مارگرېټ ټاچر

مارگريت هېلده تاچر، بارونېس تاچر (13 اکتوبر 1925 – 8 اپرېل، 2013) (په انگرېزي: Margaret Hilda Thatcher, Baroness Thatcher)‌ د برتانيې يوه سياستواله او لومړۍ وزيره وه.

مارګرت ټاچر د برتانیې د سیاست اغیزمنه سیاستواله: د مارګرت ټاچر د سیاست اغیز په هغو ټولو وزیرانو پریوت، چې له دې څخه وروسته واک ته ورسیدل. د دې اغیز یوازې د یوه ګوند په سیاستوالو نه و، بلکی د هیواد دواړو ګوندونه محافظه کارو او کارګرو سیاستوال یې اغیزمن کړل. د دې جدي برخورد، تل لپاره په زړونو او د تاریخ په پاڼو کې پاتې شو. هغه مهال چې ټاچر د برتانیې چارې په لاس کې درلودلې، زیاتره برتانویان د کورونو او په زرګونو نور د سهامو خاوندان شول. نوموړې د ګازو او ټيلېفون شرکتونه خصوصي کړل او خلک یې وهڅول چې په دې شرکتونو کې ونډې ترلاسه کړي. مارګريټ هیلډا ټاچر د ۱۹۲۵ز د اکتوبر په ۱۳مه د لینکولن شایر په ګرانتهام سیمه کې د یوه بقال آلفرد رابرتس په کور کې زیږیدلې ده. مور یې د کور میرمن وه. ددی پلار د پروټسټان کلیسا پیرو، مذهبي مبلغ او په ورته وخت کې یې د ښاري شورا غړیتوب درلوده. د ټاچر پلار په شخصیت او سیاست دواړو کې اغیزمن شخص و. د وزارت مقام: ټاچر د خپل پلار په اړه وایي: زما هر څه چې تاسو یې ګورﺉ د پلار له وجې دي! زه په هر څه کې د پلار پوروړې یم!» ټاچر د طبیعي علومو په برخه—کیمیا کې د آکسفورډ پوهنتون کې زده کړې وکړلې او درېیمه ښځه وه، چې په دې پوهنتون کې یې د محافظه کارانو د ټولنې مشري په غاړه واخیستله. د لوړو زده کړو له سرته رسولو څخه وروسته یې د پلاستیکي موادو د جوړولو په کوم شرکت کې په کار پیل وکړ او په ورته وخت کې په سیمه يیزه کچه د محافظه کار ګوند په سیاست کې فعاله پاتې شوه. په ۱۹۴۹ز کې د ګوند دسیمه ایزې ادارې لخوا د پارلماني ټاکنو لپاره د کنټ ښار ټاکنیزې حوزې ته وروپېژندل شوه. د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ز په ټولټاکنو کې یې له دې حوزې څخه ځان کاندید کړ خو هر ځل له ماتې سره مخامخ شوله. خو د ماتوسره سره ټاچر په دې وتوانیده، چې په دې سیمه کې د ګوند لپاره اکثریت رایې ټولې کړای شي. ددې ټاکنو پرمهال نوموړې د هیواد د ځوانو کاندیدانو په نوملړ کې شامله شوه. ټاچر په ۱۹۵۱ز کې د ډنیس په نوم له یوه تجار سره واده وکړ او په ورته وخت کې یې د حقوقو په څانګه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. په ۱۹۵۳ز کې یې د وکالت دنده ترلاسه کړله او د مارک او کارول په نامه دوه زامن یې په نصیب شول. د ۱۹۵۵ز په ټاکنو کې یې بیا ځان نوماند کړ خو بیا یې ماته وخوړله. په ۱۹۵۹ز کې د فینچلي له ټاکنیزې حوزې څخه، چې د محافظه کارانو د کنټرول لاندې سیمه وه ځان کاندید کړ او د رایو په اکثریت سره یې ټاکنې وګټلې. د دوو کالونو په جریان کې نوموړې د محافظه کار ګوند په کابینه کې ځان د وزیر تر مرستیالیۍ ورساوه . کله چې په ۱۹۶۵ز کې ((الک ډاګلاس هو)) د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفی وکړه، ټاچر د ((ایډوارډ هیس)) له نوماندۍ ملاتړ وکړ. چې ددې کار په بدل کې ورته په کابینه کې د مسکن جوړولو او املاکو وزارت په نصیب شو؛د خپل وزارت پرمهال د عادي خلکو او تجارانو لپاره د استوګنځیو په برابرولو کې لوی پلانونه عملي کړل او هغوی، چې کورونه یې نه درلودل، د جایداد مالکان شول. د خپل وزارت پرمهال یې د کارګر ګوند د مالیو پر پالیسۍ سخت انتقادونه وکړل. کله چې په ۱۹۷۰ز کې هیس د لومړي وزارت مقام ته ورسیده، ټاچر ته یې د ښوونې او روزنې وزارت ورکړ. د وزارت پرمهال ددې ټوله هڅه دا وه چې د وزارت لګښتونه کم کړي هماغه و، چې د ۷ او ۱۱کلونو ترمنځ په ماشومانو یې سرکاري شیدې بندې کړې. د ټاچر دغه کار په هیواد کې مخالف ګوند او مطبوعاتو ته موقع ورکړله او نوموړی یې د شیدو غله وبلله. د شیدو غل په انګریزی اصطلاح کې هغه چا ته ویل کیږي چې له هر فرصت څخه غواړي د ځان په ګټه پورته کړي. که څه هم د کابینی په داخلي غونډو کې ددې اقدام مخالفت و خو بیا یې هم دا اقدام وکړ. پخپلو خاطراتو کې یې په دی اړه ولیکل: ((زما لپاره دغه موضوع یو لوی درس شو. د ډیر وړی سیاسي لاس ته راوړنی لپاره می ځان په لوی جنجال ککړ او مخالفین می زیات کړل. )) هغه مهال چې ښځو په سیاست کې د پام وړ کوم ځای نه درلوده، ټاچر په رسنیو کې خورا زیاته مطرح شوه او د خلکو خولو کې یې نوم و او ویل به یې، چې ليرې نه ده دغه ښځه به لومړۍ وزیره شي. هغه مهال یوې بلی ښځې هم ،چې ((شیرلی ویلیامز)) نومیده او د کارګر ګوند غړې وه په کابینه کې د وزارت مقام خپل کړی و، خو ټاچر درسنیودغه ډول اوازې رد کړې او په یوې تلویزوني مرکه کې یې وویل: امکان نه لري چې زما په ژوند کې دی کومه ښځه لومړۍ وزیره شي. د هیس کابینی ډیر دوام ونکړ. د ۱۹۷۳ز کې د صنعتي فعالیتونو د کمښت له کبله یې کاري ورځې دریو ته په اونۍ کې را ښکته کړې، له بل خوا یې حکومت د سختو نیوکو او کارګري لاریونونو سره مخ شو هماغه و، چې حکومت یې د ۱۹۷۴ز په فبروري کې ړنګ شو.

مارگرېټ ټاچر
مارگريت تاچر

داسې یوه سیاستواله چې د کور ښځه هم وه: کله چې د محافظه کارانو ګوند واک له لاسه ورکړ او په پارلمان کې یې د اپوزیسیون ځای خپل کړ، نو ټاچر په جدي توګه د ګوند له برحال مشر ایډوارډ باندې انتقادونه وکړل او د ۱۹۷۵ز په ټاکنو کې چې کله ګوند غوښتل د حزب لپاره نوی مشر وټاکي نوموړې د هیس په مقابل کې ودریدله. د نوماندۍ څخه وروسته چې کله ټاچر د هیس دفتر ته لاړه، هیس بې له دې چې سر اوچت کړي، دې ته یې وویل: ماته خورې، ښه ورځ در ته غواړم. خو د حیرانتیا خبره خو دا وه، چې نوموړې په لومړي پړاو کې په دې وتوانیده، چې له ایډوارډ څخه زیاتې رایې وګټي. هماغه و، چې ایډورډ له خپل مقامه استعفی وکړله او مقابله د ټاچر او ویلی ترمنځ شوله. له ویلی څخه تر ګټلو وروسته، د برتانیې په تاریخ کې لومړنی ښځه وه، چې د یوه ګوند مشرۍ ته ورسیدله. د ګوند د مشرۍ له ګټلو څخه وروسته، سمدستي یې په نړیواله کچه د خپلو نظریاتو په بیانولو پیل وکړ او د خلکو پام یې ځان ته جلب کړ. په ۱۹۷۶ز کې د یوی وینا پرمهال یې په شوروي اتحاد نیوکه وکړه. تر دغه نیوکې وروسته، یوې شوروی ورځپاڼې ددې د خبرو په غبرګون کې نوموړې ته د اوسپنیزی میرمنې لقب ورکړ! ټاچر ددی نوي لقب په اوریدلو سره پخپله هم شخصاً خوښه شوله. مارګرټ ټاچر چې پخپله د کور ښځه وه په دی پوهیدله، چې اعتصابونه څنګه د کورنیو اقتصادي وضعیت خرابوي او څنګه د کارګرانو اتحادیې کولای شي چې د هیواد اقتصادي وضعیت لا پسې ویجاړ کړي، نو له همدې امله یې د کارګرانو د اتحادیو خلاف یې پخپل حکومت کې کوټلي ګامونه پورته کړل. کله چې د جیمز کالاهان د لومړي وزارت پرمهال، د کارګرانو اتحادیو اعتصاب وکړ، نو له همدې فرصت څخه یې ګټه پورته کړه او لوی پوسټرونه یې په ښارونو کې ولګول، چې پری لیکل شوي وو: کارګران نور کار نه کوي!! هماغه وو چې جیمز (د ۱۹۷۹ز د مارچ په ۲۹مه) له پارلمان څخه په رایو اخیستلو ونه توانیده. دغه دوره په برتانیه کې د ناخوښۍ د ژمي په نوم مشهوره شوې وه. د ټاچر جدي او ښکاره نظریات ددې سبب شول په ټولټاکنو کې په غوڅ اکثریت سره رایې وګټي. میرمن ټاچر د واک پر مهال دې ته لېواله وه، چې د حکومت د رول په راکمولو او د خصوصي سکتور په پیاوړتیا سره، د بریتانیا کاواکه اقتصاد ورغاوي. د خپل حکومت پرمهال، ټاچر په دی وتوانیدله چې زیاتره دولتي سکتورونه خصوصي کړي او اقتصادي وضعیت نورمال کړي. نه یوازی دا چې هیواد یې له اقتصادي او مالي کړکېچ څخه وویسته بلکې د کارګرانو پر اتحادیو، چې هغه مهال یې ډیر واک درلوده محدودیتونه وضع کړل. د فالکلند په جزایرو کې جګړه: د ټاچر د سیاستونو او پالیسیو سره نه یوازی مخالفین، مخالف ول بلکې په خپله ددې ګوند هم ورسره موافق نه و. دغه مخالفتونه ددې سبب شول، چې د هیواد په لویو ښارونو کې خلک په لاریونونو او اعتصابونو لاس پورې کړي. خو لومړۍ وزیره دی ته تیاره نه وه، چې له خپل موقف څخه په شا شي. ته په ۱۹۸۰ز کې،ټاچر د ګوند په یوه کلنۍ غونډه کې په یوی وینا کې وویل: هغه کسان چې فکر کوي، زه به نن داسی یوه خبره وکړم، چې د ورځپاڼو لپاره به خبري سر ټکي شي او یا به له خپل موقف څخه واوړم وایم که تاسو له خپلو موقفونو تیریږی، نو تیری شی خو دغه میرمن چې ستاسوپه مخ کې ولاړه ده له خپل نظر څخه نه تیریږي!!! د ۱۹۸۱ز احصایه چې د لومړۍ وزیرې د محبوبیت معلومولو لپاره ترسره شوه ښيي، چې محبوبیت یې ۲۵سلنی ته را ټیټ شوی و، چې دا په برتانیې کې د لومړي وزیر لپاره تاریخي کم محبوبیت درلودل وو. خو بیا هم دا په دې وتوانیدله چې د خپلو اقتصادي ریفورمونو له لارې خپل بایللی محبوبیت وګټي. کله چې د ۱۹۸۲ز په اپریل کې ارجنټاین د فالکلنډ ټاپوګان ونیول، ټاچر یې په مقابل کې جدي غبرګون وښوده چې دا کار ددې سبب شو چې ښځه خپل بایللی محبوبیت بیا وګټي. مارگرت ټاچر په چټکۍ سره، عملیاتي سمندري ځواکونو د بیړیو په مرسته سیمې ته ولیږل او تر یوې لنډې نښتې وروسته، ارجنټایني ځواکونه تسلیم شول او ټاپوګان یې بیرته ونیول. له یوی خوا د فالکلنډ د جزایرو بیا ترلاسه کول او له بلې خوا په کارګر ګوند کې چې هغه مهال یې مشري مایکل فورټ کوله، ژور اختلافات ددې سبب شول چې ټاچر د ۱۹۸۳ز ټاکنې هم وګټي. کله چې کال وروسته، د برتانیې د معادنو کارګرانو په اعتصاب لاس پورې کړ، نوموړې پخپل موقف ودریده، ځکه چې د ایډوارډ هیس چې په ۱۹۷۳ز کې ورسره مخامخ شوی وو کافی اندازه سکاره یې زیرمه کړي وو نو ځکه پخپله پرېکړه ودریده.

د ۱۹۸۴ز په اکتوبر کې، هغه بم چې د شمالي ایرلنډ د ازادي غوښتونکو لخوا د محافظه کار ګوند په کلنۍ غونډه کې ځای پر ځای شوی و، د څلورو کسانو د وژلو او د یو شمیر نورو د ټپي کیدلو سبب شو، په ټپیانو کې د کابینې یو غړی هم شامل و. ټاچر له چاودنې څو ساعته وروسته، سمدستي د تل په څير، جدي غبرګون وښوده: دغه برید له ماتې سره مخ شو. ټول هغه اقدامات چې د ترهګرۍ لپاره به ترسره کېږي، له ماتې سره به مخ شي. ټاچر په خپل بهرني سیاست کې هڅه کوله چې د برتانیې پخوانی موقف را ژوندی کړي چې کارګر ګوند د خپل حکومت پرمهال ورته ډیر پام نه و کړی. ټاچر په نړیوال سیاست کې ښه ملګری پیدا کړ. دغه ملګری یې د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ ریګن و. رونالډ ریګن د ټاچر له اقتصادي پروژو او پالیسیو سره همغږی و. ټاچر حتی د شوروي له اصلاح غوښتونکي ولسمشر ګورباچوف سره هم ښې اړیکې ټینګې کړې. هغه مهال د شوروي په اړه، دغې یوې جملې ډیره توجه جلب کړه: مونږ کولای شو چې یو ځای کار وکړو. کار ګر ګوند چې دا مهال یې مشري د نیل کینوک کوله بیا هم پخپلو داخلي ستونزو کې لاس او ګریوان وو. هماغه وو چې ټاچر د ۱۹۷۸ز ټاکنی هم وګټلی او د درېیم ځل لپاره د برتانیې لومړۍ وزیره شوه. د نوي دورې پرمهال یې د مالیاتو یو نوی سیستم معرفي کړ چې له دی لارې څخه زیاتره لاس ته راغلی پیسې به یې په ښاري فعالیتونو او چارو لګولې. له موسکا سره خیانت: د لومړي وزارت د درېیمی دورې پرمهال، چې کله ټاچر نوي ټکس پالیسي اعلان کړله نو د خلکو او دګوند دننه د مخالفتونو سره مخامخ شوله. په پارلمان کې ډیر په دې باور وو، چې ممکن د ټاچر دغه پالیسي به حکومت چپه کړي خو په دی هم پوهیدل چې ترڅو پوری ټاچر په واک کې وي، حکومت به خپلی دندی ته دوام ورکړي او ماتی به و نه خوري. د ۱۹۸۹ز پرمهال، د ګوند د مشری په توګه د ټاچر رهبري د ګوند د یوه ډیر بی شهرته غړي—انتونی میېر—لخوا وننګول شوله خو ټاچر په دی وتوانیدله چې خپل موقف وساتلی شي. خو دغه ننګونه ددی سبب شوله چې په ګوند کې د ټاچر خلاف ګنګوسی، خبری او شکایتونه زور واخلي. کله چې (European Exchange Rate Mechanism) سره ټاچر مخالفت وکړ نو نه یوازی یې د لومړي وزارت مقام له لاسه ورکړ بلکې د ګوند له مشری هم ووتله. د مشترک بازار غړو هیوادونو چې هغه مهال یې په روم کې غونډه درلودله غوښتل چې د مشترک بازار لپاره ټول اروپایي هیوادونه باید دغه بازار ته خورا زیات صلاحیتونه وسپاري. خو ټاچر ازاد بازار ته د ډیرو صلاحیتونو له ورکړی سره چورلټه نټه وکړله. چې نه یوازی د اروپایي هیوادونو بلکې د محافظه کار ګوند دننه یې هم ستونزی را ولاړی کړلی. دی د غونډ‌ی په پای کې خبري غونډی ته وویل: موسیو دلورس، د کمیسون ریېس په خبري غونډی کې وویل چې غواړي د اروپا پارلمان باید د اروپا لپاره یو دیموکراتیک نهاد په حیث رول ولوبوي. دی غواړي چې په خپل دی کار سره د اجرایه قوی کمیسون او د وزیرانو شورا ته د سنا رول ورکړي. دده ددی غوښتنی ځواب زه دا وایم چې: نه، نه، نه!!! د ګوند یو نوموتی مشر جفری هاو چې د ټاچر به کابینی کې د بهرنیو چارو وزیر وو له دندی څخه ګوښه کړای شو. جفري چې د برطرفی کېنه یې په زړه کې وه په یوی سختی او تندی وینا کې یې د ګوند د مشری په توګه د ټاچر رهبري وننګوله. د جفري له وینا څخه یوه ورځ وروسته، مایکل هسلتاین چې په ګوند کې نوموتی مشر وو، ځان یې د ګوند مشری ته ونوماوه. د رایو ورکولو په لومړي پړاو کې ټاچر د خپل سیال په مقابل کې د رایو له میزان څخه دوی رایې کمی وګټلی. هماغه وه چې ټاکنی د ګوند دننه دویمی دوری ته ننوتلی. هیله داسی وه چې ټاچر به دویم پړاو کې مقابله ونکړي خو دی وویل چې په خپلی ټولی وړتیا سره به په دویم پړاو کې مقابله وکړم. خو دا چې ددی د نږدی همکارانو لخوا مشوره ورکړل شوله چې تیره دی شي او په دویم پړاو کې دی مقابله نه کوي نو د کابینی په لومړی غونډی کې یې خپله استعفی اعلان کړله. بیا وروسته دی، ددی پیښی په اړه داسی وویل: داسی لکه چې سړی له موسکا سره د حالاتو پرمهال خیانت کوي. جان میجر د ټاچر ځایناستی وټاکل شو او په ګوند کې د لومړي وزیر مقام د ګوند د غړي ته تنزیل ومونده. مخکې به لومړی وزیر د ګوند مشر هم وو. خو له دی وروسته د ګوند مشر بیل او لومړی وزیر یوازی د ګوند غړیتوب درلوده او بس.

میراث: ټاچر په ۱۹۹۵ز کې د ګارتر افتخاري نښان (Order of Garter)په ترلاسه کولو سره د بارونس مقام ته ورسیدله چې په برتانیا کې یو اشرفي مقام دی او د تل لپاره یې د مشرانو جرګی غړیتوب ترلاسه کړ. ټاچر د خاطراتو دوه کتابونه هر یو—د ډاونینګ سټریټ کلونه(The Downing Street Years)/ او قدرت ته غځيدلی لار(The Path to Power)—ولیکل. د ماستریخت تړون (Masastricht Treaty) خلاف یې هلی ځلی په لار واچولی او په بوسنیا کې د صربي ملتپالنی خلاف یې غږ پور ته کړ. په ۲۰۰۱ز کې یې روغتیایې وضعیت خراب شو. د زړه د څو حملو څخه وروسته، ډاکټرانو ورڅخه وغوښتل چې په ویناوو کې برخه وانخلي. داسی ویل کېږي چې دغه اوسپنه په اخرو کې ډیره ویلی شوی وه او ددی خبری تصدیق یې د لور له خولی کوو چې په۲۰۰۸ز کې یې وویل چې مور یې له اعصبي اختلالتو هم ځوریده. په ۲۰۰۳ز کې یې میړه ډنیس د ۸۸ کلونو په عمر له نړی سترګی پټی کړلی. د میړه په مرګ سخته خواشیني شوله او د هغه له لاسه ورکول یې د یوی تکېی له لاسه ورکول وبلل. د ۲۰۰۴ز په جون کې ټاچر د سیاست د وخت د نږدی ملګري رونالډ ریګن د مرګ په مراسمو کې ګډون وکړ او واشنګټن ته لاړه. د ټاچر د برنزو مجسمه د برتانیا د پارلمان په محوطی کې لګلیدلی ده. دا لومړی ځل دی چې په برتانیې کې له یوه/ی لومړی وزیری دا ډول درناوی د هغه/ی په ژوند کې ترسره کېږي.

د ۱۹۹۲ز په جولای کې د تمباکو کمپنی فیلیفز موریس لخوا نوموړی د جیو پولیټیکل سلاکاری په توګه استخدام کړای شوله چې د کال یې ورته ۲۵۰،۰۰۰ډالره معاش ورکاوه. او د هری وینا په مقابل کې به یې ۵۰،۰۰۰ډالره فیس اخیسته. له لومړي وزارت څخه وروسته هم د ټاچر په مخ د ډاونیېنګ سټریټ چېری چې لومړی وزیر کېني بندی نه شولی. ګورډن براون او اوسني لومړي وزیر ډیویډ کېمرون دواړو خپل دفتر ته دعوت کړی وه. ټاچر داسی یوه وزیره وه چې د موافقینو او مخالفینو دواړو په زړونو کې یې ځای درلوده. مارګريټ ټاچر داسی یوه ښځه/لومړی وزیره/سیاستواله وه چې هیڅ کله یې نه غوښتل چې نظریات او اعتقادات د نورو د انتقادونو او مخالفتونو قرباني کړي. تر پایه په خپلی خبری دریدله او ویل به یې چې هیڅکله خپل اعتقادات د مصلحتونو قرباني کوی مه! له ۱۹۹۲-څخه تر ۱۹۹۹ز پوری د بوکېنګهم پوهنتون افتخاري ریېسه وه. بوکېنګهم د برتانیې لومړنی خصوصي پوهنتون وو چې نومړی په ۱۹۷۵ز کې پخپله افتتاح کړ. او له ۱۹۹۳ز څخه تر ۲۰۰۰ز پوری یې د ویلیم او میری کالج افتخاري ریاست مشري په غاړه درلودله.

سرچينې

بي بي سي پارسي او ویکېپیډیا

Tags:

انگرېزي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ډونالډ ټرامپځانوژنهشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهد موسيقۍ کيبورډد حج مسایلنړیوال اقتصادد شوروي اتحاد ړنګېدلجودی لین اوکیفلونګسویلي کوریامقتصد ستړید احصایې او معلوماتو ملي ادارهمادهد غزنويانو ټولواکمنيد انسان غاښپه امریکا کې پرمختګپالنهپلوتوندپښتو اصل او ريښهملګري ملتونهد نړۍ اووه نوي عجايبجنتاللهمنيسردار سلطان محمد خاند اسلامي دولت د ډلې پر ضد جګړهشیرین بینانعمت الله رحیميکرنهد حبشې هجرتعاج ساحلکاتولیکه کلیساپوځد یونانيانو نسل وژنهحامد کرزیمايکروسافټ وېنډوزپښتو /ی/ ګانياودساستعارهد کمپيوټر امنيتانسل آدامزبرازیلاسلامبخت نصرچرسفرانسهکابل ولايتد غواگانو روزنهد کالاش وګړييوسفانټي اکسياډينټلومړۍ صليبي جګړهشوروي اتحادوزير فتح خانفزیکناپليون بوناپارتناټوشمالي امريکامقتدی الصدردریم ناپلیونیهودپه پښتو کې د یوه غوښتنليک بيلګهتایپيدویم پاپ ژان پلپه خپل ځان باورسنتره🡆 More