تونس

د تونس جمهوري هېواد د افریقا په شمالي کې پروت دی.

  

دغه هېواد په شمالي افریقا کې د مغرب سیمې برخه ده، په لویدیځ او سویل لویدیځ کې یې الجیریا، په سویل ختیځ کې یې لیبیا ، شمال او ختیځ کې یې مدیترانې سمندرګۍ موقعیت لري، چې د ۱۱ میلیونه وګړو نفوس په لرلو سره ۱۶۳ زره ۶۱۰ کیلومتر مربع (۶۳ زره ۱۷۰ مایل مربع) مساحت لري. په دغه هېواد کې د اطلس غرونو ختیځ پای شاملېږي او شمال یې بیا د افریقا تر لویې صحرا رسېږي، چې پاتې نور ډېر قلمرونه یې کرنیزې ځمکې دي. په ۱۳۰۰ کیلومتره (۸۱۰ مایله) ساحلي کرښو کې یې د مدیترانې حوزې ختیځ او لویدیځ افریقايي پیوند شاملېږي. تونس د افریقا د تر ټولې لرې شمالي څوکې کپ انجلا کور دی؛ پلازمېنه یې تونس، د دغه هېواد تر ټولو لوی ښار دی، چې په شمالي ختیځو سواحلو کې موقعیت لري او د خپل هېواد (تونس) نوم یې خپل کړی دی.

الجمهورية التونسية
République Tunisienne
تونس
تونس
بیرغ
تونس
تونس
نښان

تونس
تونس

شعار
(اراگونېسي: حرية، كرامة، عدالة، نظام د (P1451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۴°شمال ۱۰°ختیځ / 34°شمال 10°ختيځ / 34; 10   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کچه 163610 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه تونس ښار   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې عربي   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۲۰ مارچ ۱۹۵۶  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر لږ تر لږه 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بې کارۍ کچه 13 سلنه (۲۰۱۴)  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ TN  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +216  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د لرغوني پېر له لومړیو نه په تونس کې بربر بومي وګړي استوګن و. له میلاد نه په مخکنۍ دولسمه پېړۍ کې فینیقیان دغه سیمې ته راورسېدل او څو ښارګوټي یې آباد کړل، چې کارتاژ ښار یې له میلاد نه په مخکنۍ اوومه پېړۍ کې ډېر پیاوړی راڅرګند شو. کارتاژ چې یوه لویه سوداګریزه سترواکي او د روم جمهوریت نظامي سیال و، له میلاد نه ۱۴۶ کاله وړاندې د رومیانو له خوا ماته وخوړه او د راتلونکو ۸۰۰ کلونو لپاره تونس د روم تر نیواک لاندې راغی. هغوی هلته عیسویت دود کړ او د آمفي تیاتر الجیم (amphitheatre of El Jem) په څېر د معمارۍ آثار یې هلته پرېښودل. له ۶۴۷ ز کال راهیسې، له څو هڅو وروسته، مسلمانانو تر ۶۹۷ ز کال پورې ټول تونس ونیو او د هغه ځای سیمه ییزو خلکو ته یې اسلام او عربي کلتور وروړ. عثماني سترواکي په ۱۵۴۷ ز کال کې په دغه ځای کنترول ترلاسه کړ او تر هغه مهاله چې فرانسویانو په ۱۸۸۱ ز کال کې تونس ونیو، له ۳۰۰ نه د زیاتو کلونو لپاره یې دلته واکمني وکړه. تونس د حبیب بورقیبه تر مشرۍ لاندې خپلواکي ترلاسه کړه، هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې د تونس جمهوریت رامنځته کړ. تونس په شمالي افریقا کې کوچنی هېواد دی، فرهنګ او هویت یې د پېړیو په ترڅ کې په مختلفو کلتورنو او قومیتونو کې رېښه لري.

په ۲۰۱۱ ز کال کې د تونس انقلاب، چې د زین العابدین بن علي تر مشرۍ لاندې ۲۴ کلنې ولسمشرۍ دوره کې د دیموکراسۍ او آزادۍ له نشتوالي یې سرچینه اخیستې وه، د هغه رژیم یې چپه کړ او په ټوله سیمه کې یې پراخ عرب پسرلی وهڅاوه. آزادې څو ګوندي پارلماني ټاکنې ډېر ژر ترسره شوې؛ دغه هېواد د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر په ۲۶ مه یوځل بیا پارلمان او د همدغه کال د نومبر په ۲۳ مه یې ولسمشر ته رایه ورکړه. تونس یو موټی په استازولۍ نیمه ریاستي دیموکراتیک جمهوریت پاتې شو، چې د شمالي افریقا یوازنی هېواد دی چې د آزدۍ کور بنسټ له خوا د «آزاد» هېواد په توګه طبقه بندي شوی او ایکونومېسټ انټېلجنس واحد د دیموکراسۍ د شاخص له مخې یوازنی عرب دیموکراتیک هېواد بللی. دغه هېواد په افریقا کې د انساني ودې د شاخص له مخې د لوړ ځای لرونکو محدودو هېوادونو نه یو دی، چې په ټوله لویه وچه کې لوړ سړي سر عاید لري .

تونس په ډېره ښه توګه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شوی. دغه هېواد د ملګرو ملتونو سازمان، فرانکفوني سازمان (د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان دی)، عربي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، افریقايي اتحادیې، ناپېیلي غورځنګ، نړیوالې جنایي محکمې، ۷۷ ډلې او نورو غړیتوب لري. دغه هېواد له ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري، په ځانګړې توګه له فرانسې او ایټالیا سره چې له جغرافیايي پلوه سره نږدې دي. تونس له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ هوکړه لري او له  متحده ایالاتو سره د ناټو غړو هېوادونو له ډلې پرته د پیاوړي متحد ځای ته لاسرسی موندلی دی.

دولت او سیاستونه

تونس د یوې استازولۍ دیموکراسي ډول جمهوریت دی چې ولسمشر یې د دولت په سر کې ځای لري، لومړی وزیر د حکومت مشر دی، یو جرګه لرونکی پارلمان او د مدني حقونو قضايي سیستم لري. د تونس اساسي قانون، د ۲۰۱۴ ز کال د جنوري په ۲۶ مه تصویب شو چې د ښځو حقوق تضمینوي او زیاتوي چې: د ولسمشر دین «باید اسلام» وي. له عرب پسرلي وروسته، د ۲۰۱۴ ز کال په اکتوبر میاشت کې د نوي اساسي قانون له مخې لومړۍ ټاکنې ترسره شوې دي. تونس په شمالي افریقا کې یوازنۍ دیموکراسي ده.

له انقلاب راهیسې په تونس کې د قانوني سیاسي ګوندونو شمېرد پام وړ پراختیا وکړه، چې اوس مهال له ۱۰۰ زیات قانوني ګوندونه په کې شته، چې په پخواني رژیم کې شته څو ګوندونه هم په کې شاملېږي. د بن علي د واکمنۍ پر مهال یوازې درې خپلواکو ګوندونو: PDP، FDTL او تجدید ګوند (Tajdid) د اپوزیسیون په توګه عمل کاوه. په داسې حال کې چې یو شمېر پخوانيو ګوندونو، په ښه توګه خپل ځایګی ثابت کړی او کولای شي، له خپل پخواني جوړښت کار واخلي، خو له ۱۰۰ نه زیات ګوندونه د ۲۰۱۲ ز کال تر فبروري میاشتې پورې ډېر کوچني وو.

له انقلاب وړاندې د پارلمان په دوو جرګو کې ښځو نږدې ۲۰ سلنه چوکۍ لرلې، چې په عربي نړۍ کې دا ډېره بې سارې وه. تونس د اروپایي اتحادیې د اروپايي ګاونډیتوب په پالیسي(European Neighbourhood Policy) کې شامل دی، چې موخه یې د اروپایي ټولنې او د هغو د ګاونډیو نږدې کول دي. له عرب پسرلي وروسته، د ۲۰۱۴ ز کال د نومبر په ۲۳ مه د تونس لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې.

د تونس قضایي سیستم د فرانسوي مدني قانون تر سخت اغېز لاندې دی، په داسې حال کې چې د شخصي احوالو قانون یې د اسلامي قانون پر بنسټ دی. شرعي محکمې په ۱۹۵۶ ز کال کې لغوه شوې.

د شخصي احوالو کوډ چې په ۱۹۵۶ ز کال کې له خپلواکۍ وروسته ډېر ژر تصویب شو، د نورو چارو په خوا کې یې ښځو ته بشپړ حقوقي ځای ورکړ( اجازه یې ورکړه چې سوداګري وکړي، بانکي حساب ولري او په خپل واک د پاسپورت غوښتنه وکړي). د دغه کوډ له مخې څو ودونه او ښځې ته له طلاق ورکولو نه د مېړه د انکار حق غیر قانوني اعلان کړ. د ۱۹۹۳ ز کال په اصلاحاتو کې دغه مقررات هم شامل وو چې تونسي ښځو ته یې اجازه ورکوله، له یوه بهرني وګړي سره د واده کولو او په بهر کې د ژوند کولو پر مهال خپل تونسي تابعیت له ځان سره ولري. د شخصي احوالو یاد کوډ، د ټولو تونسي وګړو اړوند له هر ډول مذهبي تبعیض پرته یو ډول پلی کېږي. دغه کوډ په شمالي افریقا او مسلمانه نړۍ کې د مدني کوډونو په برخه کې تر ټولو پرمختللی کوډ ګڼل کېږي.

پوځ

په ۲۰۰۸ ز کال کې تونس ۲۷ زره تنه پوځي پرسونل درلود چې په ۸۴ لویو او ۴۸ سپکو ټانګونو سمبال و. سمندریز ځواک یې ۴۸۰۰ کسه پرسونل درلود چې د ګزمې ۲۵ بېړۍ او ۶ نورې پوځي بېړۍ یې اداره کولې. د تونس هوايي ځواک ۱۵۴ پوځي الوتکې او ۴ بې پیلوټه الوتکې لري. ملیشه ځواکونه یې له ۱۲۰۰۰ کسیز ملي ګارد نه جوړ دی. په ۲۰۰۶ ز کال کې، د دغه هېواد د ناخالصو ملي تولیداتو ۱.۶ سلنه یې په پوځي لګښت کې راتله. پوځ د ملي دفاع او داخلي امنیت مسئولیت پرغاړه لري.

پوځ د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې له هېواد نه د دفاع په برخه کې خپل حرفوي او غیر سیاسي رول لوبولي دی. د ۲۰۱۱ ز کال له جنوري راهیسې، پوځ د اجرائیه قوې په لارښوونه، د داخلي امنیت او انساني جرایمو پېښو ته دلاسرسي زیات شوی مسئولیت هم پرغاړه اخیستی دی.

اداري وېش

تونس په ۲۴ ولایتونو وېشل شوی، چې په وارسره په ۲۶۴ «معتمدیو» یا ولسوالیو او له هغو وروسته په ښارولیو او په نورو کوچنیو برخو (امداتونو) وېشل شوی دی.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

Tags:

تونس دولت او سیاستونهتونس تاریختونس کلتورتونس جغرافیهتونس اقتصادتونس سرچينېتونس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پاچا آرتورنن ټکی اسیاامير حبيب الله خانګورګان ولايتارګالبانیاغوږد ګنجي کیسهباچا خانپوهنههالنډنصرالله منصوربېلاروسآيسلينډدقیانوسسردار محمد داود خانقهوهپښتانه8 مارچمولانا جلال الدين محمد بلخيروغتياابراهيم رييسياسلامفیسبوکماشومانو حقونهمماڼهپښتو سيندستر بحرانويکيمېډيا بنسټحیضد لمریز نظام جوړښت او تکاملقضايي لمونځونهادبپوهنهمقتصد ستړیخرقه شريفهد انسان پوهنې تاريخچهخپلواکيد افغانستان د خپلواکۍ ورځد افغانستان ژبېباکټريابېلابېل کایناتپوښتنه.... کله چې امرباالمعروف فلمونه بندوي بدیل به یې څه شی وي.. په داسې حال کې چې موږ څوو په شمار د انځوریزو چینلونه لروو؟اردنيوناني ژبهوکيل احمد متوکلنثرجاپانکچالودويمه نړېواله جګړهچین د خلکو جمهوریتبورهد افغانستان سيندونهاېسواتينياشرف غنيد افغانستان نومقرآن کریمداوبو راگرځولویادګټې اخستې مدیریتد پاکستان تاریخچهعبدالروف قتيل خوږياڼیپښتونوليد کمونيزم ضدفشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئلرغونی مصرد کتاب نړيواله کره شمېرهد ښځو حقوقلوی افغانستانندا محمد ندیمانګولاښوونځیببرک کارملجودی لین اوکیفبرېتانيا🡆 More