جیمس ایرل کارټر ( د ۱۹۲۴ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی) پخوانی امریکایي سیاستوال دی، چې له ۱۹۷۷ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی د ډیموکرات ګوند غړی و، چې له ۱۹۷۱ز کال نه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د جورجیا ایالت د ۷۶م والي او له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، د جورجیا ایالت سناتور پاتې شوی دی. کارټر د دندې له پرېښودو وروسته په سیاسي او ټولنیزو پروژو کې بوخت شو او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د بشردوستانه کارونو لپاره د سولې نوبل جایزه هم تر لاسه کړه.
جیمس ایرل کارټر | |
---|---|
(انګلیسي: Jimmy Carter) | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (انګلیسي: James Earl Carter Jr.) |
پيدايښت | ۱ اکتوبر ۱۹۲۴ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 1.77 متر |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ډیپلوماټ سياستوال سوداگر د بشري حقوقو فعال ليکوال |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي هسپاني |
پوځي خدمت | |
برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک |
مقام | بريدمن |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کارټر په جورجیا کې زېږېدلی او ستر شوی، په ۱۹۴۶ز کال کې د متحده ایالاتو له سمندري اکاډمۍ نه د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره فارغ او په سمندري ځواک کې یې دنده تر لاسه کړه. په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، هغه خپله سمندري دنده پرپرېښوده او بېرته کور ته راستون شو او هلته یې د خپلې کورنۍ د ممپلیو د سوداګرۍ مشري په غاړه واخیسته.هغه د ډیموکرات ګوند فعال غړی و، چې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې د جورجیا په سنا کې دنده ترسره او وروسته بیا د ۱۹۷۰ز کال کې د ډیموکرات ګوند په لومړیو ټاکنو کې د کارل سانډرز له ماتې وروسته د جورجیا والي وټاکل شو. هغه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د والي په توګه پاتې شو. سره له دې، چې هغه د جورجیا ایالت نه بهر چا نه پېژانده، خو د ۱۹۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند او د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند جیرالډ فورډ ته یې ماتې ورکړه.
کارټر د خپلې ولسمشرۍ په دویمه ورځ، د ۴۴۸۳ ګڼې فرمان په صادرولو سره د ویتنام د جګړې ټولو تښتېدلو ته بښنه وکړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د کابینې په کچه دوه نوي وزارتونه، د انرژۍ وزارت او د پوهنې وزارت جوړ شول. کارټر د انرژۍ ملي تګلاره جوړه کړه چې د انرژي سرچینو ساتنې، د بیو کنټرول او د عصري ټکنالوژۍ کارونې ته په کې ځای ورکړل شوی و. کارټر د ډیویډ کمپ توافقات، د پاناما کانال تعهدات، د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د خبرو اترو دویم پړاو (SALT II) او پانامې ته د پانامې کانال زون بېرته راستنېدلو تګلاره تعقیب کړه. په اقتصادي ډګر کې، هغه له اقتصادي ناورین، لوړ پاړسوب(انفلاسیون)، لوړې بیکارۍ او د پرمختګ له ورو ودې سره مخامخ شو. همدارنګه هغه د ولسمشرۍ دورې په پای کې، له ۱۹۷۹ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې د ایران د یرغمل کولو کړکېچ د ۱۹۷۹ز کال د انرژۍ ناورین، د نیکاراګوانو انقلاب او پر افغانستان د شوروي یرغل سره مخامخ شو. کارټر د یرغل په ځواب کې، سړه جګړه نوره هم زیاته کړه، پر شورويانو یې اقتصادي او سوداګریز بندیزونه ولګول او په مسکو کې یې د ۱۹۸۰ز کال د اوړي د اولمپیک بایکاټ مشري هم وکړه.
کارټر د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند رونالډ ریګن ته په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه. تاریخپوهان او سیاسي شنونکي په عمومي ډول کارټر د منځنۍ کچې نه دټیټ ولسمشر په توګه ډلبندي کوي. له ولسمشرۍ وړاندي د کارټرفعالیتونه، د هغه د ولسمشرۍ دورې په پرتله ډېر په زړه پورې بلل شوي. په ۱۹۸۲ز کال کې، کارټر د بشري حقونو د ودې او پراختیا لپاره د کارټر مرکز جوړ کړ، چې په ۲۰۰۲ز کال کې دغه مرکز ته د ښو کړنو په پار د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه. کارټر د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو، د ټاکنو د څارنې او په پرمختللو هېوادونو کې د ناروغیو مخنیوي او له منځه وړلو لپاره په پراخه کچه سفرونه وکړل. کارټر د انسانیت لپاره خیریه بنسټ اغېزمن شخصیت ګڼل کېږي. کارټر د سیاسی یادښتونو او شعري ټولګو په ګډون تردېرشو ډېر کتابونه لیکلي او د اسرائیلو او فلسطین شخړو په ګډون یې، د متحده ایالاتو او نړۍ په اوسنیو چارو کارنده تبصرې کړې ده.
د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې، کارټر هڅه کوله، چې د عرب او اسرائیلو په شخړه کې منځګړیتوب وکړي. په ۱۹۷۷ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیز جوړجاړي په لټه کې له ناکامې هڅې وروسته، په ۱۹۷۳ز کال کې د جنیوا کنفرانس له لارې، کارټر د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیلو لومړي وزیر میناچیم ته بلنه ورکړه، تر څو د ۱۹۷۸ز کال په سپټمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ډیویډ کمپ ته د یوې حتمي سولې د رامنځته کولو په موخه ولاړ شي. په داسې حال کې، چې دواړه خواوې له لوېدیځې غاړې نه د اسرائیلو د وتلو په اړه موافقې ته ونه رسېدل، خو د خبرو په پایله کې مصر په رسمي توګه اسرائیل په رسمیت وپېژندل او په لوېدیځه غاړه او غزه کې یې یو منتخب حکومت رامنځته کړ. دا د ډیویډ کمپ تړون پایله وه، چې د اسرائیلو او مصر ترمنځ جګړه یې پای ته ورسوله.
د ۱۹۷۷ز کال د نومبر په ۱۵مه کارټر ژمنه وکړه، چې د هغه اداره به د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مثبتو اړیکو ته د معاصر دریځ «پیاوړی، باثباته او پرمختللی» تر عنوان لاندې دوام ورکوي.د نومبر په څلورمه د ایراني محصلینو یوې ډلې په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې د امام له پیروانو سره یې تړاو درلود او د ایران له انقلاب نه یې ملاتړ کاوه. د برید په پایله کې ۵۲امریکایي ډیپلوماتان او اتباع د ۴۴۴ورځو لپاره یرغمل ونیول شول، تر هغو چې د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د کارټر پر وړاندې د ولسمشر په توګه د رونالډ ریګن له بریالیتوب وروسته سملاسي خوشې شول. د کړکېچ په لړ کې، کارټر له ۱۰۰ ورځو نه زیات په سپینه ماڼۍ کې په ګوښه کې پاتې شو.
له دغې پېښې نه یوه میاشت وروسته، کارټر ژمنه وکړه چې دغه شخړه به غیر له کوم پوځي اقدام نه چې د یرغمل شوو بندیانو د وینې تویولو یا پر دوی د برېد یا سزا ورکولو لامل کېږي، د خبرو اترو له لارې هواره کړي . د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په مه کارټر د ۱۲۲۰۵ګڼې اجرائیوي فرمان په صادرولوسره پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول او د ایران د کابینې د غړو په وړاندې یې د نورو اقداماتو اعلان هم وکړ،چې د بندیانو د خوندي خلاصون لپاره اړین ګڼل کېدل. د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په ۲۴مه، کارټر د یرغمل شویو بندیانو خوشې کولو په موخه د شاهین منګول (Eagle Claw)عملیاتو امر وکړ، خو دغه ماموریت د اتوامریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د دوو الوتکو په نسکورېدو سره ناکام پای ته ورسېد.
د ۱۹۷۷ز کال د فبرورۍ په ۸مه کارټر له شوروي اتحاد نه وغوښتل، چې له متحده ایالاتو سره«د هر اړخیزې اټومي ازموینې بندیز» لپاره یو ځای شي. کارټر د جون په ۱۳مه، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې: د اونۍ په پیل کې به متحده ایالات «له شوروي اتحاد سره د هر اړخیزې اټومي ازموینې د بندیز پر تړون کار وکړي ،ترڅو د ځمکې لاندې یا په فضا کې د اټومي وسایلو ټولې ازموینې منع کړي».
کارټر د ډسمبر په ۳۰مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې: « د تېرو څو مياشتو په موده کې امريکا او شوروي اتحاد د مهمو مسايلو د يو اوږد لېست په اړه ډېر پرمختګ کړی، چې تر ټولو مهم يې د ستراتیژیکو اټومي وسلو ځای پرځای کول او کنټرول و» او دواړه هېوادونه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د دویم تړون اړوند خبرو اترو د پای ته رسولو په لټه کې دي، دا خبرې د ۱۹۷۹ز کال د جون په ۱۸مه د کارټر او لیونید برژنیف له خوا د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت دویم تړون په لاسلیک کولو سره عملي شوې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جیمس ایرل کارټر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.