تورکيه

ترکيه چې رسمي نوم یې د ترکیې جمهوريت دی، عمدتاً د اسيا په لويديځ کې په اناتوليا او ډېره کمه برخه يې په سويل ختيځه اروپا د بالکان په سيمه کې پرته ده.

شمال لويديځ لور ته له يونان او بلغاريې، شمال لور ته له تور سمندر، شمال ختيځ ته له ګرجستان، ختيځ ته له ارمنستان، اذربايجان او ايران، شمال ختيځ ته له عراق، سويل لور ته له سوريې او مديترانې سمندر او لويديځ لور ته له ايجين سمندر سره ګډه پوله لري. د دې هېواد غوڅ اکثريت وګړي ترکان دي، کردان يې ستر لږکي دي. انقره د ترکيې پلازمېنه، استانبول يې شاهي پلازمېنه، ستر ښار او مالي مرکز دی.

تورکيه بيرغ تورکيه نښان
تورکيه
د تورکيه
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر رجب طيب اردوغان
 -  لومړی وزیر احمد داوود اغلو
 -  د پارلمان وياند جمیل چیچک
Legislature د ترکې ولسي جرګه
جوړښت
 -  د ولسي جرګې حکومت  
 -  لوسېني کې معاهده ۲۴ جولای ۱۹۲۳ 
 -  اعلانېدو نېټه ۲۹ اکتوبر۱۹۲۳ 
 -  اوسنې بنسټيزه کړنلاره 7 نومبر۱۹۸۲ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۸۳۵۶۲ کيلومتر2 (۳۷م)
۳۰۲٬۵۳۵ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱.۳
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۴ census ۷۷,۶۹۵,۹۰۴ (۱۸th) 
 -  ګڼه ګونه ۱۰۱ /km2 (۱۰۷م)
۲۶۲/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۴ اټکل
 -  ټولټال $۱.۵۱۲ ټريلين (۱۷م)
 -  پر کس $۱۹,۵۵۶ (۶۱م)
GDP (nominal) ۲۰۱۴ اټکل
 -  ټولټال $۸۱۳.۳۱۶ بلين (۱۸م)
 -  پر کس $۱۰,۵۱۸ (۶۷م)
Gini (۲۰۱۰) ۴۰.۲ (۵۶م)
بشري پرمختيا (۲۰۱۳) ۰.۷۵۹ (69م)
د وخت سيمه (UTC+۲)
 -  اوړی (DST) د ختیځې اروپا ساعت (UTC+۳)
د نېټې بڼه dd/mm/yyyy (AD)
د موټر چلولو لوری ښې لاس
د انټرنټ مخکښ شپول .tr
پيل ګڼ +۹۰

اوسنۍ ترکيه، کوم ځای چې د نړۍ په کچه د انسانانو د لومړيو ميشت ځايونو له ډلې دی، د ګوبکلي تپې په څېر د مهمو نوي ډبرين عصر د سيمو کور دی، همدا راز د هيتيانو، د اناتوليا د نورو خلکو او مسيني يونانيانو  په څېر لرغوني تمدنونه دلته ميشت شوي دي. د ستر سکندر له فتوحاتو وروسته چا چې هلينستي پړاو پيل کړ، په اوسنۍ ترکيه کې ډېرې لرغونې سيمې له کلتوري اړخه يونانې شوې چې د بيزانس په پير کې يې هم دوام وموند. په يوولسمه پېړۍ کې سلجوقي ترکانو کوچ پيل کړ، په ۱۲۴۳ز کال کې د مغولو تر بريدونو پورې د روم سلطنت په اناتوليا واکمني وکړه او له دې وروسته دا سيمه په کوچنيو ترکي واکمنيو ووېشل شوه. د ديارلسمې پېړۍ په وروستيو کې عثمانيانو د دې کوچنيو واکمنيو په يو ځای کولو پيل وکړ، بالکان يې ونيو  او د عثماني پړاو پر مهال د اناتوليا ترکي کېدلو وده وکړه.  دويم محمد په ۱۴۵۳ز کال کې قسطنطنيه (استانبول) ونيوه او د لومړي سليم د واکمنۍ پر مهال هم د عثماني پراختيا دوام پيدا کړ. د سليمان القانوني د واکمنۍ پر مهال عثماني سترواکي په نړيوال ځواک بدله شوه. د اتلسمې پېړۍ له وروستيو څخه راپدېخوا، د ډېرو سيمو په له لاسه ورکولو سره د سترواکۍ ځواک مخ پر کمېدو شو. دويم محمود د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د نويتابه بهير پيل کړ. د ۱۹۰۸ز کال د ځوانو ترکانو انقلاب د سلطان واک محدود کړ، د دېرش کلونو ځنډ وروسته یې عثماني پارلمان بيا راژوندی کړ او  دا سترواکي يې د څو ګونديز پړاو ته داخله کړه. د ۱۹۱۳ز کال کودتا دا هېواد د درې پاشاګانو تر واک لاندې راوست، دوی په ۱۹۱۴ز کال کې د مرکزي قوتونو د برخې په توګه په لومړۍ نړيواله جګړه کې د سترواکۍ له داخلېدو سره مرسته وکړه. د جګړې پر مهال، عثماني حکومت د ارمنيانو او اشوريانو په وړاندې ټولوژنه تر سره کړه. په جګړه کې له ماتې وروسته، عثماني سترواکي ووېشل شوه.

د متحده ځواکونو پر ضد د ترکيې د خپلواکۍ جګړې په پايله کې د ۱۹۲۲ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه سلطنت منحل شو، د ۱۹۲۳ز کال د جولای په څلور وېشتمه نېټه د لوزان تړون لاسليک شو (چې د سور Sèvres د تړون ځای يې ونيو) او د ۱۹۲۳ز کال د اکتوبر مياشتې په نهه ويشتمه نېټه جمهوريت اعلان شو. د هېواد د لومړي ولسمشر مصطفی کمال اتاترک له خوا د پيل شويو سمونونو له مخې، ترکيه سيکولر، واحد او پارلماني جمهوري هېواد شو. ترکيې د کوريا په جګړ کې د پام وړ ونډه تر سره کړه او په ۱۹۵۲ز کال کې له ناټو سره يو ځای شوه. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې ترکيه له ګڼو پوځي کودتاګانو سره مخ شوه. په ۱۹۸۰ز کال کې اقتصاد ازاد شو چې د پياوړي اقتصاد د ودې او سياسي ثبات لامل وګرځېد. په ۲۰۱۷ز کال کې د يوې ټولپوښتنې په پايله کې پارلماني جمهوري نظام په ولسمشري نظام بدل شو. له هماغه وخته د ولسمشر رجب طيب اردوغان او د هغه د ګوند د عدالت او پراختيا ګوند، تر واکمنۍ لاندې د ترکيې نوی حکومت اسلام پاله او واک خوښوونکی بلل کېږي. په هېواد کې د اردوغان واکمني د دې هېواد د پيسو د کړکېچ، د پړسوب او اقتصادي کمښت او د بې وزلۍ د زياتېدو لامل شو.

ترکيه د جيوپوليټيک ستراتيژيک موقعيت له مخې يو سيمه ییز ځواک او تازه په تازه صنعتي شوی هېواد دی. د ترکيې اقتصاد، کوم چې د پورته کېدونکي او د ودې په حال کې اقتصادونو کې ډلبندي شوی، د ناخالص کورني اسمي توليد له نظره د نړۍ شلم ستر اقتصاد او د PPP له اړخه د نړۍ  يوولسم ستر اقتصاد دی. ترکيه د ملګرو ملتونو د منشور غړی دی، د ناټو، پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک لومړنی غړی دی، د OECD, OSCE, BSEC, OIC او G20 بنسټ اېښودونکی غړی دی. په ۱۹۵۰ز کال کې د اروپايي شورا د لومړي غړي په توګه، ترکيه په ۱۹۶۳ز کال کې د اروپا د اقتصادي کمېټې شريک غړی شو، په ۱۹۹۵ز کال کې د اروپا د ګمرکي اتحاديې سره يو ځای شو او په ۲۰۰۵ز کال کې يې د اروپايي اتحاديې سره د الحاق مذاکرات پيل کړل.

نوم

په انګليسي ژبه د ترکيې نوم « Turkey» (د منځنيو پېړيو لاتيني بڼه یې دا ده: Turchia/Turquia» معنا ده «د ترکانو ځمکه». په منځنۍ انګليسي ژبه کې د Turkye ټکي کارول «د ډوشس کتاب» په نوم د «چاسر» په لومړي اثر کې شوي (شاو خوا ۱۳۶۹). د ترکانو ځمکه اصطلاح د پنځلسمې پېړۍ په اثر «ډګبي رازونه» کې کارول شوې ده. وروستۍ کارونه يې د ډانبار په شعرونو، د شپاړسمې پېړۍ د Manipulus  په لغاتو (Turkie)  او د فرانسيس بيکن سيلوا سيلواروم کې د (Turky) په ډول شوې دي. د اوسنۍ ترکیې انګليسي ليکنې (Turkey) تاريځ ۱۷۱۹ز کال ته ورګرځي.

له صليبي جګړو وروسته په لويديځو سرچينو کې د ترکيې نوم راڅرګند شوی. د څوارلسمې پېړۍ په عربي سرچينو کې، ترکيه عموماً د ترکمانيه په مقابل کې ياده شوې چې شونې ده په پراخه معنا سره يې مطلب اغوز وي. ابن بطوطة د ۱۳۳۰ کلونو کې دې سيمې ته د «بر الترکية المعروف ببلد الروم» نوم اخستی يعنې (د ترکانو ځمکه چې د روم په ځمکو هم پېژندل کېږي). له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د دې هېواد تجزيې ترکي ملتپالنه بيا راژوندۍ کړه او د «ترکيه د ترکانو لپاره» احساسات لوړ شول. د الکسندروپل په تړون کې په لومړي ځل د ترکيې نوم په نړيوالو اسنادو کې داخل شو چې دا تړون د ستر ملي مجلس دولت له خوا له ارمينيا سره لاسليک شوی و. له افغانستان سره په لاسلیک شوي تړون کې، د «دولت عليای ترکي» (د ترکیې عالي دولت) اصطلاح کارول شوې او په دې ډول له عثماني سترواکۍ د نوم سره تشبيه ورکړل شوې.

د ممالیکو سلطنت ته هم تلکي دولت ويل کېدل.

تاريخ

له تاريخ مخکې د اناتولي تاريخ او ختيځه تراکيه

د اناتولي ټاپووزمه چې د اوسنۍ ترکيې ډېره برخه په بر کې نيسي، د نړۍ يو له لرغونو دايمي استوکنيزو سيمو څخه ده. ګڼ لرغوني اناتولي خلکو په اناتوليا کې ژوند کړی، لږ تر لږه د نوي ډبرين پير څخه تر هلنيستي پړاو پورې. ډېريو دې خلکو په اناتوليايي ژبه خبرې کولې، کومه چې د سترې اندو-اروپايي ژبې د کورنۍ يوه څانګه ده؛ او د هيتي او لويي اندو-اروپايي ژبو لرغونتيا ته په کتنې سره، ځينې علماء اناتوليا د يو فرضي مرکز په توګه وړانديز کوي، له کوم مرکز څخه چې اندو-اروپايي ژبې خپرې شوي دي. د ترکيې اروپايي برخه، چې ختيځه تراکيه ورته ويل کېږې، کې هم لږ تر لږه څلوېښت زره کاله مخکې انسانانو ژوند کړی او معلومه شوې چې له زېږد نږدې شپږ زره کاله مخکې په نوي ډبرين پير کې وه.

د ګوبکلي تپه د انسان په لاس تر ټولو لرغونې جوړه شوې مذهبي ودانۍ ده، هغه عبادتځای چې لرغونتيا يې له زېږد مخکې نږدې لس زره کلونو ته رسېږي، په داسې حال کې چې Çatalhöyük په سويلي اناتوليا کې د نوي ډبرين او د مسو د پير ډېر ستر استوګنځای دی، کوم چې له زېږد مخکې له نږدې ۷۵۰۰ څخه تر ۵۷۰۰ پورې موجود و. دا تر دې د مه د نوي ډبرين پير يوه لويه او ښه خوندی موندل شوې سیمه ده او د یونسکو د نړيوال ميراث په نوملړ کې شامله ده. د ټرای استوګنځای په نوي ډبرين پړاو کې پيل او د وسپنې تر پير پورې يې دوام پیدا کړ.

ایداري وېش

تورکيه 

د ترکې هیواد ایداري وېش (د ترکیه هیواد ولایتونه) ترکیه ټول ۸۱ ولایتونه لري، بغیر له دري ولایتونو چې مرکزي نومونه یې د ولایت نوم سره توپیر لري نور ټول ولایتي مرکزونه د ولایت له نوم سره یو دي. یاد دري ولایتونه عبارت دي له ختای مرکز انتاکیه) قوجا ایلي مرکز ایزمیت) او سقاریه مرکز آداپازاري).

تور سمندر سیمه

مرمره سیمه

مرکزي آناتولیا

اژه سیمه

ختیځه آناتولیا

مدیترانه سیمه

سویل ختیځه آناتولیا

جغرافیه

سیاسی خپلواکی

کلتور

اقتصاد

د ترکې اقتصاد په وروستیو دوه لسیزو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی اوس مهال ترکیه د صنعتي هیوادونو سازمان غړیتوب هم لري.

تاریخ

د ترکې تاریخ زرګونه کلونو ته رسیږي یوه ښه بیلګه یې عثماني واکمني ده چې کابو ۶۵۰ کاله واکمني یې وکړه.

نور ولولئ

د ترکي ښارونه

سرچينې

Tags:

تورکيه نومتورکيه تاريختورکيه ایداري وېشتورکيه تور سمندر سیمهتورکيه مرمره سیمهتورکيه مرکزي آناتولیاتورکيه اژه سیمهتورکيه ختیځه آناتولیاتورکيه مدیترانه سیمهتورکيه سویل ختیځه آناتولیاتورکيه جغرافیهتورکيه سیاسی خپلواکیتورکيه کلتورتورکيه اقتصادتورکيه تاریختورکيه نور ولولئتورکيه د ترکي ښارونهتورکيه سرچينېتورکيه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کانګو دموکراتیک جمهوریتپیرود افغانستان دموکراتیک جمهوریتلمردریم ناپلیونژر انزالېدلد ژبپوهنې تاریخد کمبودیا او ویتنام جګړههما قریشید وېلس برجميسو امريکاهرات ولايتنغمهحافظهد واده شپهاډولف هټلرپوليميرهواپوهنهد ښار پلان جوړونه (ښار جوړونه)د افغانستان اقتصادسود ( ربا )ټولنیز عدالتد رحمان بابا لنډه پېژندنهخراسانمحافظه کاريهوليکندهارد لویې بریتانیا دویم جورجپښتو ټولنهفیسبوکسنګاپورعبدالرحمن بن عوفپلاستیک ککړتیا اواغیزېمائو تسه تونګاروآسیایي جي جاقيهوديتاجرايي قوهکبرا حبيب مظهريدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهقونسلگريتاتارولادمیر پوتینميرويس هوتکبست کلااپيند ګوګل تاریخچهاستقلابلغمان ولايتخوگياڼي ولسوالۍسوېلي افريقاد کیوبا د توغندیو کړکېچجرمنيد وینې ګروپاقتصادي ودهانکيرشکوګينآسنيويارکازميرد آزادۍ راډيوسردار شاه ولي خاند هیپو آګوستیناسلامي دولت – خراسان ولایتد اطلاعاتو دورهد جاپان جنګي جرمونهسردار پاينده خانانفلاسيونطالباند پاکستان ولسوالۍعبدالله بن مبارك🡆 More