مرغان یا مارغان (په لاتين: Aves) د شمزۍ لرونکو ژويو څخه دی چې د نړی په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په دوو اساسو ډلو Peleognathae او Neognathae تقسیم کېږي.
Aves مرغان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | مرغان |
تر اوسه پورې د مارغانو ۹۹۷۸ ډوله پېژندل شوي دي.
مارغان ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې د غوښه خوړونکو ډانگسرانو (Theropoda) څخه رامنځ ته شوي ول.
مارغان د شمزۍ لرونکو ژويو څخه دی چې توده وینه لری، د بدن حرارت یی د ۳۴ درجو څخه تر ۳۹ درجو پورې وی او دوه پښې لری. د مرغانو د سرلاری د بدن انتهایی غړو د وزرونه په نوم یادېږی. بدن یی بڼکې پوښولی دی او پوستکی وچ دی.
د مرغانو د وینو د جریان جهاز تړلی دی. زړه یی دوه دهلیزه او دوه بطنه لری. مرغان یو د غږ عضو لری.د باصری حس تر ټولو بشپړ د مرغانو حس دی. مرغان هگۍ اچوی او هگۍ یی د کالسیم پوښ لری. مرغان د سږو په مرسته تنسف کوی. د مرغانو اسکلت ثابت او خفيف دي. هډونه یی گوگ دي. مرغان د ملاتیر لكۍ برخه نه لري. د دي ژوي د كوپړۍ د ماغزو او سترگو برخه د خاپوړن ژويو د كوپړۍ د ماغزو او سترگو برخو څخه لوی دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مرغه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.