لاتويا: د شمال ختيځې اروپا يو خپلواک دولت

لتويا په رسمي ډول د لتويا جمهوريت او د شمالي اروپا په بالتيک سيمه کې پروت هېواد دی.

دا يو له بالتيک دولتونو څخه دی، چې په شمال کې له استونيا، سويل کې له ليتوانيا، ختيځ کې له روسيې، سويل ختيځ کې له بيلاروس او لويديځ کې له سويډن سره سمندري ګډه پوله لري. د هېواد پراخوالی ۶۴۵۸۹ کېلو متر مربع (۲۴۹۳۸ ميل مربع)، نفوس يې ۱،۹ ميليونه او موسمي برابر يا معتدل اقليم لري. پلازمېنه او تر ټولو پراخه ښار يې رېګا “Riga” دی. د هېواد اوسېدونکي د د بالتس “Balts” په توکميزې او ژبنۍ ډلې پورې اړه لري او په لتويايي ژبه خبرې کوي، چې د بالتيک له يوازينيو دوه ژونديو ژبو څخه ده. روسان د هېواد تر ټولو مهم لږه کي دي، چې د ټول نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي.

له پېړيو تيوتونيک، سويډني، د پولينډ او ليتوانيا له ګډې او روسي واکمنۍ څخه وروسته، چې په اصل کې د بالتيک المان د سيمه ييز اشرافيت په واسطه له مخې لرې شوې، د لتويا خپلواک جمهوريت د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۸ نېټه هغه وخت رامېنځته شو، چې له الماني سترواکۍ څخه بېل شو او او د لومړۍ نړيوالۍ جګړې په پايله کې يې خپلواکي اعلان کړه. که څه هم دا هېواد د ۱۹۳۰ زلسيزې په ۱۹۳۴ز کال کې له کودتا څخه وروسته په زياتېدونکي ډول استبدادي شو او د کارلېس اولمانېس “Karlis Ulmanis” په مشرۍ يې استبدادي نظام رامېنځته کړ. د هېواد رښتينې خپلواکي د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې له خنډ سره مخامخ شوه، چې پيل يې شوروي اتحاد کې په زور سره د لتويا په يو ځای کېدلو سره وشو او وروسته په ۱۹۴۱ز کال کې د نازي المان له لورې تر بريد او نيواک لاندې راغله، چې له دې وروسته د راتلونکو ۴۵ کالونو لپاره د لتويا د شوروي سوسياليست جمهوريت د جوړولو په موخه په ۱۹۴۴ ز کال کې يو ځل بيا د شورويانو له لورې ونيول شوه. د شوروي نيواک پر مهال د پراخه کډوالۍ په پای کې توکميز روسان د هېواد خورا څرګند لږه کي شول، چې اوس د نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي. د سندرې ويلو سوله ييز اوښتون “Singing Revolution” په ۱۹۸۷ز کال کې پيل شو او د ۱۹۹۱ ز کال د اګسټ په ۲۱ د رښتينې خپلواکۍ په بيرته ترلاسه کولو سره پای ته ورسېد. له هغه وخت راهيسې لتويا ديموکراتيک يو ګونديز پارلماني جمهوريت دی.

لتويا د لوړ عايد پرمختللي اقتصاد په درلودلو سره يو پرمختللی هېواد دی، چې د انساني پرمختګ لړيال کې خورا لوړ ځای لري. دا هېواد د مدني ازاديو، د مطبوعاتو د خپلواکۍ، د انټرنيټ د خپلواکۍ، ديموکراتيک حکومتولۍ، د ژوند معيارونو او د سوله ييزتوب معيارونو په برخو کې د پام وړ کړنې تر سره کوي. لتويا د اروپايي ټولنې، يوروزون، ناټو، اروپايي شورا، ملګرو ملتونو، د بالتيک سمندرګي د هېوادونو د شورا، د پيسو نړيوال صندوق، د شمالي اروپا او بالتيک اته هېوادونو “Nordic-Baltic Eight”، د شمالي اروپا د پانګونې بانک، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ اقتصادي سازمان، د اروپا د خونديتوب او همکارۍ سازمان او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړې ده.

ارپوهنه

د لتويا نوم “Litvija” د لرغونو لتګاليانو “Latgalians” له نوم څخه اخېستل شوی دی، چې د کيورونيانو “Curonians”، سيلونيانو “Selonians” او سيميګاليانو “Semigallians” تر څنګ د انګليستان او اروپايي بالتيک څلورمه قبيله وه، چې له فينيک ليفونيانو “Finnic Livonians” سره يې په ګډه د معاصرو لتويانو توکميزه هسته جوړه کړه. د لتويا هنري “Henry of Latvia” د هېواد د نوم لاتيني بڼې ليتيګاليا “Littigallia” او ليتيا “Lithia” رامينځته کړې، چې دواړه له لاتګاليايي نومونو څخه اخېستل شوي دي. يادو ګړنو د هېواد نوم په اړه روماني ژبو کې له ليتونيا “Litonia” او بېلابېلو جرمنيک ژبو کې له ليتلېنډ “Lettland” څخه د بدلونونو انګېزه واخېستله.  

تاريخچه

له ميلاد څخه نږدې ۳۰۰۰ کالونه پخوا د ليتويايي وګړو د بالتيک لومړني نيکونه د بالتيک سمندرګي په ختيځ ساحل کې استوګن شول. بالتانو روم او بيزانس ته سوداګريز لارې پرانېستې او د قيمتې فلزاتو په بدل کې يې د ځايي عنبرو سوداګري پيل کړه. په ۹۰۰ زکال کې د کيورونيانو “Curonians”، سيلونيانو “Selonians”، سيميګاليانو “Semigallians” او لاتګاليانو “Latgallians” بېلابېلو بالتيک قبيلو تر څنګ د ليفونيانو “Livonians” فينيک قبيله (چې په فينيک ژبه يې خبرې کولې) هم لتويا کې استوګن شوه.

په ۱۲ پېړۍ کې د لتويا په خاوره کې وانيما “Vanema”، وينتاوا “Ventava”، بانداوا “Bandava”، پيماري “Piemare”، دوفزاري “Duvzare”، سيلېجا “Sēlija”، کوکنيسي “Koknese”، جيرسيکا “Jersika”، تالاوا “Tālava ” او ادزيلي “Adzele” په نومونو بېلې سيمې وې، چې هرې يوې يې خپل واکمنان درلودل. 

منځنۍ دوره

که څه هم ځايي خلکو د پېړيو لپاره له بهرنۍ نړۍ سره اړيکه درلوده، مګر په ۱۲ ز پېړۍ کې د اروپا ټولنيز او سياسي ګډ نظام کې په بشپړ ډول يو ځای شوه. د پاپ له لورې استول شوي مذهبي بلونکي (مبلغان) د ۱۲ پېړۍ په وروستيو کې له عقيدې څخه د خلکو اړولو په لټه له داوګاوا سيند “Daugava River” څخه تېر شول. سيمه ييزو خلک که څه هم هغومره په اسانۍ سره عيسويان نه شول، چې کليسا يې هيله درلوده.

الماني صليبيان سيمې ته واستول شول، يا د خورا شونتيا له مخې يې په خپله د تګ پرېکړه وکړه. د سيګيبيرګ سينټ مينهارد “Saint Meinhard” په ۱۱۸۴ز کال کې اکسکايل “Ikskile” ته ورسېد، چې سوداګر هم ورسره وو او د يو کاتوليک ماموريت له مخې يې له اصلي کفري باورونو څخه د خلکو د اړولو په موخه ليونيا “Livonia” ته سفر کاوه. درېيم پاپ سيليتاين “Pope Celestine III” په ۱۱۹۳ز کال شمالي اروپا کې د کافرانو پر وړاندې د صليبي جګړې غوښتنه کړې وه. کله چې له عقيدې څخه د اړولو سوله ييزې لارې چارې بې پايلې شوې، مېنهارد د وسلو په زور د ليونيانو د عقيدې بدلولو پلان جوړ کړ.

د ۱۳ پېړۍ په پيل کې المانيانو د اوسنۍ لتويا پر پراخه برخو باندې واکمني وکړه. دې نيول شویو سيمو له سويلي استونيا سره په ګډه صليبي ايالت جوړ کړ، چې د تيرا ماريانا “Terra Mariana” يا ليونيا په توګه وپېژندل شو. په ۱۲۸۲ زکال کې رېګا “Riga” او وروسته سيسيس “Cesis”، ليمبازي “Limbazi”، کوکنيسي “Koknese” او والمېرا “Valmiera” ښارونه د هانسيټيک اتحاد “Hanseatic League” برخه شول. ريګا د ختيځ او لويدیځ تر منځ يوه مهمه سيمه شوه او له لويديځې اروپا سره يې نږدې کلتوري اړيکې جوړې کړې. لومړني الماني اوسېدونکي د شمالي المان اشراف او د شمالي المان د ښارګوټو اوسېدونکي وو، چې سيمې ته يې خپله “Low German” ژبه راوړله او يادې ژبې په لتويايي ژبه کې ګڼ پردي [الماني] ويوکي دننه کړل.

د سمون دوره او د پولينډ او سويډن واکمني

د ليونيا له جګړې “Levonian War” (۱۵۵۸ – ۱۵۸۳زکال) څخه وروسته، ليونيا (شمالي لتويا او سويلي استونيا) تر پولينډي او ليتوانيايي واکمنۍ لاندې راغله. د استونيا سويلي برخه او د لتويا شمالي برخه د لتوانيا ستر ديوک حکومت “Grand Duchy of Lithuania” ته پرېښودل شوې وې او د ليونيا ډچيز [د ديوک تر واک لاندې سيمه] يې جوړ کړ. د ليونيا د ترتيب “Order of Livonia” وروستي ماهر ښوونکي ګوتهارد کيټلر “Gotthard Kettler” د کورلېنډ او سيميګاليا دیوکي حکومت “Duchy of Courland and Semigallia” جوړ کړ. که څه هم ياد ديوکي دولت د ليتوانيا د ستر ډچيز او وروسته د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو د دولت تر لاس لاندې دولت و، مګر ۱۶ پېړۍ کې يې د پام وړ کچه خپلواکي وساتله او يوه طلايي دوره يې تجربه کړه. د لتويا ختيځ سيمه لاتګاليا “Latgalia” د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت د “Infanty Voivodeship” برخه شوه.

په ۱۷ پېړۍ او د ۱۸ پېړۍ په لومړيو کې د پولينډ او لتوانيا د ګډو ګټو دولت، سويډن او روسيې ختيځ بالتيک کې د لوړوالي هڅه وکړه. د پولينډ او سويډن له جګړې “Polish-Swedish War” څخه وروسته شمالي ليونيا د وېدزيمي په ګډون د سويډن تر واکمنۍ لاندې راغله. رېګا د سويډني ليونيا پلازمېنه او د سويډن په ټوله سترواکۍ کې لوی ښار شو. د سويډن او پولينډ تر منځ جګړې په ۱۶۲۹ ز کال کې د التمارک د اختلافاتو د هوارولو ماموريت “Truce of Altmark” تر وخته پورې په مهالني ډول [کله کله] دوام وکړي. لتويا کې سويدني دوره په عمومي ډول د مثبتې دورې په توګه يادېږي، چې غلامي په اسانه شوه، د بزګر پوړ لپاره يو لړ ښوونځي جوړ شول او د ځايي بېرون اشرافو واک کم کړای شو.

سرچينې

Tags:

لاتويا ارپوهنهلاتويا تاريخچهلاتويا سرچينېلاتويا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

گرځنده غږلېږدیشرف الدين عظيميمادهپوهنغونډعراقمهاجرتدويمه نړېواله جګړهانګلیسينیویورکګوجر قبیلهلمرواټسافمهرو کليشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهکتاب او کتابتونڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟نړيوال غزېدلی جالپښتو پښتو تشريحي قاموسد تودوخې درجهفیسبوکويټاميند پیسو وینځلکتلهجنسي اړيکېد کتاب نړيواله کره شمېرهفوکلور پېژندنهد اسیایي هیوادونو نوملړجوهرلمريز غونډالهمغږی نړیوال وختواټنپکتيا ولايتفرانسهجک کربید عرض البلد دایرهاخلاق30 جونپاکستاند خلیج جګړهیوزنېټمنظور پشتينادبپوهنهد افغانستان قومونهرواندایي ژبهاقتصادي ودهد ډيورنډ کرښهتوماس اډیسونکليزټورنټوانارالکوزيد افغانستان نوممذهبکندهارگڼونکیبیمهگڼيهکلا، ارغنداببارکزیاحمدزيبرهان الدين ربانيغزلشيخ متيد افغانستان ولسي جرگهپټه خزانهد کمپیوټري هارډوېیر تاریخچه (له ۱۹۶۰ کلونو – تر اوسه)حبيب الله کلکانيزده کړه🡆 More