يوګاندا: په ختيځه مرکزي افريقا کې يو هېواد

اوګاندا په انګلیسي Uganda) رسمي نوم د اوګاندا جمهوریت د ویکتوریا سمندرګی په غاړه د افریقا لوی وچه مرکز په ختیځه برخه کې پروت هیواد دی.

د اوګاندا پلازمینه کامپالا او ګاونګي هیوادونه یې سویلي سوډان، کانګو جمهوریت، راونډا، بروندي، تانزانیا، او کېنيا دي. اوګاندا ۰۴۰'۲۳۶ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۸۲۴'۳۶ وګړي لري. د اوګاندا شیلینګ د نوموړی هیواد د پیسو واحد دی.

يوګاندا: تاريخچه, ایداري وېش, جغرافیه بيرغ يوګاندا: تاريخچه, ایداري وېش, جغرافیه نښان
[[دوتنه:کينډۍ:Switcher |250px |center |alt=| ]] نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر یووری موسوني
 -  مرستیال ولسمشر اډوارډ سکاندي
 -  لومړی وزیر روحانا روګوندا
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  له بریتانیا ۹ اکتوبر ۱۹۶۲ 
 -  اساسي قانون ۸ اکتوبر ۱۹۹۵ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۲۴۱٬۰۳۸ کيلومتر2 (۷۹ام)
۹۳٬۰۶۵ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱۵٫۳۹
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۶ estimate ۴۱٬۴۸۷٬۹۶۵ (۳۵ام)
 -  ۲۰۱۴ census ۳۴٬۶۳۴٬۶۵۰ 
 -  ګڼه ګونه ۱۵۷٫۱/km2 
۴۰۶٫۹/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۱۰۲٫۶۵۹ بیلیونه 
 -  پر کس $۲٬۵۶۶ 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۳۰٫۷۶۵ بیلیونه 
 -  پر کس $۷۶۹ 
Gini (۲۰۱۲) ۴۱٫۰۱ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۲۸ (159th)
د وخت سيمه (UTC+۳)
د موټر چلولو لوری د موټر چلونې لوری
د انټرنټ مخکښ شپول .ug
پيل ګڼ +256a

یوګاندا (په يوګاندايي ژبه «یوګاندا») په رسمي ډول د يوګاندا جمهوریت (په سواحلي ژبه: جمهوریه یوګاندا/Jamhuri ya Uganda) د افریقا په ختيځ کې په وچه کې پروت هېواد دی. دا هېواد له ختيځ څخه له کينیا، له شمال څخه له سویلي سودان، له لویديځ څخه د کانګو له ديموکراتیک جمهوریت، له سویل لویديځ څخه له رواندا او له سویل څخه له تانزانیا سره ګاونډی دی. د هېواد په سویلي برخه کې د پام وړ کچه د ویکتوریا سیند شاملېږي چې له کینیا او تانزانیا سره مشترک دی. یوګاندا د افریقا د لویو سیندونو په سیمه کې پرته ده. یوګاندا همدارنګه د نيل په حوزه کې هم پرته ده. اقلیم یې متنوع خو عموماً بدل شوی استوایي دی. له ۴۲ میلیونه څخه زیات نفوس لري چې له دې څخه ۸.۵ میلیونه یې په تر ټولو لوی ښار او پلازمېنه کامپالا کې ژوند کوي.  

د يوګاندا نوم د بوګاندا تر پاچهۍ وروسته اېښودل شوی، چې د پلازمېنې کامپالا په ګډون د هېواد لویه سویلي برخه په کې شاملېږي. د ۱۸۹۴ز کال له پيل راهیسې دا سیمه د یوه تحت الحمایه هېواد په توګه د بریتانیا له خوا اداره کېده، چې په ټول قلمرو کې يې اداري قوانین وضع کړل. یوګاندا د ۱۹۶۲ ز کال د اکتوبر په ۹ له بریتانیا څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. دا دوره هغه مهال له تاوتریخوالي سره مل نښتو، لکه: د ايډي امین په مشرۍ يوې ۸ کلنه پوځي دیکتاتورۍ سره مشخصه شوې ده.  

رسمي ژبې يې سواحلي او انګلیسي دي، که څه هم اساسي قانون وايي چې:«هره بله ژبه په ښوونځيو یا ګڼو نورو مؤسساتو یا د قانوني، اداري یا قضايي موخو لپاره چې ښايي د قانون په واسطه تجویز شي، د ښوونیزې وسیلې په توګه کارېدلی شي» لوګاندا د مرکزي سیمې پر بنسټ ژبه ده چې په پراخ ډول په مرکزي او سویل ختیځو سیمو کې ویل کېږي. د لانګو، اچولي، رونیور، رونیاکوله، روکیګا، لو، روتورو، سامیا، جوپاډولا او لوسګا په ګډون په څو نورو ژبو هم خبرې کېږي.

د یوګاندا اوسنی ولسمشر یووري کاګوتا موسویني دی چې د ۱۹۸۶ز کال په جنوري کې تر یوې شپږ کلنې چریکي جګړې وروسته یې واک تر لاسه کړ. هغه وکولی شول، د اساسي قانون تر سموونې وروسته چې د ولسمشرۍ محدودیتونه یې لرې کړل، د ۲۰۱۱، ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ زکال په ټاکنو کې د يوګاندا د ولسمشر په توګه وټاکل شي. 

تاريخچه

تر استعمار مخکې یوګاندا

مخکې له دې چې ۳۰۰۰ کاله وړاندې له میلاد څخه مخکې په ۱۰۰۰ کال کې بانټو ژبي د اوګاندا سویل او همدارنګه له میلاد څخه مخکې په ۱۰۰۰ ز کال کې د اوګاندا شمال ختیځ ته نیلوتیک ویناوال د ننه شي، د یوګاندا ډېره برخه د مرکزي سوډان او کولیاک ژبو کروندګرو او مالدارانو له خوا د اوسېدو وړ ګرځېدلې وه. له میلاد څخه وروسته په ۱۵۰۰ ز کال کې دا ټول د بانټو ژبو په کلتورونو کې د الګون غره په سویل، نیل سیند او د کیوګاه په سینګي کې جذب شول.

د لرغون پېژندنې د مطالعاتو او شفاهي دودونو پر بنسټ د کېتارا سترواکي د لویو جهیلونو مهمه برخه، د البېرت او کیوګا له شمالي جهیل څخه د وېکتوریا او تانګانېکا تر سویلي جهیل پورې سیمه پوښلې وه. ادعا کېږي چې بونیورو - کېتارا د تورو، انکولي او بوسوګا پاچاهیو تر ټولو لرغونې پاچهي وه.

ځینې لیویانو د بونیورو پر سیمه یرغل وکړ او هلته د بانټو له ټولنې سره جذب شول او د بنیورو - کېترا د اوسني واکمن (اوکومارا) کورنۍ يې رامنځته کړه.

په ۱۸۳۰ ز لسیزه کې عرب سوداګر، د تجارت او سوداګرۍ لپاره د افریقا په ختیځ کې له هند سمندر څخه هېواد ته د ننه شول. د ۱۸۶۰ ز لسیزې په وروستیو کې بنیورو د اوګاندا په منځني- لویدیځ کې  ځان له شمال څخه د مصر په ملاتړ لاملونو له ګواښ سره مخامخ وليده.  دې لاملونو/ اجنټانو د عرب سوداګرو خلاف چې د افریقا له ختیځو ساحلونو څخه د سوداګرۍ په لټه کې و، د بهرني تسخیر دغو عواملو ته وده ورکوله. په ۱۸۶۹ ز کال کې د مصر پاچا خدیو اسماعیل د وېکتوریا خلیج د شمالي او البېرت خلیج د ختیځ او د ګوندوکورو د سویل قلمرونو د الحاق په لټه د سمویل بېکر  په نوم یو بریتانوی کاشف او یو پوځي لښکر لېږد د شمالي اوګاندا  پولو ته د غلامانو د سوداګرۍ د ځپلو او هلته د سوداګرۍ لپاره لار پرانیستلو او متمدن کېدلو په موخه ولېږه. بانیورو د بېکر پر وړاندې مقاومت وکړ او هغه یې دې ته اړ کړ چې د خپل خوندي شاتګ لپاره یوه ناهیلې جګړه مخته یوسي. بېکر مقاومت له خیانت سره مل اقدام وباله او د ( اسماعلیه - د غلامانو د سوداګرۍ ځپلو په موخه مرکزي افریقا ته د تللو روایت، د مصر د اسماعیل خدیو له خوا سازمان شوی) په نوم کتاب کې يې چې په ۱۸۷۴ ز کال کې خپور شو او په بریتانیا کې په پراخ ډول مطالعه کېده، دا عمل محکوم کړ.  وروسته انګرېزان د بونیورو ضد تمایل سره  له بوګاندا څخه یوګاندا ته د ننه شول چې په پای کې يې د پاچهۍ د نیمې خاورې په بیه پرېوته چې د بریتانیا له خوا یوګاندا ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوې وه. دوه ورکې شوې ګڼ شمېره اختلافي سیمې تر خپلواکۍ وروسته بونیورو ته وروګرځول شوې.

په ۱۸۶۹ ز لسیزه کې په داسې حال کې چې عرب له شمال څخه د نفوذ په لټه کې وو، بریتانوي کاشفان د نیل د سرچینې په لټه اوګاندا ته ورسېدل. تر هغوی وروسته په ۱۸۷۷ ز کال کې بریتانوي انګرېز تبلیغیان او په ۱۸۷۹ ز کال کې فرانسوي کاتولیک تبلیغیان بوګاندا ته د ننه شول. وروسته له دې چې اول موتیسا او د هغه د دربار ډېری خلکو خپل دین بدل کړ، د هغه زوی موانګا چې د عیسویت ضد و، د هغه ځای ناستی شو. دا حالت په ۱۸۸۵ ز کال کې د یوګاندا د شهیدانو د مړینې لامل شو.

د بریتانیا دولت په سیمه کې د سوداګرۍ په اړه د مذاکرې لپاره د بریتانیا د سترواکۍ د ختيځې افریقا شرکت (IBEAC) په ۱۸۸۸ز کال کې تصویب کړ.

له ۱۸۸۶ ز کال څخه په بوګاندا کې د مذهبي جګړو لړۍ لومړی د مسلمانانو او عیسویانو او وروسته له ۱۸۹۰ ز کال څخه د با-انګلېزا (ba-Ingleza) د پروتېستانو او د با-فرانسا (ba-Fransa) د کاتولیکانو تر منځ پېښې شوې دي. د مدني ناکراریو او مالي بار له امله IBEAC ادعا وکړه چې په سیمه کې خپل اشغال نه شي ساتلی. د نیل سیند د سوداګریزو لارو د خوندیتوب لپاره د بریتانیا سوداګریزې ګټې سختې وې، چې د بریتانیا دولت یې اړ کړ، تر څو بوګاندا او شاوخوا سیمې یې سره ضیمه کړي او په ۱۸۹۴ ز کال کې د یوګاندا تحت الحمایه رامنځته کړي.  

د یوګاندا تحت الحمایه (۱۸۹۴-۱۹۶۲ز کلونه)

د یوګاندا تحت الحمایه له ۱۸۹۴ څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د بریتانیا د سترواکۍ تحت الحمایه وه. په ۱۸۹۳ ز کال د بریتانیا د سترواکۍ د ختيځې افریقا شرکت د خپل قلمرو د حقوقو مدیریت چې تر ډېره د بوګاندا له پاچهي څخه جوړ و، د بریتانیا دولت ته پرېښود. IBEAC د یوګاندایي کورنیو مذهبي جګړو وروسته چې هغه يې په رسمي ډول له سقوط سره مخامخ کړی و، پر یوګاندا خپل واک پرېښود.

په ۱۸۹۴ ز کال کې د يوګاندا تحت الحمایه رامنځته شوه او خاوره/قلمرو له نورو پاچاهیو سره د ډېرو تړونونو د لاسیکولو له لارې (د تورو تړون په ۱۹۰۰ز کال کې، د انکوله تړون په ۱۹۰۱ او د بونیورو تړون په ۱۹۳۳ ز کال کې) د بوګاندا له پولو څخه پراختیا ومونده چې نږدې له اوسنۍ يوګاندا سره سمون لري.

تر هغه چې یوګاندا خپله د خپلواکۍ درجه خوندي کوله، د تحت الحمایې وضعیت د یوګاندا لپاره د هغه په پرتله چې د ګاونډي هېواد کينیا مستعمره وې، ډېرې متفاوتې پایلې درلودې، له دې حالت پرته به په یوه بشپړه استعماري اداره محدوده وه.  

په ۱۸۹۰ ز لسیزه کې ختیځې افریقا ته د یوګاندا د رېل پټلۍ جوړولو لپاره  ۳۲۰۰۰ کاریګر له بریتانوي هند څخه د قراردادي کار له قراردادونو سره وګومارل شول. ډېری ژغورل شوي سور پوستي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول، خو ۶۷۲۴ کسانو پرېکړه وکړه چې د پټلۍ تر بشپړولو ورسته د افریقا په ختیځ کې پاتې شي، چې ورپسې ځینې سوداګر شول او د پنبې حاصلات او په پرچون ډول خرڅلاو یې په لاس کې واخیست.

ایداري وېش

جغرافیه

تاریخ

کلتور

اقتصاد

Tags:

يوګاندا تاريخچهيوګاندا ایداري وېشيوګاندا جغرافیهيوګاندا تاریخيوګاندا کلتوريوګاندا اقتصاديوګانداافریقابرونديتانزانیاد اوګاندا شیلینګراونډاسویلي سوډانکامپالاکانګو جمهوریتکېنيا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اېډزکارنجمال عبدالناصرانار که د روغتيا زېرمه؟ (Pomegranate)انسولينويکيمېډيا بنسټنينورشکيورانيماوزبکي ژبهاسلامي تاريخويکيپېډياافسانهويکيابن سينا بلخيکورمطيع الله تورابغور ولايتپنجشیر ولایتد امریکا متحده آیالاتونهاوكراينکوچيانملګرتياپه متحده ايالتو کې د جنين سقطپورنوګرافيد افغانستان ولايتونهدرملگريبرېښناد ادبي مکتب پېژندنهلاکهيډ مارتين آر کيو ۱۷۰ سېنټينلمخابراتملا محمد عمرفنلنډي ژبهپېښوراسرائيلايرانرشيد احمد ګنګوهيامام احمد بن حنبلليتيوماقتصادي نظامانرژينری رنځاداري حقوقبست کلاټولنيزې رسنۍاهل سنت او جماعتبخت نصراحمد شاه خانمچد نړېوال سازمانونه په اړه معلومات دوهمه برخههورمونافغانستان ته د اسلام راتگپوهنهویرجینیانیمروز ولایتیوزنېټاسلام او ساينسمېډياويکيډېوېډ کامرونصلاح الدين ايوبيپاړسي ژبه🡆 More