لویه کاترین

دوهمه کاترین (چې د زیږون نوم یې د انهالټ-زربست سوفي دی؛ د ۱۷۲۹ کال د می له ۲ – د ۱۷۹۶ کال د نومبر تر ۱۷) او په عام ډول د لویې کاترین په نوم پېژندل کېږي، له ۱۷۶۲ کال څخه تر ۱۷۹۶ کال پورې د روسیې سترواکه وه.

نوموړې د دې هېواد وروستۍ سترواکه او تر ټولو اوږده واکمنه ښځینه مشره وه. هغه د خپل مېړه او د تره د دوهم زوی، دریم پیټر له را پرځېدو وروسته واک ته ورسېده. د نوموړې د اوږدې واکمنۍ ترځ کې، چې د روښانتیا له نظریاتو څخه یې الهام اخیستی و، روسیې د دود او پوهې بیا رغونه تجربه کړه، د زیاتره نوو ښارونو، پوهنتونونو او تیاترونو بنسټ کېښودل شو، لوی شمېر اروپایی کډوال روسیې ته وخوځېدل او روسیه د اروپا د سترو ځواکونو په توګه وپېژندل شوه.

لویه کاترین
لویه کاترین
لویه کاترین

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Sophie Friederike Auguste von Anhalt-Zerbst)
(الماني: Sophie Auguste Friederike von Anhalt-Zerbst-Dornburg د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ مې ۱۷۲۹
شچېچېن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 نومبر 1796 (67 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سینټ پیټرزبورګ   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای شچېچېن
سینټ پیټرزبورګ   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي (۱۷۴۵–)
روسیه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي
آلماني ژبه
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري روسي سترواکي   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام ډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لویه کاترین
لویه کاترین

لویه کاترین  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کاترین واک ته د رسېدو او د خپلې د سترواکۍ په اوږدو کې، زیاتره د خپلې خوښې په اشرافو، په ځانګړې توګه په ګریګوري اورلوف او ګریګوري پوټیمکین تکیه کوله. هغه چې د ډېرو برلاسو جنرالانو لکه الکساندر سووروف او پیوتر رومیانسیف، او امیرالبحرانو لکه سمویل ګرېګ او فیودور له لوري ملاتړ کېده، په داسې وخت کې یې حکومت وکړ چې د روسیې سترواکي د فتوحاتو او ډیپلوماسۍ له لارې په چټکۍ پراخېده. په سویل کې، د کریمیا خانان د ۱۷۶۸ – ۱۷۷۴ کلونو د روس-ترک جګړې په اوږدو کې د بار په اتحاد او په عثماني سترواکۍ له بریالیتوبونو وروسته له ماتې سره مخ شول. روسیې د انګلستان په ملاتړ د تور او ازوف سمندرګیو د څنډو په اوږدو کې د نووروسیا سیمې استعمار کړې. په لوېدیځ کې، د پولنډ - لیتوانیا مشترک المنافع هېوادونه، چې د کاترین د پخواني عاشق پاچا ستانیسلاوس اګستوس پونیاټوسکي تر واک لاندې وو، په پایله کې تجزیه شول او د روسیې سترواکۍ ترټولو لویه برخه ترلاسه کړه. په ختیځ کې، روسان لومړی اروپایان وو چې الاسکا یې مستعمره کړه او د روسي امریکا بنسټ یې کېښود.

کاترین د روسیې د ګوبرنیا (ولایتونو) په اداره کې اصلاحات راوستل او زیاتره نوي ښارونه او ښارګوټي، په ځانګړې توګه اوډیسا، ډنیپرو، خرسن، مایکولیوف او سیواستوپول، د نوموړې په امر جوړ شول. کاترین چې د لوی پیټر مینه واله وه، د لوېدیځې اروپا په پولو کې یې د روسیې عصري کولو ته دوام ورکړ. خو پوځي جلب او جذب او اقتصاد په غلامۍ ولاړ و او د دولت او د شخصي ځمکو د خاوندانو پراخې تقاضا د بېوزلو غلامانو استثمار ته وده ورکړه. دا د بلواګرو، لکه د کاساک د پوګاچوف د لویې بلوا، کوچیانو، وولګا وګړو او بزګرانو، تر شا له اصلي لاملونو څخه و.

د لویې کاترین د واکمنۍ دوره د کاتریني دور په نوم هم یادېږي. د اشرافیت د آزادۍ په اړه منشور، چې د دریم پیټر د لنډې واکمنۍ په اوږدو کې خپور شو او د کاترین له لوري تایید شو، اشراف یې له اجباري نظامي یا دولتي خدمت څخه خوندي کړل. د اشرافو له لوري د ماڼیو ودانولو چې د سترواکۍ له خوا په کلاسیکه بڼه کې تایید شوي وو، د هېواد مخ بدل کړ. نوموړې زیاتره د روښان انده ټولواکې په بڼه لیدل کېږي.نوموړې  د هنرونو د ملاتړې په توګه، د روسیې د روښانتیا په دوران کې، د نوبل میډینز د سمولني انسټیټیوټ د تاسیس په ګډون چې د دولت په ملاتړ په اروپا کې د ښځو لپاره د لوړو زده کړو لومړنۍ بنسټ و، واکمني وکړه.

لومړی ژوند

کاترین د مقدس روم سترواکۍ د پروسیا سلطنت د پومیرانیا ولایت په سټیټین کې د شهزادګۍ سوفي فریډریک اګسټ وان انهالټ-زربست-ډورنبرګ په نوم نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور یې جوهانا الیزابیت د هولسټین ګوتورپ اوسېدونکې وه. پلار یې کرستیان اګسټ، د انهالټ-زربست شهزاده، د آلمان د انهالټ په واکمنه کورنۍ پورې تړاو درلود. هغه د کورلینډ او سیمیګالیا ډوک نشو او د خپلې لور د زیږون پر مهال یې د سټیټین ښار د والي په توګه د پروسیایي جنرال رتبه په غاړه درلوده. خو کله چې د هغې د تره دوهم زوی، دریم  پیټر ارتودوکس عیسویت ته واوښت، د هغې ماما د سویډن د تخت وارث شو او د هغې د تره د زامنو دوه لومړي، دریم ګوستاو او دریارلسم چارلز، وروسته د سویډن پاچاهان شول. د آلمان په واکمنو سلطنتونو کې د هغه مهال له رواج سره سم، نوموړې خپلې زده کړې په پراخه کچه د فرانسوي دایې او ښوونکو څخه ترلاسه کړې. د هغې د یادونو له مخې، سوفي هلک ډوله نجلۍ ګڼل کېده او توره وهل یې زده کړل.کينډۍ:Sfnm

د سوفي ماشومتوب خورا بې پېښو و. یو ځل نوموړي خپل خبریال بارون ګریم ته ولیکل: "زه په په خپل ماشوتوب کې هېڅ د خوښې شی نه وینم." که څه هم سوفي یوه شهزادګۍ وزیږېده، خو کورنۍ یې ډېرې لږې پیسې درلودې. واک ته د هغې راتګ د نوموړې د مور د شتمنو خپلوانو له لوري ملاتړ شو، چې دواړه اشراف وو او شاهي اړیکې یې درلودې. د مقدس روم د سترواکۍ له ۳۰۰ څخه ډېرو حاکمیتونه، چې زیاتره یې خورا کوچني او بې واکه وو، د ډېر سیال سیاسي نظام لپاره رامنځ ته شوي وو لکه څنګه چې بېلابېلو شاهي کورنیو د خپلو ګټو لپاره، زیاتره وختونه د سیاسي ودونو له لارې مبارزه کوله. د آلمان د کوچنیو شاهي کورنیو لپاره، ګټور واده د دوی د ګټو د پرمختګ لپاره یوه غوره لارو ګڼل کېده او ځوانې سوفي د خپل ماشومتوب په اوږدو کې پاملرنه کوله چې د یو ځواکمن واکمن ښځه شي ترڅو د انهالټ کورنۍ د واکمنۍ حالت ښه کړي. سوفي د خپلې مورنۍ جرمني ژبې ترڅنګ، په فرانسوي ژبه کې هم روانه شوه، چې  په ۱۸  پېړۍ کې د اروپا د اشرافو نړواله ژبه وه. ځوانې سوفي د اتلسمې پېړۍ د یوې آلمانۍ شهزادګۍ لپاره معیاري زده کړې ترلاسه کړې، چې د یوې میرمنې لپاره آداب، فرانسوي ژبه او لوتران الهیات یې تر تمرکز لاندې وو.

د لومړي ځل لپاره سوفي د خپل راتلونکي مېړه سره، چې د روسیې دریم پیټر شو، په ۱۰ کلنۍ کې ولیدل. پیټر د هغې د تره دوهم زوی و. د نوموړې د لیکنو پربنسټ، د لیدو پر مهال د هغې پیټر خوښ نه شو. نوموړې په ځوان عمر کې د هغه د څېرې الوتی رنګ او له الکولو سره د هغه مینه خوښه نه شوه. پیټر هم لاهم د نانځکو سرتېرو سره لوبې کولې. نوموړې وروسته لیکي چې دا د مانۍ په یوه خوا کې او  او پیټر په بله خوا پاتې شول.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مرغهطبيعي پوهنېغزنويانسپين غرويکي مانياعبراني ابېڅېډیورنډ کرښه رسمي نه دهمینیوپزانسانکجکي برېښناکوټمالیهد عقل غاښزنگاليد افغان پوځ رتبېاقلیمي بدلونسيد جمال الدين افغانيد انسان جنسي غوښتنېسردار محمد يوسف خانانرژيد افغانستان اقتصادد اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنهڅارنهپلوتارکجهادجیمز پيسدروغد انساني بدن لنډ معلومات۱۵۰ (عدد)سليكان ډای اکسايډجيبوتيلغمان ولايتتصوفايماند ښځو حقوقخوشال خان خټکپرېشان خټكملارياموسیقيافغانستان ته د اسلام راتگ۴۰۰ (عدد)تلويزونښځه په اسلام کېفقهوادهد اکسيديشن نمبرد شمالي قطبي دایرهد هخامنشیانو ټولواکمنيسپوږميز ليږديز کليزد افغانستان اسلامي امارتمحمد (ص) په اسلام کېقره باغ ولسوالۍد کانکریټو د اړینو وچو موادو محاسبه او برآوردمدیترانې سمندرګیملګري ملتونهټپوسپيشوIodineاودس په اسلام او ساينس کې۱۱۱ (عدد)د ډيورنډ کرښهپښتو ادببست کلافرانسهپرمخ (جنسي عمل)د روم ټولواکمني🡆 More