د سوډان تاریخ

د سوډان تاریخ په هغې سیمې پورې اړوندېږي، چې د سوډان جمهوري، سویلي سوډان او د سوډان په نامه له یوې لویې سیمې نه رامنځته شوی دی.

دغه اصطلاح له عربي نه اخیستل شوې: بلاد السودان یا د تورپوستو وګړو ځمکه، چې په عمومي توګه په لوېدیځه او مرکزي افریقا کې او په ځانګړې توګه په ساحل کې لږ کمزوری استعمال لري.

د سوډان اوسنی جمهوریت، په ۱۹۵۶ز کال کې رامنځته شو او له انګلیس- مصري سوډان نه چې په ۱۸۹۹ز کال کې جوړ شو، نو خپلې پولې یې هم ترې لاسته راوړې. له ۱۸۹۹ز کال نه مخکې د سوډان جمهوریت، د خاروې لپاره د «سوډان» اصطلاح کارول یو څه بېځایه و او ښایي د سوډان پراخ مفهوم ته په کې اشاره شوې وي.

د کوش سلطنت لومړی تاریخ د نیل په اوږدو کې پروت دی او اوس په شمالي سوډان کې دی. دغه سیمه د لرغوني مصر له تاریخ سره تړلې ده، چې د څو واکمنیو په لړ کې له سیاسي پلوه سره متحدې وې. سوډان له مصر سره د نږدیوالي له امله د نږدې ختیځ په لوی تاریخ کې ونډه اخیسته، چې په دوی کې نامتو برخې شاملې دي، لکه ۲۵مه کورنۍ او په شپږمه پېړۍ کې د نوبیایي نوباتیا، ماکوریا او الودیان په نامه د درېیو سلطنتونو عیسوي کولو پورې تړاو لري. د عیسوي کېدو په پایله کې، د پخوانۍ نوبي ژبه د نیلو- صحرا (زاړه سوابق چې په اتمې پېړۍ پورې اړوندېږي) تر ټولو پخوانۍ ژبه ثبت شوې، چې له قبطي الفبې نه یې اقتباس شوی دی. د نیل درې ته له ۱۴مې پېړۍ نه تر ۱۵مې پېړۍ پورې او د عیسوي سلطنتونو تر زوال پورې دې سیمې ته اسلام په رسمي ډول نه و راغلی، په داسې حال کې چې اسلام لا دمخه د سوډان د سره سمندر په ساحلونو او شاوخوا سیمو کې د اوومې پېړۍ راهیسې شتون درلود. د سنار سلطنت د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې د نورو سلطنتونو ځایناستی شو، چې د نیل درې او ختیځې صحرا لویه برخه یې کنټرولوله، په داسې حال کې، چې دارفور سلطنتونو د سوډان لوېدیځې سیمې کنټرولولې. دوه کوچني سلطنتونه په سویلي سیمو کې رامنځته شول، شیلوک سلطنت په ۱۴۹۰ز کال کې او تقالي په ۱۷۵۰ز کال کې، چې له ننني سویلي سوډان سره نږدې وو، خو دغه دواړه شمالي او سویلي سیمې د ۱۸۲۰ ز لسیزې په اوږدو کې د مصر د محمد علي له خوا ونیول شوې. د محمد علي او د هغه د ځایناستو ظالمانه حکومت، چې د ترک- مصري واکمنانو کرکه او غوسه یې راوپاروله، نو دا د دې لامل شو، چې په ۱۸۸۱ز کال کې د محمد احمد په مشرۍ د سوډان د خپلواکۍ لپاره د سوډان په مبارزه کې ډېره مرسته وکړي.

د ۱۹۵۶ز کال له خپلواکي راهیسې، د سوډان تاریخ د کورنیو جګړو له امله ځپل شوی دی، چې دغه جګړې دا دي: د سوډان لومړۍ کورنۍ جګړه (۱۹۵۵ز- ۱۹۷۲ز)، د سوډان دویمه کورنۍ جګړه (۱۹۸۳ز- ۲۰۰۵ز)، چې د ۲۰۱۱ز کال د جولای په ۹مه د سویلي سوډان د جلا کېدو لامل شوه او په دارفور کې جګړه (۲۰۰۳ز- ۲۰۱۰ز).

ختیځ سوډان

د سوډان په ختیځ کې د بوتانا ډله ۴۰۰۰ کاله مخکې له میلاده راڅرګندېږي. دغو خلکو ساده او ښایسته لوښي جوړول، په ګردو کوټو کې یې ژوند کاوه او په ډېر احتمال سره چې دوی د څارویو لرونکي او ښکاریان وو، خو د ځمکې حلزونونه یې هم خوړل او د کرنې شواهد یې هم شته دي. د ګاش ډله ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاده پیل شوه او یو پخوانی کلتور دی، چې له څو ځایونو نه پېژندل شوی دی. دغو وګړو لوښي جوړول او له کرنې او څارویو نه یې په استفادې سره خپل ژوند کاوه. محل ټیګلینوس یو مهم ځای و، چې شاوخوا ۱۰ هکټاره ځمکه یې نیولې وه. په مرکز کې یې له خټینو خښتو جوړ شوي کورونه لیدل کېدل. نښې او نښانې یې د لوړ مدیریت استازولي کوي. په یوې اشرافي هدیره کې قبرونه په لویو ډبرو نښه شوي وو. په دویمه زریزه کې د جبل مکرم په نامه ډله رامنځته شوه. دوی ساده او ښکلي لوښي جوړول او په ساده کوټو کې یې ژوند کاوه. د غواګانو پالنه یې اقتصادي بنسټونه وو.

اسلامي سلطنتونه (۱۵۰۰- زکلونه)

په ۱۵۰۴ز کال کې ثابته شوه، چې فونج د سنار سلطنت رامنځته کړ، چې عبدالله جاما یې مشري کوله. په ۱۵۲۳ز کال کې چې یهودي مسافر ډیویډ ریوبني سوډان ته ولاړ، نو د فنج ایالت لا دمخه له شمال نه تر ډونګولا پورې وغځېد. په ورته مهال کې په نیل سیند کې د صوفیانو له خوا، چې په ۱۵مه او ۱۶مه پېړیو کې یې هلته ژوند کاوه، د اسلام تبلیغ پیل شو او د امارا دونقاس باچا ډیویډ روبني، چې مخکې یو بت پرست عیسوي و، نو ثابته شوه، چې مسلمان شوی دی. په هر حال فنجیانو تر ۱۸مې پېړۍ پورې ځینې نا اسلامي دودونه، لکه: د الهي پاچهۍ او د شرابو څښل ساتلي وو. د سوډان مسلمانانو تر وروستیو وختونو پورې ځینې عیسوي دودونه ساتلي وو.

دېر ژر فونج له عثمانیانو سره، چې سواکین یې په ۱۵۲۶ز کال کې نیولی و، په شخړه کې راغی او وروسته یې د نیل سیند په اوږدو کې تر سویل پورې پرمختګ وکړ، د ۱۵۸۳/۱۵۸۴ز کال پورې د نیل مرواريد اوبو درېیمې برخې ته ورسېدل. د ډونګولا د نیولو لپاره د عثمانیانو وروستۍ هڅه په ۱۵۸۵ز کال کې د فنج له خوا له منځه یووړل شوه.

فونج د ۱۷مې پېړۍ په اوږدو کې ډېر پراخ شو، خو په بله پېړۍ کې یې زوال پیل شو. په ۱۷۱۸ز کال کې یوې کودتا خانداني بدلون راوست، په داسې حال کې چې په ۱۷۶۱- ۱۷۶۲ پورې یوه بله کودتا د حماج د واکمنۍ په پایله کې رامنځته شوه، دا هغه مهال و، چې حماج (د ایتوپیا سرحدي وګړي) عملاً هلته حکومت کاوه، خو د فونج سلطانان یې ګوډاګیان وو. لږ وروسته سلطنت له منځه ولاړ او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې ترې یوازې ګزیرا پاتې شوه.

د ۱۷۱۸ز کال کودتا داسې تګلاره غوره کړه، چې ارتودوکس اسلام دود کړي، چې په پایله کې یې دولت د عربي کولو لوری غوره کړ.د دې لپاره چې پر خپلو عربو باندې خپل حاکمیت ته مشروعیت ورکړي، نو فنج د امویانو د توکم تبلیغ پیل کړ. د سپین او نیلي نیلونو په شمالي برخه کې د الدبې تر ټیټې برخې پورې نوبیانو د عربو د جعلین قبیلې هویت غوره کړ. تر ۱۹مې پېړي پورې عربي ژبه پر دې بریالۍ شوه، چې د سوډان د مرکزي سیندونو او د کوردفان پر زیاتره برخه واکمنه ژبه شي.

اسلامي دوره د نیل په لوېدیځ کې په دارفور کې د تونجور له سلطنت سره پیل شوه، چې په ۱۵مه پېړۍ کې د داجو سلطنت ځایناستی شو او له لوېدیځه تر وادای پورې وغځول شو. د تونجور وګړي بربري شوي عربان وو او اشراف واکمنان یې مسلمانان وو. په ۱۷مه پېړۍ کې تونجوریان د فورکیرا له خوا په شا وتمبول شول. د کیرا ایالت د سلیمان سولونګ (۱۶۶۰- ۱۶۸۰ز کلونو) راهیسې مسلمانان وو، چې په پیل کې په شمالي جبل ماررا کې یو کوچنی سلطنت و، خو د ۱۸مې پېړۍ په پیل کې یې لوېدیځ او شمال ته پراختیا وموندله او ختیځ ته د محمد طیراب (۱۷۵۱- ۱۷۸۶ ز کلونه) په مشرۍ په ۱۷۸۵ز کال کې د کوردفان په سوبې سره یې لا پراختیا پیدا کړه. د دغې سترواکۍ پراختیا، چې د اوسنۍ نایجیریا په کچه(اندازه) دی، تر ۱۸۲۱ز کال پورې یې دوام پیدا کړ.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان ولايتونهنړۍاللهتورکيهفلسفهپه اسلام کې د مېرمنې حقوقتڼيکجکي برېښناکوټد انسان پوهنې تاريخچهکوچنی اخترپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهفرانسهسوخوی سو ٢٧جنسي تېریصلاح الدين ايوبيغزلد بدر غزاډوميټیند افغانستان سيندونهګوګلحمدد لمر رڼاجلغوزهعبدالاحد مومندهالنډکوچيانملا محمد يعقوبميرزالي خانانسل آدامزد جيم کرو قوانينبېلابېل کایناتسینه بغلپيشوانګلیسيپښتو سيندخبري ارزښتمعلوماتي ټیکنالوژيکيوبابایرنعبدالرحمان بابازکاتاسپانیایي ژبهویتنامڅپهمنيټوبه پوهنتوند امریکا متحده آیالاتونهدري ژبهبانکسوخوی سو-۲۴برېښنايي جريانپوههاېف – ۱۶هلمند ولايتپوښتنه.... کله چې امرباالمعروف فلمونه بندوي بدیل به یې څه شی وي.. په داسې حال کې چې موږ څوو په شمار د انځوریزو چینلونه لروو؟محمد (ص) په اسلام کېنثرندا محمد ندیمشخصي کمپيوټراسلامي تاريخحديثامير امان الله خاناندورامنځنی ختيځانسان23 جولایلواطتجولیوس قیصردعناصرو دوراني جدولوراثتلویدیځه نړۍپاچا آرتورويکيخونديځ🡆 More