البرټ آينشټاين (البرټ اینشتاین) (په انگریزي: Albert Einstein) يو الماني - امريکایي فزیک پوه او ساینس پوه چې د نسبيت نظريه يې د لومړي ځل لپاره وړاندې کړې.
نوموړی د مارچ په ۱۴ کال ۱۸۷۹ په جرمني کې زېږېدلی او د اپرېل په ۱۸مه کال ۱۹۵۵ د امریکا متحده ایالاتو په نیو جرسي کې مړ شوی. البرټ انشټین هغه فزیکپوه و چې د نسبیت فلسفه ېې پراخه کړه. په ۱۹۲۱ کله ېې چې د فوټو الکټریک په اړه خپله تشریح خپره کړه نړیواله جاېزه ېې وگټله . انشټین د ۲۰ پیړی تر ټولو فزیک پوهانو غوره فزیک پوه گڼل کېږی.
آلبرټ آنشتاین | |
---|---|
البرټ انشتاین په ۱۹۲۱م کال کې | |
زېږېدنه | کينډۍ:دوْغوم تاریخی اولم، وورتمبرق کراللیغی، آلمان ایمپیراتورلوغو |
مړينه | کينډۍ:اولوم تاریخی و یاش Princeton, New Jersey, U.S. |
اوسيدو ځای | Germany, Italy, Switzerland, Austria (present-day Czech Republic), Belgium, United States |
ښاريت |
|
کار | فزیک، فلسفه |
اداره |
|
زده کړه |
|
Thesis | (A New Determination of Molecular Dimensions) |
Doctoral advisor | آلفرد کلاینر |
Other academic advisors | هاینریش فریدریش وبر |
مهم کار |
|
Influenced |
|
لاسته راوړنې |
|
ژوند ملگری | Mileva Marić (واده ۱۹۰۳–۱۹۱۹) Elsa Löwenthal (واده ۱۹۱۹–۱۹۳۶)کينډۍ:Sfnp |
بچي | "Lieserl" Einstein Hans Albert Einstein Eduard "Tete" Einstein |
Signature |
'
په ١٩٠٥ ع كال كې اينشټاين د يوه نامتو فورمول مخ وينه وكړه چې نن ورځ دغه نړيوال فورمول داتوم بم، هايدروجن بم، هستوي بټۍ، لمر، ستورو او په كيهان كې دانرژۍ د منځ ته راتلو بنسټ جوړوي. ددې فرمول سرليك په لا ندۍ ډول پيل شو كله چې اينشټاين د خاصه نسبي تيوري په هكله د رياضي يوه معادله حل كوله نو د خداى په امر سره يوه ناڅاپه يو نوی فرمول په محاسبه كې را پيدا شو چې هغه ورته په اول وخت كې د نسبیت فرمول نوم كيښود او هيڅ اهميت يې هم ورنكړ. دغه فرمول په ډاگه كوي چې انرژي (E) د 2 كتلې (m) سره معادل اړيكې لري (E=mc۲). دا په دې مانا چې كه د يوه شي كتله د مربع د نورسر عت (c) سره ضرب كړو نو په دغه كتله كې خوندي شوى انرژي لا سر ته راځي .
د البرټ انشټین مور او پلار سیکولر یهودان و، پلار ېې هېرمن البرټ نومېده چې وروسته ېې د الکټرو کیمیا شرکت جوړ کړ. مور ېې پاولین کوچ نومېده او کورنی ښځه وه . یوه خور ېې لرله چې نوم ېې ماریا وو او له البرټ انشټین نه دوه کاله کشره وه او ماجا په نامه مشهوره وه.
البرټ انشټین په اولني ځل د مخفي قوې یا نه احساس کېدونکې قوې په اړه فکر پېل کړ او په ۱۲ کلنې کې دهندسې یو کتاب ولیکه چې له ډېره حرصه به ېې ورته مقدس کتاب نوم اخیست. په ۱۲ کلني کې البرټ انشټین ډېر مذهبي وو چې حتی د خدای په باره کې به ېې سندرې لیکلې او زمزمه کولې خو چې کله ېې ساینس ووایه نو د خپل مذهبي نظر سره مخالف شو. په ۱۶ کلنی کې ېې خپل استدان حیران کړي وو چې یو استاد ورته ویلی وو که تا له هر څه سره وتلو ته ورسره په وزن کې برابر ېې. په ۱۶ کلنی کې د البرټ انشټین کره یومیلمه راته چې اکثره وخت به ېې د شپې ډوډی البرټ کره خوړله اود طب محصل وو. البرټ انشټین به له دې محصل نه ساینس او عالي ریاضي زده کوله. چې یوه ورځ ېې البرټ انشټین له ځانه په پوښتنو ولید او دهغو پوښتنو ځواب نه چا لیدلی او نه لیدل کېږي لکه د بریښنا حرکت او اهتزاز او داسې نورې پوښتنې چې د پوهنتون دا محصل ېې ډېر زېات حیران کړ. په ۱۸۹۴ کې د ده زدکړې څو ځله ودرېدې چې وجه ېې دپلار د کاروبار خرابېدل وو او نه ېې شو کولی چې د خپل زوی فیس پوره کړي. وروسته انشټین سویس ته ولاړ او هلته د دولسم امتحان لپاره تیاری ونیاوه تر څو مستقیما په پوهنتون کې داخله واخلي خو په ریاضي او فزیک کې ېې عالی نمرې لرلې صرف په فرانسوی، کیمیا او بیولوژي کې ناکام شو خو استادانو چې د انشټین په ریاضي کې عالي نمرې ولېدې انشټین ته ېې په پولي تخنیک کې د داخلې اجازه ورکړه. د زدکړو په وخت کې انشټین ډېر مضمونونه خپله ویلي وو او له مکتب نه به ېې غېر حاضري ډېره کوله چې دې کار ېې د استادانو غصه پارولې وه. د دې استادانو له ډلې چې ډېر غصه وو هنرېچ وېبر وو چې له زدکړو وروسته انشټین ترې د کار لپاره تصدیق غوښتی وو او هغه د تصدیق وروکول په ځای رټلی او توهین کړی وو. چې وروسته انشټین داسې لیکلي وو ما به ډېره مخکې دنده پېدا کړې وای که وېبر ما سره متقلبه لوبه نه وای کړې.
په ۱۹۲۰ کال کې ېې له ماریک سره مېنه وکړه چې د ماریک مور او پلار ورسره مخالفت وکړ او د مخالفت وجه ېې مذهبي، ژبیز او داسې نور توپیرونه وو. خو د وخت تېرېدو سره ماریک له انشټین نه حامله داره شوه چې لایزل په نامه ېې بچی پېدا شو خو د لایزل مالومات ونشول ځنې خلک وایی چې سرې تبې نیولی وو او مړ شو خو ځنې خلک باور لري چې دوی چا ته ورکړی تر څو ېې داولاد په څېر ستر کړی. له دې سره انشټین د ژوند بدو مرحلو ته ورسېد، دنده نلري او په همدې وجه واده هم نشي کولای ، د پلار کاروبار ېې هم په ټپه ولاړ دې او دافلاک سره مخ دې، په دې وخت کې انشټین ماشومانو ته په کور کې درس وایه چې هغه دنده ېې هم ډېره ژر له لاسه ولاړه. پلار ېې سخت رنځور شو په دې وخت کې د انشټین د یو ملگري پلار خبرېږي چې دملگري نوم ېې مارسل وواو د هغه پلار د منشي په حیث په سویس کې ورته دنده پېدا کوي بله ورځ ېې پلار ورته وصیت کوي چې د ماریک سره واده وکړه او له هغې سره خپل ژوند جوړ کړه له وصیت وروسته ېې پلار هم دې فاني نړی سره په مخه ښه کوي. چې د نورو غمونو تر څنگ به انشټین دې خبرې ډېر زېات زوروه 'پلار مې د یو فکر سره مړ شو هغه دا چې زه د ژوند په هر ډکر کې ناکام یم' له دې وروسته ېې په ډېرو کمو پیسو واده وکړ او هره ورځ به منشيتوب نه وروسته د هغو سوالونه د ځواب په لټه کې وو چې ماشومتوب کې ېې له ځانه پوښتلي وو. د وخت په تېرېدو سره ېې له ماریک نه دوه بچي پېدا شول چې د یو نوم هنس او د بل اېډوارډ دې . او هره ورځ د خپلو پوښتنو په اړه بیا بیا فکر کوي چې بلاخره د دې پوښتنو ځواب موندي او دا ځواب د نیوټن د حرکت قوانین ماتوي او انشټین د نسبیت د فلسفې لار ورښيي. په ۱۹۰۴ کې ۴ پاڼې خپروي، بله پاڼه په ۱۹۰۵ کې او د همغې دورې د غوره فزیک پوه توجه جلبوي چې د دې فزیک پوه نوم مکس پلنک وو او داکوانتوم تیوري موسس وو. چې وروسته ېې انشټین د یو لېکچر ورکولو لپاره د سولویا کنفرانس ته دعوت کړ. له کنفرانس نه وروسته ډېرو پوهنتونونو انشټین ته د دندې درخواست وکړ او له ۱۹۱۳ تر ۱۹۳۳ پورې په یوه پوهنتون کې د فزیک د څانگې د ډاریکټر په حیث دنده پر مخ بیایي. په دې وخت کې ډېر سفرونه کوي چې کورودانه ېې د سفرونو او ډېرې بوختیا او په سفرونو د زیات لگښت له وجې تر ناراضه کېږي چې له دې وجې په کور هره ورځ له کور ودانې سره په جگړه وې او بلاخره دا جگړه دوي خپله کې جلا کوي او انشټین د خپلې تره لور سره واده کوي په ۱۹۳۲ کې د جرمني نازیان یوه مجله خپروي چې د مجلې په اوله پاڼه د انشټین انځور وي او پرې لیکل شوي دا یو پاتې چې ډېر ژر باید د اعدام په پړي زوړند شي . په هغه وخت کې نازیانو ټول یهودان وژل او یهود ته په کور کې پنا ورکول یا دولت ته نه ورپه گوته کول جرم وو او له همدې وجې انشټین هم لکه د نورو یهودانو په څېر دامریکا جرسي ایالت ته مهاجر کېږي چې هلته له دروند استقبال سره مخ کېږي او ډېر ژر په خپله څانگه کې دنده ورکول کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article البرټ آينسټاين, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.