باربادوس هیواد د کارابین سمندر په ختيځ او د اطلس سمندر په لوېديځه سيمه کې يو ټاپوييز هېواد دی.
دا هېواد د لیسر انتالیس د ټاپوانو يوه برخه ده چې د همدغو ټاپوانو په لړۍ کې د سنت لوسیا او سنت وینسنت او ګرنادینان د دغې ټاپويي هېواد نژدې ګاونډي هېوادونه دي. دا ټاپو ۴۳۰ کيلومتره مربع ارتوالی لري. د دغه ټاپوييز هیواد لوړې څوکې د همدې ټاپو مرکزي برخې دي. دا هېواد د استوا له کرښې سهېل لور ته په ۱۳° او د اصلي بين النهار په لوېديځ کې په ۵۹°، او د ونزویلا هېواد سهېل لوېديځې سيمې ته نژدې 434.5 کيلومتره ليرې پروت دی. د باربادوس هیواد پلازمینه بریج ټاون ښار دی.
# | ولایت | مرکز | مساحت (ک. م) | نفوس | نقشه |
---|---|---|---|---|---|
۱ | سنت اندرو | ګرینلنډ باربادوس | ۳۶ | ۵۱۳۹ | کينډۍ:د باربادوس نقشه |
۲ | سنت پیتر | اسپایتس ټاون | ۳۴ | ۱۱۳۰۰ | |
۳ | سنت توماس | هیلابي | ۳۴ | ۱۴۲۴۹ | |
۴ | سنت جان | فور رودز | ۳۴ | ۸۹۶۳ | |
۵ | سنت جورج | بالکلي | ۴۴ | ۱۹۷۶۷ | |
۶ | سنت جوزف | بتشیبا | ۲۶ | ۶۶۲۰ | |
۷ | سنت جیمز | هولتاون | ۳۱ | ۲۸۴۹۸ | |
۸ | سنت فیلیپ | کرین | ۶۰ | ۳۰۶۶۲ | |
۹ | سنت لوسي | کرب هیل، | ۳۶ | ۹۷۵۸ | |
۱۰ | سنت مایکل | بریج ټاون | ۳۹ | ۸۸۵۲۹ | |
۱۱ | کرایست چرچ | اویستینس | ۵۷ | ۵۴۳۳۶ |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article باربادوس, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.