د نطفې یا جنین سقط

په طبي ډول، د جنین سقط یوه تر ټولو خوندي لار ده کوم چې په سمه توګه ترسره شي، خو ناخوندي سقط بیا د میندو د مړینې یو تر ټولو مهم لامل دی، په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هېوادونو کې، که چېرې د جنین سقط قانوني او مصئون وي، نو بیا د میندو د مړینې کچه راکمېږي.

د جنین سقط کول د امېندوارۍ ختمول او یا هم د جنین یا نطفې ویستل دي. د نطفې سقط که له باندنۍ لاسوهنې پرته ترسره شي، هغه ته "خپل سری سقط" وایي، کوم چې له ټولو حاملګیو څخه له ۳۰٪ څخه تر ۴۰٪ پورې واقع کېږي. کله چې په قصدي ډول د هغو د لرې کولو لپاره ګام اخیستل کېږي، نو بیا ورته عمدي سقط ویل کېږي چې په ندرت سره ورته د عمدي سقط کلمه کارول کېږي. د "جنین د سقط" اصطلاح تر ډېره عمدي سقط ته کارول کېږي.

دا چاره د ماشوم له زېږولو خوندي ده، په ځانګړې توګه د امریکا په متحده ایالاتو کې کوم چې د میندو لپاره په کې د مړینې ۱۴ چنده لوړ ګواښ شتون لري.

په مدرن میتودونو کې د جنین د سقط پر مهال له دوا او جراحي عملیاتو کار اخیستل کېږي. د میفریستون دوا ترکیب له پروستوګلندین سره د امېندوارۍ په لومړي او دویم پړاو کې له جراحي عملیاتو خوندي لار ده. د جراحي د عمل تر ټولو ډېره کارېدونکې طریقه د رحم د خولې پراخول او له ساکشن یا کشوونکې وسیلې ګټه اخیستل دي، چې بیا کېدلای شي له امېندوارۍ څخه د مخنیوي په موخه، له ګولیو او یا هم د رحم په داخل کې له وسیلو کار واخیستل شي. که چېرې د سقط کولوعمل په قانوني او خوندي ډول د مېرمنو په رضایت ترسره شي، نو د اوږد مهاله روحي او فزیکي ستونزو مخه هم نیسي، خو که چیرې دغه عمل، په غیر خوندي توګه( د غیرماهرو کسانو له خوا، په غیر صحي چاپېریال کې د خطرناکو وسایلو په واسطه) ترسره شي، هر کال د ۴۷۰۰۰ میندو د مړینې او په روغتونونو کې د ۵ میلیونه میندو د بستري کېدو لامل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي: "قانوني،خوندي، جامع سقط او له سقط څخه وروسته مراقبت ته لاسرسی، په لوړه کچه غوره روغتیايي حالت ته د رسېدو په برخه کې ډېر اړین دي".

په نړۍ کې هر کال د جنین د سقط ۵۶ میلیونه عملیات ترسره کېږي، کوم چې نږدې ۴۵٪ یې په ناخوندي بڼه ترسره کېږي. د سقط کولو کچه د ۲۰۰۳ ز کال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې لږ تغییر موندلی، کوم چې مخکې د نږدې دوو لسیزو لپاره د زیږون کنترول او فامیلي پلان جوړونې ته د لاسرسي له امله یې کمښت موندلی وو. په ۲۰۱۸ زکال کې، د نړئ ۳۷ سلنه مېرمنو قانوني سقط کولو ته له محدودیت پرته لاسرسی درلود ان که د سقط لپاره به یې کوم لامل هم نه درلود. هغه هېوادونه چې په کې سقط کولو ته اجازه شتون لري. د امېندوارۍ په دوران کې د سقط کولو د وخت لپاره بېلابېل محدودیتونه لري. په هغو هېوادونو کې چې سقط کول ممنوع دي، له هغو هېوادونو سره په پرتله چې په کې سقط کولو ته اجازه ورکړل شوې، د سقط کچه په یو ډول ده.

له تاریخي اړخه، د جنین د سقط کولو هڅې له یوناني دواګانو، تیزوغوڅوونکو وسایلو، کلک ماساژ ورکولو او نورو سنتي لارو څخه په ګټنې شوې دي. د نړۍ په کچه د سقط کولو قوانین او د هغو اړوند کلتوري او دیني لیدلوري توپیر لري. په ځینو ځایونو کې سقط کول د یو څو شمېر ځانګړو مواردو په حالت کې لکه د جنسي تېري، په جنین کې د ستونزو له امله، فقر، د مېرمنو روغتیا ته د خطر له امله او له محارمو سره د مقاربت له وجې د امېندوارۍ په حالت  کې قانوني دي. د جنین د سقط اړوند مسائلو په اړه قانوني او اخلاقي بحث دوام لري. هغه چې د سقط مخالف دي، تل دا دلیل وړاندې کوي چې جنین د ژوند کولو حق لري، کېدای شي دوی دا له وژنې سره هم مقایسه کړي. هغوی چې بیا له قانوني سقط ملاتړ کوي، دا دلیل وړاندې کوي چې دا د مېرمنو حق دی، څو د خپل بدن اړوند پرېکړه وکړای شي. ځینې هم قانوني سقط ته لاسرسی د عامې روغتیا لپاره غوره بولي.

خوندیتوب

د جنین د سقط ګواښ دې ته اړوندېږي چې ایا دغه عمل په خوندي ډول ترسره شوی او یا هم نه. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) غیرخوندي سقط هغه سقط بولي کوم چې د غیر متخصصو کسانو له خوا، په خطرناکو وسایلو او غیر صحي ځایونو کې ترسره کېږي. د جنین قانوني سقط چې په پرمختللو هېوادونو کې ترسره کېږي د سقط خوندي لار ګڼل کېږي. په ۲۰۱۲ زکال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې سقط کول ۱۴ ځله د ماشوم له زېږولو خوندي ګڼل شوي. د CDC د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ زکې په امریکا کې د ماشومانو په هر ۱۰۰.۰۰۰ ژوندي زېږون کې ۱۷.۲ یې د میندو د مړینې پېښې دي، په داسې حال کې چې د سقط په ۱۰۰.۰۰۰ عملیاتو کې ۰.۷ یې د مړینې کچه ښودل شوې. په بریتانیا کې د رویال کالج د مېرمنو او د زیږون اړوند برخې لارښود کې راغلي"مېرمنو ته باید دا مشوره ورکړل شي چې د جنین سقط په عمومي ډول د امېندوارۍ له دوام خوندي دی. “،چې په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې د جنین سقط له حامله داري خوندي دی.

رواني روغتیا

موجود شواهد ښیي چې د ډېری عمدي سقط کولو او رواني ناروغیو ترمنځ هېڅ اړیکې نشته، له دې پرته چې د ناغوښتې امېندوارۍ له امله رامنځته شي. د امریکايي ارواه پوهانو د اتحادیې د یوه راپور له مخې د امېندوارۍ په لومړیو درېو میاشتو کې د یوې مېرمنې لومړنی سقط، د هغې رواني روغتیا ته هېڅ ګواښ نه دی، په داسې حال کې چې د هغو مېرمنو په پرتله چې ناغوښتې امېندوارۍ پای ته رسوي، له ګواښ سره مخ نه دي؛ خو د هغو مېرمنو لپاره چې د دویم یا له هغو څخه د زیات سقط عمل ترسره کوي. د رواني روغتیا ستونزې لږ امکان لري. یو شمېر پخوانۍ څېړنې دې پایلې ته رسېدلي دي چې د جنین سقط د رواني ستونزو له زیاتوالي سره اړوند دی؛ په داسې حال کې چې دوی د کنترول له مناسب ګروپ څخه ګټه نه ده اخیستې.

له دې سره یو شمېر څېړنې ښيي، په هغو مېرمنو کې چې د امېندوارۍ له لومړیو درېو میاشتو وروسته په جنین کې د ستونزو له امله سقط غوره کوي، د هغو په رواني روغتیا منفي اغېزې پرېږدي، خو د دې موضوع د اثبات لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده. د جنین د سقط یو شمېر منفي رواني اغېزې د سقط کولو د مخالفو ډلو له خوا"د جنین د سقط نه وروسته سندروم" په نوم یادېږي، کوم چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د هیڅ یو روغتیايي او یا هم رواني متخصص له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د امریکايي مېرمنو ترمنځ یو اوږد مهاله څېړنه ښيي چې ۹۹ سلنه هغو مېرمنو له سقط کولو ۵ کاله وروسته دا احساس کړی چې دوی سمه پرېکړه کړې. آرامښت ته رسېدل د ډېرو مېرمنو لومړنی احساس وو، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مېرمنو د خواشینۍ او ګناه احساس کاوه. ټولنیزه بدنامي د منفي احساس لرلو او کلونه وروسته د پښېمانۍ اصلي لامل وو.

ناخوندي سقط

هغه مېرمنې چې د سقط کولو په هڅه کې وي، کېدای شي له ناخوندي لارو ګټه واخلي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې له قانوني پلوه منع وي. دوی کېدای شي هڅه وکړي چې په خپله سقط وکړي او یا هم له یو داسې چا مرسته واخلي چې هغه نه مناسبې طبي لارښوونې لیدلې وي او نه یې هم امکانات ولري. کېدای شي دا د نا بشپړ سقط، د وینې د میکروبي کېدو، خونریزي او یا هم د داخلي غړو د زیانمن کېدو لامل شي.

په نامناسبه توګه د جنین سقط د ټولې نړۍ په کچه د میندو د مړینې او صدمې رسېدو اصلي لامل دی. له دې سره چې ډېری شمېرې کره نه دي، خو اټکل کېږي چې هر کال نږدې ۲۰ میلیونه ناخوندي سقطونه په ټوله نړۍ کې ترسره کېږي، چې ۹۷٪ یې مخ پر ودې هېوادونو کې دي. باور پر دې دی چې ناخوندي سقط میلیونونو کسانو ته زیان اړوي. د مرګ ژوبلې سنجش د هغو د لارو چارو له مخې متغیر دی، چې په وروستۍ لسیزه کې یې له ۳۷۰۰۰ څخه ۷۰۰۰۰ ته بدلون موندلی؛ د میندو د مړینې له ټولې کچې نږدې ۱۳٪ یې د ناخوندي سقط له امله دي. د روغتیا نړیوال سازمان باور لري چې له ۱۹۹۰ مې لسیزې وروسته د میندو د مړینې کچه راټیټه شوې. د دې لپاره چې د ناخوندي سقط شمېر راکم شي، د عامې روغتیا سازمانونه په عمومي توګه د سقط په قانوني کولو، د طبي پرسونل پر روزلو او د امېندوارۍ اړوند روغتیایي خدمتونو ته په لاسرسي ټینګار کوي.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

د نطفې یا جنین سقط خوندیتوبد نطفې یا جنین سقط سرچينې او ياداښتونهد نطفې یا جنین سقط

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

انارشيزمخرقه شريفهپښتو متلونهد ټولنیزو شبکو خدمتونهلغمان ولايتاروپااستاد محمد یاسرمولانا محمد الياس کاندهلويندا محمد ندیمشپږ کتابونهعبدالخالق صادقکتابتون ډاټ کامخوستسوېلي اسياسویلي کوریابست کلاويکيمېډيا بنسټسردار محمد داود خاند بکارت پردهاريايانلوی افغانستانميرزالي خانصلاح الدين ايوبيریګانړیوال بانکجان الکساندر مک ډونالډماشومانو حقونهمعلوماتي ټیکنالوژيتونسلمانځه ترجمهډارک انرژيارزښت (اخلاق)فوټبالد پاکستان تاریخچهگل پاچا الفتليبناناېف – ۱۶اتنمتلونهمنال خانملګري ملتونهد واده بلنليکنعمت الله رحیميامير امان الله خانپاکستانی ملتپېښليکالوتکهخبري ارزښتغنمبارکزيد افغانستان پېښليککيوبا23 جولایچينايي دوديزه درملگريابراهيم رييسيجاپاند افغانستان د خپلواکۍ ورځمراکشدويمه نړېواله جګړهسنګاپورماشوم پالنهسولهفضل حق خالقيارکجکي برېښناکوټدوښمنکرواسياانګلیسيښوونځی🡆 More