لوی قسطنطین

لومړی قسطنطین (چې په لاتین ژبه: Flavius ​​Valerius Constantinus او په یوناني ژبه: Κωνσταντῖνος Konstantinos بلل کېږي او د ۲۷۲ ز کال د فبروري میاشتې له ۲۷مې څخه د ۳۳۷ ز کال د می میاشتې تر ۲۲مې نېټې یې ژوند کاوه)، دغه راز په لوی قسطنطین، له ۳۰۶ ز کال څخه تر ۳۳۷ ز کاله پورې د روم سترواک یا امپراتور په نامه مشهور او لومړنی شخص و، چې مسحیت ته یې مخه وکړه.

هغه د مدیترانې په نایسوس (اوسمهال د صربستان نیش) سیمه کې سترګې نړۍ ته وغړولې، چې د رومي اردو د افسر فلاویس کانستانتیوس زوی او د ایلیاتی له نصب څخه و، چې د تترارشي د څلورګونو حاکمانو له ډلې څخه و. مور یې هېلنا د ټیټې طبقې یوناني او مسیحي ښځه وه. قسطنطین د رومي سترواکانو دیوکلتیانو ساو ګالریوس په وخت په جلا توګه خدمت وکړ. هغه خپله دنده په ختیځو ولایتونو د لښکرکشۍ یا بریدونو (د بربریانو او پارسیانو په ضد) سره پیل کړه او بیا (په ۳۰۵ ز کال کې) په غرب کې بریتانیې ته د خپل پلار ترڅنګ جګړې کولو ته وبلل شو. په ۳۰۶ ز کال کې د پلار تر مړینې وروسته یې قسطنطین سترواک یا امپراتور شو. هغه په ایبوراکم (د انګلستان، یورک) کې د خپل پوځ په وسیله ډېر وستایل شو او بلاخره د Maxentius او Licinius سترواکیو په وړاندې کورنیو جګړو کې بریالی شو او تر ۳۲۴ ز کاله پورې د رومي امپراتورۍ یوازینی سترواک شو.

لوی قسطنطین
(لاطینی: Flavius Valerius Aurelius Constantinus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی قسطنطین
لوی قسطنطین

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Flavius Constantinus د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ فبروري ۰۲۷۲
مړینه 22 مې 337 (65 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د روم سترواک   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۵ جولای ۰۳۰۶  – ۲۲ مې ۰۳۳۷ 
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی قسطنطین  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سترواکۍ یا امپراتورۍ ته د قسطنطین تر رسېدو وروسته د سترواکۍ تقویت او ودې په برخه کې ډېر زیات اصلاحات رامنځته کړل. هغه دولت بیا ورغاوه او هر ډول ملکي او نظامي چارواکي یې له یو بله جلا کړل. هغه له تورم یا انفلاسیون سره د مبارزې لپاره یې د Solidus سکې معرفي کړې، داسې نوې طلایې سکې چې د زر کلونو څخه زیات وخت لپاره د بیزانسي او اروپایي ارزونو سټندرد سکې وګرځېدلې. د روم پوځ د (comitatenses) متحرکو واحدونو او د ګارنیزون اړوند سرتېرو (limitanei) څخه جوړ شوی و، چې له کورنیو ګواښونو او د بربریانو له یرغلونو سره د مبارزې توان یې درلود. قسطنطین د روم په پولو کې د بېلابېلو قبلایو لکه فرانکیانو، آلامانیانو، ګوتیانو او سامارتیانو په وړاندې ډېر ګټور او بریالي عملیات او لښکرکشۍ ترسره کړې او هغه سیمې یې د بېرته نیولو ترڅنګ په رومي فرهنګ او ښاریانو لپاره چمتو کړې، چې تر ده مخکې د نورو حاکمانو په دوره کې د درېیمې پېړۍ اړوند بحران په وخت یې له لاسه وتلې وې.

قسطنطین د روم هغه لومړنی سترواک و، چې مسیحیت یې ومانه. که څه هغه د خپل عمر زیاته برخه د یو بت پرست او بیا د یو عیسیویت یو زده‌کوونکي په توګه یې عمر تېر کړ، چې په ۳۱۲ ز کال کې یې د مسیحیت یا عیسویت پلوي پیل کړه او بلاخره مسیحي شو او د یوسیبیوس په وسیله د پاکۍ یا عیسوي کېدو غسل ورکول شو، چې نیکومدیا آریایي عیسوي مذهبي مشر یا اشقف په وسیله چې د ګڼ شمېر پیاوړو او برجسته تاریخي آریایي شخصیتونو یا لومړني پاپ سیلوستر په وسیله لخوا تایید او منل شوی، چې د کاتولیک کلیسا او ارتدوکس کلیسا په وسیله ساتل کېږي. قسطنطین په ۳۱۳ ز کال کې د میلان اړوند فرمان په اعلانولو کې ګټور او اغېزمن رول ولوباوه، چې د روم په سترواکۍ کې یې د مسیحیت په وړاندې زغم او صبر ښوده. هغه په ۳۲۵ ز کال کې د نیکیا لومړنۍ شورا جوړه کړه، چې په دې شورا کې یې د مسیحیت عقیدې او باور اړوند بیانیه وړاندې کړه، چې د نیکین عقیده لیک یا بیانې باندې مشهوره وه. دغه راز د قسطنطین په امر د سپیڅلي او مقدس قبر اړوند کلیسا هم په اورشلیم کې د عیسي(ع) د قبر ښودل شوې برخه کې جوړه شوه، چې د ټولې مسیحي نړۍ په کچه پاک او سپېڅلی ځای بلل کېده. په منځنیو پېړیو کې د واک او قدرت لپاره د پاپ یا د عیسویانو د مذهبي مشر ادعا د قسطنطین د جعلي اهدا په اساس وه. هغه د تاریخ په لړ کې د «لومړني مسیحي سترواک» په نامه یادېږي او د مسیحي کلیسا ملاتړی و. حال دا چې ځینې معاصر څېړونکي د هغه د باورونو او حتی د مسیحیت په هکله د هغه د پوهې په هکله بحث کوي هغه په ختیځ مسیحیت کې د یو پیر یا ولي په توګه د خلکو د احترام وړ دی، چې د روم اصلي فرهنګ لوري ته د مسیحیت ګرځولو په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې.

د قسطنطین دوره د روم سترواکۍ په تاریخ کې یوه جلا او ځانګړې دوره او دغه راز د لرغوني کلاسیک دورې څخه منځنیو پېړیو ته د تېرېدو یوه مهمه برخه ده. هغه د بیزانس په ښار کې د نوې امپراتورۍ یو استوګنځی جوړ کړ او هغه یې بیا د په خپل نوم یعنې قسطنطنیه (اوسني استانبول) سره ونوماوه. تر دې وروسته بیا تر زرو کلونو څخه زیاتې مودې لپاره د یادې سترواکۍ پلازمېنه وګرځېده. د ختیځ روم اړوند بله سترواکي د معاصرو تاریخپوهانو په وسیله د بېزانس سترواکۍ په نامه ونومول شوه. د قسطنطین بل سمدلاسه او لوی سیاسي میراث دا و، چې خپلو زامنو او د قسطنطین سلسلې یا کورنۍ اړوند نورو غړو ته یې د سترواکۍ په سپارلو سره یې د تترارشي دیوکلیتان اصل یې د قبیلوي ځایناستي کېدو سره بدل کړ. د هغه شهرت یې د زامنو په ژوند په لړ کې او دغه راز د هغه له سلطنت څخه څو پېړۍ وروسته لا زیات او پراخ شو. د منځنیو پېړیو اړوند کلیسا هغه د فضیلت او برترۍ یوې الګو او نمونې په توګه باله، حال دا چې سیکولاري حاکمانو به له هغه څخه د لومړنۍ بېلګې، د پیل ټکي او د سترواکۍ ډ مشروعیت او هویت اړوند نښې او نماد په توګه یادونه کوله. د رنسانس په پیلېدو سره د قسطنطنیې ضد منابعو او سرچینو د کشف کولو له امله د هغه د سلطنت او پادشاهۍ په هکله لا زیاتې انتقادي ارزونې راپېدا او موجودې وې. چې د معاصرو تحصلي او زده‌کړیو بورسیو په برخه کې موجوده بهیرونه او په وروستیو کې یې د مخکنیو بورسیو په برخه کې یې د افراط تر منځ تعادل رامنځته کولو کې کوښښ کړی دی.

سرچینې

قسطنطین یو مهم واکمن و او تل یو ډول بحث پاروونکي او متنازع شخصیت و. د هغه په شهرت او نوم موندنه کې بېلابېل بدلونونه د هغه د سلطنت او واکمنۍ لپاره د لرغونو سرچینو د ماهیت او ارزښت ښودونکي دي، چې شمېر ډېر زیات او مفصل دی؛ خو په شدت سره د هغې دورې اړوندو رسمي تبلیغاتو تر اغېز لاندې و، او تر ډېره یو اړخیزه دي. د قسطنطین د ژوند او حکومت به هکله هیڅ ډول ژوندلیک یا تاریخ پاتې نه دی. د قسطنطین تر ټولو نېږدې ځایناستی ویتا قسطنطیني یوزیبیوس دی، چې د هاګیو ګرافۍ او ستاینې اړوند مخلوط دی او له میلاد څخه وروسته د ۳۳۵ او شاوخوا ۳۳۹ ز کلونو تر منځ دوره کې لیکل شوی او د قسطنطین اخلاقي او مذهبي فضایلو ستاینه کوي. ویتا د قسطنطین بشپړ مثبت انځور جوړوي او معاصر تاریخپوهان بیا په هغه نیوکه کوي، د قسطنطین تر ټولو بشپړ سیکولار ژوند ناپېژانده اوریګو قسطنطیني دی، چې یو بې تاریخه اثر دی، چې په نظامي او سیاسي وقایعو باندې تمرکز کوي، ترڅو فرهنګي او مذهبي مسایل له پامه وغورځوي او ډېر ټینګار په و نه کړي.

لاکتانتیوس (Lactantius' De mortibus persecutorum) د دیوکلتیان او تتراشي سلطنت په هکله مسیحي سیاسي ټولګه وړاندې کوي، چې د قسطنطین او د هغه د لومړني ژوند په هکله یو شمېر ارزښتمن او حساس جزئیات بیانوي. د سقراط، سوزومن او تئودورت کلیسایي تاریخونه د قسطنطین وروسته سلطنت اړوند کلیسایي ستونزې او شخړې توضیح کوي. دا تاریخ لیکونکي هغه کلیسا چې د دویم تیودوسیوس د سلطنت په دوره (له میلاد څخه ۴۰۸ – ۴۵۰ ز کاله وروسته) کې، چې د قسطنطین له دورې څخه یوه پېړۍ وروسته لیکلي، په هغو کې یې د قسطنطین د دورې اړوند پېښې او واقعات د ناسم هدایت له لارې په ناسمه توګه او قصدي ګمنامۍ له لارې پټوي. د ارتدوکس مسیحي آتاناسیوس معاصره لیکنې او د فیلوستورژیوس اړوند آریانو کلیسایي تاریخ هم ژوندی پاتې دی، که څه هم د هغو تعصبات ډېر ژور او ځواکمن هم نه دي.

د اوریلیوس ویکتور (De Caesaribus)، یوټروپیوس (برېواریوم Breviarium)، فیستوس (بریویاریم Breviarium) او د (Epitome de Caesaribus) اثر نامعلوم لیکوال د هغې دورې مختصر سیاسي او نظامي سیکولار تاریخونه وړاندې کوي. که څه هم مسیحيان نه دي؛ خو د قسطنطین په هکله د موخې وړ انځوریزه پېژندنه ارایه کوي؛ خو د قسطنطین مذهبي سیاستونو ته یې کومه اشاره نه ده کړې. دغه راز (Panegyrici Latini)، د درېیمې پېړۍ د وروستیو او څلورمې پېړۍ د لومړیو وختونو اړوند ستاینو او مدحو ټولګه د قسطنطین د ژوند لومړیو وختونو او تیتراکیلک دورې د سیاست او ایډیولوژۍ په هکله ګټور معلومات ارایه کوي. معاصره معماري لکه په روم کې د قسطنطین طاق یا څلی او په ګامزیګراد او کوردویا کې موجوده ماڼۍ، کتیبه یي پاتې شونې او د هغې دورې اړوند ارزي سکې ټول په بشپړه توګه ادبي سرچینې دي.

لومړنۍ واکمني

قسطنطین ته په سترواکۍ کې بریتانیا، ګال او هسپانیا ورسېدل، نوموړي د روم د تر ټولو لوی هغه پوځ قومانداني کوله چې د راین سیند په اوږدو کې استوګن و. له سترواک کېدو وروسته هغه په بریتانیا کې پاتې شو او پیکت قبایل یې شاته تګ ته اړ کړل او همدارنګه یې په شمال لویدیځو برخو کې د کلیساو تر واک لاندې قلمرونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل. نوموړي د هغه پوځي اډې بیارغونه بشپړه کړه چې کار یې د هغه د پلار د واکمنۍ پر مهال پیل شوی و او امر یې وکړ چې د دغې سیمې سړکونه دې هم جوړ شي. له دې وروسته نوموړی دګال، اګوستا تریوروروم (تریر) ته چې د شمال لویدیځې رومي سترواکۍ تترارشي پلازمینه وه ولاړ. فرانکان هغه مهال چې د قسطنطین له تګ خبر شول د ۳۰۶- ۳۰۷ زکال په ژمي کې یې د راین له لاندې برخې څخه په ګال برید وکړ. نوموړي هغوی د سیند بلې خوا ته په شاوتمبول او اسکاریک او مروګایس پاچاهان یې ونیول. دغو پاچایانو او وروسره نیول شوو سرتېرو یې تریر ته د سترواک د راتلو په لمانځغونډه کې چې وروسته جوړه شوه حیواناتو ته خواړه برابرول.

قسطنطین په تریر کې پراختیا ته مخه کړه. هغه د ښار په چاپېر دېوالونه را تاو کړل، پوځي برجونه یې په کې جوړ کړل او کلکې دروازې یې په کې ولګولې. له دې وروسته یې په شمال ختیځ کې د ماڼیو په جوړولو لاس پورې کړ. د خپلې ماڼۍ په سویل کې یې د یو لوی رسمي تالار او همدارنګه د لوی سلطنتي حمام د جوړولو امر ورکړ. نوموړي د لویدیځ د سترواک په توګه په ټول ګال په ځانګړې توګه په اګوستودونوم (آتون) او آرلات (آرل) کې د ګڼ شمېر ودانیزو چارو ملاتړ وکړ. د لاکتانتیوس په خبره، قسطنطین د مسیحیت پر وړاندې د ارامښت له سیاستونو کار اخیست په داسې حال کې چې خپله عیسوي نه و. هغه په ډېر احتمال سره دا انګېرلې وه چې د هغه سیاست د آزار او شکنجې له سیاستونو ډېر معقول دی او په دې سره یې ځان له «لوی ځورونکي» ګالریوس څخه توپیر لرونکی باله. هغه د شکنجه کولو او ځورونې د رسمي پای امر ورکړ او ټول هغه څه یې چې له عیسویانو څخه د وخت په اوږدو کې اخیستي و بېرته یې ورته وسپارل.

قسطنطین هېڅکله ارزول شوی نه و او له همدې امله یې د مشروعیت نه لرلو نښه لرله. هغه په خپلو لومړنیو تبلیغاتو کې پر خپل پلار تکیه کوله او د هغه چارو هماغومره ده ته هم ګټه کوله چې پلار ته به یې کوله. له دې سره د هغه پوځي وړتیاو او ودانیزو چارو ډېر ژر مداحانو ته دا فرصت برابر کړ چې د پلار او زوی د ورته والي اړوند مثبت نظر ورکړي. ایوسبیوس څرګندوي چې چې قسطنطین «د خپل پلار ژوند او سلطنت د خپل شخصیت پر بنسټ بېرته ورغاوه». د قسطنطین سکه وهلو، مجسمه جوړونې او د هغه ویناوو د «بربریانو» پر وړاندې د خپلو پخوانیو په پرتله ډېر نوی لیدلوری څرګندوه. په الیمانیانو باندې له بریا وروسته هغه نوې سکه ضرب کړه چې په کې یې د «رومیانو د خوشالۍ» عبارت لیکلی و او الیمانی مشران یې د ژړا او زاریو په حالت کې ښوول او د دغو دښمنانو لپاره په کې ډېر لږ همدردي شتون درلود؛ هماغه ډول چې د نوموړي سلاکار څرګنده کړه: «دا هغه احمقانه رحمت دی چې مات شوی دښمن په امان کې ساتي».

ناروغي او مړینه

قسطنطین له خپلې وروستۍ ناروغۍ څخه په دې پوی شوی و چې مرګ ورته په تمه دی. نوموړي په پټه سره د مقدسو رسولانو په کلیسا کې ځانته وروستی استراحت ځای (قبر) چمتو کړی و. نوموړی له هغه مهاله ژر ومړ کوم ته چې ده تمه لرله. په ۳۳۷ زکال کې د ایستر له اختر وروسته قسطنطین شدید ناروغ شو. هغه قسطنطنیه د خپلې مور ښار هلنوپولیس (آلتینوا) ته نږدې د نیکومدیا خلیج په سویلي سواحلو (د نن ورځې په ازمیت خلیج کې) کې د ګرمو اوبو د حمام په موخه پرېښوده. نوموړي هلته په هغه کلیسا کې چې مور یې د لوسیان رسول په افتخار جوړه کړې وه، دعا وکړه او هلته یې پام شو چې نور نو مړ کېږي. هغه د خپل مړي د تطهیر په موخه کشیش وموند او هڅه یې وکړه څو قسطنطنیې ته راوګرځې خو هغه نوموړی تر نیکومدیا را ورسولی شو. هغه ټول کشیشان احضار کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل څو نوموړي ته د اردن په سیند کې چېرې چې ویل کېدل عیسی ته د تعمید غسل ورکړل شوی، غسل ورکړي. هغه له ځنډ پرته د خپل تعمید غسل امر ورکړ او ژمنه یې وکړه چې هغه به د خپلې ناروغۍ سربېره د عیسی په څېر ژوند وکړي. کشیش یوسبیوس څرګنده کړه، «چې دغه مراسم یې د عرف مطابق ترسره شول». هغه آریایي کشیش یوسبیوس نیکومدیا چې د نیکومدیا ښار کشیش و هغه مهال د خپل تعمید غسل لپاره وټاکه چې د مرګ پر حال و. هغه د خپل تعمید غسل په شاته اچولو سره د هغه مهال له دغه رواج څخه ګټنه وکړه چې له طفولیت څخه وروسته کېدای شو هغه وځنډوي. باور پر دې و چې قسطنطین د دې په موخه خپل د تعمید غسل ځنډاوه څو د امکان تر کچې د هغه ټولې ګناوې پاکې شي. قسطنطین له تعمید غسل څخه له ځنډ پرته د آکیرون په نامه له ښاره بهر یوه ویلا کې د پنځوس ورځنۍ پنتیکاست مراسمو په وروستۍ ورځ چې په کره توګه د ایستر له عید وروسته ورځ وه د ۳۳۷ زکال د مۍ په ۲۲ مه ومړ.    

په داسې حال کې چې د ایسبیوس د روایت له مخې قسطنطین د فارسیانو له لښکرکشۍ وروسته ومړ، خو یو شمېر نورې سرچینې بیا د دغې لښکرکشۍ پر مهال د هغه د مړینې وايي. سترواک جولیان (د قسطنطین وراره) د ۳۵۰مې لسیزې په نیمايي کې لېکلي، چې لیدل یې ساسانیان د خپلو بدو اعمالو سربېره په امان کې و، ځکه چې قسطنطین د «جګړې د چمتووالي په نیمايي کې» ومړ. په همدغه ډول د اوریګو قسطنطیني په نامه یو ناڅرګند سند چې ښکاري د هغه د ژوندانه پر مهال لیکل شوی څرګندوی چې قسطنطین په نیکومدیا کې د مړینې په حالت کې و. د اورلیوس ویکټور په Historiae abbreviatae of Sextus اثر کې چې په ۳۶۱ زکال کې لیکل شوی راغلي چې قسطنطین، نیکومدیا ته په څېرمه د اکیرونا په نوم املاکو کې هغه مهال ومړ چې د فارسیانو پر ضد یې غوښتل جګړه پیل کړي؛ د ایتروپیوس د برویاریوم په نوم لارښود کتاب کې چې په ۳۶۹ زکال کې یې د سترواک والنس لپاره راغونډ کړی راغلي چې قسطنطین په نیکومدیا کې په یوه بې نومه دولتي ویلا کې مړ شوی.

د نوموړي له مړینې وروسته د هغه مړی قسطنطنیې ته راوړل شو او د مقدسو رسولانو/حواریونو په کلیسا کې په پورفیري تابوت کې چې په لسمه پېړۍ کې اووم قسطنطین په De Ceremoniis نومي کتاب کې د هغه یادونه کړې، خښ کړای شو. د نوموړي جسد په ۱۲۰۴ زکال کې د څلورمې صلیبې جګړې پر مهال له چور څخه خوندي پاتې شو خو له هغو وروسته یې قبر له منځه ولاړ.

قسطنطین له فاوستا څخه درې زامن لرل چې په دویم قسطنطین، دویم قسطنتانتیوس او قسطنطاس واوښتل. د قسطنطین ډېری خپلوان او پیروان په ځانګړې توګه د هغه ورېرونه دالماتیوس (چې د سزار درجه یې لرله) او هانیبالیانوس په ډېر احتمال سره د ځای ناستوب د احتمالي سیال توب له امله ووژل شول. نوموړي د قسطنطینا او هلنا په نوم دوه لورانې هم لرلې چې هلنا یې د سترواک جولیان مېرمن وه.

سرچينې

Tags:

لوی قسطنطین سرچینېلوی قسطنطین لومړنۍ واکمنيلوی قسطنطین سرچينېلوی قسطنطین

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

شمالي امريکا۶۱۱ (عدد)عطاردطالبانسره۶۴۱ (عدد)تور زیړی څه ډول ناروغي ده؟سردار محمد يحيا خاند هوا ځواک (د باد طاقت)سیوتادرملقزاقستانکندهارڅوکه ور لکۍ لرونکې ژوېد امير حبيب الله خان کورنۍتاندشفعهد کندهار امنیه قومنداند هېوادونو له مخې د اټومي انرژۍ اړوندې پالیسۍتقوا4 اکتوبربشروي نسجونهويکيډېټا۶۹۲ (عدد)۷۳ (عدد)لاجورد۷۶ (عدد)غني خان۵۸۱ (عدد)د اسرايلو اقتصادخاش رود ولسوالۍفلسطینماشومانو حقونهموافغانسل سوالونهاشرف غنيساینسي (علمي) انقلابد پښتو ژبدودګډو ګټو لرونکي دولتونهروندي ژبهاحمدزيد علم تاریخرشت ولسوالي۳۴۹ (عدد)د بشري حقونو نړېواله اعلاميهويکيسفرد افغانستان لنډ تاريخسورة الفيلعقل (نثري کلیات)د بکارت پردهکاپیساکړنی سېکسردار محمد داود خانتلاسېمیاسيسرود آرک ژاناسلاماکسيجنمذهبالکوزيتکبرمينودشت ولسوالي🡆 More