تمباکو

تمباکو د Solanaceae کورنۍ د Nicotiana په جينس کې د ګڼو بوټو عام نوم دی او د دې بوټو د وچو شويو پاڼو څخه جوړېدونکي ټولو توليداتو لپاره يوه عامه اصطلاح ده.

د تمباکو له اويا څخه زيات انواع پېژندل شوي دي، خو مهم عمده فصل يې د « N. tabacum» په نوم دی. زيات پياوړی ډول يې چې د « N. rustica » په نوم دی، هم ځينو هېوادونو کې کارېږي.

د تمباکو وچې شوې پاڼې په بنسټيز ډول د سيګرټو اوسيګار سره په پايپ او شيشه کې د دود کولو (څکولو) لپاره کارول کېږي. دا همدا راز د نصوارو، ژول کېدونکو تممباکو، لندو تنباکو او په شونډه کې د استعمال په ډول هم کارول کېږي.

په تمباکو کې د لوړې کچه نشه کونکي محرک «الکلايډ نيکوټين» او تر څنګ يې «هرمالا» «الکلايډونه» هم موجود وي. د تمباکو استعمال د ډېرو وژونکو ناروغيو لامل يا د يې د خطر لامل دی، په ځانګړي ډول د هغو ناروغيو چې په زړه، ينې او سږو اغېز کوي، همدا راز د د ډېرو سرطانونو لامل هم بلل کېږي. په ۲۰۰۸ز کال کې، د روغتيا نړيوال سازمان د تمباکو استعمال په نړۍ کې د مړينې د مخنيوي وړ یواځينی ستر لامل ونوماوه.

انګريزۍ

د انګريزۍ ټکی « tobacco» د اسپانوي ژبې له « Tabaco» څخه اخيستل شوی دی. د دې ټکي د کره اصل په اړه اختلافات موجود دي، خو عموماً باور دا دی چې لږ تر لږه تر يو بريده د « Taíno» څخه اخيستل شوی دی، کومه چې د کرابيين «اراواکن» ژبه ده. په « Taíno» ژبه کې، د دې مطلب يا خو د تمباکو د پاڼو يوه تاو شوې بڼه ( د tolomé de las Casas په وينا، ۱۵۵۲)، يا يې موخه tabago و چې دا د L په بڼه يو پايپ و، کوم چې په پوزه د تنباکو د دود کولو لپاره کارېدو (د Oviedo په وينا، په داسې حال کې چې خپله پاڼو ته يې د cohiba نوم اخيست).

په هر حال، شونې ده چې په تصادفي ډول، د يو شمېر درملونو د بوټو لپاره له ۱۴۱۰ څخه په اسپانوي، پرتګالي او ايټالوي ژبو کې ورته ټکي استعمال شوي وي. شونې ده چې دا ټکي د عربۍ د « طُبّاق » (همدا راز طُباق) ټکي څخه اخيستل شوي وي، په څرګند ډول د دې ټکي تاريخ تر نهمې پېړۍ رسېږي چې بېلا بېلو بوټو (هغه بوټي چې درملو کې کارول کېږي) ته کارول کېږي.

تاریخ

دوديز استعمال

تممباکو له اوږدې مودې راهيسې په امریکا کې کارول کېږي، په مکسيکو کې يې د کر کيلې ځينې سيمې شته چې تاريخ يې تر ۱۴۰۰-۱۰۰۰ مخزېږديزو کلونو پورې رسېږي. د امريکا ډېرو اصلي اوسېدونکو قبيلو په دوديز ډول تمباکو کرلي او کارولي دي. له تاریخي پلوه، د شمال ختيځ «ووډلينډ» کلتورونو خلکو په اسانۍ سره منل شوي سوداګريز شي په توګه په کڅوړو کې لېږدول. دا هم په عام ډول او هم په مراسمو کې دود کېدل، لکه د سولې د يوې موافقې يا يو سوداګريز تړون د تر سره کولو پر مهال. په ځينو اصلي کلتورونو کې، تمباکو ته د پنځونکي (خالق) له خوا د يوې ډالۍ په سترګه کتل کېږي، په داسې حال کې چې په مراسمو کې د تمباکو دود کول د يو چا افکار او دوعاګانې تر خپل پنځونکي پورې رسوی.

عامېدنه (شهرت)

امريکاګانو ته د اروپايانو له رسېدو وروسته، تمباکو د سوداګريزو توکو په توګه زیات شهرت پیدا کړ. «هرنينډيز ډي بونکالو»، د اینډيز اسبانوي تاريخ ليکونکی، لومړی هغه اروپايی و چې په ۱۵۵۹ز کال کې يې د اسپانيې د پاچا فليپ دويم له اوامرو وروسته لرغونې نړۍ ته د تمباکو تخم راوړ. دا تخم د «ټوليډو» په څنډو کې وکرل شو، په خاص ډول په هغه سيمه کې چې د «لاس سيګاريلس» په نوم پېژندل کېږي چې نوم يې له «سيکاډاس» (په اسپانوي کې سګاراس) (يو ډول چيمچار ته ورته خځنده دی) د پرله پسې وبايي هلاکت  څخه اخيستل شوی دی. د ويرجينيا او «سپين برلي» د کمزورو تنمباکو له پرمختګ مخکې، د دې دود دومره سخت و چې په سا کې نه شول کېدای. په یو وخت کې يې کمه اندازه دود کېدای شول چې د «مډوخ» يا «کيسرو» (د نشه يي توکو د څکولو لپاره د نچې په څېر وسيلې دي) په څېر پايپ يا نوي جوړ شوي اوبو پايپونو لکه شيشه يا چيلم په کارولو سره دود کېدل (د دې عمل د نوي تسلسل لپاره thuốc lào وګورئ). تمباکو دومره مشهور شول چې د انګلستان مستعمرې جیمز ټاون دا د خپلې دود پيسې په توګه وکارول او د نقد فصل په توګه يې د هغې په صادرولو پيل وکړ؛ تمباکو ته ډېر ځله د هغه صادراتو امتياز هم ورکول کېږي چې ويرجينيا يې له بربادۍ څخه وژغورله.

د تمباکو يو شمېر ګټې هم د دې په بریا کې مهمه ونډه لري. ستور پېژندونکی «تاماس هيريټ»، څوک چې په ۱۵۸۵ز کال کې د «روانوک» ټاپو د ماموريت پر مهال له سر «رچارډ ګرين ويل» سره ملګری و، باور درلود چې دا بوټی «د بدن ټول سوري او لارې پرانيزي»، په همدې بنسټ د اصلي اوسېدونکو بدنونه «په ځانګړي ډول له روغتيايي اړخه خوندي دي او ډېرې سختې ناروغۍ نه پېژني، په کومو ناروغيو چې موږ په انګلستان کې ډېر وخت اخته کېږو».

د دود کولو او ژوولو لپاره د تمباکو توليد تر ۱۷۰۰ز کال پورې په اروپا او د اروپا په ډېرو مستعمرو کې يو ستر صنعت وګرځېد.

له اتلسمې پېړۍ څخه په کيوبا او د کرابین په نورو برخو کې تنباکو يو ستر نقد فصل دی. د کيوبا سيګار په ټوله نړۍ کې شهرت لري.

د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې سګرټو شهرت پيدا کړ. «جيمز بونسيک» د سګرټ د توليد لپاره خپله کار کونکی ماشين جوړ کړ. په توليد کې دې زياتولي د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د صنعت تر ودې پورې د تمباکو په صنعت کې د پام وړ پرمختګ سره مرسته وکړه.

معاصر

د شلمې پېړۍ د منځنيو کلونو له ساينسي موندنو وروسته، تمباکو د روغتيا لپاره د ګواښ په توګه وغندل شو او په پايله کې د سرطان او تر څنګ يې د نورو تنفسي او وينې د جريان د ناروغيو لامل په توګه وپېژندل شو. په متحده ايالاتو کې، دا چاره د تمباکو بنسټيز جوړجاړي تړون ته لاره هواره کړه، کوم تړون چې ايالتونو ته په کلني ډول د تادياتو او د تمباکو د مصنوعاتو د تشهير او بازار موندنې په برخه کې د رضاکارانه بنديزونو په بدل کې د متحده ايالاتو د ايالتونو ډېرې دوسيې تصفيه کړې.

د ۱۹۷۰ز لسيزه کې، «براون» او «وليمسن» د Y1 د توليد لپاره د تنباکو د يو ډول نسل په بل کې پيوند کړل، کوم چې په غېر معمولي ډول د ډېرو نيکوټيني موادو لرونکي دي، له نږدې ۳.۲  تر ۳.۵٪ څخه دوه برابره زيات او تر ۶.۵٪ پورې رسېږي. په ۱۹۹۰ز لسزه کې، دې چارې د خوراک او درملو اداره اړ کړه چې تور پورې کړي چې د تمباکو شرکتونه په قصدي ډول د سيګرټو په نيکوټيني موادو کې لاسوهنه کوي.

د روږدو ډېرو کسانو د نشې پرېښودلو هېله د تنباکو د مخنوي د مصنوعاتو لامل وګرځېده.

په ۲۰۰۳ز کال کې، په مخ پر وده هېوادونو کې د تمباکو د مخ پر زياتېدو استعمال په ځواب کې د روغتيا نړيوال سازمان په برياليتوب سره وکولای شول چې ۱۶۸ هيوادونه د تمباکو د مديريت د کارچوکاټ کنوانسيون د لاسليک لپاره راټول کړي. دا کنوانسيون د تمباکو د زيان رسونکو اغېزو د کمولو لپاره په ټولو هېوادونو کې د اغېزناک قانون جوړولو او تنفذير باندې ټينګار کولو لپاره جوړ شوی دی. د ۲۰۱۹ او ۲۰۱ز کلونو تر منځ، د تمباکو د استعمال له امله د کوويډ-۱۹ زیاتېدونکو روغتيايي ګواښونو په اړوند اندېښنو د نشه کولو کې کمۍ او د دې په ختمولو کې اسانتيا برابره کړه.

بيالوژي

نکوټيانا

د تمباکو ډېرې ډولونه د نکوټيانا بوټو له نسل څخه دي. دا د سويلي امریکا، استراليا، سول لوېديځې افريقا او سويلي ارام سمندرګي د اصلي پيدا کېدونکي بوټي «نايټ شيډ» له کورنۍ (Solanaceae) برخه ده.

ډيری «نايټ شيډ» د نيکوټين بېلا بېلې کچې لري، کوم چې د خزنده ګانو لپاره پياوړي نيوروټوکسن دي. په هر حال، د نورو په پرتله په تنباکو کې د نيکوټين اندازه ډېره زياته وي. د نورو Solanaceae انواعو په خلاف، په دوی کې tropane alkaloids نه وي، کوم چې عموماً د انسانانو او نورو ژويو لپاره زهرجن وي.

سرچينې

Tags:

تمباکو انګريزۍتمباکو تاریختمباکو بيالوژيتمباکو سرچينېتمباکو

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

درسي پلانکاناډامير غلام محمد غباراردندیکتاتوريلیاقت تاباندرملگريدروغلوګزامبورګپکتيکا ولايتد جمعې لمونځسړه جګړهکندهار ولايتزينب بنت خزيمهانګليسي ويکيپېډيااصحاب کهفشنه زرغونهد کمپیوټر ارزښتپښتون ژغورنې غورځنگتی (سینه)ډيسپروسيومساپوهنهد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلهد ملګرو ملتونو امنيت شوراسپېرکۍلټکیميرويس هوتکHydrogenموټرجیمز پيساسلامسولگرپاړسي ژبهځمکهنومځری (زمیر)خوست ولايتبانکالماني ژبهبېلجیملومړی مخریبوزومبېکينيد المان هیواد آیالاتونهچارلس سانډرس پيرسوگړشمېرنهخاياليد رونډا جګړهسید مرچ آغاماري انتوانېتامونياپيشوفلسطینمینیوپزمطالعهکارل یونګجيبوتيیوزنېټراشد خانیحیی خاند افغانستان وزارتونهد ښځو حقونه🡆 More