ابراهم لینکولن

ابراهم لینکولن (Abraham Lincoln) (۱۲ فبروری ۱۸۰۹ز- ۱۵ اپریل ۱۸۶۵ز) امریکايي وکیل او حکومت چلوونکی و چې د ۱۸۶۱ زکال څخه یې تر ۱۸۶۵ زکال پورې، تر هغه مهاله چې ترور کړی شو، د امریکا د شپاړسم ولسمشر په توګه خدمت وکړ.

لینکولن د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، د هغه هېواد رهبري وکړه، چې د یووالي په ساتلو، دغلامۍ په له منځه وړلو، د فدرال دولت په پیاوړي کولو او د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصاد په نوي کولو بریالی شو.

ابراهم لینکولن
ابراهم لینکولن (Abraham Lincoln) (۱۲ فبروری ۱۸۰۹ز- ۱۵ اپریل ۱۸۶۵ز)

لینکولن په یوه بېوزله کورنۍ کې چې له لرګیو په جوړ شوي کور کې وزېږېد او د اندیانا پولې ته څېرمه را لوی شو. هغه خصوصي زده کړې کړې وې چې په یوه وکیل، د وېګ ګوند په مشر، د ایلینویس ایالت څخه د ولسي جرګې او بیا د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس په غړي واوښت. په ۱۸۴۹ ز کال کې یې بیا وکالت ته مخه کړه، خوهغه د کانزاس- نبراسکا قانون په پایله کې غلامۍ ته د لا زیاتې زمینې په برابرېدو سره خواشینی شو او په ۱۸۵۴ ز کال کې دویم ځل د سیاست نړۍ ته را وګرځېد او د نوي تاسیس شوي جمهوري غوښتونکي ګوند مشري یې په غاړه واخیسته. د ۱۸۵۸ ز کال په مناظره کې چې له سټیفن دوګلاس (Stephen Douglas) سره یې وکړه، هغه په ملي کچه اورېدونکي پیدا کړل. په ۱۸۶۰ ز کال کې  یې ولسمشریزو ټاکنو ته خپل ځان نوماند کړ، په شمال کې یې بریالیتوب ترلاسه کړ، خو په سویل کې د غلامۍ پلوو کسانو له خوا ورسره مخالفت وشو او په شمال کې یې د غلامۍ د له منځه وړلو حق، د هغه له بریالیتوب سره مساوي وباله او د امریکا له اتحادیې د جنوبي ایالتونو وتل پیل شول. د دې لپاره چې، له خپلواکۍ یې ساتنه کړي وي، د ایالتونو نوي کانفدریشن په فورټ سمټر(Fort Sumter) کلا چې د امریکا په جنوب کې پرته ده، برید وکړ. لینکولن هم خپل ځواکونه د اتحادیې د بیا ساتلو او بغاوت د له منځه وړلو په موخه راوغوښتل.

لېنکولن د یو معتدل جمهوري غوښتونکي په توګه، اړ و څو په خپل ګوند او دیموکرات ګوند کې له خپلو دوستانو او مخالفینو سره د دغو جنجالي موضوعاتو پر سر مذاکره وکړي. د هغه متحدین، جنګ پلوه دیموکراتان او راډیکال جمهوري غوښتونکي له سویلي کانفدریشن سره د سخت چلند غوښتونکي وو. د جګړې ضد دیموکراتان چې ورته (("Copperheads" یا د مسو خولۍ لرونکي هم ویل کېدل، لېنکولن ته به یې سپکاوی کاوه او د کانفدرېشن د یو ځای کېدو مخالفو عناصرو د ده د ترور نقشه جوړه کړه. لېنکولن د دغو ډلو ترمنځ د شته ستونزو څخه ګټه واخیسته د دوی په منځ کې یې د دقیق سیاسي ملاتړ په وېش او د امریکا د متحده ایالاتو وګړو ته په مراجعه یې د دوی مخالفتونه مدیریت کړل، چې په ګیتسبرګ (Gettysburg) کې د ده وینا د ملت پرستۍ، جمهوریت غوښتنې، برابرو حقونو لرلو، آزادي او دیموکراسي په برخه کې د احساساتو را پارولو په یوه غېزمنه او تاریخي وینا واوښته.

لېنکولن د جنرالانو د ټاکلو او سویلي سوداګرۍ د محاصرې په ګډون، د جګړې تاکتیکونه او ستراتیژۍ په جدي توګه و ارزولې. په مېرلنډ کې د قاضي له پرېکړې وړاندې د تورن د آزادۍ قانون یې تعلیق کړ، د ټرینټ قضیې (Trent Affair) په شنډولو سره یې، د امریکا په داخلي جګړه کې د بریتانیا د لاسوهنې مخه ډب کړه. هغه د یوې اعلامیې په ورکولو سره، غلامي له منځه یووړه او څرګنده یې کړه چې د امریکا پوځ به د دوی له آزادۍ ملاتړ، د دوی ساتنه او هغوی به استخداموي. همدارنګه یې پولې ته نږدې ایالتونه هم وهڅول چې غلامي ناقانونه اعلان کړي. ده د امریکا د متحده ایالاتونو د دیارلسم اساسي قانون اصلاح شوې بڼه چې په ټول هېواد کې یې غلامي غیرقانوني اعلان کړه ترویج کړه.

لېنکولن د بیاځلي ولسمشر کېدو په موخه، ټاکنیزه مبارزه په ډېره بریالۍ توګه ترسره کړه. هغه هڅه کوله چې جنګ ځپلی ملت د پخلاینې له مخې بېرته سره یو کړي. په اپوماتوکس (Appomattox) کې د جګړې له پای ته رسېدو څو ورځې وروسته، هغه مهال چې د ۱۸۶۵ ز کال د اپرېل په ۴ مه له خپلې مېرمنې مېري (Mary) سره په واشنګټن ډي سي کې د نندارې په موخه فورډ تیاتر(Ford's Theatre) ته تللی وو، د سوېلي کانفدرېشن د پلوي جان ویلکس بوث (John Wilkes Booth) له خوا په ډزو ترور شو. لېنکولن د امریکا په متحده ایالاتو کې د شهید او یو اتل په توګه یادېږي، چې د امریکا په تاریخ کې د هغه هېواد له ډېرو مخکښو ولسمشرانو دی.

کورنۍ او ماشومتوب

د ژوند لومړي وختونه

ابراهم لېنکولن د توماس لېنکولن (Thomas Lincoln) او نانسی هانکس لېنکولن (Nancy Hanks Lincoln) دویم بچی و چې د ۱۸۰۹ زکال د فبروري په ۱۲ مه، د لرګیو څخه په جوړ شوي کور کې چې د امریکا د کنتاکي ایالت هوډجین ویلي سیمې (Hodgenville, Kentucky)  ته څېرمه په سېنکېنګ سپرېنګ فارم کې (Sinking Spring Farm) کې یې موقعیت درلود وزېږېد. هغه د انګریز ساموئل لېنکولن (Samuel Lincoln) له لمسیانو څخه و، چې د انګلستان له نورفولک هنګهام (Hingham, Norfolk) سیمې څخه د امریکا په ماساچوستس ایالت کې د هغه هم نامې سیمې هنګهام ته ( Hingham, Massachusetts) را کډوال شوی و. وروسته یې کورنۍ له نیوجرسي، پنسلوانیا او ویرجنیا څخه په تېرېدو لویدیځ ته کډه وکړه. د پلار له لوري د لېنکولن نیکه کپیتان ابراهام لېنکولن چې له ده سره یې نوم یو شان و او د هغه مېرمن باثشیبا (Bathsheba) چې د هېرنګ له کورنۍ څخه وه، خپله کورنۍ له ویرجینیا څخه د کنتاکي ایالت جیفرسون ښارګوټي ته یووړه. کپیټان په ۱۷۸۶ز کال کې په انډین (Indian) جګړه یا د سور پوستانو په جګړه کې ووژل شو. د ابراهم د پلار توماس په ګډون، چې هغه مهال اته کلن وو، د هغه ماشومان د دې جګړې شاهدان وو. له دې وروسته توماس په بېلابېلو دندو لاس پورې کړ، تر هغو چې کورنۍ یې په ۱۸۰۰ مه لسیزه کې د کینتاکي ایالت هارډین ښارګوټي (Hardin County, Kentucky) ته کډه شوه.

د لېنکولن د مور نانسي کورنۍ تر ډېره نامعلومه ده، خو تر ډېره ګمان پر دې دی چې هغه د لوسی هانکس (Lucy Hanks) لور وه. توماس او نانسي د ۱۸۰۶ زکال د جون په ۱۲ مه نېټه، په واشنګټن ښارګوټي کې واده وکړ او له هغه ځایه د کنتاکي ایالت الیزابت ښار ته کډه شول. دوی درې ماشومان لرل: سارا، ابراهم او توماس چې په ماشومتوب کې ومړ.

توماس لېنکولن په کنتاکي  کې ځمکه یا فارم په اجاره واخیستل، خو له ۲۰۰ اکره یا (۸۱ هکتاره) څخه پرته نوره ټوله یې د مالکیت پر سر د ستونزو له امله په محکمه کې له لاسه ورکړه. په ۱۸۱۶ زکال کې انډیانا ته وکوچېد، چېرې چې د ځمکې د مالکیت اړوند مسایل باوري وو. انډیانا "آزاده" ( د غلامانو ساتلو څخه پاکه) سیمه وه، دوی هم د انډیانا ایالت د پیري ښارګوټي (Perry County) په هاریکان (Hurricane ) سیمه کې، چېرې چې ګڼ شمېر ځنګلونه وو مېشت شول. په ۱۸۶۰ ز کال کې لېنکولن څرګنده کړه چې انډیانا ته د دوی د کورنۍ کډه، په لږ کچه " د غلامۍ د نشتوالي" او په ډېره کچه د ځمکې په مالکیت لرلو کې د ستونزو د نشتوالي له امله وه.کينډۍ:Sfnm

توماس په کنتاکي او انډیانا کې د بزګر، د لرګیو کور جوړوونکي او ترکاڼ په توګه کار وکړ. په بېلابېلو وختونو کې هغه د کروندو، دامونو او ځمکو څښتن وو، مالیات یې ورکول، په منصفه پلاوي کې به کښېناست، املاک به یې ارزول او د ښار ګوټي په ګزمه کې به یې مرسته کوله. توماس او نانسي دواړه د بېلابېلو باپتیست (Baptists) کلیساګانو غړیتوب درلود، هغه چې د الکولو څښاک، ګډا او غلامي یې منع کول.

په مالي ستونزو له برلاسیتوب وروسته، په ۱۸۲۷ زکال کې توماس په اندیانا کې ۸۰ اکره (۳۲ هکتاره) ځمکه بې له کوم لګښته (clear title) ترلاسه کړه، هغه ځای چې وروسته په لېټل پیګون کریک ټولګې (Little Pigeon Creek Community) واوښت.

لومړنۍ دندې او په ملیشه کې خدمت

په ۱۸۳۲ ز کال کې لېنکولن د ډېنټون اوفوټ (Denton Offutt) په نوم کس سره په شراکت په نیوسېلېم کې (New Salem) کې یوه مغازه د کرېدت په ډول واخیسته. په داسې حال کې چې اقتصاد په وده کې وو، خو د دوی سوداګري له ستونزو سره مخامخ شوه او لېنکولن اړ شو، څو خپله ونډه وپلوري. د همدغه کال په مارچ میاشت کې، هغه سیاست ته مخه وکړه او د ایلینوس عمومي جرګې ته یې ځان نوماند کړاو په سنګومن سمندرګي (Sangamon River) کې یې له سوداګریز تګ راتګ څخه ملاتړ وکړ.هغه کولای شول، د یوه مسلکي لوبغاړي په توګه خلک راغونډ کړي، خو د کافي رسمي زده کړو، پیاوړو ملګرو او پیسو د نه لرلو له امله یې ټاکنې وبایللې.

لېنکولن د لنډ مهال لپاره خپله مبارزه په بلک هاواک جګړه (Black Hawk War) کې د ایلینیوس د ملیشه ډلې (Illinois Militia) د کیپتان په توګه د خدمت د ترسره کولو په موخه ودروله. له دغې جګړې وروسته، هغه په خپله لومړنۍ ټاکنیزه وینا کې خپل یو ملاتړ کوونکی د خلکو په منځ کې ولید چې برید ورباندې وشو، بریدګر یې له "غاړې او د پتلون د کمربند له ځایه" ونیو او هاخوا یې وغورځاوه. لېنکولن له ۱۳ نوماندانو څخه اتم شو (لومړني څلور مخکښ نوماندان غوره شول)، په داسې حال کې چې ده، په نېوسېلم کې له ۳۰۰ کارول شوو رایو څخه ۲۷۷ خپلې کړې وې.

لېنکولن له هغه وروسته په نېوسېلم کې د پوسته رسوونکي او نقشه اخېستونکي په توګه خدمت وکړ، خو هغه خپلې مطالعې ته دوام ورکړ، پرېکړه یې وکړه چې باید وکیل شي. لېنکولن د دې پرځای چې په زده کړو پیل وکړي، د یوه وکیل په دفتر کې په کار پیل وکړ، هماغه ډول چې دود وو، له جان ټوډ سټوراټ (John Todd Stuart) او توماس ډرومونډ (Thomas Drummond) څخه یې حقوقي لیکنې په امانت واخیستې، د بلک سټون د نظریاتو (Blackstone's Commentaries)، او چیټي پلیډنګس (Chitty's Pleadings) کتابونو په ګډون یې کتابونه وپېرل او قانون یې له خپل ځان سره ولوست، چې وروسته هغه په خپله د خپلو زده کړو په اړه وویل: "ما له هېچا درس نه دی ویلی".

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

ابراهم لینکولن کورنۍ او ماشومتوبابراهم لینکولن لومړنۍ دندې او په ملیشه کې خدمتابراهم لینکولن سرچينې او ياداښتونهابراهم لینکولن

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ستر جنرالدکورني باغ جوړولصحيح بخاريسردار محمد يوسف خانمحمد (ص) په اسلام کېهاواییجرمنيافغانستاناقتصادفشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئد پاکستان تاریخچهخوستبېلابېل کایناتد هوتکيانو ټولواکمنيسویلي کوریاد کاناډا او متحده ایالاتو اړیکېمطالعهارواپوهنهکيمياوي تعاملونهاللهد واده شپهجنرال عبدالرازقڅېړنهد پښتو ژبدودمماڼهعبدالرحمان باباکرکټډونالډ ټرامپ25 فبروريد لمانځه وختونهروغتيالویه وچهپوښتنه.... کله چې امرباالمعروف فلمونه بندوي بدیل به یې څه شی وي.. په داسې حال کې چې موږ څوو په شمار د انځوریزو چینلونه لروو؟پښتو پښتو تشريحي قاموسکرما په هندويزم کېعبيد الله جان کندهاریعبدالخالق صادقدقیانوساشرف غنياسپانیایي ژبهمخابراتپاچا آرتورکندهاریاند بکارت پردهلواطتپښتو ويکيپېډيانړیوال بانککوزووابن سينا بلخينومځری (زمیر)د جنازې لمونځد ماشوم مزدوري کولدهراود ولسوالۍهستوي فزيککرواسياانارشيزممولانا بجلی ګهرغږاېف – ۱۶نړۍدځنګلونو پالېسۍمادغاسکرشپږ کتابونهپيازکـاربن ډای اکسايدټاټوبید انسان پوهنې تاريخچهغنمپه اسلام کې د مېرمنې حقوقگوډ تېمورنن ټکی اسیازکاتاسلامي بانکوالی🡆 More