توکمپالنه

توکمپالنه (په انگرېزي: Racism) دې باور ته ويل کېږي چې ګوندې ځينې انسانان د خپلو ميراثي ځانګړنو پر بنسټ، د جلا ځانګړتياوو او چلندونو څښتنان دي او په همدې اساس، د يو بل توکم په پرتله د غوره توکم په توګه وېشل کېږي.

همدا راز توکمپالنه د تعصب، تبعيض، يا د نورو په وړاندې تضاد بلل کېدای شي، ځکه چې دوی يو بل توکم يا قوميت لري. د توکمپالنی اوسني ډولونه ډېر ځله د خلکو تر منځ د مختلفو بيولوژيکي توپيرونو په اړوند د ټولنيز درک پر بنسټ ولاړ دي. شونې ده چې دا ډول اندونه، د ټولنيزو کړنو، کارونو، باورونو يا سياسي نظامونو بڼه غوره کړي، په کوم کې چې بېلا بېل توکمونه د ځانګړتياوو، توانايۍ يا د ګډو فرض کړای شوو څرنګتياوو پر بنسټ، يو له بل څخه غوره يا کم ډلبندي شي. داسې هڅې شوي دي چې، توکمپاليز باورونه، له علمي لارو چارو څخه روا(مشروع) وګڼل شي، چې ډېری يې بې بنسټه بلل شوي دي.

توکمپالنه
یو افریقایی-امریکایی سړی د امریکا په اوکلاوما ایالت کې د "رنګ خلکو" لپاره د اوبو له یوې فنګچې څخه ګټه پورته کوی ، ۱۹۳۹.
توکمپالنه
د امریکا د جاپان ضد پروپاګند د دوهمې نړۍ جګړې پر مهال.

د سياسي جوړښت له نظره (د بېلګې په ډول اپارتاييډ) کوم چې د تعصباتو د څرګندونو يا د کرکجنو کارونو او يا قوانينو ملاتړ کوي، شونې ده چې په توکمپاله نظرياتو کې ټولنيز اړخونه هم شامل وي، لکه: اصليت پالنه، له پرديو ویره، پردي کېدل، جلا والی، په ميراثي بنسټ ډلبندي او غوره والی.

په داسې حال کې چې په معاصرو ټولنيزو علومو کې د توکم او قوميت تصور له ټولو جلا بلل شوی، دواړه اصطلاحات په پخوانيو ټولنيزو او علمي ادبياتو کې يو له بل سره د ورته والي اوږد تاريخ لري. په دوديز ډول په عمومي توګه، «قوميت پالنه» «توکم» ته په نژدې معنا سره کارول کېږي: د هغو کيفيتونو پر بنسټ، د انساني ډلو وېش چې باور کېږي، د يوې ډلې لپاره اړين يا اصلي دي (د نمونې په ډول شريک نسب يا شريک چلند). په همدې بنسټ توکمپالنه يا توکميز تبعيض، ډېر ځله د قوم يا کلتور پر اساس د توپير په معنا کارول کېږي، بې له دې چې دې توپير ته نژاد وويل شي يا نه. د توکميز توپير په اړه د ملګرو ملتونو له کنوانسيون سره سم، د «توکميزو» او «قومي» توپيرونو تر منځ توپير نه شته. د ملګرو ملتونو کنوانسينونه دې پايلې ته رسېدلی دي چې، په علمي بنسټ د توکميز توپير پر بنسټ غوراوی ناسم دی، اخلاقاً د غندنې وړ، په ټولنيز ډول غیر عادلانه او خطرناک دي. کنوانسيون اعلان کړی، چې د توکميز توپير لپاره هېڅ توجيه نه شته، هيڅ چېرته هم نه؛ نه په نظريه کې او نه په عمل کې.

توکمپالنه یو څه نوی مفهوم دی، چې د اروپايي امپرياليزم په پړاو، په تعقيب يې د پانګه یيز نظام او په ځانګړي ډول د اتلانتيک د مريانو د سوداګرۍ پر مهال يې سر راپورته کړی، کوم چې د توکمپالنې د رامنځته کېدو اصلي محرک و. توکمپالنه د توکميز جلاوالي تر شا اصلي ځواک و، په ځانګړي ډول په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې په متحده ايالاتو کې او په سويلي افريقا کې د اپارتاييد واکمني پر مهال؛ په لويديځ کلتور کې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې توکمپالنه په ځانګړي ډول مستنده شوې چې د توکمپالنې اړوند مطالعاتو او ويناوو کې د يوې مرجع په توګه ګرځېدلې ده. توکمپالنه په نسل وژنه، لکه هالوکاسټ، امريکايي نسل وژنه او د سربانو نسل وژنه کې ځانګړې ونډه درلودې ده. د زبېښاک په پروژو کې يې هم د پام وړ ونډه لرلې، لکه د اروپايانو له خوا د امريکاګانو، افريقا او اسيا مستعمره کول او همدا شان، د شوروي له خوا د اصلي لږه کيو په شړلو کې مهم عنصر و. ډېر ځله اصلي اوسېدونکي خلک، د توکمپال چلند موخه ګرځېدلي او اوس هم هدف دي.

رېښه پېژندنه، تعريف او کارېدل

په نولسمه پېړۍ کې، ډېرو پوهانو باور درلود، چې انسانان بايد د توکم پر ابنسټ ووېشل شي. د توکمپالنې اصطلاح هغه نوم دی، چې د توکمپالۍ حالت بيانوي. د دې باور منل چې شونې ده او يا بايد انسانان د بېلا بېلو وړتياوو او تمايلاتو پر اساس وېشل کېدای شي، چې په همدې بنسټ ممکنه ده، د يوې سياسي نظريې محرک وګرځي، په کوم کې چې حقوق او امتيازات د توکميزو برخو پر بنسټ وېشل شوي وي. شونې ده چې د «توکمپال» ټکی يا يو نوم يا يو ستاینوم(صفت) وي، که نوم وبلل شي، نو د هغه کس ښودنه به کوي، چې توکمپاله باورنه لري. د «توکم» ټکي رېښه روښانه نه ده. ژبپوهان په عموم کې يوه خوله دي چې دا ټکی انګليسي ژبې ته له فرانسوي ژبې لېږدېدلی دی، خو په دې اړه توافق نه شته چې دا ټکی هغو ژبو ته څه ډول راغلی، چې لاتيني بنسټ لري. وروستۍ وړانديزونه دا دي چې، دا ټکی د عربي ژبې د رأس له لفظ څخه راايستل شوی، چې معنا يې «سر، پيل، اصليت» دی، يا د عبري ژبې له روش کليمې څخه اخستل شوی، چې معنا يې د عربي ژبې لفظ ته ورته ده. د توکم لومړي اندپوهان په دې نظر و، چې ځينو توکمونو په نورو غوراوی درلود او په همدې بنسټ، دوی باور لاره، چې له توکمونو سره جلا جلا چلند کول په بشپړه معنا عادلانه و.  دې لومړيو نظريو، د نيمه علمي څېړنيزو انګېرنو لارښوونه کړې، د توکميزو توپيرونو د اټکل لپاره مناسب تعريف او دې فرضيې ته د بڼې ورکولو ډله یيزې هڅې ته په عمومي ډول، د ساينسي توکمپالنې نوم ورکول کېږي، که څه هم د حقيقي پوهې د نشتوالي له امله، د دې ادعا د ملاتړ لپاره دا اصطلاح ناسم نوم دی.

ډيری بيولوژي پوهان، بشرپوهان او ټولنپوهان، لکه: د جغرافيايي، قومي يا له خپلوانو سره د ودونو په څېر د ځانګړو معيارونو په ګټه، د توکمونو ډلبندي کول ردوي. له ۲۰۰۵ ز کال راهيسې، د انسان د ژينوم څېړنې ښيي چې، توکم د انسانانو لپاره معنا لرونکې ارثي ډلبندي نه ده.

په ۲۰۰۸ ز کال کې د اکسفورډ په انګليسي قاموس کې ځای کړای شوې برخه توکمپالنه (Racialism) داسې راپېژني: « له توکمپالنې څخه يوه مخکينۍ اصطلاح چې اوس يې ځای Racism اصطلاح نيولی» او د Racialism يادونه د ۱۹۰۲ ز کال څخه کوي. د اکسفورډ انګليسي قاموس، د توکمپالنې اصطلاح يادونه له ۱۹۰۳ ز کال څخه کوي. د اکسفورډ انګليسي قاموس (په ۱۹۸۹ ز کال کې بيا سمون ورکړل شوی) يې داسې تعريف کوي:«هغه نظريه چې د انسانانو بېلوونکې ځانګړتیاوې او وړتياوې د توکم پر بنسټ وټاکل شي». په همدې قاموس کې Racism  او Racialism په يوه معنا ښودل شوي دي: «د يوه ځانګړي توکم د غوره ګڼلو باور». د دویمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سم، توکمپالنې هماغه د غوره ګڼلو معنا خپله کړه، چې مخکې له توکمپالنې سره ملګرې وه: توکمپالنه هغه مهال په توکميز توپير، توکميز غوره والي او بد نيت دلالت کاوه. (د «توکم کرکه» اصطلاح، د ۱۹۲۰ز کلونو په پای کې، د ټولنپوه فریدريک هرتز له خوا هم کارول شوې ده).

لکه چې تاريخ يې څرګندونه کوي، د توکمپالنې له کليمې څخه ګټه اخستل یوڅه نوې ده. په لويديزه نړۍ کې دا ټکی په پراخه کچه په ۱۹۳۰ مو زېږدېزو کلونو کې وکارول شو، کله چې دا ټکی د نازيانو د سياسي او ټولنيز اند د بيانولو لپاره کارېده، چا چې توکم ته د يوه طبيعي سياسي واحد په سترګه کتل. دا اتفاقي خبره ده چې، توکمپالنه د دې کليمې له رامنځته کېدو مخکې هم وه، خو د توکمپالنې د پېژند لپاره داسې اتفاقي تعريف نه شته، چې توکمپالنه څه ده او څه نه ده. نن سبا ځينې پوهان دا غوره بولي چې، د توکمپالنې مفهوم د جمعې په معنا وکاروي، تر څو د توکمپالنې ټول هغه ډولونه په کې شامل کړي چې، په يوه تعريف کې نه رانغښتل کېږي. دوی استدلال کوي چې، د توکمپالنې بېلا بېل ډولونه، په بېلا بېلو پړاوونو او جغرافيايي سيمو کې منځته راغلي. ګارنر ۲۰۰۹ز د توکمپالنې اوسني بېلا بېل تعريفونه لنډيزوي او درې عام عناصر په ګوته کوي چې، د توکمپالنې په دې درېو تعريفونو کې راټول دي. لومړی، د ډلو تر منځ  د تاریخي-  ميراثي ځواک اړيکه، دويم د توکميزو توپيرونو په اړوند د اندونو يوه ټولګه (يوه نظريه) او درېيم ـ تبعيضي کارونه.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

انگرېزي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بسم الله الرحمن الرحيماسټرالیاد ملا صاحب سرایلوري ژبهگل پاچا الفتشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهشيعهملګري ملتونهمرکزي آناتولیاسورلنډیمتحده عرب اماراتبنګاروپايي صنوبرپاسپورټواخاند الله 99 نومونهد ښځو د تناسلي آلې غوڅول یا ختنه کوليمنژبهاحمد فريدذبیح الله مجاهدمنظور پشتينسابهد حماس اسلامي غورځنگد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهويکيپېډياپه چاپېریال باندې د بشر اغېزمیګرینمطالعهاسد الله غضنفرتورکي ژبهعثماني سترواکياحمد شاه خانامير کروړ سوريد کمپیوټر ځانګړتیاويرودکيتمبوا، انګولاويکيمېډيا بنسټد افغانستان وزارتونهميدان وردگ ولايتخوزستانچنګيز خاننجيب الله جامعچرسمصرسردار سلطان محمد خاند افغانستان پېښليکمېډياويکيمنځنی ختيځسردار پاینده محمد خانعبدالروف بېنوااسلامد کتاب نړيواله کره شمېرهبروناید شغنان هوايي ډګراندونیزیایي ژبهکندز ولايتعراقروڼ انديقانون څه ته وايي؟سردار محمد يوسف خانغني خاند احد غزاپيغمبران په قرآن کېد اسرايلو اقتصادمهرو د سید آباد ولسوالۍ يو کلید سوداګرۍ اتحادیه🡆 More