د چرنوبیل غمیزه

د چرنوبیل غمیزه یوه اتومي پېښه وه چې د ۱۹۸۶ ز کال د اپریل په ۲۶مه نېټه په شوروي اتحاد کې د اوکراین په شمال کې پريپياټ ښار ته نږدې د چرنوبیل د اتومي برېښناکوټ په ۴مه شمېره بټۍ کې رامنځته شوه.

دا د مالي او ځاني زیانونو له پلوه د نړۍ تر ټولو بده غمیزه ده. همدا راز، د اتومي انرژۍ د یوازنیو هغو دوو پېښو له ډلې ده، چې د اتومي پېښې په نړیوال مقیاس کې په ۷ شمېره ډله (تر ټولو لوړ مقیاس) کې ډلبندي شوې دي، دویمه یې په ۲۰۱۱ ز کال کې په جاپان کې د فوکوشیما ډایچي اتومي غمیزه ده. په لومړني بېړني اقدام کې او وروسته د چاپېریال په پاکولو کې څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ پاکوونکي ځواکونه ښکېل شول او ۱۸ میلیارده شوروي روبل یا د ۲۰۱۹ ز کال د ارزښت له مخې ۶۸ میلیارده امریکايي ډالره تخمیني لګښت پرې راغی.

دغه پېښه د یوه RBMK ډوله اتومي بټۍ د بخار پر توربین د خوندیتابه د ازمېښت پر مهال رامنځته شوه. د ازمېښت لپاره په چمتو کولو کې د بټۍ د توان د منظم شوي کمښت په جریان کې خروجي توان په ناڅاپي ډول صفر ته راکښته شو. اپرېټرانو نه‌ شوای کولای چې د ازمېښتي پروګرام د توان مشخصه شوې کچه بېرته عادي حالت ته راولي او په دې توګه بټۍ له بدو شرایطو سره مخامخ شوه. دغه ګواښ په عملیاتي لارښودونو کې نه و تشرېح شوی، له دې امله اپرېټرانو ازمېښت ته دوام ورکړ او د ازمېښت تر خلاصېدو وروسته یې بټۍ خاموشه کړه، خو د اپرېټرانو بې پروایي او د طراحۍ جدي نیمګړتیاوو په ګډه سره بټۍ چاودنې ته چمتو کړې وه. د خاموشېدو پر ځای یې یو ناکنترول شوی ځنځیري اتومي عکس‌العمل پیل کړ او ډېره انرژي یې آزاده کړه.

هسته ویلې شوه، دوو یا څو چاودنو د بټۍ هسته څیرې کړه او د بټۍ وداني یې ونړوله. ورپسې په آزاده هوا کې د بټۍ په هسته کې اور بل شو. په شاوخوا ۹ ورځو کې یې د پام وړ راډیو اکټیو ککړتیا خپره کړه ، چې د شوروي اتحاد ځینو برخو او لوېديځې اروپا ته ورسېده او په پای کې  د ۱۹۸۶ ز کال د مې میاشتې په ۴مه نېټه پای ته ورسېده. د راډیو اکټیو شاوخوا ۷۰ سلنه باران په ۱۶ کیلومترۍ کې پر بېلاروس واورېده. دغې اورلګېدنې نژدې هماغومره ککړتیا خپره کړه، لکه لومړۍ چاودنې چې خپره کړې وه. د پېښې له ځای څخه بهر د محیطي تشعشعاتو د کچې ډېرېدو له امله تر پېښې ۳۶ ساعته وروسته، په ۱۰ کیلومترۍ کې یوه سیمه ممنوعه او قرنطین شوه. له دغې سیمې څخه شاوخوا ۴۹۰۰۰ کسان، چې ډېری یې د پريپياټ وو، واېستل شول. له پراخې سیمې څخه د ۶۸۰۰۰ نورو کسانو په را ایستلو سره ممنوعه سیمه ۳۰ کیلومترو ته ډېره شوه او وروسته د چرنوبیل پر ممنوعه سیمه بدله شوه، چې مساحت یې شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره مربع (۱۰۰۰ مایل مربع) ته رسېږي.

د بټۍ چاودنې دوه انجنیران ووژل او دوه نور یې سخت وسوځول. د اور د مړ کولو، د بټۍ د بېرته سمولو او د خارجې شوې اتومي هستې د پاکولو لپاره پراخ عملیات پیل شول. په بېړني اقدام کې د دغه برېښناکوټ ۱۳۴ کارکوونکي او اور وژونکي د ډېرې اندازې ایونایز کوونکې تشعشع د جذب له امله د حادې تشعشع له سېنډروم سره په روغتون کې بستري شول. د دغو ۱۳۴ کسانو په ډله کې ۲۸ کسان په را وروسته ورځو او میاشتو کې مړه شول او په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د تشعشعاتو له امله په نري رنځ(سرطان) د مړینې ۱۴ مشکوکې پېښې وشوې.

پر عمومي روغتیا د چرنوبیل د پېښې اغېزې مشخصې نه دي. تر ۲۰۱۱ کال پورې د ماشومتوب په دوره کې د ټيروئيډ سرطان له امله د ۱۵ کسانو مړینه ثبت شوې ده. د ملګرو ملتونو یوې کمېټې ومونده چې ، تر دې مهاله د دغې پېښې له امله څه کم ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د بې‌درشله خطي ماډل (LNT Model) پر بنسټ ویل کېږي چې له دغې پېښې سره د تړلو مړینو ټولیز شمېر مشخص نه دی. په راتلونکو لسیزو کې د مړینو د ټولیز شمېر په اړه د دغه ماډل وړاندوینې متفاوتې دي. تر ټولو معتبرې څېړنې د شوروي اتحاد په یوازې درېیو هېوادونو کې تر ارزونو وروسته، د ۴۰۰۰ کسانو د مرګ‌ژوبلې او په ټوله اروپا کې ترارزونو وروسته له ۹۰۰۰ تر ۱۶۰۰۰ شاوخوا کسانو د مرګ‌ژوبلې وړاندوینه کوي.

شوروي اتحاد د ۱۹۸۶ کال تر ډسمبر پورې د چرنوبیل د اتومي برېښناکوټ حفاظتي ډبرین تابوت جوړ کړ. دغه تابوت له پاتې‌شونو څخه د راډیو اکټیو ککړتیا خپراوی کم کړ او په هوا کې یې د خپرېدو مخه ونیوله. په هغه ځای کې یې د روغو پاتې شوو بټیو د خدمې لپاره د راډیو اکټیو خوندیتوب هم برابر کړ او دا کار یې د ۱۹۸۶ ز کال په وروستیو کې او په ۱۹۸۷ ز کال کې بیاځلي هم وکړ. د تابوت د پرله پسې خرابۍ له امله، دغه ځای په ۲۰۱۷ ز کال کې د چرنوبیل د نوي امن دیوال په احاطه کې وساتل شو. که څه هم د راډیو اکټیو ګواښ ورسره مل دی، خو دغه لویه محفظه د بټۍ د پاتې‌شونو او تابوت دواړو د لرې کولو امکان برابروي. ټاکل شوې ده چې اتومي پاک‌کاري په ۲۰۶۵ ز کال کې بشپړه شي.

مخینه(شالید)

تر خاموشېدو وروسته د بټۍ سړېدل

د برېښنا د تولید په عملیاتو کې په یوه اتومي بټۍ کې ډېری تولید شوې تودوخه له اتومي درز څخه د سوځېدونکو میلو په مرسته حاصلېږي، خو د پام وړ برخه (۶ سلنه) یې د پنډ درز له راډیو اکټیو ویجاړۍ څخه ترلاسه کېږي؛ دغه پروسه د ویجاړۍ د تودوخې په نامه یادېږي. د ویجاړۍ دغه تودوخه د درز د ځنځیري عکس‌العمل تر درېدو وروسته تر څه وخت پورې دوام کوي، لکه د بټۍ تر خاموشېدو وروسته، که هغه په بېړني ډول وي یا همداسې پلان شوې وي. د هستې د ډېرې ګرمېدا یا په بد حالت کې د هستې د ویلې کېدو د مخنیوي لپاره د سړوونکې مایع د پمپونو پر له پسې ګرځېدل ضروري دي. RBMK بټۍ اوبه د سړوونکې مایع په توګه کاروي چې د الکتریکي پمپونو په مرسته تاوېږي. د سړوونکې مایع د جریان چټکتیا د پام وړ ډېره ده. ۴مې شمېرې بټۍ د سوځېدو ۱۶۶۱ جلا کانالونه لرل، چې هره یوه یې په ساعت کې ۲۸ زره لېتره سړوونکي جریان ته اړتیا لرله، چې په ټولیز ډول د ټولې بټۍ لپاره په ساعت کې ۴۵ میلیونه لېتره کېږي.

که په سټېشن کې ټول برېښنا پرې شوې وای، د چرنوبیل هرې بټۍ درې درې ملاتړي ډيزلي جنراتورونه لرل، خو تر پوره چمتو کېدو او د اصلي پمپ د چالانولو لپاره د ۵.۵ مېګاواټه اړینې خروجۍ تر برابرولو پورې یې له ۶۰ تر ۷۵ ثانیو پورې وخت ونیو. د هر پمپ پر سر د تعادل ځانګړي وزنونه پمپونه د دې وړ ګرځوي، چې د سکون له لارې سړوونکې مایع واخلي او په پای کې د جنراټور تر چالانېدو پورې رامنځته شوې تشه ډکه کړي. له دې سره سره، که د سټېشن له خامشېدو سره هم‌ مهاله یوه ۶۰۰ ملي‌متري (۲۴ انچه) سړوونکې لوله څيرې شي، د خوندیتابه لوړ خطر شته دی. په دې سناریو کې باید د هستې بېړنی سړوونکی سیستم (ECCS) د هستې داخل ته اضافي اوبه پمپ کړي، تر څو د تبخیر له امله د ضایع شوې سړوونکې مایع ځای ونیسي. دا نظریه مطرح شوې وه چې د بټۍ د بخار د توربین تاوېدونکی حرکت د اوبو د پمپونو له لارې د ECCS د چالانولو لپاره د اړین برق د تولید لپاره کارېدای شي. له توربین څخه د انرژۍ په اخیستو سره د توربین سرعت کمېږي، خو ارزونو وښوده چې، ښايي دومره انرژي موجوده وي چې د ۴۵ ثانیو لپاره د سړوونکو پمپونو د چالان ساتلو لپاره برېښنا تولید کړي. دغه چاره د بهرنۍ برېښنا د بشپړې پرې کېدو او د بېړنیو جنراتورونو د چالانېدو تر منځ پرته تشه په بشپړ ډول نه ډکوي، خو حالت کرارولای شي.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ژبهجوارپادريچاپیریالی روغتيا ساتنهفقہ حنفی اور جمہوریتد افغانستان سيندونهد ثور انقلابد افغانستان د اورگاډي تاريخپښتو پښتو تشريحي قاموسويکيمېډيا بنسټدپښتو اصل او ريښهشاهزاده محمد اکبر خانسویډني ژبهاريايانلومړی مخسعودي عربستانارگو ولسوالۍبرلينتاجکياند افغانستان پېښليکغزنيويزهداسلام كلمېلوګزامبورګمريم نوازلونګلغمان ولايتشهزادګۍ مریم ظاهرحمدکجکي برېښناکوټلنډۍلواطتد پارکېنسون ناروغيد افغانستان لنډ تاريخد استوا کرښهسید مرچ آغامصنوعي ځيرکتیاډیورنډ کرښه رسمي نه دهAmherst پوهنتونايرانوگړشمېرنهحجليپتوسپېروزسAstatineمحمدقيس عبدالرشيدشهرستان ولسوالۍببرک خان ځدراڼخرقه شريفهپکتيکا ولايتتی (سینه)د بشري حقونو نړېواله اعلاميهد ناټو پراخونهسليكان ډای اکسايډچرسالبانیااصحاب کهفد افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)لاچید روسيې جنګي جرمونه🡆 More