د دوهم ګروپ عناصر

ددوهم IIA ګروپ عناصر په دې ګروپ کې دبريليم (Be) ، مګنيزيم (Mg)، کلسيم (Ca) ، سترانيم (Sr) ، باريم (Ba) او راديم (Ra) عناصر شامل دي.

د I A ګروپ دفلزونو په شان دسپکو فلزونو ( هغه فلزوه چې مخصوص وزن يې له (5) څخه کم وي په دې ډله حساپيږي. ددوهم ګروپ دعناصرو لنډه تاريخچه بريلم (Be) په کال (١٧٩٨م ) کې دفرانسوي کيميا پوه لخوا چې نيکلوکولن نوميده دزمرود دتجريي په جريان کې کشف شو او نوم يې دبيرل دمنرال څخه اخيستل شوي دى. مګنيزيم (Mg) دمګنيزيم عنصر په کال (١٨٠٨ م ) کې دد يوي له خوا کشف شو مګنيزيم ديوناني کليمي مګنيز دزرو څخه دمګنيزيا ډبره دمنزيا په منرالونو کې موندل شوې ده. سترانيم (Sr) او باريم (Ba) سترانيم او باريم دلومړي ځل دپاره په کال (1808م ) کې دهمفرسډي لخوا تشريح شوي دى چې باريم له يوناني کليمي (Bor) يعني دوردند څخه مشتق شوى دى. کلسيم (Ca) کلسيم دکالکس (Calx) لاتيني کليمي څخه اخيستل شوې ده يعني چونه ده. څرنګه چې ددې فلزاتو اکسيدونه داوبو سره القلي جوړوي په خاورو کې وجود لري له همدې امله دځمکني القلي فلزاتو په نامه ياديږي. Mg په ازاده هوا کې (Mgo) جوړوي ددې ګروپ دعنصرو کلکوالي دالقلي فلزاتو په پرتله زيات دى چې اتومي شعاع په زياتيدو سره زياتيږي اوکيمياوي فعاليت يې زياتيږي. فلزي ځلا يې په ازاده هواکې داکسيجن سره تعامل په نتيجه کې له منځه ځي Be(OH)2امفوتريک خواص لري Mg(OH2)2 ضعيفه القلي ده اودنورو فلزاتو القلي خواص په ترتيب سره زياتيږي. BeO په اوبو کې نه حليږي مګر دتيزابو سره مالګه جوړوي. پرته د بيريليم (Be) نه څخه نور دهايدروجن سره هايدرايد جوړوي اوپه هايدرايدونو کې دهايدروجن داکسديشن نمبر (-1) دى.

امفوتريک خواص دهغه خواصو څخه عبارت دى چې القلي اوتيزاب دواړه جوړولي شي. ددوهم ګروپ (IIA) خواص بريليم (Be) ، مګنيزيم (Mg) ، کلسيم (Ca) ، سترانيم (Sr)، باريم (Ba) ، راديم (Ra) ددوهم ګروپ نيم ګروپ جوړوي. کلسيم ، سترانيم او باريم دځمکنې القلي فلزاتو په نامه ياديږي . د IIA ګروپ په وروستي قشر کې د(nS ) الکترونو دشتوالي له امله په نورمال حالت کې ددغو عناصرولانس صفر وي. د IIA ګروپ عناصرو په وروستي الکتروني قشر کې (ns) الکترونه لري. د II A ګروپ دعناصرو فزيکي خواص سمبولاتومي نمبر اتومي شعاع nmايونايزيشن EVکثافت 2/cm2اتومي حجم Cm3 Be40,1139,321,-865.0 Mg12-0,1129,3211,744.0 Ca20-0,1976,111,5425.1 Sr38-0,2135,692,6033.7 Ra880,2305,285,0045.2

ددې جدول دمطالعي څخه لاندې مهمې نتيجي لاس ته راځي. 1.داتومي نمري دزياتوالي له امله ددې فلزاتو اتومي شعاګانې نظر القلي ته –S عناصر دکورنۍ دى. 2.داتومي شعاګانو ډېر کموالي ددې باعث کېږي چې د ذکر شوو فلزاتو دايونايزيشن قيمتونو نظر القلي فلزاتو ته ډېر زيات دى. دبريليم پرته ددې ګروپ عناصر په اسانۍ سره دوه ولانسه ايونونه جوړولى شي

ممکن القلي فلزات ډېر فعالي دى لاکن کيمياوي فعاليت يې نظر القلي فلزاتو ته کم دى. دBe دګروپ دنورو عناصرو څخه زيات دايونايزيشن انرژي لري. ددې عناصرو په خارجي طبقه کې دوه الکترونونه وجود لري داخري څخه دمخې طبقي الکترونونه دنجيبه ګازاتو سره ورته جوړښت لري دا ډول جوړښت ددې سبب ګرځي. چې هغوي ددوه ولانس لرونکى وي. دذکر شوو عناصرو خواص په لاندې جدول کې لېکل شوي . RaBaSrCaMgBeخواص 7s26s25s24s23s22s2دخارجي قشر جوړښت [226]137,387,6240,0824,319,012اتومي کتله [5,0]3,52,61,551,751,86کثافت g/cm3 [960]8508008516511280دويلي کيدو ټکى [1140]15371366148711071500دجوش ټکى 1,9811,9141,7361,3640,880اتومي شعاع Å 0130,996,650,31ايوني شعاع

داچې دذکر شوو عناصرو خواص اوداتومونو وړانګي لږ څه لوي دى له دي کبله دا فلزات زيات کيمياوي فعاليت لرونکى دى. څرنګه چې Be دولتاز په قطار کې ددې ګروپ ددې ټولو فلزاتو ښي خواته واقع دى نوځکه دکيمياوي لږ فعاليت لرونکى دى. د Ba او Ra کيميا فعاليت د Na فلز فعاليت ته نږدې دى دا ټول عناصر دهلوجنو سره منحلې مالګي جوړوي. چې فارمول يې دادى MHO2 په دې فارمول کې (2) هلوجن او (M) دفلز له اتوم څخه مقصد دى. دذکر شويو عناصرو مرکباتو له فلورين سره Ba F2 په ايستثنا په اوبو کې په سختۍ سره ويلي کيږي. دا عناصر داوبو سره دتعامل په وخت کې هايدرو اکسايدونه جوړوي. چې عمومي فارمول يې دادي M(OH)2 بريليم هايدرواکسايد ضعيف قلوي اود (Ca) ، (Sr) او (Ba) هايدرواکسايدونه قلوى مرکبات دي. کلسيم (Ca) دځمکني القلي فلزاتو له جملې څخه دى چې په IIA ګروپ کې قرار لري چې ددې ګروپ عناصر له بريليم (Be) ، مګنېزيم (Mg) ، سترانيم (Sr) او باريم (Bar) څخه عبارت دى . دا چې دهر عنصر څېړنه اوپرهغوي بحث کول ډېر مشکل او ګران کار دى دبلي خوا په هر ګروپ کې شامل عناصر سره مشابه او ورته فزيکي او کيمياوي خواص لري. نو دکيميا دعلم علماء اوپوهانو دا لازمه اومناسبه وګڼله چې دټول ګروپ په نماينده ګى سره ديوعنصر څېړنه اوبحث وکړو. نو ځکه مونږ هم دکلسيم (Ca) دعنصر څېړنه اوبحث کړو. د کلسيم (Ca) عنصراتومي جوړښت سمبول (Ca) ګروپ (IIA) پريود (4) اتومي وزن (40) اتومي نمره (20)

دکلسيم دمدارونو شمېر (4) ولانس (+2) دکلسيم الکتروني ويش په مدارونو کې (اصلي انرژي سويه کې ).


دکلسيم عنصر ويش په فرعي سويې باندي. 20Ca = 1S2 2S22P6 3S23P6 4S2

دکلسيم عنصر ويش په آربيټآلونو کې آربيټال (Orbital) داتوم دهستې په اطراف کې دهغې برخې څخه عبارت دى چې په هغې کې دالکترونو احتمالي موجوديت زيات وي. الکترونى ويش څخه معلوميږي چې د کلسيم عنصر په اخېرني مدارکښې دوه الکترنونه لري اودهمدې دوه الکترونو په با يللو سره دنجيبه غازاتو اتومونو ته ورته جوړښت لري. اودکلسيم په مرکباتو کې دمثبت دوه (+2) ولانس ځانته غوره کوي يعني (+2) ولانس په کيمياوي تعاملاتو کې اخلي چې دکلسيم دتعامل معادله په لاندې ډول ده.


Ca O + H2O Ca (OH) 2 کلسيم هايدرواکسايد اوبه + کلسيم اوکسايډ دکلسيم فزيکي خواص کلسيم نسبتاً لږ کلک فلز دى اودنوکانو پواسطه ګرول کيداي شي. اودسپېنو زرو په شان ځلا لري اوکثافت يې (1,55g/cm3) او (810C0) کې ويلي کيږي اوپه (1440C0) جوش کيږي اودکيمياوي فعاليت له مخې (Na) ته ورته دي مګر فعاليت يې د (Na) په نسبت لږ دى دهوا داکسيجن سره کلسيم اوکسايد جوړوي. 2Ca + O2 Ca O چې اوکسايد يې داوبو سره کلسيم هايدرواکسايد جوړوي. Ca O + H2O Ca (OH)2 کلسيم دسيم کيدو قابليت لري اوسيمان تري جوړيږي. دکلسيم کيمياوي خواص الف : دکلسيم تعامل دهوا داکسيجن سره : کلسيم په وچه هوا کې خپله فلزي ځلا لري اودهوا داکسيجن څخه دومره نه متاثره کيږي مګر په لمده هوا کې (مرطوبه هوا) کې د کاربن ډاى اکسايډ (CO2) او اکسيجن غاز پرې اغېزه کوي. اوپه کلسيم اکسايډ او کلسيم کاربونېټ بدليږي او فلزي ځلا يې له منځه ځي چې معادله يې په لاندې ډولده. Ca + O2 2Ca O2 کلسيم اوکسايډ اکسيجن + کلسيم Ca O + CO2 Ca CO3 کلسيم کاربونيټ کاربن ډاى اکسايد + کلسيم اکسايد کلسيم داوبو سره په عادي شرايطو کې تعامل کوي اوهايدروجن ازادوي. Ca + 2H2O Ca (OH)2+ H2 ب : کلسيم په عادي شرايطو کې دهلوجنو سره تعامل کوي او فلزي هلايدونه (مالګې) جوړي. Ca + Cl2 Ca Cl2 دکلسيم دنورو غېري فلزي عناصرو سره تعامل کوي او مربوطه مرکبونه جوړوي. Ca + S Ca S 3Ca + N2 Ca3 N2

دکلسيم استحصال دکلسيم استحصال (CaCl2) او کلسيم فلورايډ (CaF2) دمخلوط څخه دبرقي تجزيه پواسطه دتودوخې په (600C0) سانتي ګراډ کې حاصليږي چې معادلي يې په لاندې ډول دي.

Ca + Cl2 Ca Cl2 Ca Cl2 Ca + Cl2 Ca F2 Ca + F2 او هم کلسيم دکلسيم ايودايد (CaI2) او سوديم (Na) ته دحرارت ورکولو پواسطه چې دحرارت اندازه معلومه وي ورکوو. دا چې سوديم يو قوي فلز دى نو په کلسيم ايودايډ مرکب کې (CaI2) دکلسيم ځاي نيسي او کلسيم ورڅخه ورڅخه ازاديږي چې معادلې يې په لاندې ډول دي. 2Na + Ca I2 2 Na I + Ca کلسيم + سوديم ايودايډ کلسيم ايودايډ + سوديم 2Na + Ca I2 2Na Cl + Ca Na+ + Ca F2 2 Na F + Ca دکلسيم عنصر طبعي حالت دا چې کلسيم يو ډير منتشره فعال فلز دى نوځکه په طبعت کې په ازاد ډول نه پيداکيږي مګر دمرکب په شکل ډېر پيداکېږي. دا چې کلسيم دځمکني القلي فلزاتو له جملې څخه دى نو ځکه دالقلي فلزاتو په شان دهوا داکسيجن سره تعامل کوي اودکلسيم اکسايډ مرکب جوړوي. چې دتعامل معادله يې په لاندي ډول ده. Ca + O2 2Ca O2 دکلسيم عنصر په ازاده هوا کې نه پيداکيږي ددغه فلزي عنصر مرکبات په طبعت کې ډير زيات دى چې مونږ دلته دنوموړي عنصر دمشهورو مرکباتو نومونه ذکر کوو اوهغه په لاندې ډول دي. 1.کلسيم کاربونيټ (Ca CO3) چې داهاکو ډبره يعني دچوني ډبره ، مرمر، تباشير او مرجان په شکل وجود لري. کلسيم سلفيټ (Ca So4)، کلسيم فلورايډ (Ca F2) کلسيم فاسفيټ (Ca3(PO4)2 ، کلسيم سليکيت (Ca Si O3) کلسيم عنصر دحيواناتو او نباتاتو دسلولو په عصاره اوحجره کې په محلول يعني په مايع حالت وجود لري او ژونديو موجوداتو او خصوصاً داشرف المخلوقاتو يعني دانسانانو دبدن ، دهډوکو په جوړولو کې فعاله اولوي خدمت کوي. مالګې يې دحليدو وړ نه دي يعني دکلسيم عنصر دمالګې الکتروليت اودحليدو قابليت ډېر ضعيت اوکم دي. کلسيم کاربونيټ (Ca Co3) او کلسيم فاسفيټ Ca3(Po4)2 چې نوموړي دواړه مرکبونه يعني کلسيمي مالګي دهډوکو او غاښونو په جوړولو کې اوپه ايوني شکل دبدن دغړو په وظايفو او کارونو کې لکه په عصبي ، عضلي دويني پرن کيدل او دويني تخثر دزړه په تقلعاتو کې اود حجروي غشاء دانجذاب په قابليت فعال اومهم رول لوبوي. کلسيم عنصر دځمکي دقشر 4.7 % برخه جوړوي. کلسيم عنصر زيات شمېر مرکبات لري. چې په ځمکه کې وجود لري فلدسپار ، کلسيم کاربونيټ (Ca Co3) ، کلسيم اکسايډ ) ) ، رولومايت (Mg Co3) ، (Ca Co3) ، کلسيم باى کاربونيټ (Ca (HCO3)2 دي. کلسيم اودکلسيم مرکبات ديومحلول په شکل دنباتاتو دريښو پواسطه دنباتاتو مختلفو برخو لکه ساقه پاڼه په څانګه ، ګل ، تخم ته رسيږي اوهلته په نبات کې دکلسيم عنصر دعضوي موادو سره يوځاى مختلف مرکبات جوړوي. چې دغه مرکبات دنباتاتو مختلفو برخو دتغذيې لپاره پکاريږي اوهم دکلسيم عنصر مرکبات دنباتاتو دحجراتو او انساجو او وظايفو نورمال حال ساتي دکلسيم عنصر په موجوديت کې دنباتاتو نور ماله وده او نمو کوي.

دکلسيم عنصر مهم مرکبونه دکلسيم عنصر مرکبونه ډېر زيات دى چې مهم يې په لاندې ډول تشريح ، توضيح او څيړل کيږي. دمثال په ډول


کلسيم کاربونېټ (Ca Co3) يا دچوني ډبره دا مرکب په طبيعت کې په خورا زياته اندازه اوپه مختلفو شکلونو پيداکيږي چې مونږ دلته هريو په لنډ ډول تر څېړنې لاندې نيسو. الف : دچوني ډبره : دا ډبره دځمکې دمخ مهمه برخه تشکيلوي او ډيرې غونډۍ اوغرونه دهمدې ډول ډيري څخه جوړي شويدي. ب : دمرمر ډبره : دا ډيره دکلسيم کاربونېټ (Ca Co3) نوعي اوقسم څخه ده. داچې زرات يا اتومونو يې خوا په خوا څنګ په څنګ په منظم ډول اشغال کړيدي نوځکه ښکلي او ښايسته وي. اوپه ودانيو کې دزينتي او ښکلا ډبري په حيث استعماليږي دخالصې مرمر ډبري سپين رنګ لري. لکه دلوګردمرمرو ډبرې او ناخالص مرمر رنګينه وي که په هغې کې داوسپني اکسايډ موجود وي رنګ به يې سور اوکه دمسو اکسايد ولري رنګ به يې شين وي دپورته مطلب څخه دا څرګنديږي چې مرمر ډبره په دوله ډوله ده. 1سپين مرمر 2.رنګېنه مرمر ١- (سپين مرمر) دکلسيم کاربونيټو خالصه مرمرو څخه جوړه شويده لکه دلوګر دمرمرو دډبرو کان. ٢- رنګينه مرمر: سربېره له کلسيم کاربونيټ ځيني فلزي اکسايدونه او ناخالص مرمر ډبره ده. لکه داوسپنې اکسايد (Fe2O3) دمس اکسايد (CuO) نوموړې مرکبونه يعني اکسايدونه په ډبرو کې دمختلفو رنګونو سبب ګرځيدلي دي دمثال په ډول دمس اکسايډ شين رنګ لري. او داوسپنې اکسايد دهغوي سور رنګ ورکوي ددې ډبرې مهم کان دافغانستان دهلمند په ولايت کې دبـست دکانو رنګېني ډبري دي. ج : تباشېر : دا هم داهاکو دډبرو له قسمونو څخه دي يعني دکلسيم کاربونيټ يوبل ډول دي چې دمانس دبحري په برخه کې دانګلستان اوفرانسې سواخيلو اوديګن جزيري سواحل ورڅخه جوړ شوي دي چې په اصل کې دبحري کوچنيو حيواناتو کې دپوستکو څخه توليد شويدي چې دبحري حيواناتو دمنځه تللو اودمړو حيواناتو په انبار کيدو سره فشار پواسطه هغه ته دکلسيم کاربونيټ شکل ورکوي اونور مواد له منځه تللي دي چې په حقيقت کې تباشير ديو حجروي زره بين حيواناتو پوستکى دى. دلومايت( (Mg Co3) (Ca Co3)) دلومايت دکلسيم کاربونېټ اومګنيزيم کاربونيټو دمخلوط څخه عبارت دى چې په طبيعت کې وجود لري اومهم خاصيت يې دادي چې يو په هغه کې دوه ټکي معلوميږي ددلومايت ډبره دشکل او رنګونه لري دليدلو وړ دي د آلپ دغر معروفه اومشهوره او مهمه برخه دايټاليا په شمال کې پرته ده ددلومايت څخه جوړه شويده داهاکو ډبري عموماً عضوي مبداء لري. دا ډبري په سيندونو او حيواناتو داسکلييټ له بقاياؤ، صدفونو ، مرجان څخه جوړه شويدي داهاکو ډبر دانسان اوحيوان دهډوکو جوړولو کې يو فوق العاده رول لوبوي.

دکلسيم کاربونيټ فزيکي او کيمياوي خواص دا ډبرې کلکې دي بيا هم دنوکانو په واسطه خط کيږي په اوبو کې نه حليږي مګر هغه اوبه چې کاربن داي اکسايډ (CO2) پکې حل شوي دي لکه دباران اوبه په لږه اندازه کلسيم کاربونيټ (Ca CO3) پکې حليږي او خوند يې ښه کيږي. معادلې يې په لاندې ډول دي. 1- CO2 + H2O H2CO3 کاربن يک اسيد = اوبه + کاربن ډاي اکسايد 2- H2CO3 CO2 + H2O اوبه + کاربن ډاي اکسايد کاربن ايک اسيد 3- H2CO3 + CaCO3 Ca (HCO3)2 کلسيم باي کاربونيټ کلسيم + کاربن ايک اسيد ټول تيزابونه په (Ca CO3) کلسيم کاربونيت باندي تاثير او اغېزه کوي هغه حل کوي همدا سبب دي چې دباران اوبه دهوا (CO2) سره يو ځاي شي يوه اندازه په خپل ځان کې حل کوي هغه اوبه چې کلسيم باي کاربونيټ Ca (HCO3)2 ولرې دسختتو اوبو په نامه سره ياديږي اوصابون پکې ځګ نه کوي. که دا ډول اوبو ته حرارت يا جوش ورکړي شي سختوالي له منځه ځي يعني کلسيم باي کاربونيټ Ca (HCO3)2 چې په اوبو کې منحل ده دتودوخې پواسطه په (CaCO3) چې يو غير منحل مرکب دي بدليږي چې دتعامل معادله يې په لاندې ډول ليکل شويده.


Ca (HCO3) CaCO3 + H20 + CO2 کاربن ډاي اکسايد + اوبه + کلسيم کاربونيټ کلسيم او کاربونيټ له دې کبله چې د زيات شمېر چينو ، څاګانو او کاريزونو اوبه سختي دي دکلسيم کاربونيټ سره تيزابونه تعامل کوي او (CO2) کاربن ډاي اکسايد جلا کوي. چې مثال يې په لاندي معادله کې وينئ. Ca CO3 + HCl Ca Cl2 + H2O + CO2 کاربن داي اکسايد + اوبه + کلسيم کلورايد دمالګي تيزاب + کلسيم کاربونيټ او همدارنګه په لاندې تجربه کې پورته مطلب واضح شويده. تجزيه يومقدار چونه چې څومره کولاي شو ښه يې ميده کړئ اوپه يو بيکر کې يې واچوي اوپه هغه پاندې مقطرې اوبه ورزياتي کړئ اوديوې ښېښې ميلي پواسطه يې ښه وښوروي وبه ويني چې نوموړي مواد په اوبو کې نه حليږي اوپه خپل حال پاتي کيږي بيا دېوه قطره چکان (څاڅکي غورځونکي ) پواسطه ورباندې دمالګي تيزاب څاڅکي څاڅکي واچوئ او ورو ورو يې وښوروي په دغه وخت کې به دکاربن ډاي اکسايد دغاز پوکاڼۍ ووينئ . که دتيزابو دزياتيدو عمل ته دوام ورکړئ وبه وينئ چې ټول کلسيم کاربونيټ به حل شي. نو ويلاې شو چې تيزاب په کلسيم کاربونيټ (Ca CO3) اغېزه او تاثير لري.


دکلسيم کاربونيټ (Ca Co3) داستعمال ځايونه په داسي حال کې کلسيم کاربونيټ ته تودوخه ورکوي چونه يا اهاک لاسته راوړي چې يوه تعميراتي ماده ده په تعميرونو کې تري استفاده کيږي اودبورې (شکري) په فابريکه دضرورت وړ (Ca2) دکلسيم کاربونيټ څخه لاسته راوړي. په ډبرينو مطبوعو کې دچاپ ډبرې دکلسيم کاربونيټ (Ca Co3) څخه جوړي اوپه ځينو ځايونو کې د سري يا کود په حيث استعماليږي. او هم دچونې ډبري څخه داوسپني په ايستلو د فولادو ، ښيښيي کاغذ او کلسيم کاربايډ په جوړولو کې کار اخيستل کيږي دمرمر څخه دزينتي او ښکلا په ډول دتعميراتو دانګړ (خويلي ) اوديوالو په فرش کولو کې کار اخلي (کلسيم اکسايد (Ca O) اوبه نه رسيدلي چونه ) کلسيم اکسايد يا اوبه نه رسيدلي چونه دکلسيم کاربونيټ څخه په داشو کې دتودوخې په ورکولو سره لاسته راځي. دسانتي ګراد (900C0) (950C0) درجو پوري دچوني ډبره په کلسيم اکسايد اوبه نه رسيدلي چونه او کاربن ډاي اکسايد تجزيه کيږي چې معادلې په لاندي ډول ده. Ca CO3 CaO + CO2 کاربن ډاي اکسايد + کلسيم اکسايډ کلسيم کاربونيټ دچوني دډبري دداش شکل دا چونه دلاندي برخي څخه ښکته چې په شکل کې ښودل شويده ايستل کيږي.

دکلسيم اکسايد خواص که چېري دچونې ډبره خالصه وي رنګ به يې سپين او که خالصه نه وي رنګ به يې خړ اوکم رنګه وي. اوبه نه رسيدلي چونه اوبه جذبوي (جاذب الرطوبه ) اوپه لابراتوار کې دهغه څخه دجاذب الرطوبه مادې په حيث کار اخلي کله چې کلسيم اکسايد اوبه جذب کړي په کلسيم هايدرو اکسايد بدليږي چې معادله يې په لاندې ډوله ده. Ca O + H2O Ca (OH)2 داچې اوبه نه رسيدلي چونه دويلي کيدو وړ نده نو ځکه د ټولو هغو موادو په شان چې دويلي کيدو وړ نه دي په لوړو درجو د تودوخي کې خالصه رڼا پيداکوي په برقي داشو کې کلسيم اکسايد (Ca O2) او سکارو ته تعامل وکوي چې کلسيم کاربايډ يو مهم مرکب دي منځ ته راوړي. معادله يې داده . 2Ca O + 5C 2Ca C2 + CO2 کاربن ډاي اکسايد + کلسيم کاربايډ کاربن + کلسيم اکسايډ دکلسيم کاربايډ څخه استلين لاسته راوړي چې ولډنګ کاري کې ورڅخه ګټه اخيستل کيږي. کلسيم هايدرو اکسايد (اوبه رسيدلي چونه ) Ca (OH)2 تاسي په ځيني ډبري ليدلي وي چې په بټيوکې تودوخه ورکوي بيا يې دپخولو اويا پرې اوبه واچوئ څه ډول بدلون به پکي راشي که چيري يا ګرم بخار ورڅخه اويا مو ليدلي وي بايد وواياست چې ډبري چوي يا ګرم بخار ورڅخه راپورته کيږي او ګرميږي مطلب دروښانتيا لپاره تاسي کولاي شي چې لاندې تجربه سرته ورسوي. تجربه : لږ څه ژوندي اهک اوبه نه وررسيدلي چونه را واخلي او څو څاڅکي اوبه ورباندي واچوئ وبه ګورئ چې وروسته له څو ثانيو به جوش وکړي او زياته تودوخه به ورځينې توليد شي او يوه اندازه اوبه به تبخير کړي دغه آهک چې پخوا کلک جسم وچوي په يو سپين پوډر بدليږي چې دي ته اوبه رسيدلي يا مړه آهک وايې چې کيمياوي نوم يې دکيميا پوهانو لخوا کلسيم هايدرواکسايد ايښودل شوي دي چې په لاندې معادله کې ليدل کيږي. Ca O + H2O Ca (OH)2 کلسيم هايدرو اکسايد اوبه + کلسيم اکسايد. دکلسيم هايدرو اکسايډ خواص کلسيم هايدرواکسايډ په اوبو کې ډېره لږه اندازه حليږي دکلسيم هايدرو اکسايد محلول دچونې داوبو يا داهاکو په نوم ياديږي. کله چې اوبه رسيدلي چونه داوبو سره مخلوطه کړئ هغه ته داهاکو شيره وايې چې تعميراتو درنګ دپوښلو لپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي همدارنګه داوبو رسيدلي چوني اوشګو مخلوط دتعميراتو او ودانيو دمسالي په حيث استعماليږي کلسيم هايدرو اکسايډ محلول القلي خاصيت لري سور لتمس کاغذ ته ابي رنګ ورکوي او دکلسيم هايدرو اکسايد محلول دکاربن ډاي اکسايد (CO2) غاز جذبوي او په کلسيم کاربونيټ بدليږي او رسوب کوي چې دا ثبات لپاره په معادله کې ښودل کيږي . Ca (OH)2 + CO2 Ca CO3 + H2O اوبه + کلسيم کاربونيټ کاربن ډاي اکسايد + کلسيم هايدرو اکسايډ

له همدې کبله دچونې داوبو څخه دکاربن ډاي اکسايد دغاز دپيژندلو لپاره ګټه اخيستل کيږي دکلسيم هايدرو اکسايد Ca (OH)2 محلول دالقلي فلزي کاربونيټ رسوب کوي او فلزي هايدرواکسايدونه جوړوي چې دتعامل معادله يې په لاندي ډول ده. 1. Ca (OH)2 + Na2 CO3 Ca CO3 + 2NaOH 2. Ca (OH)2 + K2CO3 2KOH + Ca CO3 3. Ca (OH)2 + Mg CO3 Mg (OH)2 + Ca CO3 برسېره په نوموړو موادو کلسيم هايدرو اکسايډ دامونيا په استعمال او بورې په جوړولو فابريکه کې استعماليږي. دکلسيم هايدرو اکسايډ لاس ته راوړل که چيري په اوبه نارسيدلې چونه باندې لږي اوبه واچوئ وبه ويني چې چونه جوش کوي او تودوخه توليدوي اود تودوخې له امله داوبو ماليکولونه ګرم او بخار کوي او ډبره چوي او ټوټه کيږي او بلاخره په پوډر بدليږي چې دغه پوډر يا ميده ګي ته اوبه رسيدلې يا مړه چونه وايې. دکلسيم هايدرو اکسايډ داستعمال ځايونه دکلسيم هايدرو اکسايډ داستعمال ځايونه ډېر زيات دي دکلسيم هايدرو اکسايډ څخه دالقلي فلزو دهايدرو اکسايډ دامونيا په جوړولو دڅرمنو په پخولو اوشکري دجوړولو په فابريکو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي.

دپلستر استعمال په طبابت کې دګچو دپلستر په نامه دماتو شوو هډوکو په تړلو کې او همدارنګه دځينو زحمونو په تړلو کې تړې کار اخيستل کيږي. کلسيم سلفيټ (Ca SO4) کلسيم سلفيټ دکلسيم دمهمو مالګو څخه دي چې په طبعت کې په زياته اندازه پيداکيږي بې اوبو بلوري کلسيم سلفيټ دانهايدرايت په نوم ياديږي. بلوري اوبه لرونکي کلسيم سلفيټ عبارت دي له سپين گچ څخه چې ښايسته داني او ښايسته بلورونه لري اودپلستر په نوم مشهور دي اويا اوبه لرونکي کلسيم سلفيټ يا هايدرايد (Ca So4.2H2O) چې دګچ دډبرې څخه عبارت دى ډېري رټې او بلورې دانې لري که چېري دنوموړي ګچ ډبره دومره ګرمه شي چې ګچ داوبو دوه ماليکوله يو ماليکول ته ورسيږي نو ګچ په ديارس پلاستر لاسته راځي چې معادله يې په لاندې ډول ده.

دکلسيم سلفيټ خواص دګچ ډبره دوه ماليکوله بلوري اوبه لري چې هغه دتودوخې پواسطه د لاسه ورکوي.


تجـــربه په يو امتحاني نل کې يو مقدار ګچ واچوئ او دالکولي څراغ پواسطه حرارت ورکړي وبه ويني چې نوموړي ډبره په شين پوډر بدليږي اودامتحاني نل څنډو سره داوبو څاڅکى ليدل کيږي چې دډبرو څخه راپيداکيږي. نوموړي پوډرو ته مړه ګچ وايې نوموړې ډبره (120C0) په تودوخه سره 4/5 برخې اوبه دلاسه ورکوي اوپه مړه ګچ بدليږي مګر کله چې بيا داوبو سره مرطوب شي اوبه جذبوي اوتودوخه توليدوي پړسيږي اوبيا دګچ په ډبره بدليږي دهمدې خاصيت په لرلو سره له ګچ څخه په ديوالو کې دسيخانو دمحکموالي دتعميراتو دچاودنو په پټيولواو ترميم او طبي پلاسترو په جوړولو کې ورڅخه استفاده کېږي. اوهم دګچو څخه په زياته اندازه دګوګړو تيزاب جوړوي. مړه ګچ وروسته له دې چې له اوبو سره مخلوط اوسخت شي دحرارت پواسطه بيرته په مړو ګچو نه بدليږي. همدا سبب دى چې استعمال شوي ګچ بيا دوهم ځل لپاره نه استعماليږي. کلسيم سلفيټ په لږه اندازه په اوبو کې حل کيږي دهغو کاريزو او چينو اوبه چې دکلسيم سلفيټ دکان څخه تيريږي. يو څه کلسيم سلفيټ ورسره حليږي. نوځکه صابون پکې ښه ځګ نه کوي بايد وويل شي چې دپلاستر څخه دهډوکو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.


کلسيم سليکټ (Ca Si O3) دغه مرکب دځمکي دکوري په منځني برخه کې پيداکيږي اودکلسيم اکسايـــــډ د (Si O2) سره تعامل کوي کلسيم سليکټ جوړوي او اوسپنه د (Si O2) دناپاکى څخه جلا کيږي چې معادله يې په لاندې ډول ده. Ca O + Si O2 Ca Si O3 کلسيم سليکټ دکثافټ دلږوالي له کبله دويلي شوي اوسپنې په مخ راپورته کيږي او وخت په وخت دهغه څخه لري کيږي اول دغې مادې څخه دتعميراتي اومي مادي په حيث کار اخيستل کيږي هغه غازونه چې له کوري څخه راپورته کيږي زياته اندازه کاربن مونواکسايډ(CO) او کاربن ډاي اکسايډ اونايتروجن لري اوهم په لږه اندازه هايدروجن لري او په هوا کې موجوديت لري. دکلسيم عنصر رول دانسان په بدن کې کلسيم يوفعال عضوي حيواني عنصر دى چې دژونديو موجوداتو دبدن داستناد لپاره ډير اهميت لري هغه داچې دعضوي حيواناتو اسکليټ اوددوي دوزن انتقال ځمکي ته چې طبعي او ترکيبي اشکالو موندل کيږي مصرف يې دحيواناتو په بدن کې خصوصاً دهډوکو په استناد کې ډېرکلک او مظبوط دي په بدن کې دکلسيم دنه موجوديت له کبله مختلفې ناروغۍ منځته راځي عمده يې په کم عمر يعني دژوند په لمړي کلو دهډوکو کوږوالي يا (Ricketcia) ناورغي په کاهلانو يعني چې عمر يې ډيروي نودکلسيم دعنصر له کبله ديتالوزي دهډوکو دکسرولو اودهډوکو دماتيدو سبب ګرځي. دکلسيم عنصر عمده منابع يې لکه کوچ ، پيروي ، هګۍ او پالک سابه اوداسي نور دي.کلسيم عنصر په ټولو ژونديو موجوداتو کې اوخصوصاً اشرف المخلوقاتو کې په وړو کولمو کې جذبيږي خوکله چې وړي کولمې په ناروغۍ اخته وي. نو د وړو کولمو زياته برخه دکلسيم دفقدان سره مخ کيږي. چې په دغه وخت کې غوره او ضرورت ښايې چې ناورغ ته د I.r له لارې کلسيم عنصر ورکول کيږي او همدارنګه دکلسيم عنصر دماتو هډوکو په ترميم کولو کې اساسي رول لري لومړي دهډوکي حجم جوړيږي. اوپه دوه کالو کې خپل طولاي مخور نورمال حالت ګرځي همدا وجه ده چې ټول ناروغان چې کسرونه ولري لازم اوضروري ده چې کلسيم عنصر بايد په زياته اندازه واخلي کله چې هډوکې دي کليفايډ شي يا داچې ډي کليفاکش دمختلفو ناروغيو څخه منځته راځي چې هډوکي بيدون دخارجي ضربي څخه ماتيږي. او په خپل حالت نه پيداکيږي. دکلسيم رول د انسان په هډوکو کې دانسان دجنين دانکشاف په وخت کې اسکليټ په پرله پسي تدريجي ډول سره تشکيلوي اسکليټ په پيل کې ارتباطي انساج وي وروسته په ريښو او عضروف باندې بدليږي دعضروفو او ريښوي غشاء زياته برخه په هډوکيز انساجو بدليږي دا عمليه تقريباً دژوند په اوږدو کې ادامه لري خودهغه زيات فعاليت تر(25) کلو پورې وي دکوچنيوالي په لومړنيو پړاونو کې دهډوکو وده چټکه وي هډوکى اوږد او پلن کيږي په داسي حال کې چې دهډوکيز مواد په لويانو کې بدليږي خووده نه کوي دودې په وخت کې هډوکى په اوږدو غټيږي وده اوږدو هډوکو په سرونو کې صورت مومي دهډوکو پڼدوالي ، زياتوالي دهغې طبقي غشا پواسطه چې دهډوکى شاوخوا احاطه کړيده صورت مومې. دهډوکي حجري کلسيم فاسفيټ او کلسيم کاربونيټ افرازوي چې هډوکو ته ټينګوالي وربښي نو دهډوکو دودې لپاره زمونږ کلسيم اوفاسفورس ته اړتيا لري کلسيم په اکثره غذاګانو کې پيداکيږي خودهغه منبع هغه سابه دي چې دهغو دپاڼو څخه ګټه اخيستل کيږي اودشيدو محصولات او نور نبات هم دکلسيم اوفاسفورس منبع ده. فاسفورس په حيواني غوښو کې په زياته اندازه پيداکيږي او داعنصر دکلسيم سره يوځاي دشيدو په محصولاتو کې هم شته دي. دکلسيم رول دانسان په حفظ الصحه کې کلسيم او فاسفورس دوه مهم عنصرونه دبدن داکثره هډوکو په جوړولو کې دي اودضرورت په وخت کې هغه په مصرف رسوي که دکلسيم او فاسفورس مقدار دنارمل حد څخه لږ شي هډوکي ماتيږي اوکه دنارمل حد څخه زيات شي په هماغه اندازه هډوکى کلکيږي نودهغه نارمل حد په ساتلو کې پاملرنه وکړي په کوچنيو کې پيداکيږي ډاکټران عقيده لري چې که کوچنيان له هغه شيدو څخه تغذيه وکړي چې په کافي اندازه ويټامين (2) ولري نو په دغه مرض نه اخته کيږي. ويټامين (D) دهډوکو دطبعي ودې لپاره ضروري دي ځکه دهغه دشتوالي له امله په هډوکو کې منرال په اسانۍ سره جذب او هغه کلک او ټينګوي د(D) ويټامين دکمبود له امله په کوچنيانو او نوو ځوانانو کې ريکټـس (Ricktcia) ناروغي منځه راوړي چې غاښونه کړسن او هډوکي تاوخوړلي او پوست خاصيت لري دا ناروغي په کوچنيانو کې دهغو دپښو د کړوپتيا اوقوسي شکل کيدو سبب کيږي دکلسيم او فاسفورس مرکبونه د(D) ويټامين په شتوالي کې دهډوکو انساج نشي تشکيلولي دويټامين (D) مهمي منبع غوړي ، کوچ ،شيدي دکب (ماهي) غوښه او دچرګانو هګۍ دى.

لنډيز (نتيجه ګيري) 1. په دوهم IIA ګروپ کې بريلم (Be) ، مګنيزيم (Mg) ، کلسيم (Ca) ، باريم (Ba) ، راديم (Ra) او سترانيم (Sr) عناصر شامل دي. 2. ددوهم IIA ګروپ دعناصرو لنډه تاريخچه ددي ګروپ دعناصرو څخه بيريلم او مګنيزيم عناصر دنماينده په توګه څيړو. Be: په 1785 م کال دفرانسوي کيميا پوه نيکوکولن له خوا دزمرودو تجزيي په جريان کې کشف شو اونوم يې دبيرل دمنرال څخه اخيستل شوي دي. مګنيزيم (Mg) عنصر په 1808 کال کې دديوي له خوا کشف شو مګنيزيم ديوناني کليمي دمګنيزيم دزرو څخه دمنزيا په منرالونو کې موندل شوي. 3. ددوهم IIA دګروپ امفتوتريک خواص لري هم القلي جوړولي شي اوهم تيزاب جوړولي شي . 4. دکلسيم عنصر اتومي جوړښت دکلسيم سمبول (Ca) ګروپ دوهم IIA پريود څلورم اتومي وزن يې (40) ، اتومي نمره يې (20) ده . 5. دکلسيم فزيکي خواص: کلسيم لږ کلک فلز دي دنوکانو پواسطه ګرول کيداي شي دسين زاويه شان ځلا لري. کثافت يې دي په 810C0 دسانتيګراد کې ويلي کيږي. په 1440C0 سانتي ګراد کې جوش کوي. 6. دکلسيم کيمياوي خواص : کلسيم تعامل داکسيجن سره 2Ca + O2 2Ca O 7- دکلسيم لاسته راوړنه : دکلسيم لاسته راوړنه دکلسيم کلورايد څخه (Ca Cl2) څخه لاس ته راوړي. Ca Cl2 Ca + Cl2

دکلسيم طبعي حالت : دا چې کلسيم يو ډير منتشره فعال فلز دي نوځکه په طبيعت کې . 

په ازاد حالت نه پيداکيږي دمرکباتو په شکل ډير پيداکيږي. مهم مرکبات يې په لاندي ډول دي. 1- کلسيم سلفيټ (Ca SO4) 2- کلسيم فلورايد (Ca F2) 3- کلسيم فاسفيت Ca3(PO4)2 4- کلسيم سليکټ (Ca I O3) 5- کلسيم کاربونيټ Ca (CO3) دپورته مرکباتو څخه کلسيم کاربونيټ (Ca CO3) دنماينده په ډول څيړو. کلسيم کاربونيټ يا دچوني ډبره دا مرکب په طبيعت کې په زياته اندازه او مختلفو شکلونو سره پيداکيږي. 1- دچوني ډبره : دا ډبره دځمکي دمخ مهمه برخه جوړوي او زيات غرونه او غونډۍ دهمدي ډبري څخه جوړيږي. 2- مرمر ډبره : دا ډبره هم د کلسيم کاربونيټ دنوعي څخه ده داچې زراتو يې څنګ په څنګ په منظم ډول ځاي اشعال کړي دي نوځکه ښکلي او ښايسته دي اوپه ودانيو کې دزينتي ډبري په حيث استعماليږي. 3- دکلسيم کاربونيټ فزيکي او کيمياوي خواص : دا ډبري کلکي دي اوبياهم هم دنوکانو پواسطه خط کيږي. په اوبو کې نه حليږي مګر هغه اوبو کې کاربن داي اکسايډ (CO2) پکې حل شوي لکه دباران په اوبو کې لږه اندازه کلسيم کاربونيټ پکي حل کيږي اوخوند يې ښه کيږي. دکلسيم کاربونيټ کيمياوي خواص ټول تيزابونه په کلسيم کاربونيټ باندي تاثير اچوي او هغه حل کيږي همدا سبب دي چې دباران اوبه هوا (CO2) سره يوځاي شي يو اندازه په خپل ځان کې حل کوي. هغه اوبه چې کلسيم باي کاربونيټ ولري Ca (HCO3)2 ولري دسختو اوبو په نوم ياديږي اوصابون پکي ځګ نه کوي که دغه اوبو ته جوش ورکول شي او کلسيم باي کاربونيټ په Ca CO3 چې يو غيري منحل مرکب دي بدليږي دتعامل معادله يې له لاندي ډول ده. Ca (HCO3)2 Ca CO3 + H2O + CO2 دکلسيم کاربونيټ استعمال : په داش کې Ca CO3 کلسيم کاربونيټ ته تودوخه ورکوي چونه يا اهاک لاسته راوړو. چې يوه تعميراتي ماده ده اوهم دکلسيم کاربونيټ څخه دنورو ډبرو په شن په تعميراتو کې تري استفاده کيږي په ډبرينو مطبوعو کې دچاپ ډبري Ca CO3 څخه جوړه وي اوپه ځينو ځايو کې دسري يعني (کود) په حيث استعماليږي. دکلسيم دعنصر رول دانسان په بدن کې کلسيم يوفعال عضوي حيواني عنصر دي دژونديو موجوداتو دبدن داستناد لپاره ډير اهميت لري هغه داچې طبعي او ترکيبي اشکالو کې موندل کيږي مصرف يې دحيواناتو په بدن کې دهډوکو په استناد کې ډير کلک اومضبوط دي. په بدن کې دکلسيم په نه موجوديت کې مختلفي ناروغۍ منځته راځي.چې عمده يې په کم عمره اشخاصو کې چې دهډوکو کوږوالي يا Ricketcia ناروغۍ منځټه راوړي . دکلسيم رول دانسان په حفظ الصحه کې کلسيم او فاسفورس دوه مهم عنصرونه چې دبدن داکثره هډوکو په جوړولو کې مهم رول لري اودضرورت په وخت کې هغه په مصرف رسوي چې دکلسيم او فاسفورس مقدار دنارمل حد څخه لږ شي هډوکي ماتيږي اوکه دنارمل حد څخه زيات شي په همغه اندازه هډوکي کلکيږي . ډاکټران عقيده لري چې کوچنيان له هغه شيدو څخه تغذيه وکړي چې په کافي اندازه VTD ولري په دغه مرض نه اخته کيږي. VTD ويټامين D دهډوکو دطبعي ودي لپاره ضروري دي ځکه دهغه شتوالي له امله په هډوکو کې منرال په اسانۍ سره جذب او قوي کوي. دVit D د کمبود له امله ويټامين په هډوکو کې دکمبود له امله په کوچنيانو اوځوانانو کې دريکتس Rick tics په نوم ناورغۍ منځ ته راوړي. دVTD مهمي منابع غوړي ، کوچ ، شيدي دکب (ماهي غوښه ) دچرګانو هګۍ.

اخذليکونه 1بارکزي ، الحاج انجينر محمدظاهر ، عمومي عضوي اوغير عضوي کيميا ، ١٣٨٥ هـ ش کال . 2حکيمي ، پوهاند محمدغوث ، عمومي کيميا پولي تخنيک کابل ، ١٣٥١ هـ ش کال. 3روکى ، عبدالکريم ، عمومى کيميا ، ښوونى او روزنې مطبعه ، ١٣٦٦ هـ ش کال. 4فتناح نظير ، مبادي کيميا عمومي غيرعضوي ، پوهنتون کابل ، ١٣٥٠ هـ ش کال. 5نهالګر ، شيرمحمد ، ١٣٧٠ هـ ش کال . 6مندوزي ، پوهنوال محمدعارف ، عمومي کيميا ، ١٣٧٩ هـ کال. .

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کردانسام دوښمني (يهود مخالفت)والټ ډيسني شرکتمذهبپوهنتونابراهيم رييسيامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )ميرويس هوتکد سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنگد حماس اسلامي غورځنگدځنګلونو اهمیت د روغتيا له پلوهاډولف هټلرمتلونهانبارالېکسانډر گراهام بېلاستمناءجنسي ناوړه ګټه اخيستنهليبنانروغتونآی اېس او ۳۱۶۶د انارشېزم تاریخخربوداپستاسلامي دولتپښتو نومځري او د هغو کارونهبوديزمحامد کرزیتانزانيااېتنوليونانليکوالشکرې ناروغينس ناستیسعودي عربستانپوهنهشينواريسټیفن جې ګولډملا محمد عمراحمد شاه درانیسره زر29 جنوريواورهمفاهمهنړۍتلويزونایریک ایرکسونلاتیني ژبهآسياتهرانانتارکتيکا29 فبروريدعناصرو دوراني جدولپوهنغونډقاهرهد سوداګرۍ اتحادیهبوديجهبالتيک سمندرریاضصلاح الدين ايوبيناساانور شاه کشميريلومړی مختخمه ګزاريروسي وسله وال ځواکونهډاکتر کبير ستورید پېغمبرانو په اړه جالب معلوماترادارعلاءالدین (١٩٩٢ ډيسني فلم)فزیکمحمد گل خان مومنديونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق)عبدالله بن زبير🡆 More