آیسلنډ (آیسلند), چې په رسمي چارو کې د آيسلنډ جمهوريت په (ايسلنډي: Lýðveldið Ísland) هیواد بلل کېږي.
| |||||
نخشه موقعيت | |||||
پلازمېنه (او لوی ښار) | ریکیاویک ۶۴°۰۸′ شمال ۲۱°۵۶′ لویدیځ / 64.133°شمال 21.933°لويديځ | ||||
حکومت | څو ګوندي ولسمشریزه | ||||
---|---|---|---|---|---|
د وګړو شمېر | |||||
- | estimate | ۳۰۰,۰۰۰ (۱۷۹th) | |||
بشري پرمختيا (۲۰۰۳) | ۰.۹۵۶ (high) (۲nd) | ||||
د وخت سيمه | (UTC۰) | ||||
- | اوړی (DST) | None (UTC) | |||
د انټرنټ مخکښ شپول | .is |
يو اورښندونې ټاپو وزمه هېواد دی چې په سهېلي اطلس سمندر کې پروت دی او د ګرینلنډ, ناروې, د برطانيه او آيرلېنډ او د فارو ټاپوګان او هېوادونه ورنه چاپېر دي. د آيسلېنډ جمهوريت" (يا "Lýðveldið Ísland" په آيسلنډي) په رسمي چارو کې يادېږي. که څه هم همدا دا ددی هیواد دوديز نوم دی اما د "جمهوريت" نوم يوازې ددې هېواد د حکومت پت نظامي څرګندونو کې کارېږي او دا نوم د دې هېواد د اصلي نوم برخه نه ده. ددی نوم وضاحت د آیسلنډ لومړي وزير د دفتر نه په يوه رسمي ليک کې چې آري پال کريستينسون ته یې لیګلی وو چې د آرني ماګنوسون د ايسلنډي زده کړو د انستيتيوت پروفيسر دی. په هغې کې دا څرګندونې راغلي چې د اطلس سمندر سهېل کې پروت يو اروپايي هېواد دی. د دې هېواد د وگړو شمېر نژدې 320,000 دی او د دې هېواد ټول مساحت ۱۰۳٬۰۰۰ kم2 (۱٫۱۰۸۶۸۲۷۷۲۹۲۱×۱۰۱۲ قدم2) دی. د آيسلنډ لوی ښار او د هېواد پلازمېنه ریکیاویک نومېږي، چې پخپله همدا ښار او د دې ښار شاوخوا سيمو کې مېشت وگړي د همدې هېواد د ټولو وګړو د درې برخو نه دوه برخې جوړوي. د جغرافيې له مخې آيسلنډ د اورښندونکي غرو او زمکو يو فعاله سيمه ده، چې په دې هېواد کې تر لويې کچې اورښندونکي غرونه او ډاگونه موندل کېږي.
شماره | د ولایت نوم | نوم په آیسلنډي | د نوم معنی | نفوس | مرکز |
---|---|---|---|---|---|
۱ | آیسلنډ مرکزي سیمه | Höfuðborgarsvæðið | مرکزی سیمه | ۲۱۳٬۶۱۹ | ریکیاویک |
۲ | سودورنس | Suðurnes | سویلي ټاپو وزمه | ۲۲٬۵۰۹ | کفلاویک |
۳ | وستورلنډ | Vesturland | لویدیځه سیمه | ۱۵٬۷۶۶ | بورګارنس |
۴ | وست فیردیر | Vestfirðir | لویدیځې درې | ۶٬۸۸۳ | ایسافیوردور |
۵ | نوردورلند وسترا | Norðurland vestra | لویدیځ شمالستان | ۷٬۱۲۸ | سودارکروکور |
۶ | نوردورلند ایسترا | Norðurland eystra | ختیځ شمالستان | ۲۹٬۳۶۱ | آکوریری |
۷ | استورلند | Austurland | ختیځت سیمه | ۱۲٬۴۵۲ | اګیلساستادیر |
۸ | سودورلند | Suðurland | سویلي سیمه | ۲۴٬۸۱۱ | سلفوس |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article آيسلينډ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.