قرغېزستان، په رسمي ډول قرغز جمهوریت، په مرکزي آسیا کې غرنی او په وچه کې راایسارهېواد دی.
شمال لوري ته یې قزاقستان، لویدیځ لوري ته ازبکستان، سویل ته یې تاجکستان او ختیځ ته یې چین موقعیت لري. بېشکېک یې پلازمېنه او لوی ښار دی. د قرغز قوم، د دغه هېواد د شپږ میلیونه وګړو ډېره برخه جوړوي، چې ازبک او روسي مهم لږه کي هم لري. قرغېزي ژبه یې نورو ترکي ژبو ته ډېره نږدې ده، په داسې حال کې چې روسي ژبه تر اوسه په دغه هېواد کې دود ده او یوه له رسمي ژبو نه یې هم ده. د قرغېزستان ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لویه برخه یې سني مسلمانان جوړوي. قرغېز کلتور له دې سره چې ترکي رېښه لري، خو د ایراني، مغولي او روسي عناصرو اغېز هم په کې شته دی.
قرغزستان | |
---|---|
بە كرگیزی: Кыргызстан | |
بنسټ ايښودنه | ۱ی جنوري ۱۹۹۱ |
رسمي نښه | Кыргызстан |
لنډنوم | 🇰🇬 |
IPA transcription | kɪɾˈgiːsɪstɑːn |
Official language | روسي، قرغزي ژبه |
Anthem | State Anthem of the Kyrgyz Republic |
Culture | culture of Kyrgyzstan |
Motto text | Oasis on the Great Silk Road |
لويه وچه | آسيا |
هېواد | قرغزستان |
پلازمېنه | بشکیک |
وختزون موقعيت | ختیځ قزاقستان ولایت |
Located in/on physical feature | منځنۍ آسيا |
کوارډينېټي موقعيت | |
Coordinates of easternmost point | |
Coordinates of northernmost point | |
Coordinates of southernmost point | |
Coordinates of westernmost point | |
ترټولو لوړه څوکه | Jengish Chokusu |
Lowest point | Kara Darya |
Basic form of government | parliamentary republic |
Office held by head of state | President of Kyrgyzstan |
هېوادمشر | Sadyr Zhaparov |
Office held by head of government | Prime Minister of Kyrgyzstan |
د حکومت مشر | Akylbek Japarov |
Executive body | Cabinet of Ministers of Kyrgyzstan |
Legislative body | Supreme Council |
Central bank | National Bank of the Kyrgyz Republic |
د وگړو شمېر | ۶٬۶۹۴٬۲۰۰ |
Currency | Kyrgyz som |
Shares border with | چين د خلکو جمهوريت، قزاقستان، تاجيکستان، اوزبکستان |
Driving side | ښي لورۍ |
Electrical plug type | يوروپلوګ، Schuko |
Follows | Kirghiz Soviet Socialist Republic |
واک ورپاته کيدنه له | Kirghiz Soviet Socialist Republic، د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد |
Language used | قرغزي ژبه، روسي، اوزبکي ژبه، Dungan |
سيمه | ۱۹۹٬۹۵۱ کیلومتره مربع |
رسمي وېبځی | https://www.gov.kg/ky |
Hashtag | Kyrgyzstan |
Top-level Internet domain | .kg |
Flag | flag of Kyrgyzstan |
Coat of arms | Emblem of Kyrgyzstan |
Geography of topic | geography of Kyrgyzstan |
Railway traffic side | ښي لورۍ |
Economy of topic | economy of Kyrgyzstan |
Demographics of topic | demographics of Kyrgyzstan |
Mobile country code | 437 |
Country calling code | +996 |
Trunk prefix | 0 |
Emergency phone number | 101، 102، 103، 161 |
GS1 country code | 470 |
Licence plate code | KS |
Maritime identification digits | 451 |
د قرغېزستان تاریخ ګڼ شمېر کلتورونه او سترواکۍ په ځان کې رانغاړي. په داسې حال کې چې له جغرافیايي پلوه دغه هېواد د ګڼ شمېر غرونو لرلو له امله ګوښه شوی، خو د ورېښمو لارې او نورو سوداګریزو لارو د یوې برخې په توګه د څو لویو تمدنونو په وصل کېدوني ځای کې پروت دی. ترکي کوچیان چې په ګڼ شمېر ترکي دولتونو، لکه: لومړی او دویم ترکي خانقاتو کې یې رېښه لرله، د تاریخ له اوږدو په دغه هېواد کې مېشت دي. په ۱۳ مه پېړۍ کې قرغېزستان د مغلو له خوا ونیول شو، بیاځلي یې خپلواکي ترلاسه کړه، خو وروسته د قالموقیانو، منچویانو او ازبکانو له خوا تر برید لاندې راغی. په ۱۸۷۶ ز کال کې دغه هېواد د روسي سترواکۍ برخه وګرځېد او په ۱۹۳۶ ز کال کې، د شوروي سوسیالیستي قرغېزي جمهوریت، د شوروي اتحاد په جوړوونکي جمهوریت واوښت. په شوروي اتحاد کې د میخایل ګورباچوف له دیموکراتیکو اصلاحاتو وروسته، په ۱۹۹۰ ز کال کې آزادي پلوه نوماند عسکر آقایوف د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۳۱ مه نېټه، قرغېزستان له مسکو نه خپله خپلواکي اعلان کړه او یو دیموکراتیک دولت یې جوړ کړ. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، قرغېزستان د یوه ملي دولت په توګه خپل حاکمیت ترلاسه کړ.
له خپلواکۍ وروسته، قرغېزستان په رسمي ډول واحد ولسمشریز جمهوریت و، چې وروسته له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې په واحد پارلماني جمهوریت واوښت، په داسې حال کې چې په تدریج سره ولسمشر بشپړ اجرائیوي واک ترلاسه کړ، وړاندې له دې چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد نظام بشپړ ریاستي نظام ته واوړي، د نیمه ولسمشریز یا نیمه ریاستي جمهوریت په توګه اداره کېده. دغه هېواد د خپل موجودیت په اوږدو کې قومي شخړې، انقلابونه، اقتصادي ستونزې، انتقالي دولتونه او سیاسي ناندرې ګاللې دي.
قرغېزستان، د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو، ایروآسیا اقتصادي ټولنې، ټولیز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، ترکي دولتونو سازمان یا ترک شورا، د ترکي کلتور د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب لري. دغه هېواد یو له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۱۲۰ ځای لري او په مرکزي آسیا کې دویم فقیر هېواد دی. د دغه هېواد انتقالي اقتصاد، په کلکه سره د طلا، ډبرو سکرو او یورانیمو په زېرمو تکیه لري.
د ۱۹۹۳ ز کال اساسي قانون، د دغه هېواد د دولت ډول د یوجرګه یي دیموکراتیک جمهوریت په توګه تعریف کوي. ولسمشر او لومړی وزیر په اجرائیه قوه کې شاملېږي. پارلمان یې اوس مهال یوه جرګه لري. په قضايي قوه کې یې ستره محکمه، سیمه ییزې محکمې او لوی څارنوال شاملېږي.
د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې په خپل سري ډول د اپوزیسیون د یوه سیاستوال د نیولو پنځه اعتراض کوونکي د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شول، چې په ملي کچه یې لاریونونه رامنځته کړل. ولسمشر عسکر آقایوف د اساسي قانون د سمون بهیر پیل کړ او په پیل کې په لوړه کچه د دولت استازو، مدني او ټولنیزو فعالانو د یوه پرانیستي بحث په ترڅ کې په کې برخه لرله، دغه چاره د ۲۰۰۳ ز کال د ټول پوښتنې لامل شوه، خو په رایه اچونه کې ګډوډۍ ورته لږ زیان ورساوه.
په اساسي قانون کې سمونونه، د ټول پوښتنې له خوا تصویب شول چې د ولسمشر د زیات واک او د پارلمان او اساسي قانون د محکمې د کمزورتیا لامل وګرځېد. پارلماني ټاکنې د نوې قانون جوړوونکې جرګې لپاره چې ۷۵ چوکۍ یې لرلې، د ۲۰۰۵ ز کال د فبروري په ۲۷ مه او د مارچ په ۱۳ مه نېټه ترسره شوې، خو په پراخ ډول له درغلیو ډکې وبلل شوې، چې ورپسې لاریونونه یې د ۲۰۰۵ ز کال د مارچ په ۲۴ مه د سپینې کودتا لامل وګرځېدل. اقایوف له خپلې کورنۍ سره له هېواده ووت او ځای یې لنډ مهالي ولسمشر قربان بیک باقیوف ونیو.
د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په ۱۰ مه نېټه، لنډمهالي ولسمشر باقیوف په ۸۸.۹ سلنه رایو ترلاسه کولو سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د اګست په ۱۴ مه یې لوړه وکړه. د ۲۰۰۶ ز کال په اپریل او نومبر میاشتو کې په بشکېک کې د ولسمشر باقیوف پر وړاندې لوی لاریونونه راووتل، د اپوزیسیون مشرانو ولسمشر تورن کړ چې د اساسي قانون د تعدیل او پارلمان ته یې د ګڼ شمېر ولسمشریزو واکونو لېږدولو اړوند خپلې ټاکنیزې ژمنې نه دي پوره کړي.
قرغېزستان، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان (OSCE) د ۵۶ غړو هېوادونو له جملې نه دی، چې په اوراسیا کې سولې، روڼتیا او د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی. د OSCE د غړي هېواد په توګه، د قرغېزستان هېواد نړیوالې ژمنې د متحده ایالاتو د هېلسنکي کمیسیون (د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان) تر څار لاندې دي.
د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري په درېیمه نېټه، ولسمشر قربان بېک باقیوف اعلان وکړ چې په مرکزي آسیا کې د امریکا یوازنۍ اډه، مناس هوايي اډه به ژر وتړي. پارلمان د دغې اډې تړلو اړوند د فبروري په ۱۹ مه نېټه رایه ورکړه او د ۷۸ موافقو او یوې مخالفې رایې پر بنسټ یې د دولت دغه پریکړه تصویب کړه، خو د پردې شاته د قرغېزي، روسي او امریکايي دیپلماتو له پریمانه خبرو اترو وروسته، د ۲۰۰۹ ز کال په جون میاشت کې دغه پریکړه لغو شوه. امریکایانو د نوې هوکړې له مخې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړه، چې له مخې یې د دغې اډې کلنۍ کرایه له ۱۷.۴ میلیونه ډالرو نه ۶۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوه.
قرغېزستان په نړۍ کې د لوړ فساد لرونکو پنځوسو هېوادونو په نوملړ کې ځای لري: د فساد د شتون د شاخص له مخې قرغېزستان له ۰ نمرې (ډېر فاسد) تر ۱۰۰ نمرو (لږ فاسد)، ۲۸ نمرې لري.
په ۲۰۱۰ ز کال کې په دغه هېواد کې بل انقلاب وشو. ولسمشر قربان بیک باقیوف د خپل زوی ماکسیم او ورور ځای ناستې په ګډون له خپلو خپلوانو سره اړ شو، چې قزاقستان ته وتښتي او بیا یې په بیلاروس کې سیاسي پناه وغوښته. رزا اوتونبایوا چې د لنډ مهالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه، اعلان یې وکړ چې نه غواړي د ۲۰۱۱ ز کال په ولشمریزو ټاکنو کې ګډون وکړی. په نومبر میاشت کې ټاکنې وشوې چې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر او د وخت لومړي وزیر الماس بیک اتامبایوف ټاکنې وګټلې، نوموړي د ۲۰۱۱ ز کال د دسمبر په لومړۍ لوړه وکړه. په همدغه ورځ یې عمربیک بابانوف د لومړي وزیر په توګه وټاکه چې د ۲۰۱۱ ز کال د د سمبر په ۲۳ مه یې د تایید رایه واخیسته.
د ۲۰۱۷ ز کال په اکتوبر میاشت کې، پخواني لومړي وزیر سورنبای جینبکف د الماس بېک اتامبایوف په ملاتړ د قرغېزستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۹ ز کال د اګست په ۷ مه د قرغېزستان ځانګړو ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیک اتامبایوف پر کور په ده باندې د فساد تورونو له امله عملیات ترسره کړل. ولسمشر جینبکف د قزاقستان د امنیت شورا په ناسته کې اتامبایوف له اساسي قانون نه پر سرغړونه تورن کړ. د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، ولسمشر سورنبای جینبکف د ۲۰۲۰ ز کال د اکتوبر د ۴ مې نېټې پارلماني ټاکنو کې د ګډوډیو اړوند رامنځته شویو لاریونونو له امله استعفا ورکړه. د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې سادیر ژاپاروف په غوڅ اکثریت سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article قرغزستان, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.