د مدغاسکر پاڅون

د مدغاسکر پاڅون ( په فرانسوي ژبه کې Insurrection malgache او په مدغاسکري ژبه Tolom-bahoaka tamin' ny  ) په ۱۹۴۷ ز کال کې د فرانسې د سترواکې د سلطې په وړاندې د مدغاسکر یو ملي پاڅون و چې د ۱۹۴۷ زکال د مارچ له مېاشتې یې د   ۱۹۴۹ز کال تر فبرورۍ مياشتې پورې دوام وکړ.

د ۱۹۴۵ ز کال په وروستېو کې د فرانسې ملي مجلس استاذو لکه جوزف راستا Joseph Raseta ، جوزف راوهانګی Joseph Ravoahangyاو جاکواس رابمنانجارا Jacques Rabemananjara چې د Mouvement démocratique de la rénovation malgache (MDRM) د سیاسي حزب غړي و هڅه پېل کړه چې د مدغاسکر لپاره  د قانوني چنلونو له لارې خپلواکي لاسه ته رواړي. د دې نوښت ناکامي اود رامادییر Ramadier( په هغه وخت کې استعماري چار واکی)  د سوسیالیستې ادارې له خوا سخت ځواب د دې لامل شو چې د ګڼو ملتپالو پټو مبارزو ټولنو په ګډون د مدغاسکر وګړنیز عناصر سره منسجم شي.  

د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ د میاشتې د ۲۹ نېتې په ماښام کې، د مدغاسکري ملت پالو له خوا چې ډیری یې په نېزو سمبال وه د دې جزیرې په ختیځې د موراماناګا Moramanga او ماناکارا Manakara سیمو کې په متمرکزه بېزونو او د فرانسې تر واک لاندې مستعمرو باندې حیرانووکي او همغږي شوي یرغلونه تر سره کړل. دې ملي قضیې په راتلونکې میاشت کې  په چټکۍ سره په سویل ،  مرکزي لوړو کې او پلازمېنه انتناناریوAntananarivo کې پراختیا وموندله او د مدغاسکري ملتپالو شمیره څه د پاسه یو میلیون کسانو ته ورسېده.

د ۱۹۴۷ ز کال د مې ترمیاشتې فرانسې له ملتپالو سره مخامخ کیدل پېل کړل او دې جزیرې ته یې په افریقا کې د خپلو مستعمرو څخه د ځواکونو درالیدولو له لارې د خپلو ځواکونو شمیره درې چنده لوړ او ۱۸۰۰۰ تنو ته یې ورساوه. استعماري چارواکي په دې لټه کې شول چې فزیکې اورواني جبهو کې جګړه وکړي اود ویرې خپرولو د ډول ډول تکتیکونو په لاره اچولو یې د وګړو د بې روحیې کولولپاره هڅه وکړه. د فرانسې نظامي قوې ډله ایز اعدامونه، شکنجې، جنسي تیري، دټولو کلیو سوځول، ډله ایزې سزا اونورې بېرحمۍ اوقساوتونه لکه له الوتکې څخه د ژوندیو مدغاسکرې زندانیانو راغورځول ( د مرګ پروازونه) تر سره کړل.     

د مدغاسکرد ملتپالو مرګ ژوبلو شمیره له ۱۱۰۰۰ ( ټیټه شمېره) اولوړه شمېره( څه د پاسه ۱۰۰۰۰۰تنه) تر منځ په توپیرسره اټکل کیږي.   ملتپالو په اټکل ډوله سره ۵۵۰ فرانسویان او دهغوی ۱۹۰۰ ملاتړي ووژل.  دا ملاتړي د فرانسې طرفداره د PADESM مدغاسکري سیاسی ګوند پورې اړوند وه چې دا ګوند د استعماري چارواکو له خوا د MDRM ( په مدغاسکر کې دیوه سیاسی ګونده نوم دی) سره دمقابلې لپاره جوړشوی و.د ۱۹۴۸ ز کال د اګست ترمیاشتې د ملتپالوډیری مشران ووژل شول او یا ونیول شول او پاڅون په اغیزمنه توګه د ۱۹۴۸ زکال تر دسمبر مېاشتې پورې کمزوری شو خو وروستی وسله وال مقاومت د ۱۹۴۹ ز کال د فبرورۍ په میاشت کې وځپل شو.  

د ملتپال پاڅون دې جابرانه ځپلو په مدغاسکري ټولنه باندې ژورټپونه پرېښول. د مدیریتي ډلې یو نسل له منځه لاړاودې حالت مدغاسکر ته چې په ۱۹۶۰ کې یې خپلواکي تر لاسه کړه ګڼ شمېر ستونځې رامنځ ته کړې. د مدغاسکر درې لومړي مرستیالان ونیول شول، شکنجه شول او تر هغه وخت پورې کې په جېل کې وساتل شول چې په ۱۹۵۸ کې وبښل شول. مونجا جااونا Monja Jaona ‍یو بل مشر چې له جګړې ژوندی راووت خو د نهو کلونو لپاره په جیل کې وساتل شو. هغه وروسته د مادغاسکر د مادغاسکري لپاره په نامه د مونیما (MONIMA) ګوند جوړ کړ چې د مدغاسکر په سیاست کې یې ډیر نفوذ درلود. فرانسې په پاڅون پورې ډیری اړونده اسنادونه ډلبندي کړل او دفرانسې حکومت په موضوع باندې تر هغه وخت پورې  چوپتیا غوره کړه چې ژاک شیراک Jacques Chirac مدغاسکر ته ۲۰۰۵ ز کال کې خپل د خپل رسمي سفر په مهال دی حالت ته " د نه قبول وړ " اصطلاح و کاروله. څو تنو مدغاسکري دایرکترانو د پاڅون د مهال فلمونه جوړکړل. په ۱۹۶۷ ز کال کې د مدغاسکر حکومت د مارچ ۲۹ یو کالنۍ رخصتي اعلان کړه او په ۲۰۱۲ ز کال کې پاڅون ته یو وقف شوی موزیم په موراماناګا Moramanga کې پرانستل شو.

مخینه

نولسمې پېړۍ ته نژدې مدغاسکر په پراخه توګه د ایمرنیا Imerina د شاهي دولت تر کنترول لاندې و او شاهې ماڼۍ یې په پلازمېنه انتاناناریوAntananarivo کې پرتې وي. که څه هم داشاهي دولت دشپاړلسمې پېړۍ له لومړیورا هیسې وجود درلوده خو خپل کنترول ته یې د ۱۸۲۰ په لسیزو کې د پاچا لومړي راداما Radama په پاچاهۍ کې چې دبرتانیې حکومت دهغه واک د مدغاسکر په ټوله جزیره باندې په رسمیت وپېژانده له خپلو پخوانیو سرحدونو هم ها خوا  پراختیا ورکړه. په دې جزیره باندی دواک د چلولو لپاره له څو ناکامو هڅو وروسته، فرانسې په ۱۸۹۴ ز کال په سپتمبر کې د شاهي مانۍ د نیولو لپاره نظامي قوه وکاروله، لومړي وزیر راینلای اریوني Rainilaiarivony یې تبعید کړ اودا جزیره یې د ۱۸۹۵ ز کال په فبرورۍ کې په رسمي توګه خپله مستعمره کړه. ملکې درېمې راناوالونا Ranavalona ته اجازه ورکړل شوه چې د یوې لاسپوڅې په توګه د مېنالامبا Menalamba د پاڅون په نامه دیوه مشهور پاڅون تر رابرسیره کیدو چې همدا یې مسؤله ګڼل کیده پاتې شي. دا پاڅون په تندۍ سره وځپل شواو دا ملکه په ۱۸۹۷ ز کال کې تبعید کړل شوه.

د مېنالامبا Menalamba پاڅون د فرانسې د واکمنۍ په وړاندې د روان مخالفت هغه یوازینی لومړنی ظهوروه چې کله نا کله به یې په مدغاسکر کې د استعماري او مدغاسکر د چارواکو ترمنځ شدید تقابل راپاراوه. د ۱۹۱۰ په لسیزو کې پټو ملتپالو ټولنو په جوړیدو پېل وکړ. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې لپاره د مدغاسکر عسکرو اجباري کارونه د بهرني واک په وړاندې غصه غښتلې کړه او د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ دې ملتپالو سازمانونوره هم پراختیا وموندله. د جرمني په لاس د فرانسې د پوځ ماتې او ۱۹۴۰ ز کال کې د فرانسې اشغال، په مدغاسکر باندې د ویچې Vichy د رژیم تحمیل (Vichy د فرانسې مرکزته جنوب ښار دی چې د دویمې نړیوالې جګړې په مهال د فرانسې حکومت پکې مېشت وه، د فرانسې ډیری خلکو دا حکومت په دې نه خوښاوه چې د جرمنې قوانین به یې پلې کول) او په پای کې د برتانیا له خوا۱۹۴۲ په  ز کال کې د جزیرې نیول د استعماري حکومت څیره نوره هم تیاره کړه. د خلکو غصه په ځانګړې توګه هغه وخت نوره هم د استعمارپه وړاندې غښتلې شوه چې استعمار ځينې پالیسۍ لکه د مالیو په ځای د جبري عسکر نیونې، په دویمه نړیواله جګړه کې د ګډون لپاره غیرداوطلبانه عسکر نیونه او په کلني ډول دیوه تن لپاره د وریجو د ډیر مقدار برخه اخیستنې ته اړتیا په لاره واچولې.    

د لاډیر حاکمیت د حق لپاره د مدغاسکر هیلې د جنرال چارلس دی ګولي Charles de Gaulle ( یوفرانسوی جنرال)   له څرکندونو سره چې د برازاویل  Brazzaville Conference په کنفرانس کې چې په ۱۹۴۴ ز کال کې تر سره شو هغه وخت لاوپاریدلې چې هغه وویل چې له دې وروسته ټولې مستعمرې د فرانسې بهرنۍ ځمکې دي او د فرانسې په ملي مجلس کې د استا‌ذولۍ مستحقې دي. هغه بهرنیو مستعمرواوسیدونکو ته د تابعیت ورکولو وعده هم ورکړه. د دې سمونونو له قسمې پلې کیدو سره سره، د فرانسې تر ملکیت لاندې مستعمروکې جبري کارونو او په مدغاسکر کې له حقونو ناوړه ګټه اخیستنې بې له دې چې کمې شي هماغسې دوام وموند. د پاناما Panama (Patriotes nationalistes malgaches) په نامه یوه پټه ملتپاله ټولنه په ۱۹۴۱ ز کې جوړه شوه. په دې پسې په ۱۹۴۳ ز کال کې د جینی Jiny ( یوسور مرغه دی چې په کلیوالوسیمو کې وي) په نامه یوبل سازمان جوړ شو. په دې دوره کې دواړو سازمانونو د خپلو غړیو د ډېرېدو شاهدان وه  او په دې لټه کې شول که اړینه وي خپلواکي به دزور له لارې اخلي .

ددوهمې نړیوالې جګړې تر پایه وروسته، د مدغاسکر ځینو مهمو ملتپالومشرانو هڅه وکړه چې د مدغاسکر لپاره خپلواکي د قانوني وسایلو له لارې واخلي. په پېل کې، له جګړې وروسته د قانون جوړونکو مجلس د ۱۹۴۵ ز کال په نومبر کې په پاریس کې غونډه  وکړه ترڅو د فرانسې د څلورم جمهویرت لپاره د اساسي قانون مسوده جوړه کړي، په دې وخت کې د مدغاسکر استاذولي د دوه تنو ډاکترانو جوزف راسیتا  Joseph Raseta او جوزف راووهانګې Joseph په غاړه وه. هغوی له ژاک رابیمانانجارا  Jacques Rabemananjara  چې په راتلونکي کې یو لیکوال شوMouvement démocratique de la rénovation malgache (MDRM) په نامه یو سیاسي ګوند جوړ کړ چې له فرانسې څخه د ملي خپلواکې لاسته راوړل یې موخه وه.

درې واړه مشران د هووا Hova  له اولادې څخه وه چې نوموړي د پخوانۍ مرینا Merina په شاهي محکمه کې ستر سیاسی شخص وه. دا خوزښت یو سوله خوښي خوزښت وه، او کله چې د مدغاسکر لپاره د خپلواکۍ په لټه کې وه د فرانسې له دې لید لوري یې ملاتړ کاوه چې مدغاسکر باید په فرانسوي ژبه د نړیوالې اقتصادي او کلتورې ټولنې غړی وي. دهغوی موخو هومره ملاتړ تر لاسه کړ چې جغرافیایي، توکمیز او طبقاتي برخې یې پرې کړې او د ۱۹۴۶ ز کال په نومبرکې نوموړي درې تنه د فرانسې د ملي مجلس لپاره د مرستیالانو او د مدغاسکر د استاذو په توګه وټاکل شول. مدغاسکري مرستیالانو له فرانسوي سلطي څخه مدغاسکر ته د خپلواکۍ ورکولو عریضه وړاندې کړه چې د مجلس فرانسوي مرستیالانوله خوا رد شوه.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د سوفیا نړۍلاهورتعصبطبي څېړنهپښتانهپاکستان تحريک انصافنړيوال غزېدلی جالد روسیې او اوکراین جګړهملګري ملتونه - ښځېلټکیپېليپينمريم نوازبوسنیایي ژبهغسلحیاتي کیمیابېلجیمژوندظاهر بایبارسسره زرگل پاچا الفتد سویس تاریخد افغانستان وزارتونهکلسيمژويد جاذبې قوهخان آباد ولسوالۍوينهتروجان جګړهلمريز غونډالغني خانبیجنګمنظور پشتيند اکسيديشن نمبرشمېرپوهنهحيات الله گهيځکابلواليبالدځمکې لاندې اوبو ککړتياهزاره گان14 مارچد استوا کرښهزلمی هېوادملدپښتو اصل او ريښهپښتو ادبوگړشمېرنهاډولف هټلرپرمخ (جنسي عمل)څېړنهافغاناستمناء۴۰۰ (عدد)ابان بن عثمانسردار عبدالقدوس خانشراب د اسلام له نظرهاسماني کتابونه او صحيفېروغتياد ډيورنډ کرښهمنرالملالۍ د لوړو زده کړو موسسهد سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخلهملا محمد عمر۱۹ مرغومیځنګلد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتطیب اغا🡆 More