اقلیمي بدلون

په معاصرو اقلیمي بدلونونو کې نړیواله تودوخه چې د انسانانو له امله رامنځته کېږي او د ابو او ځمکې پر نمونو یې اغېزې دواړه شامل دي.

د اقليمي بدلونونو دورې له پخوا هم وې خو اوسني بدلونونه د ځمکې په تاریخ کې تر بلې هرې پېژندل شوې پېښې چټک دي. اصلي لامل یې د ګل خانه‌يي ګازونو په ځانګړي ډول د کاربن دای اوکساید (CO2) او میتان انتشار دی. د انرژي د زیاتو کارلو لپاره د فوسیلي سوند‌توکو سوځول د دې انتشار لامل کېږي. کرنه، فولادجوړونه، سيمټ جوړونه او د ځنګلونو له لاسه ورکول اضافي سرچینې دي. د تودوخې لوړوالی هم د اقلیمي غبرګونونو لکه د لمر د وړانګو په مټ د واورین قشر له منځه تلل او د وچ‌کالۍ په مټ د زیامنوشویو ځنګلونو څخه د کاربن دای اوکساید انتشار دی. په ټوله کې دوی نړیوالې تودوخې ته پياوړتیا وربښي.

د وچې په تودوخه کې له نړیوال اوسط څخه دوه برابره چټک زیاتوالی راغلی. په داسې حال کې چې د تودوخې څپې او د ځنګلونو اور اخیستنه لا عامېږي، دښتې د پراختیا په حال کې دي. په شمالي قطب کې د تودوخې لوړوالي د دوامدارو کنګلونو له بېرته راګرځېدو، ذوب/ویلي کېدو او د سیندونو د کنګلونو د له منځه وړلو سره مرسته کړې. لوړې تودوخې همداراز د ځواکمنو توپانونو او د اوبو او هوا د نورو بدلونونو لامل کېږي. په داسې ځایونو لکه غرونو، مرجانې لویې ډبرو او شمالي قطب کې ډېری ډولونو د خپلې سیمې پرېښودلو یا انقراض ته اړ کېږي، ځکه د هغوی چاپېریال بدلون مومي. اقلیمي بدلونونه خلک د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ کوي چې د تودوخې لوړوالی، شدیده تودوخه، ډېرې ناروغۍ او اقتصادي زیانونه یې ګواښي. همداراز کولی شي د انسان د مهاجرت لامل شي. د روغتیا نړیوال سازمان د اوبو او هوا بدلونونه په یويشتمه پېړۍ کې د روغتیا پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ ګڼي. ان که چېرې د ګرموالي د کمولو لپاره هڅې بریالۍ هم وي، ځينې اغېزې به یې د پېړيو لپاره دوام وکړي. چې د سیندونو د سطحې لوړوالی او د سمندرونو ګرم‌والی اواسیدي‌والی په کې شامل دي. 

اوس‌مهال چې د تودوخې اوسنۍ سطحه د ساتني ګراد ۱.۲ درجې (فارنهایت ۲ درجې) ده، له دغو اغېزو څخه ډېری يې احساسیږي. د اقلیمي بدلونونو په اړه د دولتونو تر منځ هیئت (IPCC) د سانتي ګراد له ۱.۵ او له هغه څخه پورته درجو پورې د تودوخې له دوام سره تر دې د زیاتو اغېزو وړاندوينه کړې. اضافي تودوخه همداراز د ټيپېنګ پاینټونو/ tipping points (د اوبو او هوا د عطف ټکی چې د نه راګرځېدونکو بدلونونو لامل کېږي) د ډېرېدو ګواښ رامنځته کوي لکه د ګرین‌لنډ د کنګلي پوښ ذوب کېدل. د دغو بدلونو په ځواب کې باید د تودوخې د راکمولو لپاره او له تودوخې سره د سازګارۍ لپاره لازم اقدامات وشي. راتلونکې تودوخه د ګل خانه‌يي ګازونود انتشار په راکمولو او له اتموسفیر څخه یې د له منځه وړولو له لارې راکمولی شو. د دې چارې لپاره د لمر او باد څخه د ډېرې انرژۍ کار اخیستل او په ورو ورو د ډبروسکرو/سنګ ذغالو د انرژۍ له منځه وړل لازم دي. د نقلیه وسایلو، د کورنیو او ساختماني حرارتي پمپونو بدلول له حرارتي څخه برېښنايي ته د ګل خانه‌يي ګازونو انتشار ډېر محدودي. د ځنګلونو پياوړي کول او له زیانمنېدو څخه يې مخنیوی د کارین دای اوکساید په جذب کې مرسته کوي. ځینو ټولنو ښايي د ساحلي کرښې د غوره خوندیتوب، د طبیعي افتونو د ادارې او د محصولاتو پراختیا له لارې له اقلیمي بدلونونو سره توافق کړی وي. د توافق لپاره دا هڅې په خپله په‌خپل سر د تل پاتې، شدیدو او پراخو بدلونونو څخه مخنیوی نه‌شي کولی.

د پاریس د ۲۰۱۵ کال د پرېکړه‌لیک پر بنسټ، هېودانو په ټولیز ډول سره توافق وکړ چې د راکمولو د هلوځلو له لارې تودوخه د سانتي ګراد له دوو درجو په ټيټه کچه کې وساتي. دغه پرېکړه‌لیک ته ورکړل شویو تړونو سره سره د دې پېړۍ تر پایه به نړیواله تودوخه د سانتي ګراد ۲.۷ درجو ته ورسېږي. د سانتي ګراد ۱.۵ درجو کې د تودوخې محدودولو لپاره لازمه ده چې  تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګل خانه‌يی ګازونو انتشار نیمايي کړی شي او تر ۲۰۵۰ کال پورې یې خالص انتشار صفر ته ورسوي.      

اصطلاح پېژندنه

د 1980 لسیزې څخه مخکې دا روښانه نه وه چې ایا د ګل خانه‌یي ګازونو تودوخه به د ایروسول پر سړښت غالبه وي که نه. وروسته ساینس پوهانو د اقلیم پر ناڅاپي سمونې د انساني اغیزو اصطلاح وکاروله. په 1980لسیزه کې د نړیوالې تودوخې او اقلیمي بدلونونو اصطلاحات عام شول، لومړنۍ یوازې سطحي تودوخې ته اشاره کوي او دویم د ګل خانه یي ګازونو بشپړه اغېزه پر اقلیم ښیي. نړیوالې تودوخې له هغه وروسته چې د ناسا د هوا او اوبو عالم/ پوه جېمز هانسن (James Hansen) په 1988 کال کې د امریکا متحده ایالتونو په مشرانو جرګه/ سنا کې یاده اصطلاح په خپله وینا کې وکاروله په نامتو اصطلاح بدله شوه. په 2000 لسیزه کې د اقلیمي بدلونونو اصطلاح خورا مشهوره وه. نړیواله تودوخه معمولاً دانسانانو په مټ د ځمکې د سیستم ګرموالي ته  اشاره کوي. په داسې حال کې چې د اوبو او هوا بدلون ښایي طبیعي یا انساني بدلونونو ته اشاره وکړي. دا دواړه اصطلاح ګانې تر ډېره د یو بل په ځای کارول کېږي.

بېلابېلو رسنیزو څېرو، سیاستوالو او ساینس پوهانو د اوبو او هوا د کړکېچ یا د اوبو او هوا د بېړني وضعیت اصطلاحات غوره کړي چې د نړیوال ګرم‌والي په ځای د اقلیمي بدلونونو او نړیوالې تودوخې په اړه خبرې وکړي. د ګاردېن/ The Guardian  (بريتانوي ورځپاڼه) د پالیسۍ سرمنشي وویل چې دوی دا ژبه د خپل کتن‌پلاوي په تګ‌لاره کې ځای پر ځای کړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې موږ له علمي پلوه کره یو او په ورته حال کې له لوستونکو سره د دې اړینې موضوع په اړه په وضاحت سره اړیکه ټینګه کړو. په ۲۰۱۹ کال کې د اکسفورډ ژبې د اوبو او هوا بېړنی اقدامات د کال د کلیمې په توګه وټاکه او هغه یې د هغه حالت په توګه تعریف کړ چې د اقلیمي بدلونونو د راکمولو یا درولو په موخه بېړني اقدامات په کې لازم وي او د نه راستنېدونکو بالقوه چاپېریالي زیانونو څخه مخنیوی کوي.  

د تودوخې کتل شوی لوړوالی

د څوګونو خپلواکو ابزارو د معلوماتو ټولګه ښيي چې د اوبو او هوا سیستم د تودوالي/ګرم‌والي په حال کې دی. له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې لسیزه کې د تودوخې درجې له صنعت څخه مخکې د بنسټېزې کرښې (۱۸۵۰-۱۹۰۰) په پرتله د سانتي ګراد   ۱.۰۹ درجې توده شوې ده. د سطحې تودوخه په هره لسیزه کې شاوخوا د ساتني ګراد ۰.۲ درجې لوړيږي. او په ۲۰۲۰ کال کې له صنعتي کېدو څخه مخکې پړاو په پرتله يې ۱.۲ درجې لوړوالی موندلی. له ۱۹۵۰ کال څخه د سړو شپو او ورځو شمېر راټیټ شوی او د تودو شپو او روځو شمېر زیات شوی دی.    

د نولسمې او اتلسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې لږ خالصه تودوخه وه، د هغه پړاو لپاره معلومات له اقلیمي لاملونو لکه ونو او کنګلي هستو څخه ترلاسه کېږي. دا اطلاعات ښيي چې طبیعي بدلونونه د صنعتي انقلاب لومړنۍ اغېزې جبرانوي. د تودوخې سنجولو ریکارډونه شاوخوا د ۱۸۵۰ کال له پیل راهیسې تر نړیوال پوښښ لاندې راغلي. د تودوالي او سړښت تاریخي بېلګې لکه د منځنیو پېړیو انومالۍ /ګډوډۍ (Medieval Climate Anomaly) او د کوچنيو کنګل کېدونو دورې په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله نه دي پېښې شوې. د تودوخې درجه ښايي دومره لوړه شي لکه څوره چې د شلمې پېړۍ په وروستيو کې په محدودو سیمو کې لوړه وه. له تاریخ څخه مخکې د نړیوال ګرم‌والي ناڅاپي پېښې لکه د پالیوسين-ایوسین (Paleocene–Eocene Thermal Maximum) اعظمي تودوخې شته وې. په هر حال د تودوخې په درجه کې ترسترګو شوی مدرن لوړالی او د کاربن دای اوکساید غلظت دومره چټک دی چې د ځمکې په تاریخ کې ان ناڅاپه جیوفزیکي پېښې هم یاد نرخ ته نه شي رسېدلی.

د ګرم‌والي شواهد د هوا د تودوخې له اندازه کولو څخه د نورو پراخو کتنو په مټ پیاوړي کېږي. د شدیدو وروښتونو، واورې او ځمکني کنګلونو ویلې/ ذوب کېدلو په فریکونسي او شدت کې زیات‌والی او د اتموسفیر په نم‌جنتوب/رطوبت کې زیات‌والی شته و. بوټو او څارویو هم په توافقي ډول له ګرم‌والي سره سازښت کړی. د مثال په ډول بوټي د پسرلي په موسم کې زر ګلان سپړي. بل کلیدي شاخص تر اتموسفیر پورته سړښت دی چې ښيي ګل خانه‌يی ګازونه تودوخه د ځمکې سطحې ته نژدې په دام کې اچوي او فضا ته یې د خپرېدو محنیوی کوي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د کتاب نړيواله کره شمېرهخرقه شريفهد الضرار ټانکتورکيهاردنپښتو ويکيپېډياعبدالروف بېنواجامعه عمربدخشان ولايتد ښځو د تناسلي آلې غوڅول یا ختنه کولامير دوست محمد خانبادي ژرندهسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟د سوداګرۍ اتحادیهلاکهيډ مارتين آر کيو ۱۷۰ سېنټينلکاپیساپښتانهمحمد دورانمحمدروسیهکيميالاتیني ژبهتوغندیهالنډافغانۍد عثماني خلفاوو لړلیککندز ولايت4 اپرېلمشتريمحمد (ص) په اسلام کېد ترکې هیواد ښارونهد بکارت پردهکمپوسټد ریاضیاتو تاریخچهد افغانستان وزارتونهاسماني کتابونه او صحيفېد کمپیوټر ځانګړتیاويتورکي ژبهعبدالحی حبيبيپښتو ۵ یېګانېذبیح الله مجاهدزکاتپښتو نومځري او د هغو کارونهسورلنډیزده کړهدومنيکا جمهوريتمنځنی ختيځد افغانستان دفاع وزارتصاحب شاه صابرکودتاګوګلغلام فاروق اعظمیهودافغانستانډېوېډ کامرونلواطتبسم الله الرحمن الرحيمحاجی جانان ماماټوپک مادل ٥٨مفاهمهد شغنان هوايي ډګرانسانلغمان ولايتيمنعدلي طبپوهنهخوست ولايتمتحده عرب اماراتعثماني سترواکي🡆 More