پوهنه

علم هغه منظمه دستګاه ده چې د نړۍ په اړه د ازموېنې وړ څرګندونو او وړاندوېنو په بڼه پوهه رامنځته کوي او تنظيموي.

د علم تر ټولو لومړۍ ريښې له ميلاد شاوخوا ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ کلونو مخکې په پخواني مصر او بين النهرين کې موندل شوي دي. د رياضياتو، ستورپېژندنې او طب په برخه کې د دوی کار د يونان د لرغونې زمانې په طبيعي فلسفه کې داخل او هغې ته يې بڼه ورکړه. چې په کايناتو کې د طبيعي لاملونو له مخې یې د پېښو په اړه د توضحياتو په ورکولو سره رسمي هڅې پیل شوې. د لويديځې رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، د منځني عصر د لومړيو پېړيو (۴۰۰ تر ۱۰۰۰)  په اوږدو کې په لويديځه اروپا کې د نړۍ په اړه د يوناني تصور پوهه له منځه لاړه؛ خو د اسلامي زرين عصر پر مهال په اسلامي نړۍ کې وساتل شوه. له لسمې پېړۍ تر ديارلسمې پېړۍ پورې په لوېديځه اروپا کې د يوناني کارونو او اسلامي څېړنو تر لاسه کېدو او جذب کېدو سره "طبيعي فلسفه" راژوندۍ کړه، چې وروسته په پوهنيز انقلاب سره بدله شوه او په شپاړسمه پېړۍ کې د پخواني يوناني تصور او رواياتو څخه په جلا کېدو د نويو نظرياتو او کشفياتو په ډول پیل شو. پوهنيزې طريقې ډېر ژر د پوهې د رامنځ ته کولو  په برخه کې ستر نقش اداء کړ او تر نولسمې پېړۍ پورې "طبيعي فلسفه" په "طبيعي پوهه" بدله شوه، تر څنګ يې د پوهې ډېرې مسلکي ځانګړتیاووې رامنځته شوي.

نوې پوهه په معمول ډول په درې سترو څانګو وېشل شوې چې هغه دا دي: طبيعي علوم (لکه بيالوژي، کيميا او فزيک)، چې طبيعيت په پراخ درک سره مطالعه کوي؛ ټولنيز علوم (لکه اقتصاد، روان پیژندنه او ټولنپوهنه)، چې وګړي او ټولنې تر مطالعې لاندې نيسي او رسمي علوم (لکه منطق، رياضيات او نظري کمپيوټري علوم)، هغه چې سروکار یې له نښو سره دی او په قوانينو اداره کيږي. ځينې مخالفتونه هم شته، چې ايا رسمي علوم په رښتیا هم يو علم دی؛ ځکه چې دا علوم د تجربوي شواهدو له مخې نه دي رامنځته شوي. هغه انتظامي لارې چارې چې علمي پوهه يې د عملي موخو له پاره کاروي، لکه انجنيري او طب، د تطبيقي علومو په توګه پېژندل شوي دي.

په علم کې نوې پوهه د ساينس پوهانو د څېړنو په مټ پرمختیا موندلې کوم چې د نړۍ په اړه د پلټنې او د ستونزو د هواري لپاره انګیزه لري. اوسنی علمي تحقيق تر ډېره بريده د ګډ کار له لارې کېدونکی دی او په عمومي توګه په اکاډميکو او څېړنيزو مرکزونو، حکومتي ادارو او شرکتونو کې د يوې ډلې له خوا تر سره کيږي. د دوی  د کار عملي اغېز د پوهنيزو تګلارو رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړه، کومې چې هڅه کوي د سوداګريزو توليداتو، وسلو، روغتيايي وسايلو، عامه زېربناوو او چاپېريال ساتنې پرمختګونو ته په لومړيتوب ورکولو سره په پوهنيزه دستګاه کې نفوذ وکړي.

تاريخچه

په پراخ مفهوم کې پوهه له اوسني عصر څخه مخکې او په ډېرو تاريخي تمدنونو کې موجوده وه. اوسنی علم په خپل مفهوم کې بدل او پايلو ته په کتنې سره بريالی دی، اوس د کلیمې په دقيقه معنی د علم تعريف کوي. په اصل مفهوم کې علم کلمه د پوهې يو ډول ته کارېده، نه د پوهې د يو مسلک لپاره د ځانګړي شوي لفظ په توګه. په مشخص ډول، لرغونې پوهه يو ډول پوهه وه چې خلکو کولای شول له يو بل سره پرې بحث وکړي او شريکه يې کړي. د بېلګې په ډول، د طبيعي شيانو د فعاليت په اړه پوهه له تاريخ څخه ډېر مخکې وخت کې ثبت شوې ده چې له همدې څخه پېچلي استنباطي فکر وده وکړه. دا پوهه د پېچلو تقويمونو، د خوراک لهپاره د زهري وښو د برابرولو طريقو، په ملي کچه عمومي کارونو، لکه هغه کارونه چې يانګتسه سيلابي دښتې يې د اوبو د زېرمې لپاره برابرې کړې، د اوبو بندونو او ډنډونو او لکه د اهرامونو د جوړولو په څېر کارونو په تر سره کولو ښودل شوې ده. خو بیا هم، د دا ډول شیانو د پوهو تر منځ کوم ثابت توپیر نه و، کوم چې په هره ټولنه کې رښتیا دي او لکه د ډله ییزې پوهې نور ډولونه لکه اسطورې او حقوقي نظامونه. د فلزاتو علم له تاريخ څخه وړاندې معلوم و او د وينکا کلتور لومړی هغه و چې ژېړو ته ورته مخلوط فلز به يې توليداوه. داسې فکر کيږي چې د مادو د ګرمولو او ګډولو لومړۍ تجربه د وخت په تېرېدو سره د کيميا په علم بدله شوه.  

لومړۍ رېښې

د پوهې تر ټولو لومړۍ رېښې له میلاد څخه شا خوا ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ کلونو وړاندې په پخواني مصر او بين النهرين کې موندل کېدای شي. که څه هم هغه مهال د «علم» او «طبيعيت» الفاظ او مفاهيم د خيالي ليد برخه نه وه، پخوانيو مصريانو او د بين النهرين خلکو په دې لړ کې کار وکړ چې وروسته يې بيا په يونان او د منځنيو پېړيو په علومو کې ځای پيدا کړ لکه رياضيات، ستورپېژندنه او طب. له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې، لرغونو مصريانو د شمېر يو نظام رامنځته کړ چې په خاصيت کې اشارې وې او د دوی د هندسې د پوهې لاره يې پيدا کړه تر څو خپلې عملي ستونزې پرې هوارې کړي لکه د ناپ کوونکو او معمارانو ستونزې. ان دوی يوه رسمي جنتري هم رامنځته کړه چې دولس مياشتې، په هره مياشت کې دېرش ورځې او د کال په اخر کې يې پنځه ورځې درلودي. د طبي پاپيروس (يو ډول کاغذ دی) چې له میلاد څخه په ۲۵۰۰ -۱۲۰۰ مخکې کلونو کې ليکل شوي دي، لرغونو مصريانو باور درلود چې د ناروغيو اصلي لامل په بدن کې د شيطاني ځواک يا روحونو ننوتل دي. په همدې اساس، پر طبي درملنه سربېره، د روغولو په درملنه کې به دعاوې، جادو او مذهبي لارې چارې شاملې وې.

د بين النهرين لرغونو خلکو د بېلا بېلو طبيعي کيمياوي موادو د ځانګړتياو په اړه پوهه وکاروله تر څو خاورين لوښي، حلبي لوښي، ښېښه، صابون، فلزات، څرېښناک پلاستر او د اوبو ضد څيزونه جوړ کړي؛ دوی همدا راز د څارويو بدن پېژندنه، د بدن جوړښت او چلند د وړاندوينې د موخو لپاره مطالعه کړل. دوی همدا راز د ستورپېژندنې د مطالعې لپاره  د اسماني شيانو د خوځښت يو ډېر پراخ اسناد جوړ کړل. د بين النهرين اوسېدونکو په درملو کې ژوره لېوالتيا درلودله او د درملو لومړۍ نسخه د يور د درېيمې سلسلې پاچاهۍ پر مهال (۲۱۱۲ – ۲۰۰۴) په سومريانو کې راڅرګنده شوه. سربېره پر دې، داسې ښکاري چې د بين النهرين خلکو د طبيعي نړۍ په اړه په معلوماتو راټولولو کې لږه لېوالتيا درلودله او عمدتاً يې علمي موضوعات مطالعه کول کوم به چې د دوی په مذهبي نظام کې د عملي کېدو وړ و يا به يې ورسره مستقيمه اړيکه درلودله.

پخوانۍ لرغونې زمانه

په پخوانۍ لرغونې زمانه کې، د اوسنيو عالمانو کوم حقيقي لرغونی سيال نه شته. د دې پر ځای، لوستي، عموماً د لوړې طبقې او په نړيواله کچه نارينه افرادو چې کله هم وخت موندلی په طبيعيت کې يې بېلا بېلې څېړنې کړي. له سقراط څخه د مخکېنيو فيلسوفانو له خوا د «طبيعيت» (لرغونې يوناني طبيعيت) د تصور د اختراع يا ايجاد څخه مخکې همدا الفاظ  د هغې طبيعي طريقې د تشریح له پاره کارول کېدل په کومه کې چې نباتات لوييږي، يا د مثال په ډول د هغې طرېقې لپاره په کومه چې يوه قبيله د خپل ځانګړي خدای عبادت کوي. له همدې امله، ادعا کيږي چې په دقيق مفهوم کې دا خلک لومړي فيلسوفان وو او همدا راز هغه لومړني خلک وو چا چې د طبيعيت او دود تر منځ څرګند توپير وکړ. له طبيعي پوهې څخه مخکې رامنځ ته شوې د طبيعيت فلسفه د طبيعت او شيانو د پوهې په توګه وپېژندل شوه، چې د هرې ټولنې له پاره سم دي. د دا ډول پوهې د ځانګړي مسلک نوم فلسفه و – د لومړي فيلسوف حوزه – فزيک پوهان. اصلاً دوی اټکل کوونکي او اند ورکوونکي و چې په ځانګړي ډول يې په علم نجوم کې ليوالتيا درلودله. په مقابل کې، لرغونو پوهانو، د طبعيت د تقليد لپاره په طبيعت د پوهېدو څخه د ګټې اخیستلو هڅه (مصنوعي يا تيکنالوژيکي) د ټيتې ټولنيزې طبقې د صنعتکارانو لپاره  زياته مناسبه بلله.

سرچينې

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Наука

Tags:

پوهنه تاريخچهپوهنه سرچينېپوهنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

دوه نۍد فډرال زېرمو سيستمباراند کمپیوټر ارزښتسوډانکتابتونرحيم شاهپښتو ويکيپېډياالماني ژبهفیسبوککییفبابلد افغانستان لنډ تاريخاتريشد ساسانيانو واکمنيد کتاب نړيواله کره شمېرهد لمريز کال مياشتېهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهمېخي ليکدودځنګلپوهنهمېډياويکيلوګر ولایتملالۍ د لوړو زده کړو موسسهد جمعې لمونځکندهارملګري ملتونهعبدالله بن زبيرمسيحيتد وینې لوړ فشاررغاويز اوښتونغوره ويناوېلمریزه برېښنايوګانداماشینالبرټ آينسټاينکارل فریدریش ګاوساوغوز ترکاند صابون جوړولشهادت۳۱ وږیکوچنی اخترمولانا جلال الدين محمد بلخيبیکاریيونانبهرنۍ پورلمرد هایټي انقلابامير شېر علي خانمخابراتد افغانستان ولسوالۍسلطان عبدالمجید (اول)دوبۍسولهنژاد (انساني ډل بندي)مورمانسک ولايتپلان جوړونهکيمياعلاءالدین (١٩٩٢ ډيسني فلم)ځمکپوهنېپښتو نومځري او د هغو کارونهاېنټروپي2013پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد انسان بدنابوهريرهنس ناستیمحمد اعظم اعظمهندويزمد بکارت پرده28 جون🡆 More