اسلام اباد

اسلام اباد د پاکستان پلازمېنه، او د پاکستان د فډرال حکومت له خوا د اسلام آباد مرکزي قلمرو د یوې برخې په توګه اداره کېږي.

دا په پاکستان کې تر ټولو ستر نهم ښار دی؛ حال دا چې د اسلام آباد-راولپېنډۍ ښاري سیمه د هېواد درېیمه تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ده چې نږدې ۴,۱ میلیونه وګړي پکې اوسېږي. د پخوانۍ پلازمېنې، کراچې، پر ځای اسلام آباد د یوه پلان شوي ښار په توګه په ۱۹۶۰مو کلونو کې جوړ شو. اسلام آباد د ژوند د لوړو معیارونو، خوندیتوب او پراخې سرسبزۍ له امله د پام وړ ښار دی.

اسلام اباد
اسلام اباد
د اسلام اباد انځور
د اسلام اباد انځور
د اسلام اباد انځور

اسلو, شين ښار
کورډېناټونه: ۳۳°۴۳′ شمال ۷۳°۰۴′ ختیځ / 33.717°شمال 73.067°ختيځ / 33.717; 73.067
جوړ شو 1960
نومول شوی په اسلام   د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هېواد پاکستان
سيمه اسلام اباد پلازمېنه
پلازمینه د:
پاکستان (۱۹۶۶–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • چيف کمشنر طارق پيرزاده
 • چيئرمين سي ډي اے سيد طاهر شهباز
 • ډپټي کمشنر عامر علي
پراخوالی
 • پلازمېنه 906 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 490 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2014 کال له مخې)
 • پلازمېنه ۱٫۹ مليون
 • ښاري سیمه ۱,۸۲۹,۱۸۰
 • ستره ښاري سيمه ۲٫۲ مليون
د گڼه گوڼې نوم اسلام آبادي
وروستي مالومات
وخت زون PST (ه.ن.و+5)
Postcode 44000
سيمه ييز د زنګ کوډ 051
جيو کوډ 1176615  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه www.islamabad.gov.pk
اسلام اباد  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د دې ښار ماسټرپلان د کونستانتینوس اپوستولو دوکسیادیس په نامه د یوه یوناني معمار له خوا ډيزاین شوی دی چې یاد ښار په اتو زونونو وېشي، لکه اداري، ډپلوماټیکه شنه سیمه، استوګنیزې سیمې، تعلیمي او صنعتي سکټورونه، تجارتي سیمې او کلیوالې او شنې سیمې چې د پلازمېنې پراختیا ادارې په همکارۍ د اسلام آباد د ښاري شرکت له خوا اداره کېږي. په اسلام آباد کې ګڼ پارکونه او ځنګلونه دي، لکه د مارګله هېلز ملي پارک او شکرپاریان. پدې ښار کې د سیل وړ ګڼ ځایونه هم شته لکه فیصل جومات، چې سوېلي آسیا تر ټولو لوی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځم جومات دی. د سیل په نورو ځایونو کې د پاکستان ملي یادڅلی او د ډموکراسۍ چوک.

اسلام آباد د نړیوالتوب او نړیوالو ښارونو څېړنیزې شبکې (Globalization and World Cities Research Network) له خوا یو ګاما+ (Gamma+) ښار بلل شوی دی. اسلام آباد په پاکستان کې د ژوند لپاره تر ټولو قیمتي ښار دی چې ډېری اوسېدونکي يې د منځني او لوړ پوړ ښاریان دي.

په اسلام آباد کې شل پوهنتنونه دي، لکه د بهاریا پوهنتون، قائد اعظم پوهنتون، PIEAS، COMSATS پوهنتون او NUST. دا ښار د پاکستان یو تر ټولو خوندي ښار دی چې د رادیويي څپو پېژندلو څارنیز سیسټم (RFID) او ۲۰۰۰ فعالې CCTV کامرې لري.

د ځای نوم اېښودنه

اسلام آباد یعنې د اسلام ښار. دا نوم له دوو کلمو څخه جوړ شوی ددی: اسلام او آباد. اسلام یعنې د اسلام دین چې د پاکستان دولتي دین دی او آباد یو فارسي وروستاړی دی چې معنی يې د کرکیلې ځای دی او مراد ترې د اوسېدو ځای یا ښار دی. د محمد اسماعیل ذبیح یو تاریخي کتاب لیکي چې د عارف واله څخه د عبدالرحمن امریتساري په نامه د ښوونځي یوه ښوونکي د دې ښار لپاره د یاد نامه وړاندیز وکړ. 

کله ناکله د ISB مخفف د اسلام آباد لپاره لیکل کېږيږ دا ډول نوم په لنډولیکلو پیغامونو کې کارول کېږي او بل علت يې دا دی چې د IATA د موقعیت پېژندلو لپاره د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر لپاره کارول کېږي.

تاریخ

پخوانی تاریخ

د اسلام آباد پلازمېنه د پنجاب سیمې د شمالي سیمې د پوتهوهار په لوړو (Pothohar Plateau) کې موقعیت لري او په آسیا کې د انسانانو یو لومړیو استوګن ځایونو څخه دی. د ډبرې د عصر (Stone Age) ځینې انساني مصنوعات پدې لوړو کې پیداشوي دي چې د ۱۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ کلونو تر منځ لرغونتیا لري. د سوان سیند څخه ترلاسه شوې لومړنۍ ډبرې ښيي چې لومړنیو انسانانو دلته د میان یخچالي دورې (inter-glacial period) پر مهال ژوند کاوه. له تاریخ څخه وړاندې مودې پورې اړوند د کلالي او نور لوښي او سامان آلات هم پدې سیمه کې موندل شوي دي.

د ډاکټر عبدالغفور لون له خوا کېندنې ښيي چې پدې سیمه کې د ماقبل التاریخ فرهنګ شواهد شته. پدې سیمه کې تر ۵۰۰۰ کاله ماقبل المیلاد پورې د ژوندیو پاتې شوني او د انسانانو جمجمو موندل کېدل ښيي چې د نوسنګي (Neolithic) په عصر کې هم خلک د سوان سیند په تړانګو کې مېشت وو. په شاوخوا ۳۰۰۰ قبل المیلاد کې دې خلکو وروسته په سیمه کې کوچنۍ ټولنې رامنځته کړې.

د ۲۳مې او ۱۸مې قبل المیلاد پېړیو تر منځ د اباسین درې (Indus Valley) تمدن په دې سیمه کې وغوړېد. وروسته پدې سیمه کې د منځنۍ آسیا څخه راکډه شوې آرین یا آریانا خلک هم مېشت وو. ډیر سترې لښکرې د هندي نیمه لویه وچې د نیولو پرمهال له دې سیمې څخه تېرې شوې دي، لکه د ظهیرالدین بابر، چنګیز خان، تیمور او احمدشاه دراني لښکرې. په ۱۶-۲۰۱۵ کې د لرغون پېژندنې او موزیمونو فډرال ادارې د کلتوري میراث لپاره د ملي صندوق په مالي ملاتړ د شاه الله ډیتا غارونو سره نږدې د بان فقیران سیمې په بودايي معبد کې د ناکشف شویو پاتې شونو لپاره لومړنۍ آرکیالوژیکي کیندنې ترسره کړې. د دې غارونو تاریخ دویمې او پنځمې میلادي پېړۍ ته ورګرځي.

جوړونه او پراختیا

د اسلام آباد ښاري بڼه داسې ډیزاین شوې وه چې په بنسټیز ډول د سوېلي آسیا د نورو ښارونو څخه توپیر ولري او په ځنګل-ډوله سیمه کې د سترو واټونو منظره وړاندې کوي.

کله چې په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان خپلواکي ترلاسه کړه نو سوېلي بندري ښار کراچۍ يې لنډمهالی ملي پایتخت وټاکه. په ۱۹۵۸م کال کې، یو کمیسیون جوړ شو تر څو د راولپنډۍ سره لنډ د پلازمېنې لپاره یو مناسب ځای غوره کړي او د نورو ځانګړتیاوو تر څنګ دې پر موقعیت، اقلیم، لوجیسټیک او دفاعي اړتیاوو ځانګړی ټینګار ولري. د ډېرو څېړنو او مطالعاتو او د احتمالي ځایونو د بیاکتنې څخه وروسته، کمیسیون په ۱۹۵۹م کال کې د راولپېنډۍ د شمال ختیځې برخې د دغې سیمې وړاندیز وکړ. په ۱۹۶۰مو کلونو کې، اسلام آباد د ګڼو دلیلونو له امله اسلام آباد د یوې پرمختللې پلازمېنې په توګه ودان شو. کراچۍ د یاد هېواد په لرې سوېلې برخه کې موقعیت لري او د عرب سمندرګي څخه پرې د برید شونتیا ډېره ده. باکستان داسې یوې پلازمېنې ته اړتیا درلوده چې د هېواد له ټولو برخو څخه په آسانۍ د لاسرسي وړ وي. کراچۍ، چې یو سوداګریز مرکز دی، پدې هم نامناسبه پلازمېنه وه چې په حکومتي چارو کې د سوداګریزو منافعو د دخالت امکان ډېر و. د اسلام آباد نوی غوره شوی موقعیت هم په راولپنډۍ کې د پوځي مرکزونو او هم د هېواد په شمال کې د شخړه ییز کشمیر سره نږدې و.

د کونستانتین اپوستولوس دوکسیادیس په مشري یوه یوناني شرکت شبکه يي طرحې پر بنسټ د یاد ښار ماسټرپلان ډیزاین کړ چې مثلث شکل يې درلود او څوکه يې د مارګېلا هېلس په لوري وه. له کراچۍ څخه اسلام اباد ته پلازمېنه نېغ په نېغه راونه لېږدول شوه، لومړی د ۱۹۶۰مې لسیزې په سر کې په موقت ډول راولپېنډۍ ته راانتقال شوه او بیا په ۱۹۶۶ کې وروسته له هغه اسلام اباد ته راولېږدل شوه چې اساسي پراختیايي کارونه بشپړ شوي وو.

اوسنی تاریخ

اسلام اباد 
د راولپېنډۍ-اسلام آباد مېټروبس په ۲۰۱۵کې له ګاونډي راولپېنډۍ سره د اسلام آباد د نښلولو په موخه جوړ شو.


اسلام آباد ته د ټول پاکستان څخه خلک ځي راځي او یاد ښار په نړیواله کچه د پاکستان یو تر ټولو عصري ښارونو او ښاري سیمو څخه دی. د پلازمېنې په توګه، دا ښار د یو شمېر مهمو غونډو کوربه هم و، لکه په ۲۰۰۴م کال د سارک سازمان د سرمشریزې کوربه توب.

د ۲۰۰۵م کال په اکټوبر میاشت کې، دا ښار د ۲۰۰۵م کال د کشمیر زلزلې له امله ویجاړۍ ولېدې. یاده زلزله د ۷,۶ درجې وه. اسلام آباد یو لړ ترهګریزې پېښې تجربه کړې دي، لکه د ۲۰۰۷م کال په جولای میاشت کې د لال مسجد (سره جومات) محاصره، د ۲۰۰۸م کال په جون میاشت کې د ډنمارک سفارت بمب اېښودنه او د ۲۰۰۸م کال په سپټمبر میاشت کې د ماریوټ بمي چاودنه. په ۲۰۱۱م کال کې، په دې ښار کې څلور ترهګریزې پېښې وشوې چې د پنجاب د والي سلمان تاثیر په ګډون څلور کسان پکې ووژل شول.

سرچينې

کينډۍ:اسلام آباد

Tags:

اسلام اباد د ځای نوم اېښودنهاسلام اباد تاریخاسلام اباد سرچينېاسلام اباد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

يمنپه چاپیریال باندې د انساني فعاليتونو اغیزېپشه یی ژبهحجکندهار ولايتپدما لکشميد افغانستان اقتصادعبدالقادر خان خټکاندونیزیایي ژبهاوکراینشهزاده میرویس ظاهرقطرپښتون ژغورنې غورځنگټولنيزه ارواپوهنهملګري ملتونهنومځری (زمیر)Astatineکمپیوټر ساینسملا اختر محمد منصور۴۰۰ (عدد)په افغانستان کې د ریل ګاډي ټرانسپورټپروټيند انسان جنسي غوښتنېازبکستانلاتين ليکدوداردنپانکراسافغانستان ته د اسلام راتگسمندررمله بنت ابي سفيانپښتوپلار څوک دیپولنډپورنوګرافيسرشمیرنهژبهخوشال خان خټکراشد خانوروربست کلاڅېړنهاسټرالیاابان بن عثمانلیبیاسپين غرکريم خليلياسحق نیوټند افغانستان لنډ تاريخحفصه بنت عمر بن خطابخرامه ولسواليظاهر بایبارسد افغانستان د اسلامي امارت عالي شوراپریزمتعصبډاکتر کبير ستوریغزني ولايتسعودي عربستانګوګلسترواک ژولیاند متحده ایالاتو فدرالي حکومتببرک خان ځدراڼصديق الله رښتيند شمالي قطبي دایره🡆 More