ازاد خان افغان: ازاد خان سلیمان خیل د بادور خان زوى وو

په دې ليکنه کې د ويکيسازنې د کړنې سببونه نه دي ليکل شوي.

ازاد خان افغان: ازادخان او احمد شاه بابا, د ازاد خان ستونزې او د احمد شاه بابا خپگان, د ازاد خان سلېمانخېل مړينه
آزاد خان سلېمانخېل

ازاد خان سلیمان خیل د سلېمان خان زوى په ۱۷۰۵ ز کال کې زېږېدلی وو. ازاد خان د پښتنو د سلېمانخېلو له لويې قبيلې څخه وو او ښايي چې د اوسني پکتيکا ولايت په مربوطاتو کې اوسېدلی وي، یا هم ښايي د غرني ولايت له کومې سيمې ځخه وي. ازاد خان سلېمانخېل، چې په بهرنیو سرچينو او تاريخونو کې يې له نامه سره د افغان ويي کارول شوی، د افغانستان يو له لويو ملي او هېوداپالو مشرانو څخه وو. په بهرنیو تاريخونو کې دى په دريو نومونو سره ياد شوی، لکه افغان، غلځى او سلېمانخېل.

ازاد خان سلېمانخېل او لوى افغان سپاه سالار سيدال خان ناصر دواړه توريالي، ميړني او پخپل منځ کې خواږه ملگري ول. کله چې نادر شاه افشار کندهار ونيو، سيدال خان په ربړ او کړاو کې پاتې شو، نو خپل عيار ملگرى ور په ياد شو ((ناره))

سيدال خان ويل لښکر مې سو بزې بزې- ازاد خان سلېمانخېل مې تورې شپې وخوړ که ورځې

ازاد سلېمانخېل بيا منگولې سرې کړې- پر ميدان ورگډ شو د مرادعلي غاړې بېخ يې ورته پرې کړې.

د پوهاند عبدالحی حبيبي په حواله زموږ مېړنى اتل ازاد خان په ۱۷۵۵ ز کال کې په اصفهان کې په خپل نامه سکه ووهله، چې د دغې سکې نمونې د اصفهان په موزيم کې شته. تاسې ښه پام وکړئ، په ډيلي او اصفهان کې په يوه مهال کې سکه وهل کېده.

ازاد خان يو عيار وو. دى د کندهار له سقوط او د سيدال خان تر ړندېدو وروسته، د ايران شمال ته تللى او په اذربايجان کې يې خواره واره سلېمانخېل راټول کړي، نور مېړني څه اذري، کوردي، عرب او ايرانيان يې هم په لښکر کې شامل کړي او هلته يې يو قدرت تر لاسه کړى دى. (زه په دې نه پوهېږم، چې دى څنگه له قندهاره، چې د کندهار ددفاع په مهال کې له نادر افشار سره څنگه هلته ورسېد). خو دا دواړه ثابتې دي. ازاد خان د ژبې او هنر خاوند وو. په مېړنتوب کې پهلوان وو او په ادبياتو کې هم يو څه برى لري. سيدال خان ناصر هم شاعر وو او په پټه خزانه کې يې شعرونه راغلي دي. ازاد خان سره اته زره سلېمانخېل ول، چې دده تر قيادت لاندې پوره وجنگېدل. په پاى کې تر يوه حده له ايران څخه افغانستان ته راغلل او د تېمور شاه دراني په بادشاهۍ کې په لغمان کې مېشت شول. د کابل له هوتخېلو څخه نېولې تر لغمان پورې دوى پراته ول. ځاى ځاى خو پښتانه ځان نه پېژني. ساکزي، په ساکو کې سلېمانخېل په چهاردهي کې توخي، په رېشخور کې پوپلزي، په دېوان بېگي کې يانۍ د کابل په شاوخوا کې ټول دوى دي، خو ډېرو پښتو پرېښوده.

ازاد خان سلېمانخېل په داسې حال کې چې يو افغان وو، څنگه يې وکولاى شول چې د اذربايجان ولس پر ځان راټول کړي؟ دا موضوع د څېړنې وړ ده. له دې نه داسې ښکاري، چې دى د هغوى په ژبه ښه پوهېده او له ده سره د مېړنتوب فکر وو، چې مېړني پر مېړني راټولېږي. د پښتنو په قائيدينو کې دا خبره لېدل کيږي؛ تاسو غوريان او سوريان وگورئ، چې د هند پاچاهي يې خپلو نوکرانو ته پرېښوده. خبره داده چې علاوالدين غوري، ابدال کلزى، ازاد خان، احمد شاه بابا ټول مېړني خلک ول.

د (تاريخ کامل ايران) په بله برخه کې ليکل شوي، چې کريم خان زند دوه غښتلي غليمان درلودل، چې يو يې ازاد خان افغان او بل يې حسن خان قاجار وو. قزوين ته نږدې د کريم خان او ازاد خان ترمنځ جگړه وشوه. ازاد خان کريم خان ته دومره کلکه ماتې ورکړه، چې دى اړ شو اصفهان او شېراز هم پرېږدي او د کيلويه غرونو ته وتښتي.

دلته يوه پېښه کيږي: کريم خان زند په ((کمارج)) کې چې ډېره نرۍ لاره ده، د غرونو په منځ کې له ازاد خان سره جگړه پيل کړه. په دغه جگړه کې د ازاد خان لښکر مات شو. کال(۱۱۶۷)

له پورتنيو جملو څخه څرگنديږي چې په لږه موده کې د ايران د سلطنت لپاره درې تنه چمتو شوي ول، چې هغه کريم خان زند، ازاد خان سلېانخېل او حسن خان قاجار وو. مگر ازاد خان په يوه دره کې راگير شو. کريم د درې دواړه سره ونړول او په خپله له خپلو لښکرو سره د مينيخ درې ته کوز شو. دواړه خواوې تړلې وې او کلک تاوان يې ازاد خان ته واړاوه. ازاد خان يې له صحنې نه وايست، چې پر دې مهال کريم خان زند د ورورۍ لاس وروغځاوه. ازاد خان سره لا هم ډېر خلک ول، چې کريم خان ساتل. کريم خان زند ځان د ايران پادشاه اعلان کړ. په ځان باندې يې د وکيل الرعيا نوم کېښود. دى هم يو مېړنى وو. د ازاد خان افغان اولاده: د ازاد خان افغان اولادونه اوس مهال په پکتیکا کې میشت دي ځینی له دوی د پکتیا په څمکنیو او ځیني نور یې په بهرنیو هیوادړنو کې هم میشت دي مګر زیاتره یې د پکتیکا ولابت په مرکز ښرنه کې اوسیږي

ازادخان او احمد شاه بابا

افغان مورخ عزيزالدين وکيلي پوپلزايي، د وکيل الدوله عبدالله خان له کرړې څخه دى. دى ښه خطاط او مورخ دى. ده چې کوم کتابونه د احمد شاه بابا او تېمور شاه دراني په اړه ليکلي، ډېر مهم سندونه لري او ددغو اسنادو يوه لويه برخه دده کورنی ميراث دى، چې په کتابونو کې يې ترې گټه اخيستې ده. څرگنده خبره ده، چې دده تاليفات پر دوو روښانو مدارکو ولاړ دي.

د دراني تيمور شاه مولف وايي: «ازاد خان د احمد شاه بابا پلان ونه مانه. گندا سېنگ هم په خپل کتاب دراني احمد شاه کې وايي چې ازاد خان د احمد شاه بابا پلان ونه مانه. دا خبره ډېره څېړنه غواړي، چې حقيقت څه ډول دى او د پلانونو تفصيل هم بايد څرگند شي.

د دراني احمد شاه په کتاب کې ويل شوي، چې ازاد خان د خلکو په مخ کې خپل پلان څرگند کړ. داسې چې په راتلونکې کې د سولې د تامين لپاره ټول غښتلي وو، چې هند، افغانستان او ايران يوه کاسه شي. بيا به هېڅ يو کمزورى نه وي، ټول به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي. ازاد خان سلېمانخېل يو داسې تاريخي شخصيت دى، چې د دراني احمدشاه د کتاب په اساس يې يوه لويه نقشه درلوده. گنډاسينگهـ د فرير له قوله ليکي: «ازاد خان افغان د خپل ملت د نورو افرادو څخه ډېر سرسخت، زړور او منور سړى وو. دده عدالت، د برابرۍ افکار او له شيعه گانو څخه دده طرفداري ددې سبب شوه، چې زيات شمېر پارتېزانان دده پر شاوخوا راټول شي. کله چې ده خپل زياتېدونکى قدرت وليد، په ښکاره يې د عراق، خراسان او ان افغانستان نيول اعلان کړل، چې دده په گروهه سربېره پر ايران، د افغانستان پادشاه هم بايد غلځى وي!».

احمد شاه بابا د ازاد خان سلېمانخېل په پلان خبر وو او غوښتل يې، چې له ازاد خان سره مفاهمه وکړي، خو د هند په لورې ډېر مشغول شو. د دوى دواړو ترمنځ د نخشې په اړه بډوالی (مخالفت) وو. احمد شاه بابا د افغانستان د طبيعي حدودو په ساتلو کې هڅه کوله، خو د ازاد خان پلان تر هغه پراخ وو. اوس څرگنده نه ده چې د پلان تفصيل څه ډول وو. مسلمه خبره داده چې دا يو سياسي، اقتصادي او نظامي پلان وو. دلته سړى پوهېداى شي، چې که د ازاد خان او احمد شاه لاسونه سره ورغلي واى، نو د افغانانو برم به په تاريخ کې په بل ډول څرگند شوى واى. هماغه چې خوشال خان خټک ويلي وو: «ځينې څه لويې دعوې لرم په زړه کې».

د ازاد خان ستونزې او د احمد شاه بابا خپگان

پر ۱۷۶۰ ز کال چې کله ازاد خان د پاچاهي په کارونو کې له سختو ستونزو سره مخ شو، احمد شاه بابا د ازاد خان په دې ستونزو ډېر خپه شو، چې يو ننگيالى افغان، چې د افغان په ننگ يې توره تړلې وه، له داسې ستونزو سره مخ شو. د دراني احمد شاه کتاب کې ليکل شوي، چې د احمد شاه بابا دوه گونى حالت وو. خواشينى په دې وو، چې يو مېړنى افغان له ستونزو سره مخ شو، او خوشال په دې وو، چې خپل يوازينى حريف يې د پاچاهۍ له پلاز نه ښکته شو.»

دا چې له ازاد خان سره اته زره سېلمانخېل ول، دوى ټول افغانستان ته نه دي راغلي، يوازې دده کورنۍ راغلې، چې تېمور شاه دراني په لغمان کې څمکې ورکړې. په دې خبره څوک سم نشي پوهېداى، چې احمد شاه بابا ازاد خان ته څه وړاندې کول؟ گنډاسينگـ دې خبرې ته اشاره کوي، چې ازاد خان ويل چې احمد شاه بابا دې د پادشاهۍ مقام د ميريس بابا کورنۍ ته پرېږدي او احمد شاه بابا دا کار نه شو کولاى، ځکه هغو کسانو چې احمد شاه بابا يې د پادشاهۍ گدۍ ته رسولی وو، دا نه شو منلای. البته ددې لپاره چې داسې يو پلان عملي شي، يو مناسب فرصت او لويې جرگې ته ضرورت وو. هر کله که داسې يو کار کيږي، د هغه مر کز به افغانستان وي، ځکه چې افغانستان يو غرنى هېواد دى څوک پې راتلاى نه شي. خلک يې مېړني او جنگيالي دي. په هره توگه چې وي، د حوزې خپلواکي ساتلاى شي.

په پښتنو کې که غلځي دي ک دراني او که نور پښتانه ټبرونه، د دوی ټولو بری يوازې د دوی په يوموتي والی او اتفاق کې دی. د دوی سوکالي او نېکمرغی هغه مهال سمبالېدای شي چې د يوه پښتانه قام په توگه د ژوند په ټولو ډگرونو کې په گډه او سوله ييز ډول گامونه اوچت کاندي.

موږ تر اوسه پورې، چې دوه ستر مشران يادول، ميرويس نيکه او احمد شاه بابا، اوس درېيم هم شته چې هغه ازاد خان پلار دى. يانې پلار، بابا، نيکه شو. ازاد خان د خپل قابليت له مخې يو لوى سړى دى، چې ده يوه اسيايي حوزه تامينوله او هغه د سکائيانو يا ساکانو دولت يې جوړاوه، چې د اسيا لويه برخه يې په لاس کې وه.

د غزيزالدين فوفلزايي په قول، له ازاد خان سره اته زره سلېمان خېل ول. مگر دده د ژوند ځينې برخې تر اوسه روښانه نه دي، چې د نادر شاه په زمانه کې يې څه کول؟ گنډاسينگـ وايي، چې دى د نادر شاه افشار يو جنرال وو. د تاريخ کامل ايران ليکوال وايي، چې د نادر افشار تر وژنې وروسته، ازاد خان په اذربايجان کې د خپلواکۍ اعلان وکړ.

د امان الله هوتک د خپلواکۍ لمر څرک نه او د بې بې زينبې له اشعارو داسې څرگنديږي، چې دى د کندهار د دفاع په وخت کې په کندهار کې او بيا د ايران شمال ته ولاړ. ددغه تاريخي پړاو په اړه اړينه ده چې ډېر اسناد او کتابونه وکتل شي او د هماغې زمانې د اذربايجان تاريخ وکتل شي. لوستونکي به دا فکر کوي، چې دا اته زره سلېمانخېل څه شول؟ د دوى ډېره برخه په اذربايجان کې ده او په داغستان کې ورته الکوزي ويل کيږي. د پنځوسو زرو په حدودو کې داسې پښتانه تر اوسه ايران کې شته چې اوس لا هم پښتو وايي.

ازاد خان سلېمانخېل، احمد شاه بابا ، شاه محمود افغان ، شاه اشرف افغان دوى ټولو د خپلو تېرو نومياليو په څېر د اوسني ايران، افغانستان او هند لپاره شاهي يوه بلله.

د ازاد خان سلېمانخېل مړينه

امريکايي ليکوال جان پيري ليکي، چې ازاد خان پر ۱۷۸۱ ز کال، يانې د کريم خان زند تر مړينې دوه کاله وروسته د پارس په شيراز کې په حق ورسېد. د ده له وصيت سره سم د ده جنازه افغانستان ته ولېږدول شوه. خو ايرانى ليکوال سيد علي آل داوود بيا ليکي، چې د ازاد خان وصيت په رښتيا هم همدا سې وو، چې جنازه يې افغانستان ته ولېږدول شي، خو هغه مهال د شرايطو د خرابتيا لامله دا کار ونه شو. نو پر دې بنسټ ويلاى شو، چې په غالب گومان ازاد خان سلېمانخېل به هماغلته د پارس په شيراز کې خاورو ته سپارل شوى وي او ارامځاى به يې اوس هم هماغلته وي.

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۲۴۳ - ۲۵۲ ، ۶۴۵ ، ۷۷۶-۷۷۷ ، ۷۹۴ مخونه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د ۱۳۸۳ لمريز کال چاپ.
  2. محمد طاهر کاڼى، ازاد خان افغان، تاريخي څېړنيز اثر، د ۲۰۱۱ ز کال پېښور چاپ.

https://taand.net/?p=212568 استاد شهسوار سنګروال، ازادخان غلجی له پارس نه…تر ارمنستانه

دا هم وگورئ

Tags:

ازاد خان افغان ازادخان او احمد شاه باباازاد خان افغان د ازاد خان ستونزې او د احمد شاه بابا خپگانازاد خان افغان د ازاد خان سلېمانخېل مړينهازاد خان افغان اخځونهازاد خان افغان دا هم وگورئازاد خان افغان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

چاپیریالی روغتيا ساتنهکالیفرنیاپېغلتوبد فزیک تاریخچهانټرنېټچیتا پړانګتېمور شاه درانيمادهوري ډکشټعاج ساحلروژه- فقهي مسایلتکړښتباميان ولايتبشارالاسدکرونا ویروسمل پاسوالتانتاليوماسلامي تاريخوېليم جېمزژوندفلسطینپه خپل ځان باورسپين غرد کیوبا د توغندیو کړکېچويټامينرومي بانجانبانکوالی په افغانستان کېسیرت النبی سوال او ځوابسلېمان لايقتوکمپالنهد انسان غاښابوبکر البغداديیهودد منجمنټ اساساتد افغانستان لنډ تاريخد کالاش وګړيد انځوریزې خبريالي تاریخد حبشې هجرتد پښتو ژبدودبیجنګد هنګري د ۱۹۵۶ زکال انقلابځانوژنهسردار علي ټکرد شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړونلغمان ولايتباچا خانستر اخلاقپلار څوک دینیټورکاسټرالیاآی اېس او ۳۱۶۶-۱اوکرایناختصاصي مجازي شبکهپه امریکا کې پرمختګپالنهعمر بن خطابد غواگانو روزنهطهارت (پاکي)جاينيزموینا (تقرير)مدهوبالاابن تيميهسپوږمۍپوهنتوناستعارهنايوروشکرې ناروغي🡆 More