د متحده عربي اماراتو کلتور

د متحده عربي اماراتو کلتور د ختیځ عربستان د کلتور برخه ده.

تاریخي نفوس یې یوه کوچنۍ قبیلوي ټولنه وه چې د شلمې پیړۍ په منځ کې یې د بهرنیو اتباعو په ورتګ سره بدلون وکړ. اماراتي کلتور د عربي، اسلامي او ایراني يا پاړسي کلتورونو ترکیب دی، چې د ختیځې افریقا او هندي شبه قارې کلتورونو پرې اغیزې کړی دي. پر سیمه ییزې معمارۍ، موسیقۍ، جامو، خوړو، او د ژوندانه ډول یا طرز باندې اسلام په خورا څرګند ډول اغیزې ښندلي دي.

په متحده عربي اماراتو کې، د العین ښار چې په ابوظبۍ اماراتو کې موقعیت لري، د یونیسکو د نړیوال میراث په فهرست کې ځای شوی. د شارجه امارات په ۱۹۹۸ کې د یونیسکو له خوا «د عربي نړۍ کلتوري پلازمینه» په توګه او د OIC یا اسلامي همکارۍ سازمان له خوا «د ۲۰۱۴ کال د اسلامي کلتور پلازمینه» په توګه نومول شوی دی.

تاریخ

په متحده اماراتو کې کشف شوي اثار د انسانانو د استوګنې، مهاجرت او سوداګرۍ تاریخ د ۱۲۵۰۰۰ کلونو په شاوخوا کې په ګوته کوي. دا سیمه پخوا د مګان د خلکو د اوسېدو ځای و چې د سومریانو په نوم هم پیژندل کېده، چې هم یې له ساحلي ښارونو او هم د برونزو کان کیندونکو او د داخلي برخو ویلنځایونو سره یې سوداګري کوله. د سند په درې کې د هراپه له کلتور سره د سوداګرۍ بډایه تاریخ هم د ګاڼو او نورو شیانو په موندلو سره ثابت شوی دی او له باختر او پخواني شام سره هم د سوداګرۍ پراخ لومړني شواهد شتون لري.

په تاریخي لحاظ، هغه خلک چې نن ورځ د اماراتیانو په نامه یادېږي په منځنيو پیړیو کې د Trucial Coasters یا Trucials په نامه یادېدل. په لرغونې زمانې کې اماراتیان د Maganite په نوم یادېدل. د قوي قبیلوي وفادارۍ له امله، ډیری اماراتیان د قبیلوي تړاوونو له مخې ځانونه پیژني، په ځانګړې توګه که دوی د یوې اغیزمنې قبیلې له ډلې وي.

عربي کلتور

عربي ژبه د متحده عربي اماراتو رسمي ژبه ده، خو انګلیسي ژبه د هیواد د متنوع طبیعت او ددې هېواد د نړیوال اقتصاد له امله په پراخه کچه ویل کیږي. فارسي، هندي، اردو، بنګالي او مانډارین هم په پراخه کچه د ایران، هند، پاکستان، بنګله دیش او چین نه د ورغلیو بهرنیانو له خوا ویل کېږي.

د اماراتو اصلي اوسېدونکي په خلیج عربي ژبې خبرې کوي.

د نومولو تړونونه

له نوم وروسته د «ابن» یا «بنت» کلیمې راځي، چې په ترتیب سره د «زوی» یا «لور» معنا ورکوي، او د پلار له نوم وروسته د کورنۍ نوم ذکر کېږي.

له واده وروسته ښځې د کورنۍ نومونه ساتي او ماشومان د پلار نوم اخلي.

معمارۍ

د متحده عربي اماراتو معمارۍ له اسلامي او عربي معماریو نه اغیزمنه شوې ده. د بېلګې په توګه، «برجیل» د اماراتو د دودیزې معمارۍ د پېژندنې نښه ګرځېدلې.

د اماراتو معمارۍ د خلکو د دودیز ژوند او دود منعکس کوونکې ده. د ودانیو مواد ساده دي، خو د ځایي ژوند او اقلیم سره په ښه توګه سمون لري. په دودیز ډول د لېږد وړ خیمو د ژمي په موسم کې د مهاجرو توکمونو لپاره سرپناه چمتو کړې. په هېواد دننه، ډېر دایمي کورونه له ډبرو نه جوړ شوي او چتونه یې د خجورو د ونو په پاڼو پوښل شوي دي.

د ژوند ډول یا طرز

جامې

ډیری اماراتي نارینه او ښځې دودیزې اماراتي جامې: کنډورا او عبایا غوره کوي یا خوښوي.

دودیزې جامې په لوړه تودوخه کې د هوساینې لپاره او په هیواد کې د اسلامي دیني عقایدو سره سم جوړې شوې دي. هغوئ هغه جامې خوښوي چې د لمر له وړانګو نه یې د ځان ډېری برخې وپوښي. په دې سیمه کې مجلسي جامې دود دي. مجلسي جامې معمولا په سپینو زرو او سرو زرو سره سینګار کیږي.

د ودونو یا نڅاوو په مراسمو کې رنګارنګ خامک شوې جامې دود دي. په خلیجي عربي هیوادونو کې یوه عامه نڅا خلیجي ولسي نڅا ده، چې د میرمنو قطارونه یو بل ته نږدې جوړېږي چې په ورو ورو حرکت کوي په داسې حال کې چې په موزون ډول خپل ویښتان له یوې خوا بلې خوا ته څرخوي. جامې د دې نڅا یو مهم اړخ دی.  

سلامونه او ټولنیز دودونه

کله چې مېلمانه مجلس ته ننوځي، نو د کوټې له ښي اړخ نه کیڼ اړخ ته په ښه راغلاست ویلو پیل کوي، خو که چېرې کوم مېلمه بوډا وي نو لومړی هغه ته سلام ورکوي. د نارینه وو دودیز اماراتي سلام خشمک دی، یا د پوزې لمس کول دي. میرمنې د لاسونو په ورکولو او د مخ په ښکلولو سره یو بل ته سلام ورکوي. د سر ښکلول هم په متحده عربي اماراتو کې د ښه راغلاست ویلو یوه عامه طریقه ده. د مخالف جنس غړي باید تر هغه چې په خپل منځ کې کورنۍ نږدې اړیکې ونه لري یو بل ته غېږ ورنه کړي. 

میلمنو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته، کوربه د کوټې له ښي اړخ نه تر کیڼ اړخه پورې مېلمنو ته اماراتي قهوه وړاندې کوي، دا هم معمول دي چې کوربه باید لومړی د زړو مېلمنو یا مهمو مېلمنو خدمت وکړي. د اماراتي ټولنیز دود یوه برخه دا هم ده چې هغه کس چې مېلمنو ته قهوه وړاندې کوي د قهوې پتنوس «دالا»  په خپل چپ لاس کې ونیسي او مېلمنو ته په ښي لاس د قهوې پیاله ورکړي. د نارینه وو په منځ کې هغه کس چې قهوه وېشي تر هغه وخته پورې ولاړ وي ترڅو چې مېلمه د خپلې قهوې پیاله وښوروي چې دا په دې معنا ده چې یعنې نوره قهوه نه غواړي، په داسې حال کې چې د مېرمنو په منځ کې هغه ښځه چې قهوه وړاندې کوي کولای شي د قهوې وړاندې کولو په وخت کې کښېني. د قهوې پیاله که له نیمایي نه کمه وي باید ډکه شي او قهوه باید ګرمه وي ترڅو چې مېلمنو ته دا وښودل شي چې دا قهوه ځانګړې د دوی لپاره چمتو شوې ده. مېلمانه د قهوې پیاله په ښي لاس را اخلي او کله چې قهوه خلاصه شي بېرته پیاله په ښي لاس ورکوي.

ادبیات او شعر

د اماراتو په اشعارو کې بېلابېل موضوعات چې له طنز، ځان ستاینې او وطن پالنې نه نیولې تر زړورتیا، مذهب، کورنۍ او مینې پورې شتون لري.

د ډېریو نورو عربي هیوادونو په څېر، شعر د هنر یوه کلیدي برخه ګڼل کېږي. دودیز ډولونه تر نن ورځې پورې لا پر خپل ځای پاتې دي، که څه هم د لویدیځ منثور شعر ځینو سبکونو ډېر شهرت ترلاسه کړی.  

لومړنی اماراتي ناول شاهنده و چې د راشد عبدالله النعیمي له خوا لیکل شوی و.

د معاصرو ادبي شخصیتونو په ډلې کې نجوم الغانم، عشا‌‌ِ‌ء الشاعر، خالد البودور او عایشه ال کعبي شامل دي.

موسیقۍ، نڅا او فلم

متحده عربي امارات د خلیجي عرب د دود یوه برخه ده. Yowlah د موسیقۍ او نڅا هغه یو ډول دی چې ډېری د افریقا د لویو جهيلونو له سیمې نه د بانتو خلکو په ټولنو کې ترسره کېږي. د متحده عربي اماراتو د نامتو دودیزو سندرغاړو له ډلې نه مهاد حماد دی چې د وطنپالو سندرو او د صحرا په اړه د شعرونو په ویلو سره یې شهرت ترلاسه کړی دی.

ډیری دودیزې سندرې او نڅاوې چې له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدول شوي، تر نن ورځې همغسې پاتې دي. ځوانو نجونو د خپلو ویښتانو په خوځولو سره چې دودیزې اوږدې جامې به یې اغوستلې، خپل ځانونه به یې خوځول او نڅاوې به یې کولې. نارینه وو ډیری د وسلو د نڅا په کولو سره لکه Yowlah د جنګونو یا د ښکار بریالي تمثیلونه یې ترسره کول.

سرچينې

Tags:

د متحده عربي اماراتو کلتور تاریخد متحده عربي اماراتو کلتور عربي کلتورد متحده عربي اماراتو کلتور معمارۍد متحده عربي اماراتو کلتور د ژوند ډول یا طرزد متحده عربي اماراتو کلتور سرچينېد متحده عربي اماراتو کلتور

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

تياره مادهد اسټرالیا لویه وچهد هوتکيانو ټولواکمنيد جغرافيې تاريخد معيار نړيوال تنظيمطالبانله افغانستان نه د متحده ايالاتو د ځواکونو وتل (۲۰۲۰-۲۰۲۱)چین د خلکو جمهوریتشمس الدین کاکړيوټيوبامير حمزه شينواریدرسي پلانلایوش کشوتشاتو مچیچرگد انګليستان اقتصادي تاريخسپېرکۍجوارفاتح ویلیامرابعه بلخيداوودمجسمه سازيحسن خاتمة ( ښه پایله )انفلاسيوند رحمان بابا لنډه پېژندنهپر ښځو تاوتريخوالیپروتز( مصنوعی غړي)اسد آباد ولسوالۍمنظور پشتينخيال محمدمنبربریدګرې نوعېسریلانکابلاغتد ګوګل تاریخچهپلار څوک دیغږپوهنهسپوږميز لېږديز کالهندارهد مکسیکو او امریکا جګړهد پرتګال اقتصادډېوېډ کامرونسومریانهزاره گانپښتو پښتو تشريحي قاموسوختد ويانا کانګرسد فلسفې او ژوند نړۍبېوزلينیویورکادراکي علومپيغمبران په قرآن کېعبدالرحيم وردگمصرنجيبه فيضتورکيهدوهم اسماعیلاتنپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایاناکبارسردار محمد يوسف خانکوتانلاجوردحدودد بې سيم غوښتنليک پروتوکولپاپ یوولسم پیوسفوټبالدولت وزیريهوموفون ( ورته ږغ لرونکي )تجويد🡆 More