نايجېريا: لوېديځې افريقا کې يو خپلواک دولت

نايجیریا، چې په رسمي توګه د نايجېريا فډرالي جمهوريت په نامه يادېږي، د لوېديځې افريقا يو هېواد دی چې د افريقا په لويه وچه کې يې د وگړوشمېر د ټولو نورو افريقايي هېوادونو څخه زيات دی.

د نايجېريا هېواد په لويديځه خوا کې د بېنين جمهوريت، په ختيځ کې يې د چاډ او کېمرون هېوادونه، او په سهېل کې يې د نايجېر هېواد، پولې لري. همدا شان دغه افريقايي هېواد په خپل سوېل کې د ګینه خليج سره هم لار لري. د ۱۹۹۹ ز کال نه راپدېخوا، د دغه هېواد پلازمېنه د هېواد په مېنځنۍ برخه کې پروت ښار آبوجا کې ده، او تر دې پخوا د نايجېريا هېواد دولتي مرکز په لاګوس کې وه.

نايجېريا: ریښه پېژنده, تاریخچه, ایداري وېش بيرغ نايجېريا: ریښه پېژنده, تاریخچه, ایداري وېش نښان
نايجېريا: ریښه پېژنده, تاریخچه, ایداري وېش
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر محمدو بوهاری
 -  مرستیال یمی وسیمباجم
 -  د مشرانو جرګې رئیس احمد ابراهیم لاوان
 -  د ولسي جرګې رئیس فمي ګباجابیامیلا
 -  قاضی القضات ابراهیم تانکو
Legislature لویه جرګه
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House ولسي جرګه
جوړښت
 -  سویلي نیجریا حفاظتي سیمه او شمالي نیجریا اتحاد ۱ جنوري ۱۹۱۴ 
 -  خپلواکي او په رسمیت پیژندل ۱ اکتوبر ۱۹۶۰ 
 -  ولسمشریزې ته بدلیدل ۱ اکتوبر ۱۹۶۳ 
 -  د نیجریا هیواد اوسنی اساسي قانون ۲۹ مه ۱۹۹۹ ۷۰ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۹۲۳٬۷۶۹ کيلومتر2 (۳۲ام)
۳۵۶٬۶۶۷ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱٫۴
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۲۰ estimate ۲۰۴٬۶۳۰٬۲۶۹ (۷ام)
 -  ۲۰۰۶ census ۱۴۰٬۴۳۱٬۶۹۱ 
 -  ګڼه ګونه ۲۱۸/km2 (۴۲ام)
۵۶۵/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۲۰ اټکل
 -  ټولټال $۱٫۲۷۵ تریلیونه (۲۳ام)
 -  پر کس $۶٬۲۳۲ (۱۲۹ام)
GDP (nominal) ۲۰۲۰ اټکل
 -  ټولټال $۵۰۴٫۵۷ بیلیونه (۵۸ام)
 -  پر کس $۲٬۴۶۵ (۱۳۷ام)
Gini (۲۰۱۰) ۴۳٫۰ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۳۴ (۱۵۸ام)
د وخت سيمه (UTC+۰۱:۰۰)
د موټر چلولو لوری ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .ng
پيل ګڼ +۲۳۴

نایجریا، چې په رسمي توګه د نایجریا فډرالي جمهوریت په نامه یادیږي، د لویدیځې افریقا یو هېواد دی. د وګړو شمېر یې د نورو افریقایي هېوادونو نه زیات ده. له جغرافیایي پلوه، د شمال له خوا د ساحل او ګینه خلیج په منځ کې اود سویل خوا ته یي اتلانتیک سمندر پروت دی. دا هېواد ۹۲۳،۷۶۹ کیلو متره مربع یا ۳۵۶،۶۶۹ میل متره مربع پراخوالی لري او د وګړو شمېر یې ۲۱۱ میلیونو ته رسيږي. د نایجریا هېواد شمال ته نیجر، سهیل ختیځ ته يې چاد، ختیځ  ته یې کامیرون او لویدیځ ته یې د بینین هېواد پروت دی.  د نایجریا فدرالي جمهوریت له ۳۶ ایالتونو او پلازمېنې ابوجا څخه جوړ دی. په نایجریا کې لوی ښار لاګوس نومیږي، چې په نړۍ کې یو له لویو میټروپولیټن ښارونو او په افریقا کې دویم لوی ښار دی.

نایجریا له دویمې پېړۍ مخکې د میلاد نه را په دېخوا له استعمار وړاندې د ګڼو بومي دولتونو او سلطنتونو کور و، چې د  ۱۵ مې پېړۍ د مېلاد نه مخکي د نوک تمدن د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې یووالی رامنځته کړ. معاصره حکومتولي په ۱۹ مه پېړۍ کې د بريتانوي استعمار سره يو ځای پیل شو، چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د لارډ لوګارډ له خوا د سويلې نایجريا او شمالي نايجریا د سیمو په يو ځای کېدو سره د نننۍ نایجریا سيمه رامنځته شوه. بریتانیا په نایجریا کې ادارې او حقوقي ادارې جوړې کړي، په داسې حال کې چې خپل غیرمستقیم رول یې د قومي سردارانو له لارې تر سره کاوه. نايجريا په ۱۹۶۰ ز کال د اکټوبر مياشتي په اوله په رسمي توګه يو خپلواک فدراسيون شو. دې هېواد له ۱۹۶۷ – ۱۹۷۰ ز کال پوري کورنۍ جګړي تجربه کړي، چې له هغه وروسته په دیموکراتیکه توګه انتخابي ملکي حکومتونه او پوځي دیکتاتورۍ واک ته ورسېدلې، تر هغه چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له لارې ثابته دیموکراسۍ را ټینګه شوه. د ۲۰۱۵ ز کال ولسمشري ټاکنو کې برحاله ولسمشر لومړی ولسمشر و چې ټاکنې یې وبایللې.

نایجریا یو څو ملیتي هېواد ده، د ۲۵۰ نه ډېر توکميز ګروپونه په کې میشت دي، چې په ۵۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي او د یوه بل  کلتور پیژني او ورسره بلد دي . درې سترې توکمیزې ډلې يې په شمال کې دي چې عبارت دې له: هاوسا، په لویدیځ کې يوروبا او په ختیځ کې ايګبو، چې دا ټول په ګډه سره د نایجریا د وګړو ۶۰٪ جوړوي. رسمي ژبه يې انګلیسې ده، تر څو په ملي کچه د ژبني يووالي د اسانتیا لپاره غوره شوې ده. د نایجریا اساسي قانون د مذهب ازادي تضمینوي او په ورته وخت کې د نړۍ د تر ټولو لوی مسلمان مذهبه او عيسوي مذهبه وګړو کور دی. نایجریا تقریبأ پوره نیمایې په مسلمانانو چې ‌ډېری یې په شمال او عیسویانو چې ډیری یې په سویل کې دي، وېشل شوی. بومي مذهبونه، هغه کوم چې د ایګبو او یوربو قومونو پورې اړه لري، هغوی د نایجریا په لږه کیو کې شمېرل کېږي.

نایجریا په افریقا کې یو سیمه ییز ځواک، په نړیوالو چارو کې منځنۍ ځواک او یو رامنځته کېدونکی نړیوال ځواک دی. نایجریا له اقتصادي پلوه د افریقا ستر هېواد او په نړیواله کچه د اسمي داخلي ناخالص تولید (GDP) له مخې  ۲۵ او د پلور د قدرت د برابري (PPP) له مخې  ۲۵ م ستر هېواد دی. نایجریا ته زیاته د خپل لوی نفوس او اقتصاد له اړخه لویه افریقا هم ویل کیږي، چې د نړیوال بانک له خوا د رامنځته کېدونکي بازار په توګه په پام کې نیول شوی دی. په هر صورت، دا هېواد د بشري پراختیا د شاخص له مخې ډېر ټيټ او د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه دی. نایجریا د افریقایې اتحادې بنسټ ايښودونکی غړی او د ملګرو ملتونو، همګټو هېوادونو، ناپېیلي غورځنګ، د لویدیځی افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې او د پټروليم صادرونکو هېوادونود  سازمان  په ګډون د زیاترو نړیوالو سازمانونو غړی هېواد دی. د مکسیکو، اندونیزیا، نایجریا او ترکیې هېوادونو د ډلې غیر رسمي غړی او یو له یولسو راتلونکو اقتصادونو ځخه دی.

ریښه پېژنده

د نایجریا نوم د نیجر له سیند نه اخیستل شوی ده، چي په همدې هېواد کې بهېږي. همدغه نوم د یوه بریتانوي ژورنالیست (فلورا شاو) له خوا په ۱۸۹۷ ز کال د جنوري په ۸ مه ونومول شو، چې وروسته یې بیا له یوه بریتانیوي استعمارګر مدیر (لارډ لوګارډ) سره واده وکړ. ګاونډی نیجر هېواد هم خپل نوم له همدې سېند نه اخیستی ده. د نایجریا نوم چې په اصل کې دا نوم د نيجرسیند په منځنیو برخو کی کارول کېږي، ناڅرګند دی. دا کلیمه په اغلب ګومان د توريګ نوم ایګیریو ان ایګیریوین بدله ده چې د ۱۹ پیړۍ د اروپايي استعمار څخه د مخه د ټیمبکټو (ټیمبکټو د يو ښار نوم ده په مالې کې)  شاوخوا سیند ته د اوسېدونکو له خوا کارول کېده.  

تاریخچه

مخکې له تاریخ

د کېنجې بند کېندنې دا ښودلي ده چه اوسپنه په ۲ مه پېړۍ مخکي له مېلاده دلته کارول شوې ده. د نیولیتیک دورې څخه د اوسپنې دورې ته لیږد د منځني برونزو د تولید پرته بشپړه شوې ده. نورو باور درلود یا یې وړاندیز کړی وه، چې ټکنالوژي د نېل له درې څخه لويديځ ته تللې، که څه هم  داسې بریښي چې د اوسپنې عصر د نیجر د سیند په دره او ځنګلي سمه کې په پورتنۍ ساوانا کې د متالورژي له معرفي کېدو نه ۸۰۰ کاله وړاندې موجود وه.

د نایجریا د نوک تمدن ۱۵۰۰ ز کال مخکې له مېلاد او ۲۰۰ ز کال بعد له مېلاد تر منځ وده وکړه.

د تاریخ په لومړيو کې

د کانو د تاریخي پيښو په ترتيب شرح د هاسا د ساحلي ښار کانو لرغونی تاریخ د هاوسا د داورا د ښارونو (يا هاسا بکواي)، هدیجو، کانو، کاسینه، زازاو، رانو او ګوبير سره یو ځای د شاوخوا ۹۹۹ له میلاد وروسته کلونه ښیي، چې دا ټول مستند تاریخونه لري چې لسمۍ پېړۍ ته ورګرځي. له میلاد وروسته په ۷ مه پېړۍ کې د اسلام په خپريدو سره، دغه سيمه د سوډان يا بلاد السودان (پښتو معنی یې ده د تورپوستو خلکو ځمکه) په نوم مشهوره شوه. له هغه ځايه چې نفوس يې تر يوې اندازې د شمالي افریقا له مسلمان عربو کلتور سره تړاو درلود، دوی د صحرا ترانسپورت تجارت پيل کړ او د عربي ژبې ویونکو له خوا ورته د السوډان (توریان) نوم کيښودل شو، ځکه چې دوی د اسلامي نړۍ پراخه برخه ګڼل کېدل. د منځنيو پيړيو عرب او مسلمان تاریخ پوهانو او جغرافیه پوهانو له خوا لومړني تاریخي روایات دي چې د کينیم بورنو امپراطورۍ د اسلامي تمدن لوی مرکز په توګه پاته شوی دی.

ایداري وېش

د نیجریا هیواد په ۳۶ ولایتونو او یوې پدرالي سیمې ویشل شوی دی.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

Tags:

نايجېريا ریښه پېژندهنايجېريا تاریخچهنايجېريا ایداري وېشنايجېريا تاریخنايجېريا کلتورنايجېريا جغرافیهنايجېريا اقتصادنايجېرياآبوجاافريقابېنيند ګینه خليجلاګوسنايجېرپلازمېنهچاډکېمرون

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بست کلاد پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسهجلال ابادتلويزونملا اختر محمد منصورمارشال غلام حيدر خان چرخيانټرنټ لټوونکی ماشينمعلوماتي ټیکنالوژيپياوړی اقتصاد پياوړی هيوادسیشلهوا او فضا کې د الوتنو مطالعههندپکتيا ولايتصلاح الدين ايوبيفسادپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد افغانستان د خپلواکۍ ورځروسیه7 جولایویروسد هډوکو ناروغۍارګاستاد قيام الدين خادمژبهقيام الدين خادمپنجوايي ولسوالۍپښتو نثرميان نشين ولسوالۍالوتونکی مرغانسپوږمۍوړۍزبير هلالمایکرو اورگانیزمحرکتجنت البقيعکوچنی اقتصادټکنالوجيشاهرخ خانابوالخير ځلاندد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)کيو آر کوډلمانځه ترجمهتادین خاند سیند درې تمدنايرانپلان جوړونهدرې بعدي چاپگرمياشت (موده)نړیوال سوداګریز سازماندراني کورنۍد خلق ډموکراتيک ګوندد پښتو ژبې ليکنښېد پښتو ژبې پوهنتونونهاسلامي تاريخد بکارت پردهواټسافپښتو /ی/ ګانيعبدالله بن مباركشريعتد روسيې او ناټو اړيکېسید شریف سرطیبادبپوهنهد کمپیوټري ویروس تاریخچهد فزیک تاریخچهد کويټ اقتصادغني خاند چین تاریخپيغمبران په قرآن کېزيارت کولملا شيرين اخوندد کتاب نړيواله کره شمېرهستوریماغزهد لمريز کال مياشتې🡆 More