سوېلي امريکا: لويه وچه

سویلي امریکا هغه لویه وچه ده چې په بشپړ ډول په لویدیځه نیم کره، ډېره په سویلي نیم کره او یوه نسبتاً کوچنۍ برخه يې په شمالي نیم کره کې پرته ده.

همدا ډول کولای شو ووایو چې سویلي امریکا د امریکا په نامه د یوې واحدې لويې وچې په سویلي فرعي سیمه کې پرته ده (د امریکا لویې وچې لپاره د ملګرو ملتونو جغرافیايي طرحه وګورئ). د نورو کلتوري او جغرافیوي سیمو،لکه: (لاتینه امریکا یا سویلي مخروط) پر ځای د سویلي امریکا اصطلاح په وروستیو لسیزو کې د جیوپولیتیکي ډينامیک له امله (په ځانګړې توګه، د برازیل په راپورته کېدو سره) ډېره کارول کېږي.

سويلي امريکا
سوېلي امريکا: لويه وچه
رقبه17,840,000 km2
(6,890,000 sq mi)
آبادي (د خلکو شمېر)385,742,554 (2011 (پنځم)
کثافت د آبادۍ21.4/km2 (56.0/sq mi)
خلک بللي کيږيسوليل امريکني خلک
هېوادونه12 (list of countries)
نورې سيمې3
ژبېانگرېزي او نورې گڼ شمېر ژبې
د سيمې وختUTC-2 to UTC-5
لويه ښارونهکولمبيا،براسل او نور
سوېلي امريکا: لويه وچه
د سېټلايټ نه اخيستې شوي د سويلي امريکي يو انځور

سویلي امریکا په لوېدیځ کې له ارام سمندر، په شمال او ختیځ کې له اطلس سمندر سره پوله لري، شمالي امریکا او کارابین سمندرګی یې په شمال لوېدیځ کې پراته دي. په دې لویه وچه کې په عمومي توګه دولس خپلواک دولتونه شامل دي: ارجنټاین، بولیویا، برازیل، چیلی، کلمبیا، اکوادور، ګویانا، پاراګوې، پېرو، سورینام، یورګوای او ونیزویلا. په دې لویه وچه کې دوه تړلې سیمې، د فالکلنډ ټاپوګان او سویلي جورجیا او ساوت ساندویچ ټاپوګان او یوه داخلي سیمه، فرانسوي ګیانا هم راځي. پر دې سربېره ، د هالنډ پاچهۍ ABC ټاپوګان، اسېنشن ټاپو (په انګلیس پورې تړلی سېنټ هېلېنا، اسېنشن او تریستان ده کونها)، بووېت ټاپو (په ناروې هېواد پورې تړلی)، پانامه او ترینیداد او توباګو هم د سویلي امریکا برخې ګڼل کېدای شي.

سویلي امریکا ۱۷۸۴۰۰۰۰ کیلومتره مربع (۱۱۰۸۵۲۶۲ میله مربع) مساحت لري. په ۲۰۱۸ز کال کې يې اټکلي نفوس ۴۲۳ میلیونه کسه و. سویلي امریکا (له اسیا، افریقا او شمالي امریکا وروسته) د نړۍ څلورم ستر مساحت او (له اسیا، افریقا، اروپا او شمالي امریکا نه وروسته) پنځم ستر نفوس لري. برازیل د سویلي امریکا تر ټولو ګڼمېشتی هېواد دی چې د دې لویې وچې له نیمايي نفوس نه ډېر په کې ژوند کوي او بیا ورپسې کلمبیا، ارجنټاین، وینزویلا او پیرو راځي. په وروستیو لسیزو کې، برازیل د دې لويې وچې نیمايي کورنی ناخالص تولید جوړوي او د دې لویې وچې لومړنی سیمه ییز ځواک دی.

ډېری نفوس د دې لويې وچې په لوېدیځو او یا ختیځو ساحلونو کې ژوند کړي او په منځنۍ او لرې سویلي سیمو کې ډېر لږ خلک مېشت دي. د سویلي امریکا لوېدیځه جغرافیه کې د انډېس غرونه پراته دي او په ختیځه برخه کې بیا هم لوړې سیمې او هم پراخې هوارې ځمکې شته چې د امازون، اوریتکو، سان فرانسیسکو او پارانا سیندونه په کې بهېږي. د دې لويې وچې ډېری برخه د ځمکې کُرې په بین المدارین استوايي توده برخه کې پرته ده او د سویلي کان (Southern Cone) ستره برخه يې په منځنیو عرض البلدونو کې پرته ده.

د دې لويې وچې کلتوري او توکمیزې ځانګړنې د سیمې د اصلي اوسېدونکو او اروپايي فاتحینو او کډوالو او په ځايي ډول، له افریقايي غلامانو سره په تعامل کې رېښه لري. د ښکېلاک اوږد تاریخ ته په کتو سره، د سویلي امریکا ډېری خلک په هسپانوي او پرتګالي ژبو خبرې کوي، ټولنې او دولتونه يې د لوېدیځ دود او دستور لري. د اروپا، اسیا او افریقا په پرتله، د ۲۰مې پېړۍ سویلي امریکا یوه سوله ییزه لویه وچه ده او ډېر لږ جنګونه په کې شوي دي.

سوېلي امريکا: لويه وچه
د سویلی امریکا انځور
سوېلي امريکا: لويه وچه
د سویلي امریکا معاصره سیاسي نقشه

جغرافیه

سویلي امریکا د امریکا سترې وچې سویلي برخه نیولې ده. دا لویه وچه په شمال لوېدیځ کې د کلمبیا-پانامې پولې په اوږدو کې د ډارین اوبو سرحد په وسیله احاطه شوې ده، خو بیا هم ځینې ښايي پرځای يې د پانامې کانال سرحد وبولي. له جیوپولیټیک او جغرافيوي اړخه، ټوله پانامه – په تنګنا کې د پانامې کانال ختیځې برخې په ګډون – په عادي ډول یوازې په شمالي امریکا او د منځنۍ امریکا په هېوادونو کې شامله ده. د سویلي امریکا نږدې ټوله اصلي خاوره د سویلي امریکا په صفحه (South American Plate) کې پرته ده.

په سویلي امریکا کې د نړۍ تر ټولو لوړ مستمر ځړوبی (آبشار) د وینزویلا هېواد انجیل فالز (Angel Falls)، تر ټولو لوړ سېنګل ډراپ (single drop) ځړوبی د ګویانا هېواد کېتور فالز (Kaieteur Falls)، د حجم له مخې تر ټولو اوږد سیند، یعنې د امازون سیند، د غرونو تر ټولو اوږده لړۍ، یعنې د اندیس غرونه (چې تر ټولو لوړ يې ۶۹۶۲ متره اکونکاګوئوا (Aconcagua) غر دی)، د ځمکې پر مخ ترټول وچ غیرقطبی ځای، د اتاکاما دښته (Atacama Desert)، د امازون باراني ځنګل، ترټولو لوړ پلازمېنې ښار، د بولیویا هېواد لاپاز، د نړۍ تر ټولو لوړ ډب یا جهیل، تیتیکاکا ډب (Lake Titicaca)، او په انترکتیکا د څېړنیزو تمځایونو پرته، د نړۍ تر ټولو سویلي سیمه چې انسانان په کې دایمي استوګنه لري، د چیلي هېواد د پوئېر تورو(  Puerto Toro)سیمه پرته ده.

د سویلي اسیا سترې کاني سرچینې سره زر، سپین زر، مس، اوسپنه، قلعي او پطرولیم دي. په سویلي اسیا کې موندل کېدونکو دغو سرچینو خپلو هېوادونو ته لوړ عاید لرلی دی، په ځانګړې توګه په نورو صنعتي هېوادونو کې د جګړې او چټکې اقتصادي ودې پر مهال. په همدې حال کې، د یوه عمده صادراتي توکي پر تولید ټول پام ورټولول ډېری مهال د متنوعو اقتصادونو د پراختیا مخه نیسي. په نړیوالو بازارونو کې د توکو د بيو ښکته او پورته تللو په پایله کې د سویلي امریکا د دولتونو اقتصاد ستره لوړتیا یا ځوړتیا تجربه کړې چې بیا ډېری مهال د سختې سیاسي بې ثباتۍ لامل شوې ده. په نتیجه کې هڅه کېږي چې، د یوه ځانګړي عمده صادراتي توکي د تولید پرځای خپل تولیدات متنوع کړي.

برازیل په سویلي امریکا کې تر ټولو ستر هېواد دی، چې د دې لويې وچې ٪۴۷,۴ مساحت يې نیولی او د دې لويې وچې نیمايي نفوس په کې مېشت دی. پاتې هېوادونه او وطنونه د څلور فرعي سیمو تر منځ وېشل شوي دي: انډین هېوادونه، کارابین سویلي امریکا، ګینا (The Guianas) او سویلي کان( Southern Cone). 

سوېلي امريکا: لويه وچه 
لاس روکېس ارچیپېلاګو، وینزویلا

لرې پراته ټاپوګان

د طبیعي جغرافيې له اړخه، په سویلي امریکا کې ځینې لنډ پراته ټاپوګان هم راځي. د هالنډ ABC ټاپوګان (اروبا Aruba، بونېر Bonaire او کوراچاو Curaçao)، د ترینداد او توباګو (ترینیداد ټاپوګان ، توباګو ټاپوګان او... د نوئېوا اسپارتا دولت، د وینزویلا فدرال تحت الحمایې سیمې چې د سویلې امریکا په شمالي برخه کې تر نیمايي پورې پرتې دي او ځینې مهال د همدې لويې وچه برخې ګڼل کېږي. له جیوپولیټیک پلوه، په کارابین کې ټول ټاپو يي هېوادونه او وطنونه د سویلي امریکا د فرعي سیمو په توګه ډلبندي کېږي. په پرتلیزه توګه، اوېس  Avesټاپو (چې د وینزویلا له خوا اداره کېږي) او سان اندرېس ارکیپېلاګو، پروویدېنسیا او سانتا کاتالینا (سان اندرېس ټاپو، پروویدېنسیا ټاپو او سانتا کاتالینا ټاپو او نور چې د کلمبیا  له لوري اداره کېږي) له سیاسي پلوه د سویلي اسیا هېوادونو برخه دي، خو د طبیعي جغرافيې له اړخه بیا د شمالي امریکا برخه دي.

نور هغه ټاپوګان چې له سویلي امریکا سره تړاو لري، کیلوئې ارکیپیلاګو (Chiloé Archipelago) او روبینسن کروز ټاپو (دواړه د چیلي هېواد له خوا اداره کېږي)، ایسټر ټاپو (په عمومي توګه د اوقیانوسیې برخه ده، هم د چیلي له لوري اداره کېږي)، د ګالاپاګوس ټاپوګان (د اېکوادور هېواد له خوا اداره کېږي)، او تیئېرا دېل فوئېګو (د ارجنټاین او چیلی هېوادونو تر منځ وېشل شوي دی). په ارام سمندر کې، برازیل فرناندو دې نورودها (Fernando de Noronha)، تریندېد اېنډ مارټیم واز (Trindade and Martim Vaz) او سېنټ پیټر او سینټ پاول ارکیپیلاګو (Saint Paul Archipelago) اداره کوي.

سرچینې


Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د انګولا کورنۍ جګړهد تهجد لمونځقونسلگرياورگاډیبنجامين فرانکليند افغانستان لنډ تاريخد ګوګل تاریخچهسلطان محمود غزنوينفاسبدخشان ولايتمائو تسه تونګد احد غزاد افغانستان ژبېڅارنهاجرايي قوهدرملگريهرات ولايتتایپيکریم اغا خاند پیشوګانو کورنۍبیل ګیټطبيعي پوهنېځانوژنهد شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریتکارل مارکسد ټيټو او سټالین بېلوالیشینزو آبهبوریس یلتسیندپارکونو ډولونهعبدالقادر خان خټکد واده شپهد حبشې هجرتخاورهملانقيب الله اخندسيد شمس الدين مجروحافغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲)خيرالبيانميرويس هوتکسمایلوډونپسرلید افغانستان پېښليکپښتانهارواپوهنهسمبالښتمل پاسوالختيځه اروپاد ښځو حقوقسردار سلطان محمد خانزده کړهکرسټالففینډمصروېليم جېمزسام دوښمني (يهود مخالفت)جوارروژه (مياشت)ابن تيميهډېلي ټيليگرافشبلي نعمانينعمت الله رحیمياستاد محمد یاسرصلاح الدين ايوبيسوېلي امريکامومندليکوالوېنزویلاډونالډ ټرامپښارملګري ملتونهایتوپیا🡆 More