بوروندي: افريقايي هېواد

د لږ تر لږه ۵۰۰ کلونو لپاره په کې د Twa, Hutu او Tutsi وګړو ژوند کړی دی.

بوروندي: بروندي, تاريخچه, ایداري وېش بيرغ بوروندي: بروندي, تاريخچه, ایداري وېش نښان
Location of  بوروندي  (موظی ته ورته) – in افریقا  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت & شین ټکی) – in آفریقایي ټولنه  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت)
Location of  بوروندي  (موظی ته ورته)

– in افریقا  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت & شین ټکی)
– in آفریقایي ټولنه  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت)

نخشه
موقعيت
Location of  بوروندي  (موظی ته ورته)

– in افریقا  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت & شین ټکی)
– in آفریقایي ټولنه  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت)

حکومت
 -  ولسمشر پیر نکورونزیزا
 -  لومړی مرستیال ګاستون سیندیمو
 -  دویم مرستیال جوزف بوتور
Legislature پارلمان
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House ولسي جرګه
جوړښت
 -  د رواندا-اوروندی برخه
(د ملګروملتونو امنیت سیمه)
۱۹۴۵–۱۹۶۲ 
 -  خپلواکي له بلجیم ۱ جون ۱۹۶۲ 
 -  Republic ۱ جون ۱۹۶۶ 
 -  Constitution of Burundi ۲۸ فبروري ۲۰۰۵ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۲۷٬۸۳۴ کيلومتر2 (۱۴۲ام)
۱۰٬۷۴۷ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱۰
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۹ estimate ۱۱٬۷۴۵٬۸۷۶ (۸۶ام)
 -  ۲۰۰۸ census ۸٬۰۵۳٬۵۷۴ 
 -  ګڼه ګونه 401.6/km2 (20)
۱٬۰۴۰٫۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۸٫۳۸۰ بیلیونه 
 -  پر کس $۷۲۷ 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۳٫۵۷۳ بیلیونه 
 -  پر کس $۳۱۰ 
Gini (۲۰۱۳) ۳۹٫۲ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۴۲۳ (۱۸۵ام)
د وخت سيمه (UTC+۲)
د نېټې بڼه ورځ/میاشت/کال
د موټر چلولو لوری ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .bi
پيل ګڼ +۲۵۷
بروندي (/bəˈrʊndi/) چې په رسمي ډول د بروندي جمهوريت دی، په کېروندي ژبه کې ورته (Repubulika y’Uburundi, [u.βu.ɾǔː.ndi])، سواهيلي کي (Jamuhuri ya Burundi) او فرانسوي ژبه کې (République du Burundi, [buʁundi] or [byʁyndi]) وايي. دا هېواد د ستر چاود دره (Great Rift Valley) کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې د افريقا د سترو جهيلونو سيمه او ختيځه افريقا په کې يو ټکي يا مرکز ته راټولېږي. شمال ته راوانډا، ختيځ او سوېل ختيځ ته تانزانيا او لويديځ ته يې د کانکو ديموکراتيک جمهوريت دی. د “Tanganyika” جهيل د هېواد د سوېل لويديځې پولې په اوږدو کې پروت دی.

بروندي د يادې مودې له ۲۰۰ څخه د زياتو کلونو لپاره د شلمې پېړۍ تر پيل پورې يوه خپلواکه پاچهي وه؛ دا هغه مهال و، چې المان پر سيمه باندې حکومت وکړ. د لومړۍ نړيوالې جګړې او د المان له ماتې څخه وروسته د ملتونو ټولنې د بروندي سيمه د بلجيم تر واک يا قيموميت لاندې کړه. له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د متحده ايالتونو د باور پر سيمه (United Nations Trust Territory) بدله شوه. بلجيميان او المانيانو دواړو د بروندي او راوينډا پر سيمو باندې د اروپايي مستعمرې په توګه حکومت وکړ، چې د “Ruanda-Urundi” په نوم پېژندل کېږي. پر افريقا باندې د اروپايي بريد تر وخته پورې د بروندي او راويندا سيمې هيڅکله تر عام حکومت لاندې نه وې.

بروندي په ۱۹۶۲ ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او په لومړيو کې يې شاهي نظام درلود، مګر د وژنو لړيو، کودتا او د سيمې د بې ثباتۍ عمومي اقليم په ۱۹۶۶ ز کال کې د يو جمهوريت او يو ګوندي دولت په رامنځته کېدلو کې لوړې کچې ته ورسېدل. د توکمي سوچه کولو سيالۍ، وروستۍ دوه کورنۍ جګړې او عام وژنې؛ يو ځل په ۱۹۷۰ لسيزه او بل ځل په ۱۹۹۰ لسيزه کې د سلګونه زرو وګړو د مړينې لامل شوې او اقتصاد يې ناپرمختللی او نفوس يې د نړۍ تر ټولو غريبې کچه کې پرېښود. ۲۰۱۵ ز کال د پراخه کچې سياسې نښتې شاهد و؛ ولسمشر “Pierre Nkurunziza” د درېيم وار له لپاره دندې پر مخ وړل غوره کړل، د کودتا يوه هڅه بې پايلې شوه او د هېواد پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د نړيوالې ټولنې د غړو له لورې تر پراخه نيوکې لاندې راغلې.

د بروندي د خپلواک دولت سياسي نظام د ولسمشريز استازي ديموکراتيک جمهوريت دی، چې د ګڼ ګوندي دولت پر بنسټ دی. د هېواد ولسمشر د دولت او حکومت رئيس دی. اوسمهال په دې بروندي کې ۲۱ ثبت شوي ګوندونه دي. د ۱۹۹۲ مارچ پر ۱۳ د “Tutsi” کودتا مشر “Pierre Buyoya” يو اساسي قانون رامنځته کړ، چې د ګڼ ګوندي سياسي بهير لپاره يې لاره هواره او ګڼ ګوندي سيالي يې راغبرګه (منعکس) کړه. شپږ کالونه وروسته د ۱۹۹۸ ز کال جون پر ۶ ياد اساسي قانون د ملي جرګې د چوکيو په پراخولو او د دوو مرستيال ولسمشرانو لپاره د مقرراتو په برابرولو سره بدل شو. د اروشا سمون يا ملګرتيا “Arusha Accord” له امله بروندي په ۲۰۰۰ کال کې يو لېږدېدونکی (انتقالي) حکومت تصويب کړ. د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې يې ملګري ملتونه له خپلې ارادې څخه خبر کړل، چې غواړي د جنايي نړيوالې محکمې څخه لاس واخلي.

ياد هېواد په بنسټيز ډول يوه کليوالي ټولنه ده، چې يوازې ٪۱۳۴ وګړو يې په ۲۰۱۹ ز کال کې په ښاري سيمو کې ژوند کاوه. په يو کېلو متر مربع (۷۵۳ ميل مربع) سيمه کې د نږدې ۳۱۵ تنه وګړو د تراکم له مخې د نيمه صحرايي افريقا دويم ستر هېواد دی. نږدې ٪۸۵ نفوس يې د “Hutu” توکم له نسل څخه دي، ٪۱۵ يې “Tutsi” او له يو سلنې څخه لږ يې ذاتي “Twa” توکمي دي. د هېواد رسمي ژبې کېرونډي “Kirundi”، فرانسوي او انګليسي دي. کېرونډي په رسمي ډول د يوازينۍ ملي ژبې په توګه پېژندل کېږي.

بروندي چې د افريقا له کوچنيو هېوادونو څخه دی، ځمکه يې زياتره د پايښت کرنې او څرولو لپاره کارول کېږي، چې د ځنګلونو د له منځه تګ لامل شوې ده. تر ۲۰۰۵ ز کال پورې د هېواد ځنګلونه نږدې بشپړ له منځه تللي وو او يوازې له ٪۶ څخه لږه ځمکه يې په ونو سره پوښل شوې وه، چې نيمايي هغه يې سوداګريزې کښتونه وو. دا هېواد د فقر تر څنګ زياتره له فساد، کمزوري جوړښت، روغتيايي او د زده کړو خدمتونو ته له لږ لاسرسي او لوږې څخه رنځېږي. بروندي ګڼ نفوسه هېواد دی او زيات ځوانان د موکو [د کار] په لټه نورو سيمو ته ځي. د ۲۰۱۸ ز کال د نړۍ د خوښۍ راپور دې هېواد ته د ۱۵۶ ځای په ورکولو سره د نړۍ د تر ټولو لږ خوښ هېواد په توګه ځای کړ. بروندي د افريقايي ټولنې، ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار، ملګرو ملتونو او ناپېيلي خوځښت غړی هېواد دی. ياد هېواد تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د سړي سر تر ټولو ټيټ ناخالص کورنی محصول لري.

بروندي

معاصر بروندي د بروندي د پاچا (King of Burundi) په نوم نومول شوې ده. نوموړي پر سيمه باندې حکومت وکړ، چې د پيل يې په ۱۶ پېړۍ کې و. ښايي په وروستي ډول خپل نوم د سيمې له “Ha” وګړو څخه تر لاسه کړي، چې د اصليت ځای يې د “Buha” په نوم پېژندل کېده.

تاريخچه

بروندي لکه د بوستوانا، ليسوتو او ايستوانا غوندې هېوادونو له ډلې، له خپل ګاوند راواندا “Rwanda” تر څنګ په افريقا کې يو له څو (په شمېر) هېوادونو څخه دی، چې له استعمار څخه د مخه د افريقايي دولت يو سيده ځمکنی پرله پسې والی (تسلسل) دی. د هېواد پخوانۍ تاريخچه او په ځانګړي ډول د هېواد د درې واکمنو توکمي ډلو (Twa, Hutu او Tutsi) ونډه او طبيعت د پوهانو تر منځ خورا د بحث وړ دی. که څه يادونه کول يې مهم دي، چې د توکميزو ډلو طبيعت او کلتور تل سيال يا بهاند او بدلېدونکی دی. په داسې حال کې چې يادې ډلې ښايي دې سيمې ته په بېلابېلو وختونو کې او په بېل ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو په توګه راغلې وي، مګر اوسني توپيرونه يې د ځينو له لورې ټولنيز-سياسي جوړښتونه ګڼل کېږي. يادو ډلو په لومړيو کې په يو څه سوله کې يو له بله سر ګډ ژوند وکړ. د دوی تر منځ د نښتو يا شخړو نېټه ۱۷ پېړۍ ته ورګرځېدلی شي. په ياده موده کې ځمکه د نفوس د پرله پسې ودې له امله خورا مخ په کمېدو وه.

د بروندي پاچهي

د بروندي دولت د لومړني ثبوت نېټه ۱۶ پېړۍ ته ورګرځي، چې په همدې موده کې پر لويديځې غونډۍ باندې راڅرګند شو. په ځان پورې د کوچنيو ګاونډيو سيمو په نښلولو سره، د راتلونکو پېړيو پر مهال پراخه شو. د سترو جهيلونو سيمه کې د بروندي يا يورندي (Urundi) پاچاهي د دوديز پاچا له لورې اداره کېده، چې تر لاسه لاندې يې بېلابېل شهزاده ګان وو او د پرله پسې والي يا ځايناستي هڅې په کې عامې وې. پاچا چې د “mwami” په نوم يادېده او د واکمن معنا لري، د شهزاده غوندې ټولواکۍ (ganwa) مشري يې وکړه چې د خاورې ډېره برخه يې درلوده او له سيمه يیزو کروندګرو (په اصل کې Hutu) او شپونکيانو (په اصل کې Tutsi) څخه يې باج يا ماليه غوښتله. د بروندي پاچهي د روحانيونو د سلسلې د يو سياسي واک او د باج له مخې د اقتصادي بدلون له مخې وپېژندل شوه.

د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د Tutsi سلطنت پر خاوره، توليد او د ubugabire په پرمختګ سره پر وېش باندې واک پياوړی کړ. “ubugabire” د ملاتړي پېرېدونکي يوه اړيکه وه، چې عوامو په کې د باج او د ځمکې د نيونې په بدل کې شاهي خونديتوب تر لاسه کړ. په دې موده کې شاهي محکمه له “Tutsi-Banyaruguru” توکم له وګړو څخه  جوړه شوې وه. دوی د نورو کليوالي وګړو، لکه “Tutsi-Hima” په پرتله لوړ ټولنيز دريځ درلود. د دې ټولنو په ټيټو کچو کې “Hutu” وګړي وو او “Twa” وګړو د هرم په خورا تل کې ځای درلود. که څه هم ياد نظام يو څه نرمښت درلود. ځيني Hutu وګړو په اشرافيت پورې تړلي وو او د همدې له امله يې د دولت په پرمخ وړلو کې هم نظر [ونډه] درلوده.

ایداري وېش

بروندي هیواد ۱۸ ولایتونه او ۱۱۷ ولسوالۍ لري.


ولایت مرکز مساحت
(ک. م مربع)
وګړي
(سرشمیرنه ۲۰۰۸)
ختیځه بوروندي
کانکوزو ولایت کانکوزو ۱٬۹۶۴٫۵۴ ۲۲۸٬۸۷۳
ګیتګا ولایت ګیتګا ۱٬۹۷۸٫۹۶ ۷۲۵٬۲۲۳
روتانا ولایت روتانا ۱٬۹۵۹٫۴۵ ۳۳۳٬۵۱۰
روییګي ولایت روییګي ۲٬۳۳۸٫۸۸ ۴۰۰٬۵۳۰
شمالي بوروندي
کاروزي ولایت کاروزي ۱٬۴۵۷٫۴۰ ۴۳۶٬۴۴۳
کایانزا ولایت کایانزا ۱٬۲۳۳٫۲۴ ۵۸۵٬۴۱۲
کیروندو ولایت کیروندو ۱٬۷۰۳٫۳۴ ۶۲۸٬۲۵۶
مویینګا ولایت کویینګا ۱٬۸۳۶٫۲۶ ۶۳۲٬۴۰۹
نګوزي ولایت انګوزي ۱٬۴۷۳٫۸۶ ۶۶۰٬۷۱۷
سویلي بوروندي
بوروري ولایت بوروري ۱٬۶۴۴٫۶۸ ۳۱۳٬۱۰۲
ماکامبا ولایت ماکامبا ۱٬۹۵۹٫۶۰ ۴۳۰٬۸۹۹
رومونګه ولایت رومونګه ۱٬۰۷۹٫۷۲ ۳۵۲٬۰۲۶
لویدیځه بوروندي
بوبانزا ولایت بوبانزا ۱٬۰۸۹٫۰۴ ۳۳۸٬۰۲۳
بوجومبورا مایري ولایت بوجومبورا ۸۶٫۵۲ ۴۹۷٬۱۶۶
کلیوال بوجومبورای ایساله ۱٬۰۵۹٫۸۴ ۴۶۴٬۸۱۸
سیبیتوک ولایت سیبیتوک ۱٬۶۳۵٫۵۳ ۴۶۰٬۴۳۵
مورامویا ولایت مورامویا ۶۹۵٫۵۲ ۲۹۲٬۵۸۹
موارو ولایت موارو ۸۳۹٫۶۰ ۲۷۳٬۱۴۳

بوروندي: بروندي, تاريخچه, ایداري وېش

کلتور

تاریخ

جغرافیه

tan colour map of Burundi with cities
د بوروندي هیواد نقشه.

اقتصاد

Tags:

بوروندي برونديبوروندي تاريخچهبوروندي ایداري وېشبوروندي کلتوربوروندي تاریخبوروندي جغرافیهبوروندي اقتصادبورونديافریقا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ټودي (مرغه)خرقه شريفهتور-ام۱۳۷ (عدد)تکبرد پښتو (ی) ګانې .۳۴۹ (عدد)وختتېرید شغنان هوايي ډګرامير حمزه شينواریمولانا جلال الدين محمد بلخيشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهپه جنيټيکي ډول اصلاح شوی ژوندی جسمسینه بغلباریسال ولایتسلطان قطب الدين ايبکژر انزالېدلمشرانو جرگهزړهپلار څوک دیچنيوټپنجوايي ولسوالۍصفاریانجودی لین اوکیف18 اگسټمصطفى سباعيیوزنېټد افغانستان ژبېشخصي کمپيوټرریبونوکلیک اسید (RNA)۶۰۶ (عدد)ميدان وردگ ولايتجلال ابادد نړېوال سازمانونه په اړه معلوماتد انګستان درېیم ویلیامعبدالباري جهانيزاهد پښتو پښتو سيندد پښتو ژبې ليکنښېسهيونېزمد لویې بریتانیا لومړی جورجعباسي خلافتد بشري منابعو مديريتمونکیور ډانیل کانوې۳۰۰ (عدد)جواربست کلاشاتوتپښتو پښتو تشريحي قاموسنخودد پانی پت جګړه۵۸۹ (عدد)کفري ویناويسپېرکۍملا محمد عمرکندهارانبارځانګړی اقتصادي زونبرمل ولسوالۍمنار جامپښتو متلونهلاوو ژبهناروغيغوښتنليک ليکنه!دارالعلوم کراچۍ20 اپرېلتوماس اډیسونفولاانرژي په بریتانیا کې۶۱۱ (عدد)🡆 More