سومالیا

سومالیا په انګلیسي Somalia) په رسمي توګه، د سومالیا دموکراتیک جمهوریت ياديږي د افريقا په ښکر کې پروت يو هيواد دی.

پلازمینه یې موګادیشو او رسمي ژبي یې سومالیایي او عربي ژبه دي، یاد هیواد ۶۶۱'۶۳۷ کیلومتره مساحت او ۶۶۶'۵۵۸'۹ میلیونه وګړي لري. په ۲۶ د جون او ۱ د جنوری ۱۹۶۰م کال سومالیا له بریتانیا پخواني یوګسلاویا او له ایټالیا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د سومالیا شیلینګ (SOS) دی او ولسمشر یې محمد عبدالله محمد دی.

سومالیا بيرغ سومالیا نښان
Area controlled by Somalia shown in dark green; claimed but uncontrolled سومالیلانډ⁠ (a self-declared, د سومالیا اقتصاد) shown in light green. n.b. , zones of control are approximate at this time.
Area controlled by Somalia shown in dark green; claimed but uncontrolled سومالیلانډ⁠ (a self-declared, د سومالیا اقتصاد) shown in light green. n.b. , zones of control are approximate at this time.
نخشه
موقعيت Area controlled by Somalia shown in dark green; claimed but uncontrolled سومالیلانډ⁠ (a self-declared, د سومالیا اقتصاد) shown in light green. n.b. , zones of control are approximate at this time.
حکومت
 -  ولسمشر‌ محمد عبدالله محمد
 -  لومړی وزیر محمد حسین روبل
Legislature فدرال پارلمان
جوړښت
 -  د افریقایي هیوادونو نوملړ ۲٬۵۰۰ مخکې له میلاده 
 -  پروتو-سومالیا formation ۱٬۲۰۰ مخکې له میلاده 
 -  د ماکروبیانو ټولواکمنۍ ۲۴۷ مخکې له میلاده 
 -  سومالیا ښار-ولایتونه لوړۍ ۱م پیړۍ 
 -  د موګادیشو سلطنت نهمه ۹م پیړۍ 
 -  د ګیلیدي سلطنت اوولسمه ۱۷م پیړۍ 
 -  د اجوران سلطنت آتلسمه ۱۸م پیړۍ 
 -  د هوبیو سلطنت نوڼسمه ۱۹م پیړۍ 
 -  بریتانوی سومالیلانډ ۱۸۸۴ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۶۳۷٬۶۵۷ کيلومتر2 (۴۳ام)
۲۴۶٬۲۰۰ sq mi 
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۲۰ estimate ۱۵,۸۹۳,۲۱۹ ([[List of countries by population|]])
 -  ګڼه ګونه ۱۹.۳۱/km2 ([[List of countries by population density|]])
۴۱٫۷۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال امریکایي ډالر ۱۳.۳۲۴ بیلیونه (N/A)
 -  پر کس امریکایي ډالر۸۸۸ (N/A)
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال امریکایي ډالر۵.۲۱۸ بیلیونه ([[List of countries by GDP (nominal)|]])
 -  پر کس امریکایي ډالر۳۴۸ ([[List of countries by GDP (nominal) per capita|]])
بشري پرمختيا (۲۰۱۷) ۰٫۳۵۱ 
د وخت سيمه (UTC+۳)
د نېټې بڼه dd/mm/yyyy
د موټر چلولو لوری ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .so
پيل ګڼ +۲۵۲

سومالیا په رسمي ډول د سومالیا فېدرال جمهوریت (جمهوریادا فېدرالکا سومالیا؛ په عربي ژبه: جمهورية الصومال الفيدرالية) د افریقا په ښاخ کې پروت هېواد دی. دا هېواد په لویدیځ کې له اېتوپیا، له شمال لویدیځ څخه له جیبوتي، له شمال څخه له عدن خلیج، له شرق څخه د هند سمندر او له سویل لویدیځ څخه له کینیا سره پوله لري. سومالیا د افریقا په اصلي خاوره کې تر ټولو اوږده ساحلي کرښه لري. دا خاوره تر ډېره له لوړو سطحو، بېدیاوو او ارتفاعاتو څخه جوړه ده. د ټول کال په بهیر کې ګرم شرایط له دوره‌ یي موسمي بادونو او نامنظمو وورښتونه سره په یاده خاوره حاکم دي. د سومالیا نفوس نږدې ۱۵ میلیونه اټکل شوی، چې له دوه میلیون څخه زیات یې په پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار موګادېشو کې ژوند کوي چې له فرهنګي پلوه د افریقا تر ټولو سره ورته/ هیموجنېز هېواد دی. نږدې ۸۵ سلنه اوسېدونکي یې له سومالیایي نژاد څخه دي، چې له تاریخي پلوه د هېواد په شمال کې مېشت وو. قومي اقلیتونه په پراخ ډول په سویل کې متمرکز دي. د سومالیا رسمي ژبې سوماليایي او عربي دي. د دې هېواد ډېری اوسېدونکي مسلمانان او تر ډېره سوني مذهبه دي.

سومالیا په لرغونې دوره کې یو مهم سوداګریز مرکز و، دا د پونت د لرغونې خاورې له تر ټولو ممکنو افسانوي ځایونو څخه ده. د منځنیو پېړیو په بهیر کې د سومالیا څو ځواکمنو امپراتوریو پر سیمه ییزو سوداګریو واک درلود چې له ډلې يې د اجوران، د ادال سلطنت او د ګلدي سلطنت یادولی شو.

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د سومالیا سلطنتونه لکه اسحاق سلطنت او مجیرتین سلطنت د بریتانیا، ایټالیا او ایتوپیا له خوا مستعمره شول. اروپایي استعمارګرانو قبیله یي سیمې په دوه مستعمرو کې سره یوځای کړې چې د ایټالیایي سومالیا او بریتانوي سومالیا تحت الحمایې وې. په دې ترڅ کې په کور دننه دروېشان د محمد عبدالله حسن په مشرۍ له حبشې، ایټالیایي سومالیا او بریتانوي سومالیا سره د دوو لسیزو لپاره په مخامخ جګړه کې ښکېل شول او په پای کې يې په ۱۹۲۰ ز کال کې د سومالیا په کمپاین کې ماته وخوړه. ایتالیا د سیمې د شمال ختیځو، مرکزي او سویلي برخو بشپړ کنترول د مجریتین او هوبیو د سلطنتونو پر وړاندې د سلطانانو ضد کمپاین تر بشپړولو وروسته ترلاسه کړ. دا دواړه سیمې په ۱۹۶۰ ز کال کې سره متحدې شوې، تر څو د یو ملکي حکومت په چوکاټ کې د سومالیا خپلواک جمهوریت رامنځته کړي.

په ۱۹۶۹ ز کال کې د انقلاب عالي شورا واک ترلاسه کړ او د سومالیا دیموکراتیک جمهوریت یې رامنځته کړ او په ظالمانه ډول یې هڅه وکړه، تر څو د سومالي لنډ د خپلواکۍ غوښتنې جګړه په شمال کې وځپي. په دوام یې ۲۲ کاله وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د سومالیا د کورنۍ جګړې له پیل سره  SRC (انقلابي عالي شورا) سقوط شوه او سومالي لنډ ډېر ژر خپله خپلواکي اعلام کړه. لا هم د سومالیا په  شمال لویدیځه برخه کې سومالي لنډ خپل کنترول لري چې له ۲۷ سلنه څخه زیاته خاوره یې په کې شاملېږي. له دغې دورې راهیسې ګڼ شمېر سیمې د سومالیا دودیزو او مذهبي قوانینو ته وروګرځېدې د ۲۰۰۰ز لسیزې په لومړیو کې یو شمېر لنډمهاله فېدرالي ادارې رامنځته شوې. په ۲۰۰۰ ز کال کې ملي انتقالي دولت (TNG) رامنځته شو, ورپسې په ۲۰۰۴ ز کال کې انتقالي فېدرالي دولت (TFG) رامنځته شو چې د سومالیا وسله وال پوځ یې بیا په پښو ودراوه.

 TFG (فېدرال انتقالي دولت) د متحده ایالاتو په ملاتړ له ایتوپیایي لاس وهنې سره د نویو رامنځته شویو اسلامي محکمو له اتحادیې (ICU) څخه د هېواد د ښکېلو سویلي زونونو د ډېرو سیمو کنترول پر غاړه واخیست. وروسته ICU د الشباب په څېر په سخت دریځو ډلو ووېشل شو چې له TFG او AMISOM متحدانو سره یې یو ځای د سیمې د کنترول لپاره جګړه کوله.

یاغیانو د ۲۰۱۲ ز کال په منځنۍ برخه کې ډېری هغه سیمې له لاسه ورکړې چې ولکه کړې یې وې. له دې سره سره یاغیان لاهم د سومالیا د مرکزي او سویلي برخو ډېر کنترول په لاس کې لري او د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې پراخ نفوذ لري او د جلېب ښار د یاغیانو د پلازمېنې په توګه عمل کوي. نوی لنډمهالی اساسي قانون د ۲۰۱۲ ز کال په اګست کې تصویب شو چې د یو فېدارسیون په توګه د سومالیا اصلاحات/ سمونې په کې شاملې وې. د سومالیا فېدرال دولت په هم هغه میاشت کې رامنځته شو او په موګادیشو کې د بیا رغونې دوره پیل شوه. سومالیا په یو غیر رسمي اقتصاد کې پاتې شوه چې تر ډېره په مالدارۍ، له سومالیا څخه کارکوونکو پر تعرفو او ټېلي کمونيکېشن (له لرې لارې اړیکې) تکیه و. یاد هېواد د ملګرو ملتونو، عربي ژبو، افریقایي اتحادیې، د غیرمتحدو غورځنګ او د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی.

تاریخچه

له تاریخ څخه مخکې

سومالیا په احتمالي ډول یو له هغو هېوادونو څخه و چې د خپل موقعیت له امله د لومړنیو انسانانو له خوا د مېشتېدو وړ شو. هغه ښکاریان چې وروسته له افریقا څخه بهر کډوال شول په احتمالي ډول له خپل مهاجرت څخه مخکې دلته مېشت شوي دي. په دې سیمه کې له ډبرمهال راهیسې د ډویېن او هارجیسان کلتورونه دلته سپړېدلي. د افریقا په ښاخ کې د سومالیا له هدیرو څخه د دودونو او کلتورونو د خښولو شواهد تر لاسه شوي چې لرغونتوب یې له میلاد څخه مخکې څلورمې زریزې ته ورګرځي. په شمال کې د جللو په سایټ کې ډبریز تجهیزات هم په ۱۹۰۹ ز کال کې د مهمو مصنوعي توکو په توګه مشخص شوي چې په پلیولیتیک دوره کې د ختیځ او لویدیځ تر منځ د لرغون پېژندنې نړیوال‌توب ښیي.

د ژبپوهانو په وینا:  د افریقايي ژبو لومړنی نفوس په نیلیوتیک دوره کې سیمې ته رسېدلی او ورپسې د دې کورنۍ وړاندیز شوی اورهایمات («اصلي ټاټوبی») د نيل په دره یا نږدې ختيځ کې سیمې ته د ننه شوي.

د سومالیا په شمال لویدیځ کې د هارجیسا په څنډه کې د [1]لاس جیل (Laas Geel) ټولګه نږدې ۵۰۰۰ کاله لرغونتوب لري او د ډبریز هنر لرونکې ده چې وحشي حیوانات او سینګار شوې غواګانې انځوروي. د نقاشۍ نورې نښې د دامبالین سیمې په شمال کې له غارونو څخه تر لاسه شوې چې پر اس سپور د یو ښکارکوونکي لومړنۍ نقاشي ده. د کاڼو/ډبرو د هنر تاریخ له میلاد څخه مخکې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کال ته ورګرځي. پر دې سربېره د سومالیا د کارېنهېګان په شمال کې د لاس‌خوري او اېل‌ایو ښار تر منځ د غار بېلابېلې نقاشۍ له حقیقي حیواناتو څخه نیولې تر افسانوي شته دي. هره نقاشي په‌خپل پای کې یوه لیکنه لري چې په ټوله کې یې لرغونتوب ۲۵۰۰ کاله اټکل کېږي. 


ایداري وېش

د سومالیا هیواد په ټوله کې په ۱۸ ایداري سیمو ویشل شوی دی. سومالیا 

  1. آودال
  2. باکول
  3. بنادیر
  4. سومالیا ,باري
  5. باي، سومالیا
  6. ګالګودوود
  7. جدو
  8. هیرران
  9. جوبادا ذکسه
  10. جوبادا هووز
  11. ماداګ
  12. ناګال
  13. ساناګ
  14. شابیل لاها ذکسه
  15. شابیل لاها هووز
  16. سوول
  17. تاګدهییر
  18. وکوویا ګالبید

تاریخ

اقتصاد

کلتور

جغرافیه

Tags:

سومالیا تاریخچهسومالیا ایداري وېشسومالیا تاریخسومالیا اقتصادسومالیا کلتورسومالیا جغرافیهسومالیاافريقاانګلیسيایټالیابریتانیاد سومالیا شیلینګسومالیایي ژبهعربي ژبهمحمد عبدالله محمدهيوادیوګسلاویا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ژمنی سبزیجات او په ختيځ زون کی یی اقليمي شرايطد ډونالډ ټرمپ ولسمشريجنسي دوه‌بڼوالهکوچنی اقتصادميدان وردگ ولايتلویه وچهلئونید برژنفآرش (سندرغاړی)بشرپالنهکرتهرات ولايتپلوتونټرامارواپوهنهد امريکا انقلابي جګړهچاپیریالی روغتيا ساتنهمصنوعي ځيرکتیاد انځوریزې خبريالي تاریخافغانستانپښتو متلونهسینه بغلامير امان الله خانونهاوکراینپه افغانستان کې د اپينو توليدمحمدپلار څوک دیمدهوبالاسپين غرعبدالحی حبيبيورځپاڼهد افغانستان دموکراتیک جمهوریتطبي بوټيجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)لمانځه ترجمهد وروستني اقليم بدلون نسبت ورکوونهزلمی سالاراجرايي قوهطلحه بن عبيداللهجېک ډورسيد افغانستان پېښليکد ښار پلان جوړونه (ښار جوړونه)خلافتبوديزمد حماس اسلامي غورځنگنغمهډېلي ټيليگرافنړيواله جنايي محکمهخپگانخوشال خان خټکد خلیج جګړهکوڼوالیلاس انجلسد اسلام پنځه بنسټونهبغلان ولايتپروټينافغاناورانوسدري ژبهد خلق ډموکراتيک ګوندد لاسونو لړزېدلقرآن کریممنظور پشتينستر اخلاقد ملتونو لیګدپارکونو ډولونهکیم جونګ اون🡆 More