اېډز

د انسان د دفاعي سيستم کمزوری کوونکی ويروسي انتان او کسبي دفاعي سيستم کمزورې کوونکې ناروغي (HIV/AIDS) د هغو حالتونو منظر دی، چې د انسان د معافيت سيستم د کمزوري کوونکي ويروس (HIV) سره د ککړتيا له امله رامنځ ته کېږي.

په ناروغۍ د اخته کېدلو په ابتدايي حالت کې کېدای شي، يو شخص کومې نښې څرګندې نه کړي يا کېدای شي د ناروغۍ په شان د انفلوانزا يوه لنډه دوره تجربه کړي. په نمونه يي ډول دا د نښو په نه لرلو سره د يوې اوږدمهاله استراحت يا خوب دورې نه مخکې وي. کله چې ناروغي پرمختګ کوي، نو زياتره د معافيت سيستم کې مداخله کوي، د عامو ناروغيو، لکه: توبرکلوز، نورو موسمي ناروغيو او تومورونو د پرمختګ خطر زياتوي، چې ذکر شوې ناروغۍ په عام ډول په عادي معافيت لرونکو وګړو کې نهايت لږې وي. د ناروغۍ دا وروستۍ نښې د کسبي معافيت کمزوري کوونکي ناروغۍ (AIDS) په توګه ذکر کېږي. دا پړاو زياتره د غير ارادي وزن بايلنې سره مل وي.

HIV په اصل کې، د ناخوندي جنسي اړيکې (د مقعد او خولې له لارې جنسي اړيکې)، د ککړې وينې د لېږد، تر پوستکي لاندې ستنې، د حامله ګۍ پر مهال له مور نه ماشوم ته، ولادت يا هم د شيدو ورکوونې په واسطه خپرېږي. ځيني بدني مايع يا ګازات لکه: لاړې، خوله او اوښکي ذکر شوی ويروس نه لېږدوي.

د مخنيوي په مېتودونو کې خوندي جنسي اړيکه، د ستنې د بدلولو پروګرامونه، په ناروغۍ د اخته خلکو درملنه او د ناروغۍ له ښکاره کېدو نه مخکې او وروسته دواړو حالتونو کې د مخينوي درمل کارول شاملېږي. په يوه کوچني کې ذکر شوې ناروغۍ مخنيوی مور او ماشوم دواړو ته د درملو د ورکوونې په واسطه کېږي.

د برلين ناروغ (Berlin Patient) او لندن ناروغ (London Patient) په نامه دوو کسانود AIDS د ناروغۍ د درملنې راپور ورکړی دی او د NIH او Gates بنسټ د AIDS لپاره د نړيوالې درملنې د پرمختګ په موخه د متمرکز ۲۰۰ ميليونه ډالرو ژمنه وکړه. که څه هم په پراخه توګه د لاسرسي وړ درملنه يا واکسين تر اوسه نشته، مګر antiretroviral درملنه د ناروغۍ دوره بطي کولی شي او کېدای شي، د نږدې عادي ژوند تمه پيداکړی. د ناروغۍ له تشخيص سره جوخت د درملنې توصيه کېږي. بې له درملنې د ژوندي پاتې کېدو په منځنۍ توګه له اخته کېدو نه وروسته تر ۱۱ کلونو پورې دی.

په ۲۰۲۰ ز کې د ټولې نړۍ په کچه ۳۷ ميليونه خلکو HIV درلود او په همدغه کال يې ۶۸۰۰۰۰ د مړينې پېښې لرلې.. د یادې شوې اندازې اټکلي ۲۰،۶ ميليونه وګړي په ختيځه او لويديځه افريقا کې ژوند کوي. د AIDS ويروس د پېژندلو (د ۱۹۸۰ز لسيزې په لومړيو کې) او ۲۰۲۰ ز کال تر منځ وختونو کې، ذکر شوې ناروغي په نړيواله کچه د اټکل شوي ۳۶ ميليونه مړينې سبب شوې ده. HIV/AIDS د يوې وبا په توګه په پام کې نيول کېږي، چې په پراخه سيمه کې شته او په فعال ډول خپرېږي.

HIV په لويديځه اروپا کې د شلمې پېړۍ له لومړيو نه د همدې پېړۍ تر نيمايي وختونو کې له نورو تي لرونکو ژوو نه انسان ته راانتقال شوی دی. AIDS په لومړي ځل د امريکا متحده ايالتونو د ناروغۍ د کنترول او مخنيوي مرکزونو (Centers for Disease Control and Prevention (CDC)) په واسطه، په ۱۹۸۱ز کې وپېژندل شو او سببي HIV ناروغي د همدې پېړۍ په لومړيو کې پېژندل شوې ده.

HIV/AIDS پر ټولنې باندې د ناروغۍ او تبعيض دواړو برخو کې پراخه اغېزه درلودلې ده. دا ناروغي پراخه اقتصادي اغېزې هم لري. د HIV/AIDS په اړه زياتې ناسمې انګېزې يا باورونه هم شته. لکه دا باور چې ياده ناروغي د سببي غير جنسي اړيکې په واسطه انتقالېدلی شي. دا ناروغي د دين په ګډون (د کاتوليک کليسا د موقف په ګډون چې دوی د ناروغۍ د مخنيوي په موخه condom نه کاروي) د زياتو بحثونو موضوع ګرځېدلې ده. دې ناروغۍ نړيواله طبي او سياسي پاملرنه او د پېژندنې راهيسې يې په پراخه کچه مالي ملاتړ هم ځانته راجلب کړی دی.

نښې او علايم

د HIV ناروغۍ درې اصلي پړاوونه دي: حاده ناروغي، کلينيکي ځنډتيا او AIDS.

حاده ناروغي

لومړنۍ دوره چې د HIV لنډيز تعقيبوي، حاد HIV ، ابتدايي HIV يا حاده retroviral ناروغۍ ده. زياتره اشخاص په ناروغۍ د اخته کېدو نه (۲ -۴) اوونۍ وروسته ، انفلوانزا ته د ورته يا مونونکلوزز ته ورته ناروغيو نښې ښيي، په داسې حال کې چې نور ځيني خلک ځانګړې کومې نښې نه لري. په ٪۴۰ - ٪۹۰ پېښو کې نښې ښکار کېږي او زياتره په کې تبه، د لمفاوي غدو پراخه پړسوب، د ستونې التهاب، د پوستکي خارش یا ګرمي دانې، سردرد، ستړيا او يا د خولې او تناسلي غړو زخمونه شاملېږي. خارش چې له ۲۰ تر ۵۰ سلنه پېښو کې رامنځته کېږي، د پوزې خاليګاه کې ځای نيسي او په کلاسيکي ډول maculopapular دی. ځيني خلک په دې پړاو کې موسمي يا وقفه يي ناروغۍ هم ښيي. کېدای شي، د معدې يا کولمو نښې لکه زړه بدوالی يا اسهال هم واقع شي. د (peripheral neuropathy) يا (Guillain–Barré syndrome) عصبي نښې هم رامنځته کېږي. د نښو دوره توپير لري ،مګر په معمولي ډول يوه يا دوه اوونۍ وي.

د دوی د نامعلوم سلوک يا شخصيت له امله، دا نښې زياتره د HIV ناروغۍ د نښو په توګه نه پېژندل کېږي. ان هغه پېښې چې د کورني ډاکتر يا روغتون په واسطه کتل کېږي، زياتره د ورته نښو لرونکو عامو ناروغيو سره ناسم تشخيص شوې وي. له همدې امله توصيه کېږي چې HIV په هغو خلکو کې د نامعلومه تبې په لرلو سره ملاحظه شي، چې کېدای شي، د ناروغۍ لپاره خطري عوامل لري.

کلينيکي ځنډتيا

ابتدايي نښې ،د کلينيکي ځنډتيا، نښه لرونکي HIV يا مزمن HIV نه مخکې وي. له درملنې نه پرته د HIV ناروغۍ د طبيعي تاريخ دا دويم پړاو له ۳ کلونو نه تر ۲۰ کالونو نه زياتې مودې پورې (په اوسط ډول ۸ کالونه) دوام کولی شي. که څه هم په نمونه يي ډول په پيل کې نښې محدودې يا هېڅ نه وي، مګر د دې پړاو پای ته نږدې زيات خلک تبه، د وزن له لاسه ورکول، د معدې او کولمو ستونزې او د عضلاتو دردونه تجربه کوي. د ٪۵۰ او ٪۷۰ تر منځ خلک له ۳ تر ۶ مياشتو لپاره (persistent generalized lymphadenopathy) هم ښيي چې د لمفاوي غدو له يو نه د زياتو ډلو د نامعلوم بې درده پراخوالي په واسطه مشخص شوی دی.

که څه هم په HIV-1 باندې اخته زياتره وګړي د تشخيص وړ ويروسي بار لري او د درملنې په نه شتون کې به بالاخره AIDS ته پرمختګ وکړي، بې له (antiretroviral therapy) درملنې نه له پينځو کالونو نه د زياتې مودې لپاره يو کوچنی ورته (نږدې ٪۵) د CD4+T حجرو (T مرستندويه حجرې) لوړه کچه رانغاړي. دا بېلابېل وګړي د HIV اداره کوونکو يا اوږد مهاله نه دوام کوونکو (long-term nonprogressors (LTNP)) په توګه ډلبندي شوي دي. په بله ډله کې هغه خلک شامل دي چې د ويروس ضد درملنې نه پرته ټيټ يا د نه تشخيص وړ ويروسي بار لري، چې دا خلک د ممتازو اداره کوونکو يا ممتازو مخنيوي کوونکو په توګه پېژندل کېږي. دوی په ۳۰۰ اخته اشخاصو کې نږدې ۱ تن دی.

د معافيت کمزورې کوونکې پرمختللې ناروغي

د معافيت کمزورې کوونکې پرمختللې ناروغي (AIDS) د يوې HIV ناروغۍ په توګه په يو (µL) کې له ۲۰۰ نه د کمو CD4+T حجرې د شمېر يا له HIV ناروغۍ سره د مل ځانګړو ناروغيو په واقع کېدنې سره تعريف کېږي. د مشخصې درملنې په نه شتون کې نږدې په HIV اخته نيمايي وګړي د لسو کالونو په دننه کې AIDS ته وده کړې ده. تر ټولو زيات عام حالتونه چې د AIDS شتون بدلوي ٪۴۰ (pneumocystis pneumonia)، ٪۲۰ (cachexia) د HIV ضايع کوونکي ناروغۍ په بڼه کې او د مرۍ التهاب (esophageal candidiasis) دی. په نورو عامو علايمو کې د تنفسې مجرا مکررې ناروغۍ شاملېږي.

وقفه يي يا فرصتي ناروغۍ کېدای شي د بکتريا، ويروسونو، فنجي او پرازيتونو له امله وي، چې په عادي ډول د معافيت سيستم په واسطه اداره کېږي. هغه ناروغۍ چې واقع کېږي، په هغو ارګانيزمونو پورې اړه لري، چې د شخص په چاپيريال کې دي. دا ناروغۍ کېدای شي ، نږدې هر ژوندی سيستم اغېزمن کړي.

اېډز

انساني وينه د دريو ډول حجرواو يو ډول مايع نه جوړه شوې په کومه کښي چي دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د ويني سپيني حجرې هغه هجرې دي چي په انساني بدن کښي د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. ياني که کوم وخت د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د ويني د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چي د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. ياني ويلای سو چي دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. د اېچ آی وي(HIV)وېرس دويني دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينو کښي، چي په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چي د دغه مرستندويه حجرو شمېرپه وينه کښي ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسي حال کښي چي د انسان دجسم دفاعي نظام ړنگ کړل شوی وي نو د انسان جسم د هر ډ‌ول ناروغيو په وړاندي لاچاره وي. پدغسي يو حالت کښي د انسان جسم حتی د زکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندي لا هم مقاومت نه سي کولای او پدې ډول د والگی یا زکام غوندي معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چي اېچ آی وي(HIV) وايرس انساني دفاعي نظام ړنگ کړي نو ويل کيږي چي دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چي د انسان و بدن ته د اېچ آی وي(HIV)وايرس و ننوزي نو پسله څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي.

داېډز د منځ ته راتلو په هکله تيورياني

د ايډز/ (HIV) پېژندل او د هغه سره مقابله

-په ۱۹۸۱ ميلادي كال كې په امريكا كې د يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ رپوټ وركړل شو. - په ۱۹۸۳ ميلادي كال كې د فرانسې د پاستور ا نسټيټوټ د HIV ويروس كشف اود ايډز نوم كښېښودل شو. د نومړوې ناروغۍ زړه چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو چې د نولسمې پېړۍ د طاعون څخه يې هم تېرى وكړ.

د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر تر مياشتې پورې د روغتيا د نړيوالې ادارې (WHO) برآ وردونه: - د ۶۳ مليونو په شاو خوا كې وگړې په ايډز اخته شول ، چې له دې ډلې څخه ېې ۲۲ مليونه وگړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. يوازې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې پنځه مليونه وگړي نوي ورباندې اخته شول او په همدې كال كې ۳ مليونو وگړو د نوموړې ناروغې له امله خپل ژوند له لاسه وركړ. - د ايپيديمي څلورمه څبه په ۱۹۹۵ ميلادي كال كې په منځنې ختيځ او مركړي اسيا كې را دوڅاره شوه. اوس اوس په آسيا او په ځانگړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځه اسيا كې د ۶ مليونو څخه زيات په ايډز ككړ خلك شته. په آسيا كې د نورو لويو وچو په پرتله د ناروغۍ د پرمختگ چټكتيا څو ځله ډيره ده. د اسيا په لويه وچه كې په هره دقيقه كې پنځه تنه په HIV ككړېږي. او داسې انگېرل كېږي چې په راتلونكو شپږو كالونو كې ۱۲-۱۰ مليونو ته ورسېږي او په ۲۰۲۰ ميلادي كال كې به په نړۍ كې د مړينې لومړنى لامل شي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د روغتيا نړواله اداره په دې هكله د واقعيتونو لږ ارقام وړاندې كوي.

ايدز څه شى دى؟

يوه انتاني ناروغي ده چې د انسان د بدن د دفاعي سيستم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل گرځي. او په پايله كې د ناروغيو د يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او چنگاښ( سرطان) د پرمختگ او بالاخره د مړيني لامل گرځي.

د ايډز د ناروغۍ عامل څه شى دى؟

د HIV ( د انسان د دفاع ويجاړوونكى ويروس) په نوم يو ويروس دى چې د انسان په دفاعي سيستم حمله كوي او د هغه د فعاليت د ويجاړتيا لامل گرځي


د اېچ آی وي(HIV) وايرس د هغو دوايرسونو کورنۍوايرسونو د کورنۍ سره تړاو لري کوم چي په بيزوبيزوگانو يا په شادي کښي و اېډز ته ورته د ايمون نظام ناروغي راپاروي. ويل کيږي چي د بيزوگانو دغه وايرس څه باندي سل کاله وړاندي و انسانانو ته واوښتی.


دا چي دغه وايرس کله، چيري او څنگه د بيزو نه و انسان ته واوښتی پدې هکله هيڅ معلومات نسته. د بيرمينگهم او الباما د پوهنتونونو وروستۍ څېړني ښيي چي په بيزوگانو کښي يو ډول وايرس چي اېس آی وي(SIV) نوميږي د انسانانو د ايچ آی وي وايرس په ډول د بيزوگانو د جسد دفاعي نظام ړنگوي. ساينپوهان وايي چي د اېچ آی وي(HIV) وايرس د دوو بيلو وايرسو نه منځ ته راغلی.


پداسي حال کښي چي د بيزوگانو په سلگونو اقسام سته دوه ډوله بيزوگاني شيمپانزي او گوی ننز داسي وايرس په وينو کښي لري چي ورته د اېډز د وايرس اېچ آی وي(HIV)مور ويل کيږي. خو د اېډز راپارونکی وايرس د دغه دو وايرسونو د سره يو ځای کېدو نه منځ ته راغلی. شېمپانزي بېزوگاني د گوی نن بيزوگانو ښکار کوي او هغه خوري. ساينسپوهان واي چي ښايي يوې شېمپانزي بيزود يوې گوی نن بيزو غوښي خوړلي وي او هغه په داسي حال کي چي دواړو په وينو کښي دوه بېل د ايمون د ناروغي راپارونکي وايرسونه درلو دل او همدارنگه دواړه وايرسونه سره يو ځای شوي او د هغه نه اېس آی وي(SIV) وايرس جوړ سوی کوم چي د اېچ آی وي(HIV) وايرس مور گڼل کيږي. ساينسپوهان واي چي ښايي د نن نه ٨٠ کاله وړاندي دلومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېس آی وي وايرس اخته سوي چا چي د بيزوگانو غوښي خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ١٩٥٩مېلاد ي کال کښي ديوه انسان په وينه کښي د اېچ آی وي(HIV) وايرس وموندل سو. دغه موندنه د افريکا په هيواد کونگو کښي وسوه. بيا په ١٩٦٩ مېلادي کال کښي د يوه امريکايي سرتيري په وينو کښي اېچ آی وي(HIV)وموندل سو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز د ناروغۍ نه ناخبره وه او دغه ناروغي يه نه پېژندل.

اتياميه لسيزه او اېډز


د ٧٠ يمي لسيزي په پای اود ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي د هم جنسبازو نارينو غورځنگ و عروج ته ورسېدی. د امريکا په گڼ شمېر ښارونو کښي داسي مرکزونو او د تفرېح ځايونه پرانيستل سوي وه چيري چي به يوازي هم جنسبازه نارينه ور تلله. هم جنسبازه نارينو په څرگنده توگه خپل جنسي تمايل ښودی. د لومړي ځل لپاره په دغو کلنو کښي د هم جنسبازه نارينو په هکله د امريکايي ټولني دريځ هم مخ په نرمېدوښکاره کېدی. په ټوله امريکا کښي داسي حمامونو شته والی درلودی چي هم جنسبازه نارينه به ورتلله او هلته به يه د نورو نارينو سره جنسي اړيکي ټينگولې. پداسي حال کښي چي د اېډز د ناروغۍ منځ ته راوړونکی وايرس اېچ آی وي د جنسي اړيکو دلاري له يوه انسان نه بل انسان ته منتقل کيږي او هم جنسبازه نارينو په لږ وخت کښي د گڼ شمېر کسانو سره جنسي اړيکي درلودلې نو داېډز ناروغۍ په هم جنسبازه نارينو کښي ډېره زياته شوه. د ٨٠ لسيزي په پېل کښي داېډزپه ناروغۍ اخته کسان زياتره هم جنسبازه نارينه وه، نو داسي گمان کېدی چي پدغه ناروغي يوازي او يوازي همجنسبازه نارينه اخته کيږي. د ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي و دغه ناروغۍ ته GRID يا (Gay-Related Immune Deficiency) نوم ورکول سوی و چي معنا يه د هم جنسبازو نارينو د قوت مدافعت ناروغي ده . په ١٩٨١ مېلادي کال کښي د لومړي ځل لپاره يوه امريکايي ډاکټر مايکل گوټليب د دغي نوي وژونکي ناروغۍ په هکله ليکني وکړې چي يوازي و هم جنس بازه نارينو ته ورپېښېد ه. پدغه ناروغي په نشيي توکو معتاد کسان هم اخته کېدل او د وخت په تېرېدو سره څرگنده شوه چي دغه ناروغي په ښځو کښي هم وجود درلودی. د ٨٠ کليزي په لومړۍ نيمايي کښي څرگنده شوه چي د اېچ آی وي وايرس د ويني او جنسي لاري له يوه انسان نه و بل انسان ته انتقاليږي.

داېچ آی وي وايرس لومړۍ پېژندنه

په ١٩٨٥ مېلادي کال کښي Robert Gallo نامي يوه ساينپوه په امريکا کښي د يوه داسي معاينې حقوق د ځان لپاره خوندي کړه د کومي له مخه چي د اېډز د ناروغی منځ ته راوړونکی وايرس په وينه کښي لټول کېدای شوای. دلومړي ځل لپاره Robert Gallo و دغه وايرس ته د اېچ آی وي نوم ورکړی. په همدغه نوم باندي دغه وايرس نړۍ وپېژندی. په ١٩٨٧ مېلادي کال کښي د اېچ آی وي وايرس په وړاندي د مقاومت کونکي لومړي درمل اې ټي ذېډ د جوړولو حقوق يوې امريکايي درمل جوړونکي شرکت تر لاسه کړه. ازموينو وښودل چي ددغه درمل په مرسته په اېډز اخته انسانانو ژوند لږ څه اوږدېدلای شوای. ددغي ازمويني يا معاينې د منځ ته راتلو سره دغه خبره څرگنده سوه چي نه يوازي هم جنسبازه نارينه بلکه د ټولني د هري برخي نه انسانانو په خپله وينه کښي د اېچ آی وي وايرس درلودی. همدا و چي انسانان پوه شوه چي د اېچ آی وي د وايرس اخيستلو نه څو کاله وروسته بيا د اېډز ناروغي منځ ته راځي. او دا چي هغه انسانان چي په څرگنده روغ رمټ وي کېدلای شي چي د اېچ آی وي وايرس په وينه کښي ولري.

سره پټۍ(داېډزسيمبول)

په ١٩٩٠ مېلادي کال کښي د امريکا په سان فرانسيسکو ايالت کښي د اېډز د ناروغانو لخوا يوه مظاهر وسوه. د مظاهرې موخه د اېډز د ناروغانو په وړاندي تعصب ته پام اړول و. پدغه مظاهره کښي برخه اخيستونکو ټولو کسانو پر خپلو بازوگانو باندي سرې پټۍ تړلي وې او همدا و چي سره پټۍ د اېډز د وژونکي ناروغۍ په وړاندي دمقاومت نښان وگرځېدی

Tags:

اېډز نښې او علايماېډز اېډز د د منځ ته راتلو په هکله تيوريانياېډز اتياميه لسيزه او اېډز داېچ آی وي وايرس لومړۍ پېژندنهاېډز سره پټۍ(دسيمبول)اېډز

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عبيد الله جان کندهاریمحمد گل خان مومندشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهد افغانستان ولسوالۍبدخشان ولايتد چاپ او نشر حقسيسروبانتو ژبېفردا تلويزيوندري ژبهد ژبو کورنۍ۲۳۵ (عدد)پوهنغونډدره نور ولسوالۍپښتو نومځري او د هغو کارونهد چين سياستاورګاسمبلوڅي ژبهبېټ نيکهجمعهد لویې بریتانیا ملکه، آنلمريزه انرژيژبپوهنهاوبهبرېتانياختیځ قزاقستان ولایتپېټروپولوفسک کامچاټسکيابو حنيفه (امام اعظم)نخوداريايانپولیاد افغانستان د خپلواکۍ ورځپه جنيټيکي ډول اصلاح شوی ژوندی جسمسود ( ربا )مخابراتحضرت علي کرم الله وجههپروټيناريايي ژبهد امریکا متحده آیالاتونهملاله ميوندوالهد کاناډا هیواد د ولایتونو نوملړڅارنهد اوړي وخت۵۰۰ (عدد)تخار ولايتمحمد عارف تڼیوالراغ ولسوالۍطبيعي پوهنېمورد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوراپوجا بټګوجري ژبه۲۲۸ (عدد)تکبردودلانژچایادبپوهنهخوشال خان خټکبشپڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟هندرياضيامېرېسيوم۵۲۲ (عدد)ويکيد علم تاریخسردار محمد يوسف خانلمانځه ترجمهځانګړی اقتصادي زون۶۰۶ (عدد)🡆 More