ارشميدس

د سيراکوز اوسېدونکی ارشميدس (۲۸۷ – ۲۱۲  ز) يو يونانی رياضي پوه، فزيک پوه، انجنير، ستوری پېژندونکی او مخترع و.

که څه هم د هغه د ژوند په اړه ډېر لږمعلومات شته، مګرهغه په لرغونې زمانه کې له مخکښو ساينسپوهانو څخه شمېرل کيږي. د لرغونې تاريخ يو ستر رياضي پوه او په دې برخه کې تر اوسه تر ټولو غوره سړی دی. ارشميدس د تر ټولو کوچني تصور او د ستړتيا د طريقې په کارولو سره د نوې محاسبې او تجزيې وړاندوینه وکړه، تر څو يوه سلسله هندسي قاعدې راوباسي، په دې کې دا قاعدې شاملې دي: د دايرې مساحت، د يوې کرې مساحت او حجم، د بيضوي مساحت، د مخروطي مقطعې لاندې مساحت، د مخروطي بدلون د يوې برخې حجم، د بدلون د هايپربولايډ د يوې برخې حجم او د لولبي شکل مساحت.

ارشميدس
د سيراکوز اوسېدونکی ارشميدس (۲۸۷ – ۲۱۲  ز)

د هغه په نورو رياضياتي لاسته راوړنو کې د پي د دقيق اټکل (approximation of pi) را ايستل شامل دي؛ د هغه لولبي شکل تعريف او څېړنه چې اوس د هغه په نوم پېژندل کېږي او د توانايۍ په کارولو سره د ډېرو لويو شمېرو د ښودلو په موخه د يو نظام جوړول. ارشميدس لومړی کس و چې په فزيکي ښکارندو يې رياضي عملي کړه، هايډروسټاټيکس (د ارام مايعاتو مطالعه) او سټاټيکس (د ارام حالت ځواک) يې رامنځ ته کړل.  په دې برخه کې د ارشميدس په بریاوو کې د اهرم د اصل ثبوت هم شامل دی، د ثقل د مرکز مفهوم چې پراخه ګټه ورڅخه اخستل کېږي او د مايع پرسر د درېدو قانون څرګندول. هغه ځينې نوي ماشينونه هم طرحه کړل، لکه تاويدونکی پمپ، مرکبه څرخه او د جګړې دفاعي ماشينونه، تر څو د هغه اصلي ټاټوبی سيراکوز له يرغل څخه خوندي کړي.   

ارشميدس د سيراکوز د کلابندۍ پر مهال مړ شو، سره له دې چې هغه ته د زيان نه رسولو امر شوی و، بيا هم يو رومي سرتيري وواژه. سيسرو د ارشميدس د قبر د کتنې يادونه کوي، چې په يوه کره او يوه پوکاڼۍ پوښلی و، ارشميدس غوښتنه کړې وه چې د هغه په قبر دې کېښودل شي، تر څو د هغه د رياضياتي اختراعاتو استازيتوب وکړي.

د هغه د اختراعاتو په خلاف چې ډېر پېژندل شوي، د ارشميدس د رياضياتو د لاسته راوړنو ليکنې، په لرغونې زمانه کې ډېرې نه دي پېژندل شوې. په سکندريه کې رياضي پوهانو، د هغه په اړه ډېر څه لوستي و او د هغو حوالې يې هم ورکړې وې، خو د بيزانس په قسطنطينيه کې د ميليتس له اسيډور له ميلاد څخه تر مخه ۵۳۰ کال پورې، لومړی هراړخيز تاليف نه و جوړ شوی، په داسې حال کې چې په شپږمه زېږديزه پېړۍ کې د ارشميدس د اثارو په اړه «ايتوشيه» لیکنې وکړې او دا لیکنې يې په لومړي ځل په پراخه کچه د لوستلو لپاره وړاندې کړې. د ارشميدس دليکلو آثارو يو څو نسخې، چې په منځنیو پېړيو کې روغې پاتې شوې وې، د رنسانس پر مهال او د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې د ساينسپوهانو لاره، د نظرياتو يوه اغېزناکه سرچينه وه، په داسې حال کې چې په ۱۹۰۶ ز کال د ارشميدس ناپېژندل شوي آثار کشف شول، چې خپله د ارشميدس په لاس لیکل شوي وو په دې اړه لا نور معلومات مهيا کړل چې هغه څه ډول رياضياتي پايلې تر لاسه کړې وې. 

ژوندليک

ارشميدس له ميلاد مخکې په ۲۸۷ کال کې د سيسيل په ساحلي ښار سيزاکوز کې زېږېدلی و، دا ښار هغه مهال د ميګنا ګريشيا خپل چارې مستعمره وه. د هغه د زېږېدو نېټه، د يوناني بيزانسي تاريخ پوه «جان زيټسيز» په وينا ولاړه ده، هغه وايي: ارشميدس پنځه اويا (۷۵) کاله ژوند کړی و او په ۲۱۲ کې مړ شوی و. په سينډ راکين کې، ارشميدس د خپل پلار نوم فيډياز ورکړی، یو ستوری پېژندونکی چې د هغه په اړه نور هېڅ راز معلومات نه شته. د ارشميدس ملګري «هيرکليډيز» د هغه ژوند ليکلی و، خو دا لیکنه هم ورکه ده، او د هغه د ژوند تفصيلات پټ پاتې دي. د بېلګې په ډول:  دا نه ده معلومه چې ايا هغه واده کړی او بچیان يې درلودل، یا ايا هغه هېڅکله هم په خپله ځوانۍ کې د مصر سکندريې ته تللی و. د هغه له پاتې آثارو څخه دا روښانه ده، چې هغه هلته له شته پوهانو سره پوهنيزې اړيکې ساتلې وې، په هغوی کې د ارشميدس ملګری د ساموس اوسیدونکی کنون او د کتابتون مشر د سیرین اوسیدونکی ایراتوستینز.

د ارشميدس د ژوند په اړه کره نسخې د هغه له مرګ ډېره موده وروسته رومي او يوناني تاريخ پوهانو وليکلې. د ارشميدس لومړۍ  يادونه د پوليبيوس په تارېخونو کې شوې ده (له مېلاد مخکې ۲۰۰ څخه تر ۱۱۸ پورې)، چې د هغه له مرګ شا او خوا اويا کاله وورسته لیکل شوي دي. د يو شخصيت په اړه دې کتاب د ارشميدس پر ژوند کمه رڼا اچولې، تر ډېره بريده يې په هغه ماشين تمرکز کړی، چې ويل کيږي له روميانو څخه د ښار د خوندي کولو له پاره يې جوړ کړی و. پوليبيوس يادونه کوي چې څه ډول د پونيک د دوهمې جګړې پر مهال، سيراکوز خپله وفاداري له روم څخه د «کارتيج» په لور واړوله، چې همدا چاره د مارکوس کلوديوس مارسلوس او اپيوس کلوديسو پولچر په مشرۍ د ښار د نيولو له پار د پوځي خوځښت لامل شوه چې دا جګړه له میلاد مخکې په ۲۱۲ څخه تر ۲۱۳ کاله روانه وه. هغه وړاندې لیکي چې روميانو د سيراکوز دفاع کم ارزښته بللې وه، هغه د ارشميدس د ګڼو ماشينونو يادونه کوي چې په هغې کې پرمختللي منجنيقونه، د کرين په څېر ماشينونه چې کولای يې شول په يوه ليندۍ کې راوڅرخي او د ډبرو ويشتونکي وسايل شامل وو. که څه هم روميانو بالاخره ښار ونيو، خو د ارشميدس د اختراعاتو له کبله يې د کتنې وړ زيانونه هم وګالل.

سيسيرو (له میلاد مخکې ۱۰۶ -۴۳) په خپلو ځينو آثارو کې د ارشميدس يادونه کړې. کله چې سيسيرو په سيسلي کې د مالي مسئول په دنده تر سره کوله، په سيراکوز کې د اګريجينټاين له دروازې سره نژدې يې هغه ځای پيدا کړ چې باور کېده د ارشميدس قبر و، دا ځای له نظره غورځول شوی او زيات واښه پرې شنه و. سيسيرو قبر پاک کړ او وتوانېد، په هغې کښل شوې حکاکي وويني او ځينې برخې يې ولولي چې د ډبرلیک په توګه پرې اېښودل شوي وو. په قبر باندې يوه مجسمه وه چې د ارشميدس د خوښې وړ رياضياتي ثبوت په کې انځور شوی واو هغه دا چې د کرې د بېخ په ګډون د حجم او مخ مساحت د استوانې دوه په درې برخې جوړوي. هغه يادونه کوي چې مارسلوس روم ته دوه افلاک نما راوړل، چې ارشميدس جوړ کړي وو. رومي تاريخ پوه ليوي (له میلاد مخکې ۵۹-۱۷) د سيراکوز د نيولو او په هغې کې د ارشميدس د نقش په اړه د پوليبيوس کیسه بيا تکرار کړې ده.

پلوتارک (۱۱۹-۴۵ له میلاد وروسته) د هغه په کتاب «موازي ژوند» کې ليکلي چې : ارشميدس د سيراکوز د پاچا « دویم هیرو» سره خپلوي درلودله. هغه د ښار له سقوط وروسته د ارشميدس د مرګ په اړه لږ تر لږه دوه روايته راوړي دي. د تر ټولو مشهور روايت پر اساس، د ښار د سقوط پر مهال ارشميدس د يوه رياضياتي شکل په اړه په فکر بوخت و. يو رومي سرتيري هغه ته امر وکړ چې راووځي او له مارسلوس سره وګوري، خو هغه خبره ونه منله او ويې ويل: هغه بايد د دې ستونزې په اړه خپل کار ختم کړي. سرتيری په دې کار غوصه شو او ارشميدس يې په خپله توره وواژه. يوه بله کیسه داسې ده، چې ارشميدس له وژل کېدو مخکې خپل رياضياتي وسايل لېږدول، ځکه يوه سرتېري فکر کړی و چې دا ارزښتمن شيان دي. د معلوماتو پربنسټ، مارسلوس د ارشميدس په وژل کېدو په قهرشوی وی؛ ځکه هغه ارشميدس يوه ارزښتناکه ساينسي شتمني بلله (هغه په ارشميدس د هندسي برياريوس نوم کېښود) او امر يې کړی و چې هغه ته بايد زيان ونه رسېږي.

ارشميدس ته منصوب وروستي ټکي دا دي: « زما دايرو ته مزاحمت مه کوئ!» په رياضياتو کې هغو رسم شوو دايرو ته اشاره وه چې شونې ده، هغه مطالعه کولې، چې يو رومي سرتېری يې مزاحم شو. داسې باوري شواهد نه شته چې ارشميدس په خپله دا خبرې کړې دي او د پلوتارک په روايت کې يې هم يادونه نه ده شوې. ورته الفاظ د والريوس ماکسيموس (۳۰- له میلاد وروسته) په آثارو کې موندل کېږي، چې هغه په د يادونې وړ کارونو کې ليکلي او وايي: « بلکې په خپلو لاسونو کې يې خاوره ونيوله او ويې ويل: « زه له تاسې هيله کوم، دې کار ته مزاحمت مه کوئ».

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هنري ډېوېډ تورود افغانستان لنډ تاريخسوادد کابل سرینا هوټلبیکارید کورنيو توليداتو ټوليز ارزښتخېبر پښتونخوازنگاليکاربونکندهار ولايتد پښتو شعر ډولونهامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )سيد جمال الدين افغانياقتصادپلار څوک دیتروجان جګړهد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچانساند افغانستان كانونهد افغانستان پېښليکحيات الله گهيځد لمانځه وختونهتعصبميرويس هوتکقاهرهنومځری (زمیر)د کانکریټو د اړینو وچو موادو محاسبه او برآوردخاورهويټامين14 مارچغوړرمشا شفاذهنپښتو نثرانټرنېټويکيلغمان ولايتويي پوهنه (کتاب)د افریقایي هیوادونو نوملړپښتو ويکيپېډيااودس په اسلام او ساينس کېد افغانستان ولايتونهنړيوال غزېدلی جالد ختیځې اروپا پسرلنی ساعتافغاند بشري حقونو نړېواله اعلاميهسیال په سیال (شبکه)ټپوسپښتونستانملګري ملتونه - ښځېکمپیوټر ساینسسپوږمۍتور زېړیسپیارګبرهماکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)لوطصدام حسینويکيپېډياد غواگانو روزنهلیبیا🡆 More