اقتصاد تولید

تولید د بېلابېلو مادي او غیرمادي توکو (پلان، پوهې) د یوځای کولو پروسه ده، څو د مصرف لپاره یو څه برابر کړي.

دا د محصول، یوه توکي یا خدمت د جوړولو عمل دی، چې ارزښت لري او له خلکو سره د هغوی په ګټه کې مرسته کوي. د اقتصاد ساحه چې پر تولید تمرکز کوي او د لګښت (پېرودونکي) له تیورۍ سره تړلې ده، د تولید تیوري ورته ویل کېږي.

د تولید پروسه او وتونکيپه مستقیمه توګه د تولیدي محصولاتو د اصلي لاس ته راتلونکو (تولیدي فکتورونو) د کارولو پایله ده. ځمکه، کار او پانګه د لومړنیو تولیدوونکو توکو یا خدمتونو په توګه پېژندل شوي دي او د تولید درې بنسټیز عوامل ګڼل کېږي. دا لومړني لاس ته راتلونکي د وتونکو په پروسه کې تر یوه بریده نه بدلېږي او نه هم په محصول کې بشپړه برخه ده. د کلاسیک اقتصاد له مخې مواد او انرژي د دویمي فکتورونو په توګه ډلبندي شوي دي؛ ځکه چې دا د ځمکې، کار او پانګې دوه اړخیر محصولات دي. دې ته په پام سره لومړني فکتورونه ټول د زېرمو په راټولولو کې ښکېل دي، لکه ځمکه چې له خاورې پورته او ښکته طبیعي سرچینې په کې شاملې دي. په هر حال د انسان په پانګه او کار کې توپیر شته. د تولید پر عامو عواملو سربېره د فکر په بېلابېلو اقتصادي مکتبونو کې تشبث او ټکنالوژي ځینې وخت په تولید کې د پراختیا لامل کېږي. دا چاره عامه ده، چې د کنټرول وړ لګښتونو زیاتره ډولونه د محصول د تولید د ترلاسه کولو لپاره کارېږي. د تولید دنده دا ده، چې د لاس ته راتلونکو او وتونکو د کچې منځنۍ اړیکه وارزوي.

اقتصادي هوساینه د تولید په پروسه کې رامنځته کېږي، په دې معنا چې ټول اقتصادي فعالیتونه په مستقیم یا نامستقیم ډول د انسان غوښتنې او اړتیاوې پوره کوي. هغه درجې چې اړتیاوې یې پوره کېږي، تر ډېره د اقتصادي هوساینې د اندازې په توګه منل شوې دي. تولید دوه ځانګړنې لري، چې د اقتصادي هوساینې زیاتوالی تشرېح کوي. د توکو او خدمتونو د کیفیت-بیې نسبت ته وده ورکوي او د ودې ډېرو اغېزناکو بازارونو تولید یاټولټال تولید عواید ډېروي، چې د GDP په ډېرولو کې مرسته کوي. د تولید مهمې بڼې دا دي:

  • د بازار یا مارکېټ تولید
  • عام تولید
  • کورنی تولید

ددې لپاره چې د اقتصادي هوساینې پراصل پوه شو، باید دا درې تولیدي پروسې زده کړو. دا ټول هغه توکي تولیدوي، چې ارزښت لري او د افرادو له هوساینېسره مرسته کوي.

د اړتیاوو رضایت د تولید شوو توکو له کارولو سرچینه اخلي. د اړتیا رضایت هغه وخت ډېرېږي، چې د توکو د کیفیت او کمیت تناسب ښه شي او په کم لګښت ډېر رضایت یا خوښي ترلاسه شي. د توکو د کیفیت او بیې تناسب ته وده ورکول د تولیدوونکي لپاره د محصولاتو سیالۍ ته د ودېورکولو په موخه یوه مهمه لاره ده، خو دا ډول لاسته راوړنې چې پر پېردونکو وېشل شوې دي، د تولید له معلوماتو سره نه شي اندازه کېدای. د توکو د سیالۍ د ښه والي معنا دا ده، چې تر ډېره د تولیدوونکو لپاره د محصول بیې راټیټوي او په عاید کې زیان رامنځته کېږي، چې دا چاره د پلور د حجم په ودې سره جبرانېږي.

اقتصادي رفاه یا هوساینه هم د عوایدو د ودې له امله ډېرېږي، چې د پرمختللي او ډېر اغېزناک بازاري تولید له امله ترلاسه کېږي. د بازار تولید د تولید یوازینۍ بڼه ده، چې عواید رامنځته کوي او پر شریکانو یې وېشي. عامه تولید او کورنی تولید د بازار په تولید کې د عایداتو له لارې تمویلېږي. په دې توګه د بازار تولید د هوساینې په رامنځته کولو کې دوه ګونی رول لري، د بېلګې په ډول د توکو او خدماتو تولید او د عاید رامنځته کولو ونډه. د دغې دوه ګونې ونډې له امله د بازار تولیداقتصادي هوساینه«Primus Motor» دی او له همدې امله ورته دلته بیاکتنه کېږي.

د تولیدي اقتصاد توکي

د تولید اصلي انګېرنه هماغه د تولیدوونکي د ګټې د اعظمي کولو اصلي موخه ده. د تولید د ارزښتونو توپیر (د تولید ارزښت) او بیې (د تولید له عواملو سره تړاو لري) محاسبه شوې ګټه ده. موثریت، ټکنالوژي، بیه، چلند، لګښت او د تولید بدلونونه مهم توکي دي، چې په تولیدي اقتصاد کې د پام وړ اغېز لري.

مؤثریت

موثریت د بې اغېزې کچې د تولید پرځای په تولید کې د بشپړ ظرفیت په ترلاسي او ساتنه کې ډېر رول لري. په موثریت کې بدلونونه په اوسنيو لاسته راغلو کې له مثبت بدلون سره تړاو لري، لکه ټکنالوژیک پرمختګ چې د تولیدوونکي له دریځ سره تړاو لري.

ټکنالوژیکي بدلونونه

دا توکي د تولید په ساحه کې د ټکنالوژۍ روان تطبیق ګوري. ټکنالوژيک بدلون د اقتصادي تولید د پایلو په پرمختګ کې دیوه ټاکونکي دنده لري، څرنګه چې د اقتصادي تاریخ په اوږدو کې یادونه شوې لکه صنعتي انقلاب. له همدې امله دا مهمه ده، چې پر تولید یې د اغېز څارنې ته دوام او د نویوټکنالوژیو پراختیا ته وده ورکړل شي.

چلند، لګښت او ګټه

د تولیدوونکي د چلند او د تولید د اصلي انګېرنې ترمنځ پیاوړې اړیکه شته. دواړه د ګټې د اعظمي کولو چاره په غاړه اخلي. ښايي تولید د مصرف په پایله کې د بېلابېلو فکتورونو ترمنځ زیات، کم یا ثابت پاتې شي. د تولید او مصرف ترمنځ اړیکه د عرضې او تقاضا د اقتصادي تیورۍ پر وړاندې غبرګون دی. پر دې اساس کله چې تولید د فکتور له مصرف نه ډېر کم شي؛ نو د تولید د کمښت لامل کېږي. برعکس که له مصرف نه تولید ډېر شي؛ نو د تولید ډېرښت ښي.

بیه اېښودنه

په اقتصادي بازار کې د تولید د لاسته راغلو او له لاسه وتلو بیې له بهرنیو فکتورونو ټاکل کېږي، لکهتولیدوونکی چې د بیې اېښودونکی دی. له همدې امله بیه د تولیدي اقتصاد د رښتینې نړۍ په غوښتنلیک کې یو مهم توک دی. که نرخونه هم ډېر لوړ وي، محصول به په اسانۍ تولید نه شي. د بیې او مصرف ترمنځ هم یوه پیاوړې اړیکه شته، چې په دې سره د ټول تولید کچه اغېزمنېږي.

مصرفوونکي

د شرکت پېرودونکي عموماً مصرفوونکي، د بازار نور تولیدوونکي یا په عامه سکتور کې تولیدوونکي دي. هر یو یې د انفرادي تولید دندې لري. د رقابت یا سیالۍ له امله د توکو د بیې او کیفیت تناسب ښه کېږي او دا چاره پېرودونکو ته د غوره محصول ګټې په لاس ورکوي. پېرودونکي په کمه بیه ډېر توکي ترلاسه کوي. په کورني او عامه سکتور کې دا چاره په دې معنا ده، چې په کمه بیه د اړتیا ډېر رضایت ترلاسه کېږي. له دې امله د مصرفوونکو تولیدات د وخت په تېرېدو سره ډېرېږي، آن که په عاید کې یې بدلون هم رانه شي.

عرضه کوونکي

د شرکتونو یا کمپنیو عرضه کوونکي په ځانګړې توګه د موادو، انرژۍ، پانګې او خدمتونو تولیدوونکي دي. هر یو یې انفرادي تولیدي دندې لري. د عرضه شوو توکو په بیو یا کیفیت کې بدلون د دواړو لوبغاړو (شرکت او عرضه کوونکو) د تولید پر فعالیتونو اغېز ښندي. موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې د شرکت او عرضه کوونکو تولیدي دندې د دوامدار بدلون په حال کې دي.

سرچينې

Tags:

اقتصاد تولید د تولیدي اقتصاد توکياقتصاد تولید سرچينېاقتصاد تولید

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عامه روغتیااېټالياد ژونکي غشاابن سينا بلخيولسمشرملا محمد يعقوبد پښتو (ی) ګانې .شیکاګولمریزه برېښناعبدالرحمان باباميوند ولسوالۍځمکپوهنېبښنه (اپلاتون)زده کړهامير حمزه شينوارید نفوسو له مخې، د نړۍ د مذهبونو نوملړاېستونيااللهلاتیني ژبهد پیسو نړیوال صندقپلوتونملا بورجانټولنيزه ارواپوهنهانرژياوبهنړیوال بانکد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندآسيامتلونهنسل وژنهواقعیتگرېگوري کليزهايډروجنلوګر ولایتپاکستاننور محمد ترکیاسلامي دولت – خراسان ولایتد ډيورنډ کرښهانګلیسيګاناد وینې ګروپد جمعې لمونځاسټرالیاپه انسانانو کې د تذکیر آله29 جولایپوهنهميرويس هوتککتابتون ډاټ کامبرېتانيانفل لمونځپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهتلويزونحضرت محمد ص ژوندواټسافیوزنېټد حماس اسلامي غورځنگقطب نماکابل ولايتاکسايدمنځنی ختيځاسلامي نظامسيد حسن نصراللهآی اېس او ۳۱۶۶-۱روباټیکمیاشتنی عادتجنسي اړيکېپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلسوله🡆 More