بوریس یلتسین

بوریس نیکولایویچ یلتسین روسی او پخوانی شوروي سیاستوال و، چې له ۱۹۹۱ز کال نه تر ۱۹۹۹ز کال پورې یې د روسیې فدراسیون د لومړي ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.

هغه له ۱۹۶۱ز کال نه تر۱۹۹۰ز کال پورې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند غړی و. وروسته د یوه خپلواک سیاسي شخص په توګه پاتې شو، په دې موده کې هغه ته له ایډیالوژیکي پلوه له لیبرالیزم او د روسیې له ملتپالنې سره د تړاو په سترګه کتل کېدل.

بوریس یلتسین
(روسي: Бори́с Никола́евич Е́льцин د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بوریس یلتسین
بوریس یلتسین

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ فبروري ۱۹۳۱
مړینه 23 اپرېل 2007 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای یکاترینبورګ (۱۹۴۹–۱۹۸۵)
مسکو (۱۹۸۵–۲۳ اپرېل ۲۰۰۷)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۱ فبروري ۱۹۳۱–۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱)
روسیه (۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱–۲۳ اپرېل ۲۰۰۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 187 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۶۱–۱۲ جولای ۱۹۹۰)
خپلواک کاندید (۱۲ جولای ۱۹۹۰–)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سېول انجنیر
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام ډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتوب روسي وسله وال ځواکونه   د (P598) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ کال کودتا
د چیچنیا لومړۍ جګړه
د چيچنيا دويمه جګړه
د غرني قره باغ شخړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بوریس یلتسین
بوریس یلتسین

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بوریس یلتسین  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

یلتسین د یورال اوبلاست په بوتکا کې په یوې کروندګرې کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په کازان، تاتار ASSR کې رالوی شوی. په یورال دولتي تخنیکي پوهنتون کې یې تر زده کړو وروسته ساختماني چارې پر مخ وړلې. هغه له کمونیست ګوند سره یوځای شو، چې په دولت او ټولنه کې یې واک انحصار کړی و. دی په خپلو رتبو کې مخکښ شو او په ۱۹۷۶ز کال کې د ګوند د Sverdlovsk Oblast کمېټې لومړی منشي شو. یلتسین په پیل کې د شوروي د مشر میخایل ګورباچوف د پروسترویکا د اصلاحاتو ملاتړی و. هغه وروسته پر دغو اصلاحاتو نیوکه وکړه؛ ځکه ډېر معتدل وو او د څو ګوندونو ډیموکراسۍ ته یې د لېږد غوښتنه وکړه. په ۱۹۸۷ز کال کې هغه لومړی کس و، چې د ګوند له سیاسي دفتر نه یې استعفا ورکړه او د هغه شهرت یې د نظام ضد شخصیت په توګه معرفي کړ. په ۱۹۹۰ز کال کې د روسیې د عالي شورا مشر وټاکل شو او په ۱۹۹۱ز کال کې د روسیې د شوروي فډرالي سوسیالیستي جمهوریت (RSFSR) ولسمشر وټاکل شو. یلتسین له بېلابېلو نا روسي ملتپالو مشرانو سره ملګرتیا وکړه او د هماغه کال په ډسمبر کې یې د شوروي اتحاد په رسمي منحلولو کې مهمه ونډه لرله. د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، RSFSR د روسیې پر فدراسیون بدل شو او یو خپلواک دولت شو. یلتسین د دې لېږد له لارې، د ولسمشر په توګه پاتې شو. هغه وروسته د ۱۹۹۶ز کال په ټاکنو کې بیا بریالی شو، خو منتقدینو یې لوی فاسد وګاڼه.

یلتسین له اقتصادي ناورین نه د ژغورلو، په بازار کې د روبل د اسعارو له بیو، په ټول هېواد کې د خصوصي کولو او د قېمت د کنټرول په لوړلو سره یې د روسیې اقتصاد پر پانګوال بازار بدل کړ. اقتصادي بې ثباتۍ او تورم رامنځته شو. د اقتصادي بدلون په لړ کې، د څو کسیز حکومت لږو غړو د ملي شتمنیو ډېره برخه لاسته راوړه، په داسې حال کې چې نړیوال انحصارونه پر بازار واکمن شول. په ۱۹۹۳ز کال کې، وروسته له هغه چې یلتسین د روسیې د پارلمان د غیر اساسي قانون د لغوه کولو امر وکړ، د اساسي قانون کړکېچ رامنځته شو، چې پارلمان ته یې د استیضاح کولو لامل شو. کړکېچ هغه مهال پای ته ورسېد، چې یلتسین ته وفادارو سرتېرو د پارلمان پر ودانۍ برید وکړ او وسله وال پاڅون یې پای ته ورساوه. هغه وروسته یو نوی اساسي قانون معرفي کړ، چې د ولسمشر واکونه یې ډېر کړل. په روسي قفقاز کې بېلتون غوښتونکي احساسات د ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۹ز کلونو ترمنځ د چیچینیا د لومړۍ جګړې، د داغستان د جګړې او د چیچینیا د دویمې جګړې لامل شول. په نړیواله کچه، یلتسین له اروپا سره نوې همکارۍ ته وده ورکړه او له امریکا سره یې د وسلو د کنټرول تړونونه لاسلیک کړل. کله چې داخلي فشار مخ پر زیاتېدو و، نو د ۱۹۹۹ز کال په پای کې یې استعفا ورکړه او لومړی وزیر ولادیمیر پوټین یې ځایناستی شو. له دندې پرېښود وروسته یې ټیټ درېځ خپل کړی و او په ۲۰۰۷ز کال یې د دولت له خوا د جنازې مراسم ترسره شول.

یلتسین یو استدلالي شخصیت و. په هېواد کې دننه د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰لسیزې په لومړیو کې یې ډېر شهرت درلود، خو شهرت یې د ولسمشرۍ پرمهال د اقتصادۍ او سیاسي ناورینونو له امله زیانمن شوی و. له دې وروسته یې استعفا ورکړه او په روسیه کې یې په پراخه کچه خپل محبوبیت له لاسه ورکړ. هغه د شوروي اتحاد په ړنګولو، پر نماینده ډیموکراسۍ، د روسیې په بدلولو او هېواد ته د نوو سیاسي، اقتصادي او کلتوري آزادیو په معرفي کولو کې د هغه د ونډې له امله هم ستایل شوی او هم نیوکې پرې شوې. برعکس، هغه د ناسم اقتصادي مدیریت، د نابرابرۍ او فساد د پراخې ودې پر څارنې او ځینې وختونه د نړۍ د لوی ځواک په توګه د روسیې د درېځ پر کمزورولو تورن و.

د ژوند لومړي کلونه

ماشومتوب ۱۹۳۱ز- ۱۹۴۸ز

بوریس یلتسین د ۱۹۳۱ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د سووردلوسک اوبلاست په تالیتسکي سیمه کې په بوتکا کلي کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ چې روسي توکمه وه، له اتلسمې پېړۍ را په دېخوا په دې سیمه کې اوسي، پلار یې نیکولای یلتسین او مور یې کلاودیا واسیلیوینا ستوریګینا په ۱۹۲۸ز کال کې واده وکړ. یلتسین تل د پلار په پرتله له خپلې مور سره نږدې پاتې شو، ځکه وروسته یې پلار خپله مېرمن او ماشومان وهل او ډبول.

شوروي اتحاد هغه مهال د جوزف سټالین تر واکمنۍ لاندې و، چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند له خوا یوه ګوندي دولت مشري کوله. د سټالین حکومت د مارکسیستي – لیننیست نظریې له مخې هڅه کوله چې هېواد پر یوې سوسیالیستي ټولنې بدل کړي، نو د همدې لپاره یې د کلیوالي ډله ییز کېدو او ډکولاکیزاسیون پروژه پیل کړه.  کينډۍ:Sfnm

د ۱۹۳۹ز او ۱۹۴۵ز کلونو ترمنځ یلتسین خپلې لومړۍ زده کړې د بېرېزنیکي د اورګاډي په ۹۵ شمېره ښوونځي کې وکړې. په اکاډمیک ډول هغه په ابتدایي ښوونځي کې ښه کارکړنه لرله او په مکرر ډول یې د ټولګیوالو له خوا د ټولګي څارونکی او مشر ټاکل کېده. هلته هغه د کومسومولنډ ولادیمیر لینین د مخکښ سازمان له خوا په تنظیم شوو فعالیتونو کې هم ونډه اخیسته. دا په دویمه نړیواله جګړه کې د شوروي له ښکېلتیا سره تړلې وه، چې د یلتسین تره اندریان په سره پوځ کې دنده ترسره کوله او ووژل شو. له ۱۹۴۵ز نه تر ۱۹۴۹ز کال پورې یې د ښاروالۍ په منځني، لومړۍ شمېرې ښوونځي کې زده کړې وکړې، چې د پوشکین عالي لیسې په نامه هم یادېږي. یلتسین په ثانوي ښوونځي کې هم وځلید او له سپورټ سره یې هم لېوالتیا زیاته شوه، له همدې امله د ښوونځي د والیبال لوبډلمشر وټاکل شو.

د مسکو د ګورکوم مشر: ۱۹۸۵ز کال

ګورباچوف د شوروي اتحاد له اصلاحاتو سره علاقه لرله او د مرکزي کمېټې تنظیمي منشي یګور لیګاچیوف ډېر ژر له یلتسین نه وغوښتل، چې له هغه سره د یو بالقوه متحد په توګه وګوري. یلتسین ګورباچوف ته د یو مشر په توګه اندېښنې لرلې او هغه یې کنټرولونکی او سرپرست ګاڼه، خو خپل ځان یې د وروستیو اصلاحاتو پروژې ته ژمن باله. د ۱۹۸۵ز کال په اپرېل کې یلتسین د ګورباچوف له خوا د ګوند د مرکزي کمېټې د ساختماني څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. که څه هم د پلازمېنې ښار ته باید لېږدونه شوې وای، خو یلتسین د خپلې رتبې د ټیټوالي له امله ناخوښ برېښېد. هلته هغه ته د نومنکلاتوي اپارتمان ورکړل شو. په دې ځای کې یلتسین او مېرمن یې له لور تاتیانا، د هغې زوی او دویم خاوند سره یو ځای شول. یلتسین ډېر ژر د ګورباچوف له خوا په مرکزي کمېټه کې د ساختماني او پانګې اچونې د منشي په توګه وټاکل شو. 

د ګورباچوف په ملاتړ د ۱۹۸۵ز کال په ډسمبر کې یلتسین د CPUS د مسکو ګورکوم لومړی منشي وټاکل شو. هغه په دې وخت کې د شوروي د پلازمېنې د اداره کولو مسؤلیت درلود، چې ۸.۷ میلیونه نفوس يې درلود. یلتسین په ۱۹۸۶ز کال کې د کمونیست ګوند د قانون جوړوونکي ارګان غړیتوب لپاره نوماند شو، په دې وخت کې یې دارالانشا پرېښوده، ترڅو په مسکو کې پر خپل سهم تمرکز وکړي.

د روسیې د فدراسیون ولسمشر

د یلتسین لومړۍ دوره

بوریس یلتسین پرېکړه وکړه، چې بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو ته به کار کوي. د ګورباچوف د اصلاحاتو پر خلاف، چې په سوسیالیستي نظام کې یې د ډیموکراسۍ د پراخولو هڅه کوله، خو د نوي رژیم موخه دا وه، چې سوسیالیزم په بشپړه توګه له منځه یوسي او د پانګوالۍ نظام پلی کړي همدارنګه غوښتل یې چې د نړۍ واکمن اقتصاد پر آزاد بازار بدل کړي.

یلتسین د ۱۹۹۲ز کال د جنورۍ په ۲مه، چې په ورته وخت کې یې د لومړي وزیر په توګه هم دنده ترسره کوله، د بهرنیو سوداګریو، قیمتونو او اسعارو د آزادولو امر وکړ. په ورته مهال کې، یلتسین د «لوی اقتصادي ثبات» تګلاره تعقیب کړه، چې د تورم د کنټرول لپاره یې د سخت رژیم طرحه جوړه کړې وه. د یلتسین له دغې کړنلارې سره سم، د ګټې نرخونه ډېرې لوړې کچې ته ورسېدل، ترڅو پیسې ټینګې کړې او کریډیټ محدود کړي. یلتسین د دولتي لګښتونو او عوایدو توازن ته د رسېدو لپاره په پراخه کچه نوي مالیات لوړ کړل، صنعت او ساختماني چارو ته یې د دولت له خوا مالي مرستې په چټکۍ راکمې کړې او د خیریه بنسټونو لګښتونه یې هم راکم کړل.

په ۱۹۹۰ لسیزې کې د روسیې GDP ۵۰ سلنه راکم شول، اقتصادي لوی سکټورونه له منځه لاړل، نابرابریو او بېکاریو وده وکړه، دا په داسې حال کې چې عایدات هم راکم شول. لوړ تورم د روسیې د مرکزي بانک د کمزورې پولي تګلارې له امله رامنځته شو، چې د زیاتره وګړو شخصي سپما یې له منځه یووړه او په میلیونونو روسان یې له فقر سره مخامخ کړل..

د یلتسین دویمه دوره

یلتسین د ۱۹۹۶ز کال په نومبر کې د زړه د بای پاس جراحۍ بېړنی عملیات وکړ او د څو میاشتو لپاره په روغتون کې پاتې شو. د هغه د ولسمشرۍ په موده کې، روسیې د پیسو له نړیوال صندوق او نورو نړیوالو پور ورکوونکو سازمانونو نه ۴۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ امریکایي ډالر ترلاسه کړل. په هر حال د هغه مخالفین ادعا کوي، چې د دغو پیسو ډېره برخه د یلتسین د کړۍ(حلقې) خلکو غلا کړې او په بهرنیو بانکونو کې یې ځای پر ځای کړې.

په ۱۹۹۸ز کال کې، کله چې د یلتسین حکومت خپل پورونه وتړل، نو یو سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شو، چې په مالي بازارونو کې یې وېره خپره کړه او د ۱۹۹۸ز کال د روسیې په مالي کړکېچ کې د روبل د سقوط لامل شو. د ۱۹۹۹ز کال د کوزوو په جګړه کې، یلتسین د یوګسلاویا پر وړاندې د ناټو له پوځي عملیاتو سره کلک مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که ناټو کوزوو ته ځمکني سرتېري ولېږل، نو روسیه به خپله احتمالي مداخله وکړي. هغه په ټلویزیوني وینا کې وویل: «ما ناټو، امریکایانو او المانیانو ته وویل: موږ د نظامي اقدام لوري ته مه بیایئ که نه نو په یقیني توګه به د اروپا او ښایي یوه نړیواله جګړه پیل شي». یلتسین زیاته کړه چې: پر یوګسلاویا د ناټو بمباریو د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کړ.

استعفا

یلتسین د ۱۹۹۹ز کال د ډسمبر په ۳۱مه د ټلویزیوني استعفا وینا خپره کړه. په دې کې یې د هغو کلتوري، سیاسي او اقتصادي پرمختګونو ستاینه وکړه، چې دولت پرې څارنه کوله. هغه د روسیې له وګړو بښنه وغوښته او ویې ویل: «زما او ستاسې ډېر خوبونه په ریښتا بدل نه شول. هغه کار چې ډېر اسان ښکارېده، په واقعیت کې ډېر ستونزمن و».

مرګ او جنازه

بوریس یلتسین د ۲۰۰۷ز کال د اپريل په ۲۳مه د ۷۶ کلونو په عمر، د زړه د ناروغۍ له امله  مړ شو. د کومسومولسکایا پراودا په وینا: د یلتسین مرګونی حالت د مارچ له ۲۵مې تر د اپريل ۲مې پورې، اردن ته د سفر پر مهال پیل شو. هغه د ۲۰۰۷ز کال د اپريل په ۲۵مه د نوودیویچي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

سرچینې

Tags:

بوریس یلتسین د ژوند لومړي کلونهبوریس یلتسین د مسکو د ګورکوم مشر: ۱۹۸۵ز کالبوریس یلتسین د روسیې د فدراسیون ولسمشربوریس یلتسین مرګ او جنازهبوریس یلتسین سرچینېبوریس یلتسین

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اراکوزیا21 ډيسمبر۳۱ وږیوالټ ډيسني شرکتويکيپلوتونتخمه ګزاريمارچانګلیسيد قرآن حافظبالشویک گوندد روم ټولواکمنيسام دوښمني (يهود مخالفت)گل پاچا الفتډونالډ ټرامپگرېگوري کليزنفل لمونځ18 ډيسمبرد پښتو (ی) ګانې .مسکورغاويز اوښتونزده کوونکیهیواد29 جولاینور محمد ترکیدځنګلونو اهمیت د روغتيا له پلوهساهيالي29 جنوريپښتانهد افغانستان لرغونی تاریخاروپايي ټولنهنس ناستیپېښليکعربي ژبهشاه شجاعبرېښليکهمغږی نړیوال وختلغمان ولايتاسرائيللمانځه ترجمهنژاد (انساني ډل بندي)زوکړهپټه خزانهآرپوهنهکچالوبابلد شمال ګډېدونکي هلکانبښنه (اپلاتون)23 اگسټبېټ نيکهد نانجینګ ټول وژنهپښتو متلونهپښتو ويکيپېډيا3 اکتوبرد سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنگد متحده ایالاتو اساسي قانوناپرېلجرمنيګاناميرويس هوتکڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟سوېلي اروپاآبخازیاکنډیباغملالۍ د لوړو زده کړو موسسهدانش خپرندويه ټولنهملګري ملتونهحیضپکتيا ولايتملاله ميوندوالهبهرنۍ پورمذهب🡆 More