۲ ز کال کې، هالنډ کشاف، ابیل تاسمان لومړنی اروپايي وو چې نوی زیلانډ یې کشف کړ. په ۱۸۴۰ ز کال کې د بریتانیا استازو او د ماوري مشرانو د وایټانګي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر دې ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت اعلان کړ. په ۱۸۴۱ ز کال کې، نوی زیلانډ د بریتانوي سترواکۍ یوه مستعمره شوه او په ۱۹۰۷ ز کال کې پر یوه حکومت باندې بدل شو؛ خو په ۱۹۴۷ ز کال کې یې بشپړ قانوني خپلواکي تر لاسه او د بریتانیا پاچا د دولت مشر پاتې شو. نن ورځ، د نوي زیلانډ د ۵ میلیوني وګړو زیاتره یې اروپايي نژاده دي، چې بومي ماوري بیا تر ټولو ستر لږکي دي او همداشان اسیايي وګړي او د ارام سمندر وګړي په کې ترتیب سره د لږکیو په توګه پېژندل کېږي. دې حقیقت ته په کتو سره، د نوي زیلانډ کلتور په اصل کې له ماوري او لومړنیو بریتانوي مېشت شویو کسانو او همدا راز له اوسنیو پراخو کډوالو له تنوع نه جوړ شوی دی. رسمي ژبې یې ماوري او د نوي زیلانډ اشاري ژبه ده، چې انګریزې په کې حاکمه او رسمي ژبه ګڼل کېږي.
نوی زیلانډ د ملګرو ملتونو، د ټولګټو هېوادونو، ANZUS، OECD، ASEAN Plus Six، د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکارۍ، د پاسفیک ټولنې او د پاسفیک د ټاپوګانو د مجمع غړی دی.
له نوي زیلانډ څخه لومړنی اروپايي لیدونکی هالنډی کاشف، ابیل ټاسمان و چې دغو جزیرو ته یې د سټاټین لنډ نوم ورکړ او پر دې باور و چې دا د سټاټین لنډ هغه برخه ده چې ژاکوب لومر د سویلي امریکا په سویلي برخه کې لیدلې وه. هنډریک براویر ثابته کړه چې د سویلي امریکا ځمکه په ۱۶۴۳ ز کال کې یو کوچنی ټاپو و، چې هالنډي نقشه رسموونکو بیا د ټاسمان دا کشف په لاتین ژبه Nova Zeelandia چې د هالنډ Zeeland ولایت دی نوم کېښود. وروسته بیا دا نو په انګریزې بڼه کې په نوي زیلانډ باندې واوښت. دا نوم د ډنمارک له Zealand سره کوم تړاو نه لري.
په ماوري ژبه کې د نو تیریني (Nu Tireni) په بڼه لیکل شوی. په ۱۸۳۴ ز کال کې، هغه سند چې په ماوري ژبه لیکل شوی عنوان یې "He Wakaputanga o te Rangatiratanga o Nu Tireni" دی په انګریزې ژبه وژباړل شو او هغه د نوي زیلانډ د خپلواکۍ اعلامیه وګرځېدله. دا سند د Te W(h)akaminenga o Nga Rangatiratanga o Nga Hapu o Nu Tireni یعنې د نوي زیلانډ د متحده قومونو له خوا چمتو شوې وه او یوه کاپي یې پنځم پاچا ویلیام ته لېږل شوې وه چا چې د نوي زیلانډ د متحده قومونو بېرغ منلی و او هغه څوک چې دا اعلامیه یې د لارډ ګلینیلګ له خوا د یوه مکتوب له لارې په رسمیت پېژندلی و.
نوی زیلانډ یو له هغو ټاپوګانو دی چې په وروستیو کې انسانان هلته په کې مېشت شوي دي. د راډیوکاربون تاریخ او د ځنګل وهلو شواهد او په ماوري وګړو کې د میټوکنډري د DNA تنوع ښیي چې ختیځ پلي نیسیان د لومړي ځل لپاره د ۱۲۵۰ او ۱۳۰۰ ز کلونو په منځ کې د نوي زیلانډ په ټاپوګانو کې مېشت شول. که څه هم د لرغون پېژندنې او جینیتیکي څېړنو له مخې له ۱۲۸۰ ز کال وړاندې هلته د مېشت کېدو کوم شواهد هم نشته خو هغه څه چې شته هغه د ۱۳۲۰ او ۱۳۵۰ ز کلونو تر منځ هغه مېشتېدل دي چې د نسب پېژندنې د دودونو له مخې رامنځته شوي دي. دا د ارام سمندر د ټاپوګانو له لارې د اوږدو سفرونو د لړۍ د اوج ښکارندوی ده. په راوروستیو کلونو کې، پلی نیسي کډوالو یو بېل کلتور ته پراختیا ورکړه چې اوسمهال د ماوري کلتور په نوم یادیږي. دغو وګړو دوه بېلې قبیلې iwi او hapū رامنځته کړي چې کله نا کله به یې یوه بل سره مرسته کوله، سیالي به یې کوله او همداشان د یوه بل پر وړاندې به یې جګړې کولي. په ځینو وختونو کې، یوه ډله ماوري خلک Rēkohu ته کډه شول، چې اوس د چتام ټاپوګانو په نوم پېژندل کېږي، چېرې چې هغوی خپل ځانګړی ماوروري کلتور رامنځته کړ. د ماوروري نفوس د ۱۸۳۵ او ۱۸۶۲ ز کلونو تر منځ د ماوروري د نسل وژنې له امله چې په ۱۸۳۰ لسیزه کې د تاراناکي ماوري له خوا تر سره شو له منځه ولاړ، که څه هم اروپايي ناروغیو هم په دې نسل وژنه کې خپل رول درلود. په ۱۸۶۲ ز کال کې، یوازې ۱۰۱ ژوندي پاتې شوي کسان په ۱۹۳۳ ز کال کې ووژل شول.
د نګاتي توماتاکوکیري او هالنډي کاشف ابیل ټاسمان د کارکوونکو تر منځ د ۱۶۴۲ کال په دښمنۍ کې، د ټاسمان څلور کارګر ووژل شول او لږ تر لږه یو ماوري کس په کنیسټر ډز سره ووژل شو. اروپایانو بیا تر ۱۷۶۹ ز کال پورې نوي زیلانډ ته را نه غلل، تر څو چې بریتانوی کاشف جیمز کاک د نوي زیلانډ ټولې څنډې نقشه برداري کړي. له کاک وورسته، نوي زیلانډ ته بې شمېره اروپايي او د شمالي امریکا کښتۍ راغلې. هغوی به اروپايي خواړه، فلزي توکي، وسلې او نور مواد له لرګیو، ماوري خوړو، لرغونو اثارو او اوبو سره مبادله کول. پټاټو او پتیله اي توپکو د ماوريانو کرهڼه او جکړه بدله کړه. پټاټې د دې لامل وګرځېدې چې هغوی ته ښه پریمانه خواړه ورکړي او هغوی د دې جوګه وګرځوي تر څو پراخ او اوږده پوځي کمپاینونه پر مخ یوسي. د قبیلو تر منځ د همدې پتیله اي جګړو له امله له ۱۸۰۱ څخه تر ۱۸۴۰ ز کال پورې څه باندې ۶۰۰ جګړې رامنځته شوې چې له امله یې له ۳۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ پورې ماوري خلک ووژل شول. د ۱۹مې پېړۍ له لومړیو، مسیحي مبلغانو په نوي زیلانډ کې پر مېشت کېدو پیل وکړ، چې په پای کې یې زیاتره ماوري وګړي مسیحیت ته ور واړول. په ۱۹مه پېړۍ کې د ماوري وګړو شمېر د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه ته را کم شو، چې د دوی د وګړو د همدې کمښت اصلي علت د اروپایانو له خوا ورپېژندل شوې ناروغۍ وي.
نوی زیلانډ مشروطه شاهي او پارلماني دیموکراسي لري، که څه هم اساسي قانون یې مدون نه دی. دویمه الیزابیت د نوي زیلانډ ملکه او د دولت مشره ده. د ملکې استازیتوب بیا عمومي والي کوي چې نوموړې یې د لومړي وزیر به مشوره ټاکي. عمومي والي بیا کولای شي د ولیعهد له انحصاري اختیارونو څخه برخمن واوسي لکه د بې عدالتیو د مواردو څېړنه او د وزیرانو، سفیرانو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو انتصاف او هان په ځینو نادرو مواردو کې کولای شي پارلمان منحل کړي. د پاچاهي او د عمومي والي واکونه د اساسي قانون د محدودیتونو له مخې محدود دي، چې له دې امله هغوی نه شي کولای هغه د وزیرانو له مشورې پرته تر سره کړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نيوزيلينډ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.