د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې.
شاه محمود هوتک | |
---|---|
د افغانستان پاچايان | |
واکمني | د هوتکيانو ټولواکمني: ۱۷۱۷ ز.- ۱۷۲۵ ز. |
تاج گټنه | ۱۷۱۷ ز. او ۱۷۲۲ ز. |
بشپړ نوم | شاه محمود هوتک |
لقبونه | شاه, پاچا, امير, سلطان |
زېږون | ۱۶۹۷ ز. |
مړينه | ۲۲ د اپرېل، ۱۷۲۵ ز. |
د مړينې ځای | اصفهان |
مخکنی پاچا | عبدالعزیز خان هوتک |
وروستنی پاچا | شاه اشرف هوتک |
کورنۍ | هوتک |
پلار | ميرويس خان هوتک |
مذهبي گروهې | اسلام |
د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د کندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسین شاه خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .
شاه محمود هوتک په ۱۷۲۵م کال کې د وخت د لوړ پوړو چارواکو لخوا له تخت نه ګوښه او پر ځای یې د نوموړی د تره زوی اشرف خان هوتک کیناوه.عبدالعزیز خان هوتک چې د شاه اشرف هوتک پلار او شاه محمود هوتک تره وو، د خپل وراره شاه محمود هوتک لخوا وژل شوی وو. د شاه محمود هوتک له ګوښه کیدو وروسته د هغه د تره زوی د خپل پلار د غچ اخیستلو په خاطر (شاه محمود هوتک) په ۱۷۳۰م کال کې پن بلوچستان کې په پټه وواژه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article شاه محمود هوتک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.