مصطفی کمال اتاتورک: د ترکیې ولسمشر (د ۱۹۲۳ تر ۱۹۳۸)

مصطفی کمال اتاترک (په تورکي ژبه Mustafa Kemal Atatürk) (له ۱۸۸۱ز- ۱۹۳۸ز کال د نومبر تر ۱۰مې) د ډګر مارشال، انقلابي سیاستوال، لیکوال او د ترکیې د بنسټ اېښودلو پلار په نامه یادېږي.

هغه د لومړي ولسشمر په توګه له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۳۸ز کال پورې، یعنې تر مړینې یې هېواد ته خدمت وکړ. هغه لوی پرمختللي اصلاحات رامنځته کړل، چې ترکیه یې پر عصري سیکولر او صنعتي هېواد بدله کړه. له ایډیالوژیکي پلوه یو سکولریست او نشنلست و، چې تګلارې او ټولنیزې- سیاسي نظریې د کمالیزم په نامه پېژندل کېږي. اتاترک د خپلو پوځي او سیاسي لاسته راوړنو له امله د ۲۰مې پېړۍ یو له مهمو سیاسي مشرانو نه شمېرل کېږي.

مصطفی کمال اتاتورک: د ژوند په لومړیو کې, ولسمشري, ناروغي او مړینه
مصطفی کمال اتاترک

اتاترک د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د ګالیپولي په جګړه کې (۱۹۱۵ز کال ) د عثماني ترکیې د بریا په ترلاسه کولو کې د خپلې ونډې له امله شهرت ترلاسه کړ. اتاترک د عثماني سترواکۍ له ماتې او انحلال وروسته، د ترکیې د ملي خوځښت مشر شو، چې د سوبمنو متحدو قدرتونو ترمنځ یې د ترکیې د اصلي ځمکې د وېش پر وړاندې مقاومت وکړ. د اوسنۍ ترکیې په پلازمېنې انقره (چې په انګلیسي کې یې انګورا بلله) کې یې لنډمهالی حکومت جوړ کړ. هغه د متحدینو له خوا لېږل شوو ځواکونو ته ماتې ورکړه او د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې یې سوبه خپله کړه. هغه وروسته د عثماني سترواکۍ د لغوه کولو لپاره اقدام وکړ او پر ځای یې د ترکیې د جمهوریت بنسټ کېښود.

اتاترک د ترکیې د نوي جمهوریت د ولسمشر په توګه د یوه عصري، پرمختللي او سیکولر دولت بنسټ کېښود او د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اصلاحاتو لپاره یې کره کړنلاره پیل کړه. لومړۍ زده کړې یې وړیا او اجباري کړې، په ټول هېواد کې یې زرګونه نوي ښوونځي پرانیستل. هغه د پخوانۍ عثماني ترکي الفبا پرځای د لاتین پر بنسټ ترکي الفبا دود کړه. د اتاترک د ولسمشرۍ پر مهال د ترکیې ښځو برابر مدني او سیاسي حقونه ترلاسه کړل. په ځانګړې توګه ښځو ته په سیمه ییزو ټاکنو کې د رایې ورکولو حق ورکړل شو. د ۱۹۳۰ز کال د اپرېل په ۳مه او څو کاله وروسته په ۱۹۳۴ز کال کې یې په بشپړ ډول د نړیوالې رایې ورکوونې حق ترلاسه کړ.

د هغه حکومت د ترک جوړوونې تګلاره رامنځته کړه، چې یو متحد ملت جوړ کړي. د اتاترک په واکمنۍ کې په نا ترکي لږه کیو فشار راوړل شو، ترڅو په عامه توګه په ترکي ژبه خبرې وکړي. نا ترکي نومونه او د لږه کیو قومي نومونه باید ترکي ژبې ته وژباړل شي. د ترکیې پارلمان په ۱۹۳۴ز کال کې هغه ته د اتاترک لقب ورکړ، چې معنا یې د «ترکانو پلار» ده، دا په دې خاطر چې د ترکیې د عصري جمهوریت په جوړولو کې یې مهمه ونډه لرله. اتاترک د ۱۹۳۸ز کال د نومبر په ۱۰مه د ۵۷ کلونو په عمر د استانبول په دولماباغچه ماڼۍ کې مړ شو او د جنازې دولتي مراسم یې ترسره شول. په انقره کې یې نامتو مقبره په ۱۹۵۳ز کال کې جوړه او پرانیستل شوه. مقبره یې د هغه د مشهور عبارت (په هېواد کې سوله، په نړۍ کې سوله) په نامه په یوه پارک کې جوړه شوه.

په ۱۹۸۱ز کال د اتاترک د زېږېدو د سلمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا د هغه یاد ته درناوی وشو او دغه کال یې د اتاترک کال په نامه یاد کړ. دوی د اتاترک د سلمې کلیزې په مناسبت یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې هغه یې «د استعمار او امپرالیزم پر وړاندې د لومړۍ مبارزې د مشر» په توګه معرفي کړ او د وګړو ترمنځ د تفاهم او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د احساس هڅووونکی و او بله دا چې ،هغه په خپل ژوند کې د وګړو ترمنځ له توپیر پرته د همغږۍ او همکارۍ لپاره کاړ کړی دی.

مصطفی کمال اتاتورک: د ژوند په لومړیو کې, ولسمشري, ناروغي او مړینه
مصطفی کمال اتاترک

د ژوند په لومړیو کې

کمال اتاترک د ۱۸۸۱ز کال په لومړیو میاشتو کې د علي رضا اوغلو مصطفی په نامه، چې معنا یې «مصطفی د علي رضا زوی» دی، د احمد سوباشي په ګاونډ کې د اسلاحان پر سړک (اوسنی اپوسټلو پاولو سړک) په یوه کور کې چې اوس د موزیم په توګه دی، زېږېدلی دی. د هغه پلار علي رضا افندي ملیشه یي سرتېری و چې په اصل کې د کودزدازیک و او د یوه منشي او د لرګیو د سوداګر په توګه یې کار کاوه. د مصطفی له خویندو نه یوه یې مکبول (اتدان) له ماشومتوبه ژوندۍ پاتې شوه او په ۱۹۵۶ز کال کې مړه شوه. د انډریو منګو په وینا: د هغه کورنۍ ترکي ژبې مسلمانه کورنۍ وه او له منځنۍ طبقې نه وه. زیاتره لیکوالان فکر کوي، چې پلار یې علي رضا اصلا البانیایي دی. په هر حال د فالح رفکي اتای، وامیک ډي ولکان، نورمن اتزکویتز، موجګان کنبر، نعمان کارتال او حسن ایزتین په وینا: د علي رضا نیکونه ترکان وو او د اناتولیا د ایډین ولایت له سوکه نه راوتلي وو. داسې هم ګڼل کېږي، چې مور یې زبیدي ترکي توکمه وه او د سویکت سوریا ایدمیر په وینا: هغه په اصل کې یوروکانستري وه. د نورو سرچینو له مخې، هغه یهودۍ (Scholem, 2007) یا بلغاریایۍ (Tončeva, 2009) وه. په عثماني دوره کې د سلونیکا لویې یهودۍ ټولنۍ ته په پاملرنې، زیاتره اسلامپاله مخالفین، چې د اتاترک له اصلاحاتو ناخوښ وو، نو ادعا یې وکړه، چې اتاترک له دونمه پلرونو نه دی او دا هغه یهودان دي، چې په ښکاره یې اسلام قبول کړی، خو په پټه یې پر یهودیت باور ساتلی دی.

په لومړیو کې یې د مور له خوا وهڅول شو، چې دیني ښوونځي ته لاړ شي، دا هغه څه و، چې دی ورسره مخالف و او د لنډې مودې لپاره په کې پاتې شو. وروسته هغه د پلار له خوا شمسي افندي ښوونځي (خصوصي ښوونځی او نصاب یې تر ډېره سیکولر و) ته واستول شو. کله چې هغه اووه کلن شو، پلار یې مړ شو، نو مور یې ترې وغوښتل چې اتاترک یو سوداګر شي، خو هغه پرته له دې چې له مور سره مشوره وکړي، په ۱۸۹۳ز کال کې یې د سلونیکا پوځي ښوونځي ته ازموینه ورکړه. هغه په ۱۸۹۶ز کال کې په موناسټر پوځي عالي ښوونځي (د شمالي مقدونیې په اوسني بیتولا) کې شامل شو. د ۱۸۹۹ز کال د مارچ په ۱۴مه د عثماني پلارمېنې قسطنطنیه (اوسنی استانبول) د شیشلي سیمې د پنګلتي په ګاونډ کې په عثماني پوځي اکاډمۍ کې شامل شو. په ۱۹۰۲ز کال کې فارغ شو او وروسته د ۱۹۰۵ز کال د جنورۍ په ۱۱مه په قسطنطنیه کې له عثماني پوځي کالج نه فارغ شو.

ولسمشري

د ترکیې د جمهوریت په رامنځته کېدو سره د هېواد د عصري کولو هڅې پیل شوې. نوي حکومت د لوېدیځو هېوادونو، لکه: فرانسې، سویډن، ایټالیا او سویزرلنډ بنسټونه او اساسي قانونونه وڅېړل او د ترکي ملت له اړتیاوو او ځانګړتیاوو سره یې سمون ورکړ. د اتاترک د ارادې په اړه د وګړو ناپوهۍ ته په پام کولو سره، خلکو په خوښۍ وویل: «موږ د لومړیو خلیفه ګانو دوران ته ورګرځو» اتاترک؛ فیوزي چاکماک، کاظم اوزالپ او عصمت انونو په سیاسي موقفونو کې وګومارل. هغه د یو اغېزمن پوځي مشر په توګه راڅرګند شو او تر ۱۹۳۸ز کال، یعنې تر مړینې پورې یې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اصلاحات رامنځته کړل. په دې توګه یې د ترکیې ټولنه د یوې لویې سترواکۍ د یوې مسلمانې برخې په توګه پر عصري ډیموکراټیک او سیکولر ملت بدله کړه. دغه کار پر انساني پانګې اغېز درلود، ځکه له هغه مهال وروسته، هغه څه چې په ښوونځیو کې مهم وو، هغه علم او زده کړه وه. اسلام په جوماتونو او مذهبي ځایونو پورې اړوند شو.

ناروغي او مړینه

اتاترک په خپل ژوند کې د شرابو د منځنۍ کچې څښوونکی و، چې په ورځ کې به یې نیم لیتر راکي څښل. هغه تنباکو هم څکول. د ۱۹۳۷ز کال په لړ کې د هغه د روغتیا د خرابولي څه نښې نښانې څرګندې شوې. په ۱۹۳۸ز کال کې، یالووا ته د سفر پر مهال پر یوې جدي ناروغۍ اخته شو. هغه د درملنې لپاره استانبول ته لاړ او کله یې چې تشخیص وکړ، نو معلومه شوه، چې د سیروسیس پر ناروغۍ اخته شوی دی. په استانبول کې یې کوښښ وکړ، چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، خو خپلې ناروغۍ ته تسلیم شو او د ۱۹۳۸ز کال د نومبر په ۱۰مه د ۵۷ کلونو په عمر په دولما باغچه کې مړ شو. هغه د ترکیې لومړی ولسمشر و، چې د دندې پر مهال مړ شو. د خوب په کوټه کې یې خپل ساعت 9:05 بجو ته برابر کړی و، نو دا هغه شېبه وه، چې ده په کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې.

سياست

کمال اتاترک يا د شلمې پیړۍ تر ټولو مهم سیاستمدار. د هغه سره هيچا هم سیالي نشوه کولای، په افریکه او عربو کښي هیڅ څوک ددي ځاي ته ته نه رسي. او نه ورسره په اسيا کښي څوک سیالي کولا شي. که چیري ګاندهي ورسره څوک یاد کړي نو دا به لږ ډیر ایتباري ساری وي. کمال اتاترک په ۱۹۳۸ کښی مړ شو. نو په نړۍ کښي د کمال اتاترک ساری ناشونی غوندي ښکاریږي. که چیری هغۀ نه وای نو نن به دا ډول هيڅ ترکیه نه واي. او که وای هم نو په خپل اوسني حال کښي نه واي، بلکې د پریکولو په لوز نامه به ټوټې ټوټې شوې وه، دا لوز نامه په ۱۰/۰۸/۱۹۲۰باندي ټاکلي شوي وه. تاریخ ګواه دی چې دا د انقلاب پیلنی ګام ؤ. دا هم د دوي کمال ؤ چې ترکيه يې اوسماني ټؤلواکۍ د زړې ورستې اډاڼې د تباهۍ نه بچ کړه او یوداسي نوې اډاڼه يې رامخکي کړه چي ترکیه یې د دنیا له رسیدليؤ هیوادونو سره ودروله.

سرچينې

Tags:

مصطفی کمال اتاتورک د ژوند په لومړیو کېمصطفی کمال اتاتورک ولسمشريمصطفی کمال اتاتورک ناروغي او مړینهمصطفی کمال اتاتورک سياستمصطفی کمال اتاتورک سرچينېمصطفی کمال اتاتورکتورکي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

درېیمه نړۍد انګليستان اقتصادي تاريخنړيوال غزېدلی جاللایوش کشوتملا محمد يعقوبانځور خبريالينور محمد ترکیلوګر ولایتاډولف هټلردریم جورجد لویې بریتانیا دویم جورجu9ly0کونړ ولايتد داود جمهوري افغانستانپښتونستانامير دوست محمد خانروندي ژبهژباړهاقتصادي ستونزهپوتاشیمسويسد ویکیپېډیا لړليکسورة المجادلةد افغانستان وزارتونهساپوهنهعمر بن خطاببیجنګجودی لین اوکیفکرواسیایي ژبهپه بریتانیا کې بادي برېښناد چین لوی دیوالفیسبوکوزهپاړسي ژبهدعناصرو دوراني جدولسیال په سیال (شبکه)د سوداګرۍ اتحادیهد افغانستان لنډ تاريخسپوږميز لېږديز کالهندارهThalliumسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟د الله 99 نومونهزړهچهل ستون ماڼۍدرملد زړه حمله (ناروغي)هیواداروپايي اتحادد واده شپهمينهپاميرهلمند ولايتناټوګاري کاسپاروفد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهبیل کلینټنلویه وچهسلووانياتقاعدد لمانځه وختونهزکاتملاله ميوندوالهآنتونیو د الیویرا سالازارپاکستاني طالبانککړتیانیوتروني ستوریپيرودېوناگريقانون څه ته وايي؟🡆 More