د تمدن زانګو هر هغه موقعیت ته ویل کېږي چې هلته تمدن په خپلواک ډول را پورته شي.
دا مهال باور دا دی چې د تمدن زانګو یوه نه وه، بلکې د تمدنونو ګڼې زانګوګانې په خپلواک ډول رامنځته شوې دي. داسې ګومان کېږي چې میسوپوټمیا [بینالنهرین]، لرغونی مصر، لرغونی هند او لرغونی چین په پخوانۍ نړۍ کې لومړني تمدنونه وو. دا چې د نږدې ختیځ او سیند درې لومړنیو تمدنونو او د ختیځې اسیا (لرې ختیځ) چیني تمدن په خپلو کې پر یو بل څومره اغېز درلود، لا هم بحث ته اړتیا لري.
څېړونکي وايي چې په منځنۍ امریکا کې «المېک تمدن» چې په اوسنۍ مکسیکو کې و، همدا راز په «کارل سیوپ» کې رامنځته شوی تمدن چې په اوسنۍ «پرو» سیمه کې و، د قدامت له نظره د لرغونې نړۍ د تمدنونو سیالي کوي او په خپلواک ډول را پورته شوي دي.
څېړونکو د بېلابېلو معیارونو له مخې تمدن تعریف کړی؛ لکه لیکنې، ښارونه، طبقاتي ټولنه، کرنه، مالداري، عمومي ودانۍ، فلزکاري او معماري. «د تمدن زانګو» اصطلاح بېلابېلو سیمو او فرهنګو ته کارېدلې ده؛ په ځانګړي ډول په کالکولېټيک دوره کې لرغوني نږدې ختیځ ته وکارېده چې ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] هم په کې شامل و. لرغوني هند او لرغوني چین ته هم کارېدلې ده. دغه اصطلاح لرغونې اناتولي، شام او د ایران لوړو سطحو ته هم ویل کېږي او د فرهنګ مخکښانو ته د اشارې لپاره هم استفاده ترې کېږي؛ لکه لرغوني یونان ته، چې د لوېديځ تمدن د سرلاري په توګه پېژندل شوی دی.
«د تمدن زانګو» اصطلاح، د ډېرو بحثونو موضوع ده. د زانګو مجازي معنا «هر هغه ځای یا سیمه چې هر شی په ابتدايي پړاو کې هلته روزل کېږي یا ساتل کېږي» د اکسفورډ انګلیسي ډېکشېنرۍ سپېنسر (۱۵۹۰) ته منسوبه کړې ده. د رولین (۱۷۳۴ز) لرغونی تاریخ بیانوي چې: «مصر په لومړیو کې د سپېڅلي ملت زانګو وه».
د ځايي کېدو د کلتور لومړنۍ نښې نښانې تر میلاد وړاندې په ۱۲۰۰۰ کال کې په ختيځه نړۍ کې موندای شو. هغه مهال چې ناتوفي کلتور مېشت او ځايي شو، تر میلاد وړاندې تر ۱۰۰۰۰ کال پورې پر یوه کرنیزه ټولنه بدل شو. د یوې ثابتې او پریمانه خوراکي سرچینو د ساتنې لپاره د اوبو اهمیت د ښکار، کبنیونې او غلو دانو د راټولولو لپاره د مناسبو شرایطو په دلیل، یو پراخ ابتدايي اقتصاد رامنځته کړ چې په پایله کې یې دایمي کلي جوړ شول.
لومړني ښاري مېشتځایونه چې زرګونه کسان په کې اوسېدل، د ډبرو د دورې په وروستیو وختونو کې رامنځته شول. لومړني ښارونه چې لسګونه زره کسان په کې مېشت وو، تر میلاد وړاندې په ۳۱مه پېړۍ کې ممفس او اوروک ښارونه وو.
د تمدن د خپرېدو په اړه یوه دودیزه تیوري دا ده چې، تمدن له ښېرازه هلال څخه پیل او نورو ځایونو ته خپور شو، خو دا مهال څېړونکي په دې باور دي چې، تمدنونه په دواړو نیموکُرو کې په خپلواک ډول په ګڼو ځایونو کې رامنځته شوي دي. دوی وايي چې په بېلابېلو ټاکلو وختونو کې ټولنیز-کلتوري بدلونونه رامنځته شوي دي. «ځايي» او «کوچیاني» ټولنو، خپلو پراخو تعاملاتو ته دوام ورکاوه، خو په بنسټیز ډول د بېلابېلو کلتوري ډلو تر منځ نه وېشل کېدل. د تمدن د زانګو مفهوم پر هغه ځای متمرکز دی، چې هلته خلکو د ښارونو پر ودانولو، د لیکنيو سیستمونو پر جوړولو، د خاورینو لوښو د جوړولو لپاره د تخنیکونو پر ازمېښت او د فلزاتو پر کارولو، د څارویو پر اهلي کولو او د طبقاتي سیستم په ګډون د پېچلو ټولنیزو جوړښتونو پر پراختیا پیل کړی دی.
اوسنۍ څېړنې په ټولیز ډول شپږ داسې ځایونه راپېژني چې هلته تمدن په خپلواک ډول راپورته شوی دی:
تر میلاد مخکې په شاوخوا ۱۰۲۰۰ ز کال کې د ډبرو دورې تر وروستیو وختونو پوره پرمختللي لومړني فرهنګونه، چې تر میلاد مخکې د ۷۶۰۰ - ۶۰۰۰ کلونو د مهال اړوند وو، په ښېرازه هلال کې راڅرګند شول او له هغه ځایه د ختیځ او لوېديځ لوري ته خپاره شول. د دغه مهال یو تر ټولو مهم مېشتځای «جریکو» ښار دی چې په شام سیمه کې و او ګومان کېږي چې د نړۍ لومړنی ښار و. په بینالنهرین کې د دجلې او فرات سیندونو نږدیوالي پراخه ښېرازه خاوره او د خړوبولو لپاره د اوبو سرچینه رامنځته کړه. هغه تمدنونه چې د دغو سیندونو په شاوخوا کې راپورته شول، لومړنۍ «غیر کوچیاني» کرنیزې ټولنې وې. له همدې امله ښېرازه هلال په ځانګړي ډول بینالنهرین ډېری مهال د تمدن زانګو بلل کېږي. په دې خړوبه دښته کې لومړنۍ پېژندل شوې دوره د عبید دوره (تر میلاد مخکې شاوخوا ۶۵۰۰ تر ۳۸۰۰) بلل کېږي، که څه هم په ډېر احتمال تر دې مخکې نورې دورې هم شته(موجودې) دي. د عبید په دوره کې د ښاري کېدو پر لور حرکت پیل شو. په ځايي ټولنو په ځانګړي ډول په شمالي بینالنهرین کې په پراخه کچه کرنه او مالداري کېده او په سوېل کې هم پراخه هایدرولیکي کرنه پيل شوه.
د ډبرې دورې د وروستیو وختونو پرمختللي کلتورونه، چې (تر میلاد مخکې ۱۰۲۰۰) او (تر میلاد د مخکې ۷۶۰۰ نه تر ۶۰۰۰) دورو اړوند وو، په ښېرازه هلال کې راڅرګند شول او له هغه ځایه د ختیځ او لوېديځ لور ته خپاره شول. له دې سره هممهاله د تېغونو په مرسته د غلو دانو د میده کولو فرهنګ د ښکاریانو، کبنیوونکو او هغو خلکو د فرهنګ ځای ونیو چې، له ډبرینو وسایلو سره به د نیل رود پر غاړه راټولېدل. د ځمکپوهنې شواهد او د کمپیوټري اقلیم د ماډل جوړونې څېړنې هم ښيي چې د طبیعي اقلیم بدلونونو تر میلاد شاوخوا ۸۰۰۰ کاله وړاندې د افریقا په شمال کې د پراخو کرنیزو ځمکو پر وچولو پيل وکړ او بالاخره یې صحرا جوړه کړه. د وچکالۍ دوام د مصریانو لومړني نیکونه اړ کړل چې د نیل په شاوخوا کې په دایمي ډول استوګن شي او غیر کوچیاني ژوند غوره کړي. په مصر کې د ډبرې دورې د وروستیو وختونو پوره پرمختللی او تر ټولو پخوانی فرهنګ «فیوم» دی چې تر میلاد مخکې د ۵۵۰۰ کال په شاوخوا کې پیل شو.
د هند په نیمه وچه کې د ډبرې دورې د وروستیو وختونو یو تر ټولو پخوانی ځای «بیرانا» دی چې د اوسني هند په هریانه ایالت کې د ګهګر هاکرا لرغوني سیند په اوږدو کې پروت دی او لرغونوالی یې تر میلاد مخکې شاوخوا ۷۶۰۰ کال ته رسېږي. په نورو لرغونو ځایونو کې یو «لاهورادوا» دی چې د منځني ګنګ په سیمه کې دی او بل «جوسي» دی چې د ګنګ او یامونا سیندونو د یوځای کېدو سیمې ته نږدې پروت دی او د دواړو لرغونوالی تر میلاد مخکې نژدې ۷۰۰۰ کال ته رسېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لرغونی مصر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.