حــِــساب (شمېرن يا arithmetic) حــِــساب (شمېرن) د رياضي (څوپوهن) تر ټولو ړومبۍ برخه ده چې د عددونو (شمېرو يا نومرو يا numbers) اَو د عددونو (شمېرو يا نومرو) سره د عــَــمــَــلــِــيــّــو (پېکړنو يا operations) په اَړوند څېړنې اَو زده کړې ورکړنې کوي .
په حساب (شمېرن) کښې څلورې مهمې عمليې (پېکړنې) شته دي چې هاغه عمليې (پېکړنې) دا دي :
1. د جمع عمليه (د هـــَـــمټول کړن پېکړنه يا addition’s operation) .
2. د تفريق عمليه (د اِيسته کړن يا د کمتر کړن پېکړنه يا subtraction’s operation) .
3. د ضرب عمليه (د څوپلا پېکړنه يا multiplication’s operation) .
4. د تقسيم عمليه (د وېش پېکړنه يا division’s operation) .
اَو نور د عدد (شمېر يا نومر) توان (طاقت) number's power ميندن اَو د عدد (شمېر يا نومر) جذر (بېخ يا ريښه) number's root ميندن هم د حساب (شمېرن) په عمليو (پېکړنو) کښې شمېرل کيږي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article حساب, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.