مالي

مالي چې رسمي نوم یې د د مالي جمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلې یو هیواد دی.

پلازمینه یې د باماکو ښار او رسمي ژبه یې فرانسوي ده، ۱۹۲'۲۴۰'۱ میلیونه کیلومتره مساحت او ۱۷۶'۵۱۷'۱۴ میلیونه وکړي لري. د مالی د پیسو واحد د د مالي فرانک (XOF) دی او په ۲۲ سپتمبر ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپلواکی ترلاسه کړی.

مالي چې په فرانسوي تلفظ کی ملي ورته وایي، په رسمي توګه د مالي جمهوریت دی، چې په لویدیځه افریقا کی یو په وچه کې را ګير هېواد دی. مالي په افریقا کی اتم لوی هېواد دی چې مساحت يي له ۱۲۴۰۰۰۰ کیلو متر مربع او یا ۴۸۰۰۰۰ مربع میل څخه اضافه ده. د نفوس شمېر يي ۱۹.۱ میلیونه ده. په ۲۰۱۷ ز کال کی ۶۷٪ نفوس يي تر ۲۵ کلنی ښکته عمر اټکل شوی و. بماکو يي پلازمینه او لوی ښار دی. د مالي خپلواک دولت له اتو سېمو څخه جوړ دی او شمالي پولې يي د صحرا دښتې تر نیمايي پورې رسېږي. د دې هېواد سويلي برخه په سوډانیايي سوانا کی ده، چې ډیری اوسيدونکی يي هلته ژوند کوي او د نیجر او سینیګال دواړه سیندونه هم له همدی ځايه تېریږي. د هېواد اقتصاد يي په کرڼه او کانونو باندې ولاړ ده. د مالي يو له خورا مشهورو طبیعي زیرمو څخه سره زر دي، چې د افریقا په وچه کې د سرو زرو دریم لوی تولیدونکی هېواد دی. دا هېواد مالګه هم صادروي.

نننی مالي يو وخت د دریو خورا پیاوړو او بډایه لویدیځې افریقايي امپراتوریو برخه وه چې د ټرانس صحرن تجارت يي کنټرولاوه: د ګانا امپراتورۍ (چې ګانا نومېږي)، د مالي امپراتورۍ (چې مالي نومېږي) او د سونګهای امپراتورۍ. په ۱۳۰۰ ز کال کې د مالي امپراتورۍ چې په خپل اوج کی وه، په افریقا کی تر ټولو بډايه هېواد و، چې د نننۍ فرانسې دوه برابره مساحت یې لاره او د همدې نیمه وچې تر لویدیځو غاړو پورې یې پولې درلودي. مالي هم د ځمکي پر مخ یو له شتمنو هېوادونو څخه و، چې په پايله کې يي امپراتور منسا موسا د تاریخ تر ټولو شتمن کس ګڼل کېږي. د خپل اقتصادي ځواک تر څنګ، مالي هېواد په منځنۍ پېړیو کې د اسلام، کلتور او پوهې مرکز هم و، چې تیمبکتو یې د خپل پوهنتون له امله د زده کړې یو مهم مرکز ګرځیدلی و، چې دا پوهنتون په نړۍ کې یو له زړو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي، چې لا اوس هم شته.

د ۲۰۱۲ ز کال د جنوري په میاشت کې د مالي هېواد په شمال کې وسله واله جګړه پیل شوه، چی په پایله کې د توریګ ياغیانو په شمال کې يوه سیمه ونېوله او د اپرېل په میاشت کې یې د ایزواد په نوم د یوه نوی دولت د جلاکېدو اعلان وکړ. شخړه د يوې پوځي کودتا له امله پیچلې شوه او وروسته د توريګ او نورو ياغي ډلو تر منځ جګړه وشوه. د سیمو د نیولو په غبرګون کې د فرانسي پوځ د ۲۰۱۳ ز کال د جنوري په میاشت کې د Opération Serval عملیات پيل کړل. میاشت وروسته مالیايي چارواکو او فرانسوي ځواکونو د شمال ډېرې برخې بیرته ونېولي. وروسته ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۳ ز کال د جولای میاشتی په ۲۸ مه تر سره شوې، چې د دويم پړاو ټاکنې د اګسټ میاشتي په ۱۱ مه، او پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۳ ز کال د نومبر په ۲۴ مه او د ډسمبر په ۱۵ تر سره شوې.

د ۲۰۲۰ لسېزي په لومړيو کي مالي د اسېمی ګويتا (Assimi Goïta) له خوا دوه نظامي نیوونې تجربه کړي.

رېښه پېژندنه

د مالي نوم د مالي امپراتورۍ له نوم څخه اخيستل شوی ده. د دغه نوم مانا ده: «هغه ځای چېرې چې پاچا اوسیږي» او د ځواک مانا لري.

ګېنيايي لیکوال ډجبرېل نين په سونیډیټا کې وړانديز کوي چې: په ۱۹۶۵ ز کال کې يوه افسانه وه چې دا ناشوني نه ده چی مالي نوم د امپراتورانو يوي پلازمېني ته ورکړل شوي و. د ۱۴ می پېړۍ مراکشي ګرځندوی ابن بطوطه رپوټ ورکړی چې د مالي امپراتورۍ پلازمېنه مالي نومېده.

بله تيوري بیا وړاندیز کوي چې مالي د مانډي د خلکو د نوم فېولني تلفظ دی. داسې وړانديز شوی چې د غږ بدلون د همدې نوم د بدلون لامل شوی. په دې توګه په فېولني کې د الېولر /nd/  برخه /l/  ته اوښتي او د واول کلیمه له منځه وړي او ماندين په مالي اړوي.

تاریخچه

د ډبرو نقاشې او کېندنې ښيي چې په شمالي مالي کې له میلاد نه مخکې هستوګنه موجوده وه، کله چې صحرا ټوله حاصیلخيزه شنه سیمه وه. کرڼه ۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاد او اوسپنه شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې له میلاد په کې وکارول شوه.

په صحرا کي ډبرين هنر وړاندیز کوي چې شمالي مالي ۱۰۰۰۰ کاله مخکې له ميلاده کله چې صحرا حاصیلخزه او طبیعی بډایه سیمه وه، هستوګنه په کې وه. لومړني سرامېکونه د مرکزي مالي د اونجوګو په سیمه کې کشف شوي دي، چې مخینه یې له میلاد څخه ۹۴۰۰ کاله وړاندې ته رسیږي، او باور پر دې دی چې په دغه سیمه کې د خټینو لوښو خپلواک کشف هم دلته شوی دی.

په لومړنيو اسلامي متنونه کې د مالي لپاره يو څو ماخذونه شته: له هغې جملې د پین او ملال ماخذونه د ۱۰۶۸ ز کال د البکري په اثر کې، د برمندانا په نوم د يوه پخواني حاکم د دین اړولو کېسه چې ابن الخلدون هغه پیژانده (۱۳۹۷ کال) او څو نور جغرافیايي جزئیات چې د ال ادریسي په اثر کې راغلي دي.

مالي یو وخت د د دریو مشهورو لویدیځو افریقايي امپراطوریو یوه برخه وه چې د ترانس صحرا سیمه یې له میلاد نه وړاندې ۱۳۱۲ تر ۱۳۳۷ کال پورې د منسا موسا په دوره کې د سروزرو، مالګې او نورو قیمتي توکو او غلامانو په تجارت سره کنټرولوله. د ساحلیانو دغو سلطنتونو نه سخت جيوپوليټېک سرحدونه او نه هم سخت توکمېز هويت درلود. د دغو امپراتوريو تر ټولو لومړۍ د ګانا امپراتورۍ و، چی د سونینکا له خواه اداره کېدله او د مانډي ژبي ويوونکی و. کله چی المورويدا همدا امپراتورۍ فتح کړه نو عمر يي په ټوله لويديځه افریقا کي له ۸ می پېړۍ څخه تر ۱۰۷۸ ز کال پوري پراخه شوه.        

په ۱۲۳۵ ز کال د کرینا جګړه د جلا وطن شهزاده سندیتا کیتا تر مشرۍ لاندي د مندېکا بريا د سوسو امپراتورۍ د سقوط لامل شوه.

د مالي امپراتورۍ وروسته د نېجر په سیند باندې را منځته شوه او په ۱۴ مه پېړۍ کې یې واک اوج ته ورسېد. د مالي امپراتورۍ تر ولکې لاندې د ډجينې او ټېمبکټو لرغوني ښارونه د سوداګرۍ او اسلامي زده کړو مرکزونه وګرځيدل. امپراتورۍ وروسته د کورنۍ دسيسو له امله له منځه ولاړه او د سونګهای امپراتورۍ يي ځای ناستې شوه. د سونګهای خلګ د اوسني شمال لویدیځ نایجریا اصلي وګړي دي. سونګهای د مالي امپراطورۍ د قانون له مخې په لویدیځه افریقا کې له اوږد وخت راهیسې ستر ځواک و.

د ۱۴ مې پېړۍ په وروستیو کې سونګهای په تدريجي ډول د مالي له امپراتورۍ څخه خپلواکې تر لاسه کړه، په نهایت کې د مالي امپراتورۍ ټوله ختیځه برخه يي لاندي کړه. د سونګهای امپراتورۍ وروستی سقوط په لویه کچه د مراکش یرغل و چې په ۱۵۹۱ ز کال کی د جودر پاشا تر قومندي لاندي پیل شو. د سونګهای امپراتورۍ سقوط د سیمې د سوداګریزې څلور لاري ارزښت ته د پای ټکی کېښود. وروسته له هغه چې اروپايي ځواکونو سمندري لارې جوړې کړي د صحرا ټرانسپورټي لارې خپل ټول ارزښت له لاسه ورکړ.

د دغې سیمې په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو بده قحطي په ۱۸ مه پېړۍ کې راغلې ده. د جان ایلف په وینا، تر ټولو بد بحرانونه په ۱۶۸۰ ز کال کې و، کله چې قحطي د سينيګامبېن له ساحل څخه تر اپرنېل پوري وغځول شوه او ډيريو يې ځانونه يوازې د رزق د پیدا کولو لپاره په غلامي وپلورل او په ځانګړي توګه ۱۷۳۸ – ۱۷۵۶ ز کلونو کې، کله چې د لويدیځي افریقا د ژوندانه تر ټولو ستر بحران د وچکالۍ او ملخانو له امله رامنځته شو، چې د راپورونو له مخې د تېمبکټو نېمايې نفوس يي وواژه.

سرچينې

Tags:

باماکوفرانسهفرانسويلویدیځه افریقا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

منځنی ختيځسنګاپورسيراليونامير کروړ سوريعدلي طبپوهنهښوونجنسي ځورونهآی اېس او ۳۱۶۶-۱کندز ولايتافغانۍفلسطینکوچنی اخترد افغانستان لنډ تاريخبې پيلوټه الوتکهمصربارانتڼي ولسوالۍنادرشاه کوټ ولسوالۍنورالمشایخ عالي لېسهفينلينډشنه زرغونهعراقسید احمد سېلابسردار عزيزالله خان ضيايياردند سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکرانجهد ګاما وړانګهد امریکا متحده آیالاتونهد واده شپهمحمد (ص) په اسلام کېاسراييل لرغونتونگزک بوټيسل سوالونهغلام فاروق اعظمد ویکیپېډیا لړليکد اسراییل او فلسطین شخړههنديبرونایلرستانبلفاستدپښتو اصل او ريښهدوهمه ملکه الیزابتجرمنيعبدالرحمان باباسعدالدين شپونفلسفهجنګټولنيزې رسنۍزړهارامي ژبهنيکلاوس ايزسپېښليکاحمدزيجو بایډنسابهملا محمد عمرننګرهار ولایتمانتېنېګروعبدالله خان افغاني نويسد سوداګرۍ اتحادیهمطالعهجودی لین اوکیفمیاشتنی عادت🡆 More