زامبيا: د مرکزي او سوېلي افريقا ترمنځ يو هېواد

زمبیا چې رسمي نوم یې د زېمبیا جمهوریت دی په سویلي افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی.

د زمبیا پلازمینه لوساکا او رسمي ژبه یې انګلیسي ده ۶۱۸'۷۵۲ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۶۶۸'۱۱ میلیونه وګړي لري. د یاد هیواد د پیسو واحد د زمبیا کواچای ده.

زامبيا: نوم, تاريخچه, ایداري وېش بيرغ زامبيا: نوم, تاريخچه, ایداري وېش نښان
زامبيا: نوم, تاريخچه, ایداري وېش
د زامبيا
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر ادګار لونګو
 -  مرستیال ولسمشر ینونګ واینا
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  شمال-ختیځه رودیسیا ۲۷ جون ۱۸۹۰ 
 -  باروتزیلاند-شمال-ختیځه رودسیا ۲۸ نوامبر ۱۸۹۹ 
 -  شمال-لویدیځه رودسیا ۲۹ ژانویه ۱۹۰۰ 
 -  شمالي رودسیا ۱۷ اکتوبر ۱۹۱۱ 
 -  ولایتونه ۱ اوت ۱۹۵۳ 
 -  ولسمشریزه جوړیدل ۱۹۶۴ ۲۴ اکتوبر ۱۹۶۴ 
 -  Current constitution ۵ جنوري ۲۰۱۶ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۵۲٬۶۱۸ کيلومتر2 (38th)
۲۹۰٬۵۸۷ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۶ estimate ۱۶٬۵۹۱٬۳۹۰ (65th)
 -  ۲۰۱۰ census 13,092,666 
 -  ګڼه ګونه ۱۷٫۲/km2 (۱۹۱st)
۴۴٫۵/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۷۵.۸۵۷ بیلیونه 
 -  پر کس $۴,۱۴۸ 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۲۳.۹۴۶ بیلیونه 
 -  پر کس $۱,۳۰۷ 
Gini (۲۰۱۵) ۵۷٫۱ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۹۱ (۱۴۳rd)
د وخت سيمه (UTC+۲)
د موټر چلولو لوری د موټروانې لوری
د انټرنټ مخکښ شپول .zm
پيل ګڼ +۲۶۰

زامبیا (/ˈzæmbiə, ˈzɑːm-/) په رسمي ډول د زامبیا جمهوریت په وچه کې پروت هېواد دی چې د مرکزي، سویلي او ختیځې افریقا پر تقاطع موقعیت لري. که څه هم معمولاً په مرکزي-سویلي افریقا کې پروت بلل کېږي. په شمال کې د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، په شمال ختیځ کې له تانزانیا، په ختیځ کې له مالاوي، په سویل ختیځ کې له موزامبېک په سویل کې له زېمبابوې او بوتسوانا، په سویل لویدیځ کې له نمېبیا او په لویدیځ کې له انګولا سره ګاونډيتوب لري. د زامبیا پلازمېنه لوساکا ده چې د زامبیا په سویلي مرکزي برخه کې موقعیت لري. نفوس یې په سویل کې تر ډېره د لوسکا په شاوخوا او په شمال کې د کاپربېلټ په ایالت کې چې د هېواد اصلي اقتصادي  قطبونه دي متمرکز دی.

دا سیمه د لومړي ځل لپاره د خویسان خلکو له خوا د اوسېدو وړ وګرځېده، دا سیمه په ۱۳مه پېړۍ کې د بانټو د پراختیا تر اغېز لاندې راغله. په ۱۸مه پېړۍ کې د اروپایي کاشفانو په دوام بریتانیا دا سیمه د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د بریتانیا په شمال -لویدیځه رودزیا او  شمال -ختیځه رودزیا مستعمره کې خپله   تحت الحمایه وګرځوله. دې دواړو په ۱۹۱۱ ز کال کې شمالي رودزیا رامنځته کړه. زامبیا د استعماري دورې په ډېره برخه کې د سویلي افریقا د بریتانوي شرکت په مشوره له لندن څخه د یو منصوب دولت له خوا اداره کېده.

زامبیا د ۱۹۶۴ ز کال د اکتوبر په ۲۴ له بریتانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه او لومړی وزیر کینېت کوندا یې پرانیستونکی ولسمشر شو. د کوندا سوسیالست متحد ملي خپلواک ګوند (UNIP) له ۱۹۶۴ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې په واک کې پاتې شو. کواندا په سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې په سویلي رودېزیا (زېمباوې)، انګولا او نمېبیا کې د نښتې د حل لارې په لټه له متحده ایالاتو سره په نږدې همکارۍ کلیدي رول ولوباوه. زامبیا له ۱۹۷۲ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د یو واحد ګوند لرونکی هېواد و، UNIP یوازینی سیاسي ګوند و چې د "یو ملت یوې زامبیا له شعار سره" د کوایندا له خوا رامنځته شوی و. په ۱۹۹۱ ز کال کې له  سوسیال دیموکراتیک غورځنګ څخه فرېدرېک چلیوبا کواندا ځای ناستی شو او ټولنیزې -اقتصادي پراختیا او د دولت د تمرکز لرې کولو دوره یې پیل کړه. زامبیا له هغه مهال راهيسې په یو څو ګوندي هېواد بدل شوی او د واک د سوله ییز لېږد څو لېږدونه یې تجربه کړي.

زامبیا پرېمانه طبعي سرچینې لري، چې له ډلې يې معدني مواد، حیات وحش، ځنګلونه، خوږې اوبه او کرنیزې ځمکې یادولی شو. نړیوال بانک په ۲۰۱۰ ز کال کې زامبیا په نړۍ کې د اقتصادي سمون/اصلاح د چټکې ودې هېواد معرفي کړ. د سویلي او ختيځې افریقا د ګډ بازار مرکزي دفتر (COMESA) په لوساکا کې پروت دی.

نوم

د زامبیا خاوره له ۱۹۱۱ ز کال څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د شمالي رودزیا په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۶۴ ز کال کې يې له بریتانیا څخه د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو له امله نوم په زامبیا بدل شو. د زامبیا نوم د زامبري له سیند څخه اخیستل شوی (زامبېزي، ښايي د لوی سیند په معنا وي).

تاريخچه

له تاریخ څخه مخکې دوره

د کالامبو په ابشار او د زامبري په دره کې د ژور کېندنې کار د فرهنګونو پرله پسې‌والی ښيي. د کالبمو ابشار ته نږدې د لرغوني کمپ وسایل رادیو کاربن دي چې لرغونتوب یې له ۳۶۰۰۰ کلونو څخه مخکې دورې ته ورګرځي.

د بروکېن هېل سړي (د کابوه سړي په نوم هم یاديږي) د کوپړۍ/جمجمې د فوسیل پاتې شونې چې له میلاد څخه مخکې له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۵۰۰۰ کلونو پورې اړه لري، تر ډېره ښيي چې په دې سیمه کې لومړنیو انسانانو ژوند کړی. د بروکېن هېل یا ماتې غونډۍ سړی د زامبیا د کابوه په سیمه کې کشف شوی. 

خویسان او باټوا

مډرنه زامبیا، نږدې ۳۰۰ کاله له میلاد څخه وروسته د خویسان او باټوا د خلکو مېشت‌ځای شوه، کله چې مهاجرتي بانټو یانو هلته ژوند کول پيل کړل. باور دا دی چې د خویسان ټبر د افریقا له ختيځ څخه سرچینه اخیستې او نږدې ۱۵۰۰۰۰ کاله مخکې يې د سویل لور ته پراختیا موندلې. د توا خلک په دوو ډلو ووېشل شول: کافوه توا چې د کافوه اپارتمانونو ته څېرمه او لوکانګا توا چې د لوکانګا په جېبه کې یې ژوند کاوه. په زامبیا کې د ډبریز هنر ډېری لرغونې بېلګې لکه د مولا د کاڼو نقاشۍ، د مومبوا غارونه او د ناچیکوفو غارونه دغو لومړنیو ښکاریانو ته ورګرځي. خویسانو په ځانګړي ډول توا په ټوله مرکزي او سویلي افریقا کې له بانټو یانو کروندګرو سره  په ځانګړي ډول د پېرونکي-پېرودونکې یوه ښه اړیکه رامنځته کړه، خو په پای کې يا د بانټو یانو له خوا جذب یا هم بې کوره شول. 

بانټو  (ابانټو)

د بانټو  یا ابانټو  (معنا خلک) قوم یوه لویه متنوع قومي او ژبه ‌نیزه ډله ده چې په سویلي، ختیځه او مرکزي افریقا کې د نفوس اکثریت جوړوي. له دې امله چې زامبیا د مرکزي افریقا، سویلي افریقا او د افریقا د لوی سیند څلورلارې ده، د نننیو زامبیایانو تاریخ د دغو  درېیو سیمو تاریخ دی.

په دغو درېیو سیمو کې ډېری تاریخي پېښې په هم‌مهال ډول پېښې شوې دي او په دې توګه د زامبیا تاریخ نه شي کولی د نورو افریقایي هېوادونو په څېر په بشپړ ډول په تاريخ‌وار ډول وړاندې شي. د مدرنې زامبیا لومړنی تاریخ د شفاهي سوابقو، لرغون پېژندنې او د لیکل شویو ریکارډونو (تر ډېره غیر افریقايي وګړو لیکلي) له پخواني‌والي څخه استخراج شوی.

د بانټو اصلیت

د بانټو خلک اصلاً د کامرون او نایجیریا په شاوخوا کې د افریقا په لویديځ او مرکز کې اوسېدل. نږدې له ۴۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کاله مخکې یې د زریزې اوږده پراختیا د لویې وچې په ډېرو برخو کې پيل کړه. دا پېښه د بانټو د پراختیا( خورېدو) په نوم یاديږي. دا د بشر په تاريخ کې یو له تر ټولو لویو مهاجرتونو څخه و. باور دا دی چې بانټ‌یان لومړني کسان و چې د اوسپنې کارونې تېکنالوژي يې د افریقا پراخو سیمو ته د ننه کړه. د بانټو پراختیا اساسا له دوو لارو څخه تر سره شوه؛ چې يوه يې د کانګو له حوزې څخه لویديځ مسیر و او بله یې د افریقا د لویو سیندونو له طریقه ختیځه لار وه.   

ایداري وېش

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

Tags:

زامبيا نومزامبيا تاريخچهزامبيا ایداري وېشزامبيا تاریخزامبيا کلتورزامبيا جغرافیهزامبيا اقتصادزامبياانګلیسيد زمبیا کواچایسویلي افریقالوساکا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمانسيشلکنډیباغفرانسوي ژبهمرغهانګلیسيمياشت (موده)کابل ولايتکونړ ولايتد پاني پت دريمه جگړهمرزا اسد الله خان غالبپوهنغونډوينه لږیلوی اقتصادډاکتر کبير ستوریپه هندوئېزم کې ښځېد نفوسو له مخې، د نړۍ د مذهبونو نوملړد صابون جوړولاسلام او سکهيزمروسي وسله وال ځواکونهد انسانانو جنسي توپیروالیصلاح الدين ايوبي3 اکتوبرتحليلي کېمياد افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )18 ډيسمبرد بکارت پردهساهيالي20 سپټمبرفوټبالايرانانرژينړۍواورهاوبهشړشمامير دوست محمد خانفلسطينياند متحده ایالاتو اساسي قانوند افغانستان لرغونی تاریخانسان پيژندنهکابلدرسي پلانخپلواکيويکيپېډياټکنالوجيملاله ميوندوالهقطب نمامگنېزيومابو حنيفه (امام اعظم)د پښتو (ی) ګانې .بالشویک گوندکندهاریانریاض29 فبروريخوشال خان خټکپښتواتریشي مکتب23 اگسټسوېلي اسياد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلهآبخازیامايکروسافټجنسي تېریبوديزممولانا بجلی ګهررغاويز اوښتونيوکوهوماد بشري منابعو مديريتشکرې ناروغي🡆 More