افریقا · شمالي امریکا سویلي امریکا · آسیا اروپا · اقیانوسیه
وټپوهنه |
وتې د سیمو له مخې |
وټه |
---|
کوچنی وټه · لویه وټه |
ټولیزه وټپوهنه |
وټيزه تگلاره · وټ اټکلونه |
ډگرونه او څېرمه ډوگرونه |
چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي |
لړونه |
ورځپاڼې · خپرونې |
د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه |
انفلاسيون ډډون يا وټيز ډډون انګلیسي: Inflation په عمومي سطحه دقيمتونو دلوړوالي په حيث تعريف شوى، چې دا لوړتيا بايد دوامداره وي،خو په يو ځل او ناڅاپي توگه دقيمتونو لوړوالي ته انفلاسيون نشو ويلى . دا هغه مهمه مسله ده چې له ډېرې مودې راهيسې ورسره وگړي لاس او گريوان دي. دانفلاسيون له امله ډېر عام وگړي ځپل کېږي ځکه چې پدې سره دوى داجناسو داخستنې قدرت اوتوان له لاسه ورکوي. انفلاسيون په خاص ډول سره په قرض ورکونکو باندې ډېر بد اثر غورځوي ځکه کله چې دوى خپلې قرض پيسي بېرته ترلاسه کوي؛ نوپه هغو سره خپل لومړنى ارزښت له لاسه ورکوي.
له لومړي نړېوالې جگړې څخه وروسته ډېری هېوادونه د ډډون له ناوړه اغېزو څخه کړېدلي، چې ښه بېلگه يې جرمني او هنگري دي. په گران هېواد افغانستان کې هم د ۱۳۷۱ل.ل او ۱۳۸۱ل.ل کلونو تر مینځ په ډېره لوړه کچه ډډون شتون درلود. ډډون د ټولنې پر هغه وگړو زياته اغېزه لري چې په ټاکلې اندازه عوايد ولري، ځکه چې د ډډون په راتگ سره د عايد (پيسو) په واسطه د څيزونو د رانيولو توان را کميږي. د بېلگې په ډول يو سړی د زرو (۱۰۰۰) افغانيو په اندازه عايد لري، پدې پيسو لس کتابونه چې د هر يوه نرخ سل (۱۰۰) افغانۍ ده اخيستلای شي، څه موده وروسته د ۱۰٪ ډډون په راتگ سره ددغه لسو کتابونو نرخ ۱۱۰۰ ته پورته کيږي، يانې د هر کتاب په نرخ کې لس افغانۍ زياتې شوي، يا په بل عبارت ددغه سړي د عايد چې زر (۱۰۰۰) افغانۍ وه، ارزښت را کم شوی، اوس نه شي کولی چې په دغه پيسو هغه لس کتابونه واخلي.
کله چې د يوه هېواد په بوديجه کې کمښت (کسر) منځ ته راشي، نو حکومت ددغه کمښت د له منځه وړلو لپاره له مرکزي بانک څخه غوښتنه کوي تر څو نوې پيسې چاپ کړي، که چېرته پيسې د داخلي توليداتو له کچې زياتې چاپې کړي، او د عامو خلکو لاسونو ته وغورځيږي، نو خلک کوښښ کوي چې خپل مصارف او تقاضا (Demand) زياته کړي، د تقاضا زياتېدل ددې لامل گرځي چې نرخونه پورته، د پيسو ارزښت راکم او ډډ،ن منځ ته راوړي. د پيسو چاپول او د ډډ،ن راتگ په حقیقت کې په غير مستقيم ډول د خلکو له جيبونو څخه د پيسو ويستل دي. د بېلگې په ډول يو سړي سره لس افغانۍ دي چې دوه قلمونه پرې اخيستی شي، کله چې د پیسو د چاپ لامله انفلاسيون منځ ته راشي، نو ددغه دوه قلمونو د ترلاسه کولو لپاره د لسو په ځای دولس افغانۍ ورکوي، دغه دوه افغانۍ په حقيقت کې د حکومت له لوري په غير مستقيم ډول له خلکو څخه اخيستل شوي دي.
ځيني وخت انفلاسيون د تقاضا (غوښتنې) په زياتېدو سره منځ ته راځي. د تقاضا د ډېرېدنې لاملونه زيات دي، د بېلگې په ډول د نفوسو زیاتېدنه، د حکومت د مصارفو زياتېدنه او دې ته ورته نور.
کله کله په بازار کې د عرضې کمېدنه ددې لامل گرځي چې انفلاسيون منځ ته راوړي، د بيلگې په ډول څه وخت دمخه چې ايران په خپله خاوره کې د افغان سوداگرو تېل بند وساتل، په افغانستان کې دتېلو نرخونه په لوړه کچه پورته شول، دا ددې لامل وگرځېد چې ټول تولید کوونکي اوهغه کمپنۍ چې تېل د انرژې په توگه کاروي، د خپلو توليداتو نرخونه پورته کړي، تر څو ټاکل شوې گټه تر لاسه کړي، نو نتيجه دا شوه چې په بازار کې انفلاسيون منځ ته راشي.
کله چې په کوم هېواد کې جنگ روان وي؛ ټينگ او ثابت حکومت شتون ونه لري، قانون ته د احترام په سترگه نه کتل کيږي، نو په نړېوال بازار کې ددغه هېواد پر پيسو اعتماد او راکړه ورکړه کمیږي. يا په بله اصطلاح ددغه هېواد د پيسو تقاضا راکميږي، هر څوک ددغه پيسو له ساتلو څخه ډډه کوي، ځکه پدې ويريږي که نن دغه حکومت له منځه ولاړ نو دغه پيسې د چلند څخه غورځيږي، نو دا ټول عوامل ددې سبب گرځي چې ددغه هېواد د پيسو ارزښت راکم کړي او انفلاسيون منځ ته راوړي.
ددې تر څنگ که چېرته په بازار کې موناپولي ( بازار ته د يوه کس له خوا د څيزونو عرضه) او يا احتکار (د ټولنې د ضرورت پر مهال د خوراکي توکو زيرمه کول تر څو په راتلونکي کې په لوړ نرخ سره خرڅ شي) شتون ولري؛ نو دا هم ددې لامل گرځي چې په بازار کې انفلاسیون منځ ته راوړي.
انفلاسيون د منفي اغېزو تر څنگ څه نا څه مثبتې اغېزې هم لري، اقتصاد پوهان د انفلاسيون د اغېزو په اړوند ډول ډول نظرونه لري، موږ دلته د هغه اغېزو يادونه کوو چې په کمه اندازه اختلاف پکې ليدل کيږي.
همدارنگه ځيني اقتصاد پوهانو انفلاسيون په لاندې ډول تعريف کړيدى .
انفلاسيون هغه حالت ته وايي د پيسو ارزښت پکې کم شي اويا هم په بل عبارت داجناسو قيمتونو لوړشي .
انفلاسيون هغه حالت دى چې د ډېرو پيسو پواسطه لږ اجناس خريداري کيږي . په خلص ډول دانفلاسيون لنډ مفهوم په لاندې ډول بيانولى شو.
دغه انفلاسيون هغه وخت رامينځته کيږي کله چې تقاضا د عرضې څخه زياته شي . تقاضا دمختلفو وجوهاتو له امله زياتيدلى شي. مثلا دنفوسو زياتوالي په وجه تقا ضا، دحکومت دمصارفو په و جه تقا ضا، دپيسو دعرضي دزياتوالي په وجه اوداسې نور…….
د اډول انفلاسيون دتوليددلگښت دزياتوالي له امله رامينځته کيږي، دمثال په ډول کچېرته د تيلو بيعي لوړې شي؛ نو دټولو هغو صنعتي فابريکو چې دتيلو له انرژۍ څخه گټه اخلي دتوليد لگښت زياتيږي، چې پدې صورتکي دوي مجبوريږي، چې توليدکم او د توليداتو قيمتونه لوړکړي، چې دغه انفلاسيون درې عمده علتونه لري . A – که چېرته دکارگرانو اتحادي منظمي وي دقيمتونو د لوړوالي په وجه لوړ مزدونه غواړي چې ددې په نتيجه کې توليدي مصارف زيا تيږي . B- هغه لويې تصدۍ، چې په با زاربا ندې اثر غورځولى شي د خپلو گټو د زياتوالي لپاره خپل مصارف لوړوي . C- که په نړيواله کچه دخامو موادو په عرضه کي زياتوالى رامينځته شي او يا هم په قصدي ډول سره ديو جنس عر ضه کمه شي؛ نو پدې صورت کې دجنس قيمت لوړيږي، چې داهم دتوليدي مصارفو د لوړوالي سبب گرځي .لکه انرژي .
1 - د تقاضا د زياتوالي اويامصارفو د زياتوالي د انفلاسيون څخه علاوه ، پروفيسور چارلز شلټرز د سا ختماني انفلاسيون نظريه هم وړاندې کړيده ، دنوموړي د نظريي مطابق دغه انفلاسيون هغه وخت مينځته راځي کله چې په هېواد کې دداخلي تقاضا په جوړښت کې تغيرات رامېنځته شي، نوموړى عالم وايي کله چې په هېواد کې په ځينو سکتورونو کې اجناسو ته تقاضا زياته شي؛ نو ددې سره سم په قيمتونو اومزد کې هم زياتوالى راځي . ليکن برعکس په ځينو هغو سکتورونو کې چې اجناسو ته تقا ضا لږه شي نو ورسره قيمتونه او مزد نه کميږي . د دې نظريي په اساس انفلاسيون ددې له امله ندى رامينځته شوى، چې مجموعي تقاضا لوړه شوي بلکې د دې له امله انفلاسيون رامينځته شوى چې دمصرف کونکو په ذوق کې ځينې تغيرات رامېنځته شي ، نوله دې کبله مصرف کوونکي ځينې صنعتي اجناس زيات خوښوي او بعضي نه خوښوي . هغه اجناس چې تقاضايې کمه شي په قيمتونو کې يې دکموالي هيڅ ميلان نه ليدل کېږي اوهغه صنعتي اجناس چې تقاضايې زياته شي سمدلاسه ددغو اجناسو قيمتونه اوهم يې دتوليدي وسايلو قيمتونه په موازي ډول لوړيږي اوانفلاســـــيون رامينځته کېږي.
که په يو هېواد کې دپيسو دمقدار دزياتوالي له امله په مسلسل ډول سره په قيمتونو کې هم زياتوالى راشي، نو دغه ډول انفلاسيون ته دپيسو انفلاسيون ويل کيږي .
1که په يوهېواد کې د بانکونو د زياتو قرضونو د ورکولو له امله انفلاسيون رامينځته شي، نو دغه ډول انفلاسيون ته د اعتباري پيسو انفلاسيون ويل کېږي.
اکثره وختونه کله چې دحکومت په بوديجه کې کسر رامينځته شي، پدې مانا چې عوايد يې نظر مصارفو ته کم شي؛ نوپدې صورت کې حکومت دبويجي دکسر دپوره کولو لپاره نوي بانک نوټونه چاپوي ، چې پدې سره تقاضا زياتيږي اود انفلاسيون درامېنځته کيدو سبب گرځي .
که چېرته په قيمتونو کې په مسلسل ډول اضافه والى رامينځته شي اوددې د مخنيوي لپاره وسايل پکار وانه چول شي، نو لدې امله چې کوم انفلاسيون رامينځته کيږي؛ دې ته ازاد انفلاسيون ويل کيږي . دپروفيسور ملټن فريډمن له نظره ازاد انفلاسيون هغه وخت ښکاره کېږي، کله چې قيمتونه بغير د کوم مانع يا د حکومت د فشار او يا دقيمتونو دکنترول څخه اضافه کېږي .
که په يو هېواد کې په قيمتونو کې په ورو ورو ډول اضافوالى راشي ، نوديته خفيف انفلا سيون ويل کېږي .
کله چې په يو هېواد کې په ډير سرعت سره په قيمتونه کې زياتوالى راشي؛ نو دېته شديد انفلاسيون ويل کېږي، چې دغه انفلاسيون دجنگ او نورو غيرو مترقبه پېښو څخه وروسته رامېنځته کېږي، چې ددغه انفلاسيون په نتيجه کې عايد او پانگه اچونه کميږي، چې پدې صورت کې خلک دخپل ملک په پولي واحد اعتبارنه کوي، احتکار اوتود بازار وده کوي، دټاکلي عايد خاوندان سخت متاثره کېږي، د شتمنۍ په وېش کې بې عدالتي خپلې لوړې کچې ته رسيږي ، اجتماعي جرايم لکه : غلا، رشوت او نور ډيريږي ، همدارنگه د مزدورانو او مالکانو ترمينځ هم جنجالونه زياتيږي.
لکه چې مخکې مو يادونه وکړه چې انفلاسيون د زياتو پيسو د نشرولو په نتيجه کې منځ ته راځي، نو مرکزي بانک د انفلاسيون د راکمولو لپاره کوښښ کوي چې هغه پيسې چې د عامو خلکو په واسطه کارول کيږي؛ را کمې کړي. د پيسو د راکمولو لپاره ډول ډول لارې کارول کيږي د بېلگې په توگه د ذخيرې د نسبت زياتول (مرکزي بانک د نورو تجارتي بانکونو څخه يوه اندازه پيسې اخلي تر څو په راتلونکي کې دغه تجارتي بانک د ستونزو او خطرونو څخه وژغوري)، د بانډونو کارول، او دې ته ورته نور.
له تاند ټکی کام څخه
This article uses material from the Wikipedia پښتو article انفلاسيون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.