توګو

توګو یاهم (توګو) په فرانسوي ژبه République Togolaise) توګو جمهوریت د افریقا په لویدیځ کې پروت یو کوچېنی هیواد دی.

د توګو پلازمینه د لومه ښار دی او ۵ سیمي لري چې هره سيمه په دیرش ایداري برخو ویشل شوی ده، یاد هیواد ۷۸۵'۵۶ کیلومتره مربع مساحت او ۳۷۴'۶۰۶'۷ میلیونه وګړي لري. د یاد هیواد رسمي ژبه فرانسوي او د حکومت ډول یې جمهوري دی، ولسمشر یې فاوره ګناسینګبه دی.

د توګو، په رسمي توګه د توګو جمهوریت (په فرانسوي: République togolaise)، په لوېدیځه افریقا کې یو هېواد دی. په لوېدیځ کې له ګانا، په ختیځ کې له بینین او په شمال کې له بورکینا فاسو سره ګډه پوله لري. دا هېواد په سویل کې د ګیني خلیج ته غځېدلی، چې په دې برخه کې یې پلازمینه او لوی ښار لومي پراته دي. توګو ۵۷۰۰۰ کیلومتر مربع (۲۲۰۰۸ مایل مربع) خاوره تر پوښښ لاندې لري، چې دا په افریقا کې یو له کوچنیو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او نږدې ۸ میلیونه وګړي لري. د نړۍ یو له نریو هېوادونو څخه دی چې له ۱۵۵ کیلومتر (۷۱ مایل) څخه کم پلنوالی لري او د ګانا او د هغه د ختیځ ګاونډی بینین، چې له شمالي برخو پرته خورا نری هېواد دی، تر منځ پروت دی.

له ١١مې تر شپاړسمې پېړۍ پورې بېلابېل قومونه له هر اړخه دې سيمې ته ننوتل. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۸ پېړۍ پورې، ساحلي سیمه د اروپایانو لپاره د غلامانو د پیرودلو یو لوی سوداګریز مرکز و، چې توګو او شاوخوا سیمو ته یې "د غلام ساحل" نوم ورپه برخه کړ. په ۱۸۸۴ ز کال کې، جرمن د اوسني توګو په ګډون یوه سیمه د توګولنډ په نوم تر خپل خوندیتوب لاندې اعلان کړه. د توګو واکمني له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، فرانسې ته وسپارل شوه. توګو په ۱۹۶۰ ز کال کې له فرانسې  یې خپلواکي ترلاسه کړه. په ۱۹۶۷ ز کال کې، ناسنګبي ایادیما یوه بریالۍ پوځي کودتا په لاره واچوله چې وروسته د کمونیسټ ضد، د یوګوندي دولت ولسمشر شو. بلآخره، په ۱۹۹۳ ز کال کې، ایادیما له څو ګوندي ټاکنو سره مخامخ شو، چې د بې نظمیو له امله رامنځ ته شوې او نوموړي درې ځله ولسمشري وګټله. ایادیما تر مړینې، د عصري افریقا په تاریخ کې ترټولو اوږد خدمت کوونکی مشر و، چې د ۳۸ کلونو لپاره ولسمشر و. په ۲۰۰۵ ز کال کې یې زوی، فار ناسنګبي ولسمشر وټاکل شو. هغه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې په دې دنده کې پاتې شو.  

توګو یو استوایی، د سوېلي صحرا هېواد دی، چې اقتصاد په کرنه پورې تړلی دی او اقلیم  یې د ودې غوره موسمونه چمتو کوي. لکه څنګه چې  یې رسمي ژبه فرانسوي ده، خو زیاتې نورې ژبې، په ځانګړې توګه د ګبي کورنۍ، هم په کې تکلم کېږي. تر ټولو لویه مذهبي ډله د هغو کسانو څخه جوړه ده چې بومي عقیده لري او د پام وړ عیسوي او مسلمان لږه کي هم په کې شته. توګو د ملګرو ملتونو، افریقایي اتحادیې، د اسلامي همکاریو د سازمان، د سویلي اتلانتیک د سولې او همکارۍ د زون، فرانکفوني او د لوېدیځې افریقا هېوادونو د اقتصادي ټولنې غړیتوب لري.

تاریخچه

له استعمار نه مخکې (له ۱۸۸۴ ز کال وړاندې)

د لرغون پېژندنې موندنې ښیي چې پخوانیو قومونو د لوښو تولید او د اوسپنې پروسس کولو توان درلود. د توګو نوم د ایو ژبې څخه د "سیند شاته" په معنا ژباړل شوی. په ۱۴۹۰ ز کال کې د پرتګاليانو له راتګ وړاندې دوره ډېره معلومه نه ده. د ۱۱ پېړۍ تر ۱۶ پېړۍ په دوره کې، بېلابېل قومونه له ټولو خواوو: لکه د لوېدیځ څخه ایو او د مینا او ګن له ختیځ څخه سیمې د ننه شول. زیاتره یې په ساحلي سیمو کې مېشت شول.

په ۱۶ پېړۍ کې د اتلانتیک د غلامانو سوداګري پیل شوه او د راتلونکو دوو سوو کلونو په اوږدو کې ساحلي سیمه د اروپایانو لپاره چې د غلامانو په لټه کې وو، یو لوی سوداګریز مرکز و، چې توګو او شاوخوا سیمو ته یې د "غلام ساحل" نوم ورکړ.

د توګولنډه تجزیه

د توګولنډ جګړه د لومړۍ نړیوالې جګړې د لوېدیځې افریقا د جګړې په اوږدو کې د توګولنډ په جرمني مستعمره د فرانسې او بریتانیې بریالي برید و. د ۱۹۱۴ ز کال د اګسټ په لومړیو کې پر کوچنۍ مستعمرو د متحدینو له یرغل وروسته، جرمني ځواکونه په چټکۍ سره مات شول چې د ۱۹۱۴ ز کال د اګست په ۲۶مه د مستعمرې تسلیمېدو ته اړ شول. په ۱۹۱۶ ز کال کې توګولنډ د ګټونکو تر منځ ووېشل شو، چې د بریتانوي توګولنډ او فرانسوي توګولنډ نوي مستعمرې یې رامنځ ته کړې.

استعاري دوره (۱۹۸۴ – ۱۹۶۰ز کال)

په ۱۸۸۴ ز کال کې یو سند په توګوویل کې له پاچا درېیم ملاپا سره لاسلیک شو، چې پر بنسټ یې جرمني د ساحل په اوږدو کې د یوې پراخې سیمې د خوندیتوب ادعا وکړه او په کراره یې د ننه خپل کنټرول پراخ کړ. پولې یې د جرمني ځواکونو له لوري د غرنیو سیمو د نیولو او د فرانسې او انګلستان سره د تړونونو له لاسلیک وروسته وټاکل شوې. په ۱۹۰۵ ز کال کې دا سیمه د توګولنډ جرمن مستعمره شوه. ځايي خلک اړ شول چې کار وکړي، پنبه، قهوه او کاکاو وکري او لوړه مالیه ورکړي. د اورګاډي پټلۍ او د لومي بندر د کرنیزو توکو د صادراتو لپاره جوړ شو. جرمنانو د کاکاو، قهوې او پنبې د کرلو عصري تخنیکونه وړاندې کړل او زیربنا ته یې پراختیا ورکړه.  

توګولنډ لومړۍ د نړیوالې جګړې په اوږدو کې، د انګلستان او فرانسې له لوري اشغال شو، د انګلیس – فرانسوي ګډ حکومت یې اعلان کړ. د ۱۹۱۶ ز کال د دسمبر په ۷ نېټه، ګډ حکومت ړنګ شو او توګو په بریتانوي او فرانسوي سیمو ووېشل شو. د ۱۹۲۲ ز کال د جولای په ۲۰ نېټه، لویې بریتانیا د توګو د لوېدیځې برخې د حکومت او د ختیځې برخې د حکومت لپاره د هېوادونو د ټولنې اجازه ترلاسه کړه. دې هېواد په ۱۹۴۵ ز کال کې د فرانسې پارلمان ته د درېیو استازو د لېږلو حق ترلاسه کړ. 

دا اجازه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو تر خوندیتوب لاندې سیمې شوې. د بریتانوي توګولنډ اوسیدونکو په ۱۹۵۷ ز کال کې د ګانا د نوي خپلواک هېواد د یوې برخې په توګه د ګولډ کاسټ (د طلا ساحل) سره یوځای کېدو ته رایه ورکړه. فرانسوي توګو لنډ په ۱۹۵۹ ز کال کې د فرانسې په اتحادیه کې یو خپلواکه جمهوریت شو، په داسې حال کې چې فرانسې د دفاع، بهرنیو اړیکو او مالي چارو د کنټرول حق درلود.  

د خپلواکۍ پر لور لېږد

تر نن ورځې خپلواکي (له ۱۹۶۰ ز کال نه– تر اوسه)

د توګو جمهوریت د ۱۹۶۰ ز کال د اپریل په ۲۷ اعلان شو. د ۱۹۶۱ ز کال د ولسمشرۍ په لومړیو ټاکنو کې، سلوانس اولمپیو لومړنی ولسمشر شو چې د اپوزیسیون له لوري تحریم شوو ټولټاکنو کې یې سل سلنه رایې ترلاسه کړې. د ۱۹۶۱ ز کال د اپریل په ۹ نېټه د توګو جمهوریت اساسي قانون تصویب شو، چې پر بنسټ یې د توګو ملي شورا ستره مقننه اداره شوه.

د ۱۹۶۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې د مخالفو ګوندونو مشران له دې امله ونیول شول چې د حکومت ضد دسیسو په جوړولو تورن وو. د مخالفو ګوندونو د منحلولو فرمان صادر شو. اولمپیو هڅه وکړه چې د متحده ایالاتو، انګلستان او لوېدیځ جرمن سره د همکارۍ په رامنځ ته کولو سره په فرانسه باندې تکیه کمه کړي. نوموړي د فرانسوي پوځیانو هڅې هم رد کړې چې د الجزایر له جګړې وروسته له جګړې لاس په سر شوي وو او هڅه کوي د توګو په اردو کې ځای ترلاسه کړي. دا لاملونه په پایله کې د ۱۹۶۳ ز کال د جنورۍ په ۱۳ د یوې پوځي کودتا لامل شول چې په ترڅ کې یې د بریدګر ناسینګبی ایادیما په مشرۍ د یوې ډلې عسکرو له خوا ووژل شو او په توګو کې بېړنی حالت اعلان شو.

د نیکولاس ګرونیتزکي تر مشرۍ لاندې موقت حکومت ته پوځ واک وسپاره. د ۱۹۶۳ ز کال په مې میاشت کې، ګرونیتزکي د جمهوریت ولسمشر وټاکل شو. نوي مشرتابه د فرانسې سره د اړیکو پراختیا سیاست خپل کړ. د هغه اصلي موخه دا وه چې د شمال او جنوب ترمنځ واټن کم کړي، نوی اساسي قانون تصویب کړي او د څو ګوندي نظام معرفي کړي.   

پوره څلور کاله وروسته، د ۱۹۶۷ ز کال د جنوري په ۱۳ نېټه، ایادیما ناسینګبي په یوه سپینه (بې وینې) کودتا کې ګرونیتزکي له واکه لري کړ او د ولسمشرۍ چوکۍ یې ترلاسه کړه. هغه د توګو د خلکو د ګوند ځواک را منځ ته کړ، د نورو سیاسي ګوندونو فعالیتونه یې منع کړل او د ۱۹۶۹ ز کال په نومبر کې یې یو ګوندي نظام معرفي کړ. نوموړی په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۶ ز کلونو کې بیا وټاکل شو. په ۱۹۸۳ ز کال کې یې د خصوصي کولو پروګرام پیل کړ او په ۱۹۹۱ ز کال کې نورو سیاسي ګوندونو ته اجازه ورکړه. په ۱۹۹۳ ز کال کې اروپایي ټولنې خپل مشارکت و ځنډاوه چې په ۱۹۹۳، ۱۹۹۸ او ۲۰۰۳ ز کلونو کې یې د ایادیما بیا ټاکنه د واک د انحصار توصیف کړ. په بروکسل کې د ۲۰۰۴ ز کال په اپرېل میاشت کې، د اروپایي ټولنې او توګو ترمنځ د همکارۍ د بیا پیل په اړه خبرې اترې ترسره شوې.

ایادیما ناسینګبي د ۲۰۰۵ ز کال د فبروري په ۵ نېټه ناڅاپه له نړۍ سترګې پټې کړې او د ۳۸ کلونو د واک موده، د افریقایي  دیکتاتورانو تر ټولو اوږده واکمني وه. پوځ د هغه د زوی فوور ناسینګبی د ولسمشر په توګه پر چوکۍ کېناوه او له فرانسې پرته یې سمدلاسه په پراخه کچه نړیواله غندنه راوپاروله. ځینو ډیموکراټیکو ټاکل شوو افریقایي مشرانو، لکه د سینیګال عبدولي واد او د نایجیریا اولسیګون اوباسنجو د دې ګام هرکلی وکړ او په دې توګه یې د افریقایي اتحادیې دننه درز رامنځ ته کړ.

ناسینګبی واک پرېښود او دوه میاشتې وروسته یې ټاکنې ترسره کړې چې یې وګټلې. اپوزیسیون د ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې وبللې. د ۲۰۰۵ ز کال پېښو د ډیموکراسۍ پروړاندې د حکومت د هغه د ژمنو په اړه پوښتنې رامنځ ته کړې، چې د اروپایي اتحادیې سره د اړیکو عادي کولو په هڅه کې شوې وې، چې په ۱۹۹۳ ز کال کې د توګو د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنو له امله مرستې بندې کړې. د دې تر څنګ، د ملګرو ملتونو له راپورنو سره سم، د ولسمشریزو ټاکنو په اوږدو کې په تاوتریخوالی کې تر ۴۰۰ پورې کسان ووژل شول او نږدې ۴۰۰۰۰ نور د توګو ګاونډیو هېوادونو ته وتښتیدل. ناسینګبي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ ز کلونو کې بیا وټاکل شو.

د ۲۰۱۷ ز کال په وروستیو کې، په توګو کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شول، چې د ۲۰۰۵ ز کال له ټاکنو وروسته تر ټولو لوی لاریونونه وو. لاریون کوونکو د ناسینګبي د استعفا غوښتنه وکړه. دوی ادعا کوله چې نوموړی د داسې یوې کورنۍ غړی دی چې له اوږدې مودې په واک کې ده. ملګرو ملتونو د توګو د امنیتي ځواکونو له خوا د تاوتریخوالي پایله وغندله او د ګمبیا د بهرنیو چارو وزیر اوسینو دربو، وروسته خپلې خبرې اصلاح کړې او ویې ویل چې: یناسینګبا باید استعفا ورکړي.

د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې فاري ناسینګبي د څلورم ځل لپاره د توګو ولسمشري وګټله. د رسمي پایلو پر بنسټ، نوموړی نږدې د ۷۲٪ رایو په ترلاسه کولو بریالی شو. هغه و توانېد چې خپل نږدې سیال، پخوانی لومړی وزیر اګبیوم کوجو ته چې ۱۸٪ رایې یې درلودې، ماتې ورکړي. د ۲۰۲۰ ز کال د می په ۴ نېټه، بیتالا مجولبا، د توګو د پوځي کنډک قوماندان، په خپل دفتر کې مړ وموندل شو. د مجولبا د مړینې ورځ سمدلاسه وروسته له هغه را منځ ته شوه چې تازه بیا ټاکل شوي فوور ناسینګبی خپله لوړه درلوده. د دې قضیې په اړه پلټنې پیل شوې او د هغه د مړینې شاوخوا ټول کسان تر پوښتنو لاندې دي.

جغرافیه

توګو ۵۶۷۸۵ کیلومتر مربع (۲۱۹۲۵ مایل مربع) مساحت لري او د افریقا د کوچنیو هېوادونو له ډلې دی. دا هېواد په سویل کې د بینین له خلیجګي؛ په لوېدیځ کې له ګانا؛ په ختیځ کې له بینین او په شمال کې د بورکینا فاسو سره سره پوله لري. توګو تر ډېره د عرض البلد شپږو درجو (6°) او شمالي یوولسو درجو (11°N)، او عرض البلد صفر درجو (0°) او ختیځ دوو درجو (2°E) تر منځ پروت دی.

د ګیني له خلیج سره د توګو ساحل ۵۶ کیلومتره (۳۵ مایله) اوږد دی او د ډنډونو او ریګي ساحلونو څخه را منځ ته شوی دی. په شمال کې، د مرکز په پرتله ځمکه د ملایمې او څړځایونه لري، چې له غونډیو څخه جوړه شوې ده. د توګو سویل برخه دښتې او هوارې ځنګلي سیمې دي چې تر ساحل پورې له ځانه سره پراخ ډنډونه لري.

هېواد ترټولو لوړغر مونټ اګو دی چې د سمندر له سطحې ۹۶۸ متر متره (۳۲۳۵َ) لوړ دی. تر ټولو اوږد سیند د مونو سیند دی چې اوږدوالی یې ۴۰۰ کیلومتره (۲۵۰ مایله) دی. دا سیند له شمال څخه د سویل پر لور بهېږي.

اقلیم

د دې هېوداقلیم عموماً استوایی دی چې تودوخه یې په منځنۍ کچه په ساحلي برخو کې له ۲۳ سانتیګراد درجو (۷۳ فارانهایت) څخه تر ۳۰ سانتیګراد درجو (۸۶ فارانهایت)  پوری رسېږي او په شمالي سیمو کې وچ اقلیم او د استوایی دښتو ځانګړتیاوې لري. په سویل کې، د باران دوه موسمونه شته (لومړی د اپرېل او جولای ترمنځ او دویم د سپتمبر او نومبر ترمنځ)، که څه هم د منځنۍ کچې باران ډېر نه وي.

حیوانات او نباتات

توګو ځمکنۍ دری د ژوند بڼې سیمې لري: د ختیځ ګیني ځنګلونه، د ګیني ځنګل – موسمې چمنونه او د لوېدیځ سوډان چمنونه. د توګو ساحل د ډنډونو او استوایي ونو ځانګړتیاوې لري. د انسان د نفوس لوړه وده د ځنګلونو د چټک تخریب لامل کېږي چې ډېری نمونې له خطر سره مخامخ کوي. دې هېواد د ۲۰۱۹ ز کال د ځنګلي منظرې د بشپړتیا شاخص ۱۰ / ۵.۸۸ اوسط نمرې درلودې  چې د نړۍ په کچه له ۱۷۲ هېوادونو څخه ۹۲ ځای کې راځي.

لږترلږه پنځه پارکونه او خوندي ځایونه (پارکونه) تاسیس شوې دي چې د عبدالولي فاونال پارک، د فازاؤ مالفاکاسا ملي پارک، فوس آکس لاینز ملي پارک، کوتامماکو او د کران ملي پارک دي. زیات لیدل شوي ژوي زرافه، افریقایي ګاومېښ، کوترې او زمریان دي. فیلان لږ پاتې دي. مشهور الوتونکي لګ لګ (ډینګ) او زاڼې دي.  

توګو  بيرغ توګو  نښان
توګو 
Location of  توګو  (آبی)

in the آفریقا  (روښانه)

نخشه
موقعيت
Location of  توګو  (آبی)

in the آفریقا  (روښانه)

حکومت
 -  ولسمشر فاوره ګناسینګبه
 -  لومړی وزیر Victoire Tomegah Dogbé
Legislature لویه جرګه
جوړښت
 -  له فرانسه ۲۷ افریل ۱۹۶۰ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۵۶٬۷۸۵ کيلومتر2 (۱۲۳ام)
۲۱٬۹۲۵ sq mi 
 -  اوبه (%) ۴٫۲
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۲۰ estimate ۸٬۶۰۸٬۴۴۴ (۱۰۰ام)
 -  ۲۰۱۰ census ۶٬۱۹۱٬۱۵۵ 
 -  ګڼه ګونه ۱۲۵٫۹/km2 (۹۳امe)
۲۴۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۱۴٫۹۱۹ بیلیونه 
 -  پر کس $۱٬۸۲۱ 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۵٫۵۹۲ بیلیون 
 -  پر کس $۶۸۲ 
Gini (۲۰۱۱) ۴۶ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۱۳ (۱۶۷ام)
د وخت سيمه (UTC )
د موټر چلولو لوری ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .tg
پيل ګڼ +۲۲۸

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اېداري ویش

سیاسي جوړښت

Tags:

توګو تاریخچهتوګو جغرافیهتوګو تاریختوګو کلتورتوګو جغرافیهتوګو اېداري ویشتوګو سیاسي جوړښتتوګوافریقافرانسويفرانسوي ژبهلومه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

نوی نازیزمسلېمان لايقد ژبپوهنې تاریخکابل‌شاهانستر بحرانداوبو راگرځولویادګټې اخستې مدیریتفشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئمحمد نادر شاهد غواگانو روزنهسولگرمنيمايکروسافټشاعرايوبي کورنۍد سعودي عربستان فیصلپه خپل ځان باورد فرانسې انقلاباستقلابپرانيستې سرچينې استخباراتاکدي سارګوند زهل سیارې کړۍمتحده عرب اماراتکيميامینیوپزافغانستانچونگښهد هوايي چلند تاریخچهبنجامين فرانکلينمذهبتوماس اډیسونغزني ولايتعبدالرحمن بن عوفمنرالونهاروآسیایي جي جاقد ویکیپېډیا لړليکافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېد داخلي احتراق انجند ډيورنډ کرښهسيدال خان ناصرګوجري ژبهد وینې ګروپزکاتاقلیمپاسوالګوګلملا بورجانجانوي کپورایبولا ناروغۍد بکارت پردهترکي خلک (ترکان)خوست ولايتد افغانستان جغرافيهمومندبرټرانډ راسلد لویې بریتانیا دویم جورجتجويديهودي خپلواک ولايتتوریالی ځاځیافقحافظهروسیهوېنزویلاپښتوشیرین بینااروپايي صنوبرد واده شپهستر اخلاق🡆 More