لاوس: سوېل ختيځې اسيا هېواد

لائوس په رسمي ډول د لاو د خلکو دیموکراتیک جمهوریت، يو سوسياليستی دولت او په سويل ختيځ کې يوازینی په وچې پورې تړلی هيواد دی.

د اندوچيني ټاپووزمي په زړه کې، د لائوس شمال لويديځ ته ميانمار او د چين د خلکو جمهوريت، ختيځ ته يي ويتنام، سويل ختيځ ته يي کمبوديا او لويديځ او سويل لويديځ ته یی ټايلنډ پروت دی. پلازمینه او لوی ښار يي وينټين دی.

اوسنۍ لائوس خپل تاریخي او کلتوري هویت لان ژانګ سره تړلی بولي، چې ۱۴ پیړۍ څخه يي تر ۱۸ پیړۍ پورې په سویل ختیځه آسیا کې، د لویو سلطنتونو په توګه يي شتون درلود. د لائوس سلطنت په سویل ختیځ آسیا کې د مرکزي جغرافیایي موقعیت له امله، د ځمکې د سوداګرۍ لپاره یو مرکز وګرځید. له اقتصادي او کلتوري پلوه بډایه شو. د داخلي شخړو څخه وروسته، لان ژانګ په دریو جلا سلطنتونو؛ لوانګ فرابنګ، وینټین او په چمپاسک وويشل شو. په ۱۸۹۳ ز کال کې، درې سیمې د فرانسوي حمايت لاندې راغللې او متحد شول چې اوس د لائوس په نوم پیژندل کیږي. لائوس په لنډ وخت کې د جاپان له نیولو وروسته په ۱۹۴۵ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه خو د فرانسې لخوا بیا استعمار شوه. وروسته يي په ۱۹۴۹ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه. له خپلواکۍ وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه، د شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونستانو مقاومت، د پاچاهۍ پر وړاندې جګړه پیل شوه، چې وروسته د امریکا په ملاتړ د پوځي رژیمونو تر اغیز لاندې راغی. وروسته له هغه چې په ۱۹۷۵ کې د ویتنام جګړه پای ته ورسیده، کمونیست پاتیت لاو واک ته ورسیده، کورنۍ جګړه پای ته ورسیده. لاوس بیا په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد تر منحل کېدو پورې په پوځي او اقتصادي مرستو ولاړ و.

لائوس د آسیا آرام سمندرګي د سوداګرۍ تړون، آسیان، د ختیځ آسیا سرمشریزې، او لا فرانکوفوني غړی دی. لائوس په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه؛ د ۲۰۱۳ ز کال د (فبروري په ۲مه) بشپړ غړیتوب ورکړل شو. لائوس یو ګوندي سوسیالیستي جمهوریت دی، چې د مارکسیزم – لینینیزم ملاتړ کوي او د لاو د خلکو د انقلابي ګوند له خوا اداره کیږي، چې لاندې غیر دولتي سازمانونه په منظم ډول د هیواد د بشري حقونو تاريخچه  ضعیفه بولي، لکه ناوړه ګټه اخيستل  شکنجه، د مدني آزادیو محدودیتونه او د اقليت ځورونې ته اشاره کوي.

په ټيټو سيمو کېې په سیاسي او کلتوري توګه د لاو خلک د نفوس 53.2٪ جوړوي. د مون خمیر ډلې، همونګ، او نور ځایي قبیلې په غرونو او د‌ غرونو په لمنو کې ژوند کوي. د لائوس ستراتيژی د پراختيا په موخه د سيندونو څخه د برېښنا په توليد او په ګاونډيو هيوادونو لکه ټايلنډ چين او ويتنام باندي د برېښنا په پلورلو ولاړ دی. او همداراز د "ځمکې نښلونکې" هیواد دی چې د څلورو نويو د ريل لارو په واسطه څرګنديږي. چې لائوس له ګاونډيو هيوادونو سره نښلوي. لائوس د اقتصاد له نظره د نړیوال بانک لخوا د سویل ختیځ آسیا او آرام سمندر ترټولو ګړندۍ وده کونکي هيواد په توګه پیژندل شوی چې له 2009 ز کال راهیسې د کلني ناخالص تولید په اوسط ډول ۷،۵٪ ده.

کلتور

تيراويدا بودیزم د لاو په کلتور کې یو برلاسۍ قدرت دی. دا په ټول هیواد کې خپور دی، په ژبه، معبدونو ، هنرونو او ادبیاتو کې څرګند شوی دی. د لاو کلتور ډیری عناصر د بودیزم څخه مخکې دي. د مثال په توګه، لاوتیاین موسیقي د خپلې ملي موسیقۍ آله له خوا چي د بانس دخولې يو ډول ارګان دی چې خاين نوميږي تسلط شوی ده. چې تاریخي اصل لري. خاين په دودیزه ډول سندرغاړي له مور لام سره چې د لوک موسقۍ غالبه بڼه ده يو ځای کوي.

وریځې  یې یو عمده خواړه دي. د لاو خلکو لپاره کلتوري او مذهبي اهمیت لري. په عمومي ډول سريخې ویځو ته د ياسمين وریځو په پرتله ارزښت ورکول کیږی، او د سريخو وریجو کښت او تولید په لائوس کې شروع شوي دي. په مختلفو چاپيريالونو او ډيرو قومونو کې د وریجو د تولید سره ډیر دودونه او رواجونه شتون لري. د بېلګې په توګه: په لوانګ پرابنګ کې د خامو کروندګرو د مړو پلرونو په یاد کې د فارم کور تر څېرمه یا د وریجو په څنډه کې د وریجو ډوله په لږ مقدار کې کري ترڅو دا وښیې چې مور او پلار يي لا ژوندي دي.

سینه دودیزه جامې دي، چې د لاو میرمنو له خوا په ورځني ژوند کې اغوستل کیږي. دا د لاسي اوبدلو ورېښمو لمن ده، چې کولی شي هغه ښځه وپیژني چې په مختلفو شکلونو یې اغوندي.

سینما

په ۱۹۷۵ ز کال کې، د لاو پي ډي ار له تاسیس راهیسې، په لائوس کې ډیر لږ فلمونه جوړ شوي دي. د پاچاهۍ له ړنګیدو وروسته لومړی تر ټولو اوږد فلم د تفنګ غږ د جنګ د ميدان له لړزیدو څخه دی. چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د سومچیت فولسینا لخوا لارښود شوی و، که څه هم د سانسور هيت لخوا یې د خپریدو مخه ونیول شوه. سبايدي لوانګ پرابنګ یو له لومړنیو سوداګریزو فلمونو څخه دی چې په ۲۰۰۸ ز کال کې جوړ شوی و. د ۲۰۱۷ ز کال مستند فلم د وينې سرک په عمده توګه د لاو حکومت په مرسته په لائوس کې شوټ شوی او تولید شوی و، دا فلم په ۲۰۱۸ ز کال کې د خبرونو او مستند فلم ایمي جایزه سره پیژندل شوی دی.

د آسټرالیا د فلم جوړوونکي کیم مورډونټ لومړی نمایشي فلم په لاوس کې جوړ شوی و او د لاوتاین کاسټ ښکارندوی کوي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي. د راکیټ په نوم دغه فلم د ۲۰۱۳ ز کال میلبورن نړیوال فلم فستیوال کې نندارې ته وړاندې شو او د برلین په نړیوال فلم فستیوال کې یې درې جایزې وګټلې. د یو تولیدي شرکت فلم چې بریالی شوی د لاو نمایشي فلمونه تولید کړي او نړیواله پیژندنه ترلاسه کړي د لاو نیو ویف سینما اټ هوریزون دی چې د انیسی کیولا لخوا لارښود شوی دی. او د اووز اسیا فلم په فستیوال کې د لاو ارت میډیا کې ښودل شوی دی. د متیو ډو له خوا لارښود شوی. چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په یو زړه پوري فیستوال کې وښودل شو. لائوس د ۲۰۱۷ز کال  په ‌ډسمبر کې، د میتو ډي دویم نمایشي فلم د ګرانې خور په نوم د ۹۰ علمي جايزې (اوسکار) ته د غوره بهرنۍ ژبې فلم لپاره و‌‌‌ړاندی کړ چې د اوسکار لپاره د هیواد لومړۍ سپارنه په نښه کوي.

تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، لائوس درې نمايشي تیاترونه لرل، چې د فلمونو د ښودلو لپاره وقف شوي دي.

جشنونه

  • په لائوس کې ځینې عمومي رخصتۍ، جشنونه او مراسم شتون لري.
  • د هامونګ نوی کال.
  • بون پها ويت.
  • ماګا پوجا.
  • د چينايانو نوی کال.
  • بون خون خو.
  • بون پيمي.
  • ويسکا پوجا.
  • پي مې سونګکران (د لاو د خلکو نوی کال).
  • خو فنسا.
  • هو خو پدپ دين.
  • اوک پنسا.
  • بون نام.
  • د لاو ملي ورځ (د ديسمبر 2).

رسنۍ

ټولې ورځپاڼې د حکومت له خواخپریږي، په شمول د دوو بهرنیو ژبو ورځپانې: د انګلیسي ژبې ورځنۍ وینټین ټایمز

او د فرانسوي ژبې اونيزه لي رنيواتيور. سربیره پردې، د کاو سان پاتیت لاو، د هیواد رسمي خبړي اژانس  خپل نومي انګليسي او فرانسوي ورځپانې خپروي. لائوس په ټول هیواد کې 9 ورځنۍ ورځپاڼې، ۹۰ مجلې، ۴۳ راډیوګانې او ۳۲ تلویزیوني سټیشنونه لري. تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، نه دان (د خلکو) او د سینهوا خبري اژانس یوازینۍ بهرنۍ رسنۍ دي چې په لائوس کې د دفترونو د پرانستلو اجازه لري. د دواړو په ۲۰۱۱ ز کال کې په وینتین کې دفترون ه پرانستل شول.

د لاو حکومت د رسنیو ټول چینلونه کنټرولوي، ترڅو د خپلو کړنو د انتقاد مخه ونیسي. د لاو اوسیدونکي چې پر حکومت یې نیوکې کړي دي، د جبري ورکیدو، خپل سري نیولو او شکنجې سره مخامخ شوي دي.

د ودونو شمېر

په لائوس کې په رسمي ډول څو ودونه کول جرم دی، که څه هم سزا يي لږه ده. اساسي قانون او د کورنۍ قانون د څو ودونو د قانوني پیژندلو مخه نیسي او داسی په ډاګه کوي چې: په  هيواد کې يي يو واده کول د ودونو اصلي بڼه ده. که څه هم د همونګ په خلکو کې څو واده کول اوس هم دود دی. یوازې ۳،۵٪ میرمنې او ۲،۱٪ نارینه د ۱۵-۴۹ کلونو په عمر په ۲۰۱۷ ز کال کې د څو ودونو په اتحادیه کې وو.

سپورت(ورزش)

د موای لاو نظامي هنر، ملي سپورت، د تایلینډ د میو تای، برمی لیتوی او کمبوډیا پرادال سیري ته ورته د کیک بوکس کولو یوه بڼه ده.

د فوټبال ټولنه په لائوس کې ترټولو مشهوره لوبه ده. د لائوس په هیواد کې لاو ليګ د فوټبال انجمن کلبونو لپاره غوره مسلکي لیګ دی. د لیګ له پیل راهیسې د لاو پوځ اف سي د ۸ سرليکونو سره تر ټولو بريالۍ کلب دی. د اتلولۍ تر ټولو لوی شمير يي خپل کړی دی.

لائوس د نورو ټیم لوبو دود نه لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، يي د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ آسیا لوبو ته یو ټیم واستاوه. د باسکیټبال ملي ټیم يي په ۲۰۱۷ ز کال کې د سویل ختیځ آسیا په لوبو کې سیالۍ وکړه چې میانمار ته يي د اتم مقام په لوبو کې ماتې ورکړه.

تاریخ

کلتور

حغرافیه

اقتصاد

سرچينې

Tags:

لاوس کلتورلاوس تاریخلاوس کلتورلاوس حغرافیهلاوس اقتصادلاوس سرچينېلاوس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

حکومتعبدالرحمان بابانوکانعايشه بنت ابي بکراقلیمي بدلونیحیی خانتاجکيانشمېرپوهنهجيبوتيیوناواکايناتپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهتوکمجلغوزهاسپانیایي ژبهډاکتر کبير ستوریسپين زرکوريايي ژبهلاتين ليکدودد افغانستان ولايتونهڅوکری، پښۍ (رواش)ورورشکرې ناروغيسیال په سیال (شبکه)ډنمارکلیبریااستمناءکندهارد گندمک تړونلوی اقتصادډیورنډ کرښه رسمي نه دهاموي خلافتننګرهار ولایتخاورهحيات الله گهيځپه افغانستان کې د ریل ګاډي ټرانسپورټد شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ کال کودتاد المان هیواد آیالاتونهسورياناسلاماردنلوطلومړنۍ نړېواله جگړهاتيزمچهار آسياب ولسوالۍجرمنيافسانهنجيبه فيضانسانمېډياويکيدرملگريبیجنګفقہ حنفی اور جمہوریتتکړښتکاناډاروغتيایوهانس ګوتنبرګسلوانیامتحده عرب اماراتترخهد هېوادونو له مخې د انټرنټ د مخکښ شپول کوډمحمد نادر شاه21 مېاوکراین🡆 More